زهرا (لقب)

د wikishia لخوا

زهرا د حضرت فاطمه(س) یو لقب[۱] چې معنا یې ده داسې روښانوونکی سپینوالی[۲] چې د ملغلرې په شان ځلیږي.[۳] علامه مجلسي په تفسیر کې له امام صادق(ع) څخه په یو روایت کې په زهرا د حضرت فاطمه(س) د ملقب کېدو سبب، په معنوي رڼا د هغې نوراني والی ګڼي.[۴] زهرا ټکی یا فاطمة الزهرا له هغو نومونو دي چې په روایتونو او زیارتنامو کې حضرت فاطمه(س) ته په خطاب کې کارول کیږي. همداراز شیعه امامان د ابناء فاطمة الزهرا (د فاطمې اولاد) په نوم مشهور دي.[۵]

په شیعه حدیثونو کې، په زهرا لقب د بي بي فاطمې(س) د نومول کېدو لپاره ډېر دلیلونه شته دي؛ منجمله له امام صادق(ع) څخه په یو روایت کې راغلي چې فاطمه یې زهرا ونوموله ځکه چې د امام علي(ع) په نزد د هغې مخ نورانیت لره.[۶] په نورو روایتونو کې داسې راغلي دي چې کله فاطمه عبادت ته ودرېدله نو نور به یې اسمان والاو ته رڼا وربخښله؛ لکه څنګه چې د اسمان ستوري د ځمکې خلکو ته رڼا ورکوي.[۷] همداراز روایت شوی چې خدای فاطمه د خپل عظمت له نوره وپنځوله او کله یې چې هغه وپنځوله اسمانونه او ځمکه د هغې له رڼا روښانه شول او د ملایکو سترګې وبرېښېدې.[۸] له عایشې هم د حضرت فاطمې د مخ د نورانیت په اړه یو روایت نقل شوی دی.[۹]

د حضرت فاطمه د نومونو په اړه له امام صادق څخه په یو روایت کې راغلي چې هغه د خدای په نزد نهه نومونه او لقبونه لري.: فاطمه، صدیقه، مبارکه، طاهره، زکیه، راضیه، مرضیه، محدّثه او زهراء.[۱۰] د هغه څه مطابق چې له روایتونو لاسته راځي، د حضرت فاطمې د نومونو او لقبونو انتخاب د هغې د فضایلو په اساس دی.[۱۱]

د شیعه په روایي کتابونو کې، ځینې برخې د زهرا لقب ته بیلې شوي دی؛ لکه څنګه چې شیخ صدوق د عِلَل الشّرائع[۱۲] کتاب یوه برخه او علامه مجلسي د بحار الانوار کتاب د ۴۳ ټوک یوه برخه په دې اړه لیکلې ده.

د هغه راپور له مخې چې د ایران د نوم لیکنې ادارې کې د ثبت شویو نومونو په اړه خپور شو، زهرا په ایرانیانو کې تر ټولو زیات ایښودونکی او استعمالیدونکی زنانه نوم دی. د مثال په توګه په ۱۳۹۲ ل کال کې دا نوم په ایران کې دوهم تر ټولو زیات استعمالیدونکی نوم و.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۷۴؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۴۰؛ مسعودی، اسرار الفاطمیه، ۱۴۲۰ق، ص۴۰۹.
  2. ابن‌اثیر الجزری، النهایة في غریب الحدیث والاثر، ذیل واژه زهر.
  3. ابن‌منظور، لسان العرب، ذیل واژه زهر.
  4. مجلسی، جلاء العیون: تاریخ چهارده معصوم، ۱۳۸۰ش، ص۱۶۲. .
  5. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۹، ص۱۸۰ و ۲۹۷؛ ج۹۸، ص۳۴۵.
  6. شیخ صدوق، علل الشرائع، مکتبة الداوری، ج۱، ص۱۷۹-۱۸۱.
  7. شیخ صدوق، علل الشرائع، مکتبة الداوری، ج۱، ص۱۸۱.
  8. شیخ صدوق، علل الشرائع، مکتبة الداوری، ج۱، ص۱۸۰.
  9. القرمانی، الاخبار الدول وآثار الاول فی التاریخ، بیروت، ج۱، ص۲۵۶؛ شوشتری، إحقاق الحق وإزهاق الباطل، ۱۴۰۹ق، ج۱۹، ص۱۰.
  10. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۱۴. .
  11. شیخ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۶۹۲؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۴۰؛ مسعودی، اسرار الفاطمیه، ۱۴۲۰ق، ص۴۰۹.
  12. شیخ صدوق، علل الشرائع، مکتبة الداوری، ج۱، باب۱۴۳.
  13. «ثبت بیش از ۱۲ میلیون از القاب حضرت زهرا(س) در ثبت احوال کشور...»، مندرج در سایت خبرگزاری مهر.

سرچينې

  • ابن‌اثیر الجزری، ابوالسعادات، النهایة فی غریب الحدیث و الاثر، تحقیق طاهر احمد الزاوی - محمود محمد الطناحی، انتشارات المکتبة العلمیة، بیروت، ۱۹۷۹م.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم لسان العرب، ناشر دار صادر، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • «ثبت بیش از ۱۲ میلیون از القاب حضرت زهرا(س) در ثبت احوال کشور...»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۳۱ فروردین ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۳۰ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • شوشتری، نورالله بن شریف الدین، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، کتابخانه عمومی حضرت آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی (ره)، قم، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، جامعه مدرسین قم، قم، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، مکتبة الداوری، قم، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمدبن علی، الامالی، قم مؤسسه البعثة، ۱۴۱۷ق.
  • القرمانی، احمد بن یوسف، الاخبار الدول وآثار الاول فی التاریخ، تحقیق الدکتور فهمی سعد و الدکتور احمد حطیط، عالم الکتب. بیروت، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر، جلاء العیون تاریخ چهارده معصوم، تحقیق سید علی امامیان، قم، سرور، ۱۳۸۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، محمدفاضل، اسرار الفاطمیه، تحقیق: سیدعادل علوی، مؤسسة الزائر، ۱۴۲۰ق.