صدیقه شهیده (لقب)
صدّیقۀ شهیده د حضرت فاطمه(س) دوه لقبونه دي. د صدیقه معنی ډیره صادقه ښځه ده[۱] او شهیده هغه ښځه ده چې د خدای په لاره کې وژل شوې ده.[۲] د امام کاظم(ع) په یو روایت کې چې هغه یې صحیح ګڼلی دی[۳] د فاطمې زهرا(س) په اړه د «صدیقه» او «شهیده» لقبونه یو ځای راغلي دي: «إنَّ فاطِمَةَ(ع) صِدّیقَةٌ شَهیدَةٌ؛ په حقیقت کې فاطمه(س) صدیقه او شهیده ده.»[۴]
په دیني متنونو کې حضرت فاطمه(س) ته داسې سلام ویل شوی دی: «السَّلامُ عَلَیکِ أَیتُهَا الصِّدِّیقَةُ الشَّهِیدَةُ؛ سلام دې وي په تا ای صدیقه شهیده»؛[۵] خو د محمد هادي مازندراني په وینا، ظاهراً د فاطمې(س) ټولې زیارتنامې پخپله د لیکوالانو لخوا لیکول شوي دي[۶] او داسې سلام چې په کې «الصدیقه الشهیده» وي کوم حدیثي اصل نه لري؛ لکه څنګه چې شيخ صدوق ويلي دي چې هغه په مسجد نبوي کې حضرت فاطمه(س) ته په دغه جمله سره سلام کړی دی، پرته له دې چې دا ډول سلام، معصوم(ع) ته منسوب کړی وي.[۷]
په حدیثونو کې د «صدیقه» ټکی یوازې یوازی هم د حضرت فاطمه(س) د لقب په توګه ذکر شوی دی. د بېلګې په توګه، امام علي(ع) په دې ټکو سره د حضرت فاطمه(س) یاده کړې ده.[۸] همدرانګ امام صادق(ع) د حضرت فاطمه(س) لپاره د خدای پاک په نږد نهه نومونه ياد کړي دي، چې يو يې صدیقه دی.[۹] امام حسن عسکري(ع) هم په یوه حدیث کې د رسول الله(ص) او د هغه پر ځای ناستو باندې د درود په څرنګوالي کې د حضرت فاطمه(س) په باره کې داسې ښوونه کړې ده: «اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَی الصِّدّیقَةِ فاطِمَةَ الزَّکِیة...؛ ای خدایه په ډېرې رښتينې، او پاکې فاطمې درود ووایه».[۱۰]
شیعه په دې باور دي چې د حضرت فاطمه زهرا(س) شهیده کړې شوې ده.[۱۱] حضرت فاطمه(س) ته د کور د سوځولو ګواښ، د کور د سوځولو امر، د دېوال او دروازې په منځ کې یې د حضرت زهرا(س) زور اخستل او د هغې د څو مياشتو جنين سقط کیدل، حضرت زهرا(س) ته لته ورکول، د تورې په کاش سره هغه بيبي(س) وهل او په تازیانو سره هغه وهل او په دې بريد کې د هغه د پښتۍ ماتیدل، دا ځینې هغه راپورونه دي چې حدیثي او تاریخي سرچینو کې ذکر شوي دي.[۱۲] او د هغې شهادت ته اشاره کولی شي.
- همدا وګورئ: د حضرت فاطمه(س) شهادت او د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل پېښه
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: لغتنامه دهخدا، واژۀ «صدّیق».
- ↑ وګورئ: لغتنامه دهخدا، ذیل «شهید».
- ↑ محمدی ریشهری، حکمتنامه فاطمی، ۱۳۹۵ش، ص۶۸۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج ۱، ص۴۵۸، ح ۲؛ علی بن جعفر، مسائل علی بن جعفر، ۱۴۰۹ق، ص۳۲۵، ح ۸۱۱.
- ↑ شیخ صدوق، کتاب من لایحضره الفقیه، ۱۴۰۴ق، ج ۲، ص۵۷۳؛ مفاتیح الجنان، در زیارة حضرت رسول خدا و فاطمه زهراء و أئمة بقیع صلوات الله علیهم أجمعین در مدینه طیبه، ص۳۱۷.
- ↑ وګورئ: مازندرانی، شرح فروع کافی، ۱۳۸۸ش، ج ۵، ص۵۲۸.
- ↑ شیخ صدوق، کتاب من لایحضره الفقیه، ۱۴۰۴ق، ج ۲، ص۵۷۳.
- ↑ شهید ثانی، منیة المرید، ۱۳۶۸ش، ص۱۱۵، امام عسکری(ع) (منسوب به حضرت)، تفسیر الإمام العسکری(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۳۴۰، ح ۲۱۶.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ق، ص۱۷۸، ح ۳؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۴۱۴، ح ۳.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجّد، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۹؛ سید بن طاووس، جمال الاُسبوع، ۱۳۷۱ش، ص۲۹۶.
- ↑ محمدی ریشهری، حکمتنامه فاطمی، ۱۳۹۵ش، ص۳۷ و ۶۸۸.
- ↑ محمدی ریشهری، حکمتنامه فاطمی، ۱۳۹۵ش، ص۶۹۲.
سرچينې
- امام عسکری(ع) (منسوب به حضرت)، تفسیر الإمام العسکری(ع)، قم، مدرسة الامام المهدی(ع)، اول، ۱۴۰۹ق.
- سید بن طاووس، جمال الاُسبوع، تحقیق جواد قیومی، آفاق، ۱۳۷۱ش.
- شهید ثانی، منیة المرید، تحقیق رضا مختاری، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، اول، ۱۳۶۸ش.
- شیخ صدوق، الخصال، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، علل الشرائع، تحقیق سید محمدصادق بحرالعلوم، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
- شیخ صدوق، کتاب من لایحضره الفقیه، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، دوم، ۱۴۰۴ق.
- شیخ طوسی، مصباح المتهجّد و سلاح المتعبّد، تحقیق علیأصغر المروارید، بیروت، مؤسّسة فقه الشیعة، اول، ۱۴۱۱ق.
- علی بن جعفر، مسائل علی بن جعفر و مستدرکاتها، تحقیق مؤسّسه آل البیت(ع)، مشهد، المؤتمر العالمی للإمام الرضا(ع)، اول، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیة، پنجم، ۱۳۶۳ش.
- لغتنامه دهخدا.
- مازندرانی، محمدهادی، شرح فروع کافی، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۸ش.
- محمدی ریشهری، محمد، حکمتنامه فاطمی، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۵ش.
- مفاتیح الجنان.