سید عباس موسوي

د wikishia لخوا
سید عباس موسوي

سید عباس موسوي (۱۹۵۲-۱۹۹۲م) د لبنان د حزب الله دوهم عمومي منشي و. هغه د خپل فعالیت په لومړیو کلونو کې د فلسطینیو ځواکونو تر څنګ له اسراییلو سره وجنګېد او کله چې د تعلیم لپاره عراق ته لاړ، له بعث رژیم سره مقابلې ته پاڅېد او چې لبنان ته ستون شو د حزب الله په جوړېدو سره په جدي توګه له اسراییلو سره د جنګ ډګر ته داخل شو.

هغه د سید محمد باقر صدر او امام خمیني له افکارو متاثره و او په ۱۹۷۹ م کال کې یې ایران ته په سفر کې له امام خمیني سره کتنه وکړه. سید عباس موسوي، په ۱۹۹۱م/۱۳۷۰ ل کال کې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي په توګه وپېژندل شو او د ۱۹۹۲ م د فرورۍ په ۱۶(د ۱۳۷۰ کال د سلواغې په ۲۷ د صهیونسټ رژیم له خوا په نښه او شهید کړی شو.

په لبنان او نجف کې تعلیم

سید عباس موسوي په ۱۹۵۲ م کال کې د لبنان د بعلبک ښار په نبي شیث ښارګي کې وزېږېد.[۱] هغه په ۱۹۶۶ م کال کې په صور ښار کې له امام موسی صدر سره اشنا شو او د هغه په سپارښتنه د صور علمیه حوزې (معهد الدراسات الاسلامیة) ته لاړ او خپل حوزوي (دیني) تعلیم یې له هغه ځایه پېل کړ.[۲]

سید عباس موسوي په ۱۹۶۷م کال کې د حوزوي تعلیم د دوام لپاره نجف ته داخل شو او د سید ابوالقاسم خویي او سید محمد باقر صدر په درسونو کې یې برخه واخیسته.[۳] هغه له سید محمد باقر صدر سره پراخ اړیکي لرل او له صدر سره یې د سید حسن نصرالله د پېژندلو سریزې برابرې کړې.[۴]

په لبنان کې فعالیت

د لبنان د حزب الله د وخت عمومي منشي سید حسن نصر الله د خپل استاد سید عباس موسوي په ستاینه کې:

«اخلاصمند استاد، د طلابو د درسي او اخلاقي چارو تعقیبوونکی، د تقوا، اخلاقو او دیندارۍ عملي بېلګه، ژمن عالم، نه ستړی کېدونکی، د دعا، ژړا او شپې روڼولو سړی، د خدای د رسول او د هغه د کورنۍ مینه وال، له سید محمد باقر صدر سره ژور اړیکي، د امام خمیني واجب الاطاعت ګڼل، له سید علي خامنه اي پوره اطاعت، د خلکو په خدمت کې مخکښ، له غیر خدا، نه وېرېدل، او تر شهادته پورې د اسلامي مقاومت په لاره کې سرښندنه.[۵]»

سید عباس موسوي په عراق کې د استوګنې په وخت، د عراق د بعث رژیم په خلاف د سیاسي فعالیت په وجه د حکومت تر فشار لاندې و، له دې امله په ۱۹۷۹ م کال کې لبنان ته ستون شو.[۶] هغه په بعلبک ښار کې د «امام منتظر» په نوم یوه مدرسه جوړه کړه. د هغه مېرمن [یادداشت ۱] هم د ښځو د تعلیم لپاره د «الزهرا» په نوم یوه حوزه جوړه کړه.[۷] سید عباس موسوي همداراز د لبناني عالمانو تر مینځ د لا زیاتې غږملتیا لپاره تجمع علماءالمسلمین جوړ کړ.[۸]

په ۱۹۸۲ ل کال کې د صهیونسټ رژیم له خوا د لبنان په نیواک پسې، د لبنان له څو ځوانانو سره یو ځای د لبنان په بقاع دره کې راغونډ او له اسراییلو سره د مبارزې لپاره یې یوه ډله جوړه کړه چې وروسته په حزب الله مشهوره شوه.[۹]

د حزب الله عمومي منشي توب

اصلي مقاله: د لبنان حزب الله

هغه د ۱۹۹۱ م کال په مئ میاشته کې د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا له خوا د دغه ګوند د دوهم عمومي منشي په توګه غوره شو. له هغه مخکې صبحي طفیلي د دغه ګوند عمومي منشي و.[۱۰]

شهادت

سید عباس موسوي د ۱۳۷۰ ل کال د سلواغې په ۲۷ (د ۱۹۹۲ د فرورۍ په ۱۶) د شیخ راغب حرب د کلیزې په دستورو کې له ګډون وروسته بیروت ته د ستنېدو په وخت د اسراییلو له هوایي حملې سره مخ او له خپلې مېرمنې او زوي سره شهید شو.[۱۱] د هغه په کاروان حمله کوونکي پیلوټ په ۲۰۰۸ کال[۱۲] او اسراییلي ورځپانې یدیعوت احارنوت [یادداشت۲] په ۲۰۱۲م کال کې د هغه د ترور د کیسې جزییات اشوا کړل.[۱۳]

له دغه تروره وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي په یو پېغام کې سید عباس موسوي عالي قدر، میړنی او اخلاصمند او هوښیار وباله او هغه یې داسې کس وګاڼه چې علم یې له عمل او وینا یې له صداقت او سرښندنه یې له هوښیارۍ سره یو ځای کړې وه.[۱۴]

ځانګره لیکنې

د سید عباس موسوي په اړه ډېر لیکلي او رسندویي اثار جوړ شوي چې ځینې یې دا دي:

  • زندگی و مبارزات شهید سیدعباس موسوي (د لبنان د حزب الله عمومي منشي) کتاب، تألیف د غلامرضا ګلي زواره. د دغه کتاب متن له دې ځایه لاسته راوړې شئ.
  • « زُبَر الحدید ۲» کتاب تألیف د فاطمه مصلح‌زاده.[۱۵]
  • «شاهد یاران» میاشتیزه، شهید سید عباس موسوي ته ځانګړې د «زیتون سرخ» تر عنوان لاندی، د شاهد مجلات ډلې په زیار.د دغه مجلې انټرنیټي نسخه دلته لیدلې او مطالعه کولې شې.
  • زندگی خوب، مرگ خوب ډاکومنټري: د ایران د اسلامي جمهوریت د ټیلي ويژن د لومړي چنیل د دفاع او حماسې د ډلې تولید. دا ډاکومنټري له دې ځایه کتلې شئ.
  • زیتون تلخ ډاکومنټري: دا ډاکومنټري د اسلامي جمهوریت د ټیلي ویژن له تهران چینله خپره شوې او دلته یې لیدلې شئ.
  • الغالبون۲ سیریل؛ دغه سیریل په لومړي ځل د ۱۳۹۲ ل کال په روژه کې له المنار چینله او په فارسۍ ډبنګ سره د ۱۳۹۳ل کال په روژه کې اسلامي جمهوریت له آیی فیلم ټیلي ویژنه خپور شو. دغه سیریل دلته لیدلې شئ.

نندارتون

فوټ نوټ

  1. «زندگی شهید سید عباس موسوی دبیرکل سابق حزب‌الله»، خبرگزاری تسنیم.
  2. گلی زواره، «قله مقاومت»، سایت فرهیختگان تمدن شیعی.
  3. «زندگی شهید سید عباس موسوی دبیرکل سابق حزب‌الله»، خبرگزاری تسنیم.
  4. «روایت سید حسن نصر الله از شهید محمد باقر صدر»، سایت ایمنا.
  5. «خاطرات ناب دبیر کل حزب الله از شهید سید عباس موسوی»، سایت نوید شاهد.
  6. گلی زواره، «قله مقاومت»، سایت فرهیختگان تمدن شیعی.
  7. «زندگینامه شهید سید عباس موسوی»، سایت شهید آوینی.
  8. السید عباس الموسوی من الولادة حتی الشهادة
  9. گلی زواره، زندگی و مبارزات شهید سید عباس موسوی، ۱۳۸۸ش، ص۵۴-۵۵.
  10. دیوسالار، «تاریخچه و عملکرد حزب الله لبنان و نقش انقلاب اسلامی ایران».
  11. «تشابه شهادت رهبران شهید حزب‌الله»، خبرگزاری ایرنا.
  12. «شرح واقعه ترور سید عباس موسوی توسط خلبان مجری این عملیات تروریستی»، سایت شهید آوینی.
  13. «ماجرای ترور شهید سید عباس موسوی از زبان صهیونیست‌ها»، سایت جهان‌نیوز.
  14. «پیام تسلیت در پی شهادت علامه سید عباس موسوی»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  15. «زبر الحدید (سید عباس الموسوی)»، سایت پاتوق کتاب.

سرچينې