منځپانگې ته ورتلل

عبداللهي ناصر

د wikishia لخوا
عبداللهي ناصر جمعه

عبداللهي ناصر جمعه (۱۳۱۱-۱۴۰۰) د کینیا یو شیعه عالم چې په عبداللهي ناصر مشهور و، په کینیا او د افریقا په نورو سیمو کې یې د شیعه مذهب په خپراوي کې رول درلود. هغه له سني عالمانو څخه و چې په ۱۳۵۳/۱۳۵۴ کې خپل مذهب په شیعه مذهب بدل کړ.

د امام علي(ع) د مدرسې او عامه کتابتون جوړول، له وهابی مفتیانو سره مناظرې، د اهل بیتو علیهم السلام په نړیوالې ټولنه کښې غړیتوب او په مختلفو هیوادونو کښې د مذهبی لیکچرونو ترسره کول، د هغه ځینې کلتوری او مذهبی فعالیتونه دي. هغه د اسلام او شیعه مذهب په اړه په سواحلي ژبه کې تر ۲۵ زیات کتابونه او مقالې لیکلي دي.

عبداللهي ناصر په ځوانۍ کې له انګلستان څخه د کینیا د خپلواکۍ په غورځنګ کې برخه اخیستې وه او له بریتانوي امپراتورۍ څخه د خپلواکۍ لپاره د دغه هیواد د اساسي قانون د کنفرانس غړی و.

ژوندلیک

عبداللهي ناصر جمعه د کینیا یو شیعه عالم و چې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته یې د کینیا د شیعو د یوې برخې فکري او عملي مشري په لاس کې اخستې وه.[۱] هغه په 1311لمریز کال کې د غبرګولي د میاشتې به 11 د کینیا په مومباسا ښار کې په یوه سني کورنۍ کې وزیږید.[۲]

ناصر په 1950 کې د تنزانیا زنګبار ته لاړ او د ښوونکو د روزنې په کالج کې یې زده کړه وکړه. هغه بیرته مومباسا ته راستون شو او د عرب لومړني ښوونځي او د مومباسا په مسلم انسټیټیوټ کې ښوونکی شو.[۳]

عبداللهي په ۱۹۶۴ کال کې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته لاړ او له بي بي سي سره یې د عربي- سواحلي برخې د څارونکي په توګه کار وکړ. له ۱۹۶۵ کال څخه د اکسفورډ پوهنتون د مطبوعاتو د ختیځې افریقا څانګې د سواحلي برخې مدیر شو او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۷ پورې د اکسفورډ پوهنتون د مطبوعاتو د ختیځې افریقا د څانګې مشر شو او په ۱۹۸۰ کال کې مومباسا ته راستون شو.[۴]

وفات

عبداللهي ناصر د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي د میاشتې په ۲۱ د کینیا په مومباسا کې د ۸۹ کلونو په عمر وفات شو او د جنازې وروسته په هماغه ورځ[۵] د مومباسا په ګنجوني هدیره (Ganjoni Cemetery) کې خاورو ته وسپارل شو.[۶]

شیعه مذهب ته بدلون

شیخ عبداللهي ناصر چې له سني عالمانو څخه شمیرل کیده په ۱۹۶۰ لسیزه کې یې شیعه مذهب ته ګروهنه پیدا کړه.[۷] او لکه څه رنګ چې یې خپله ویلي دي کله چې د امام علی(ع) له فضایلو خبر شو نو دا اټکل یې ورکاوه هغه به تر نورو صحابه غوره وي. د هغه په ​​وينا، د علامه اميني د الغدير کتاب او نورو کتابونو په لوستلو سره يې د شيعه مذهب حق درک کړ او په 1957 م (١٣٥٣/١٣٥٤) کال کې يې خپل مذهب په شيعه مذهب بدل کړ.[۸] هغه د 1980 په لومړۍ لسیزه کې د ایران اسلامي انقلاب له بریا وروسته په رسمی توګه د خپل شیعه مذهب منلو اعلان وکړ،[۹] چی د کینیا د سنیانو په منځ کی د هغه د محبوبیت د کمیدو سبب شو.[۱۰] ویل کیږي چې ځینې مرکزونو چې وهابیت سره تړلي وو دا هڅه وکړه چې هغه له شیعه شونې یې واړوي، خو بریالي نه شول.[۱۱]

کلتوري او سیاسي فعالیتونه

د ۲۰۱۱ کال د اپریل په میاشت کې، د هغه د دیني فعالیتونو په ستاینه کې، د افریقا د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن د مشر له خوا عبداللهي ناصري ته د عباسي مډال ورکول.[۱۲]

عبداللهي ناصر په کینیا کې د امام علي(ع) مدرسه جوړه کړه. له وهابي مفتيانو سره به يې مناظرې کولې[۱۳] او په تنزانيا، هند، پاکستان، بريتانيا، امريکا او کینډا کې يې په سواحلي او انګریزۍ ژبو ديني ويناوې کولې.[۱۴] د هغه فعاليتونه په کينيا او د افريقا په نورو سيمو کې د شيعه مذهب په خپراوي کې اغېزمن ګڼلی شوي دي.[۱۵]

د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنه په عمومي غونډه کې غړیتوب[۱۶] او د عامه کتابتون جوړول د هغه له نورو کارونو څخه دي،[۱۷] هغه د ۲۰۱۱ کال د اپریل په میاشت کې په مومباسا کې د سترې شورا د ۷۲مې غونډې په ترڅ کې، د تبلیغ او مذهبي فعالیتونو له امله، د افریقې د دولس امامي خوجه شیعو د ډلو نړیوال فیډریشن څخه عباسي مډال[یادداشت ۱] ترلاسه کړ.[۱۸]

د 1978 او 1980 تر منځ د خپل مذهب د بدلولو رسمي اعلان کولو دمخه، هغه د سعودي عربستان په جده کې میشته د مسلمانانو د ځوانانو د نړیوالې شورا WAMY)) د ختیځې افریقا د استازي په توګه کار کاوه.[۱۹]

عبداللهي په ځوانۍ کې د ۱۹۵۷ او ۱۹۶۳ کلونو ترمنځ له انګلستان څخه د کینیا د خپلواکۍ په غورځنګ کې برخه اخیستې وه او د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کلونو ترمنځ د کینیا د خپلواکۍ د قانون د شورا غړی و. نوموړی د لندن په لنکسټر هاوس (Lancaster House) کې د دغه هېواد د اساسي قانون په کنفرانس کې چې له برتانوي امپراتورۍ څخه د کینیا د خپلواکۍ لپاره جوړ شوی و، غړیتوب درلود.[۲۰] هغه د پارلمان په یوه دوره کې د مومباسا د خلکو استازیتوب کاوه.[۲۱]

آثار

عبداللهي ناصر د شیعه مذهب په اړه په سواحلي ژبه کابو ۲۵ کتابونه او رسالې لیکلي او د قرآن ځینې سورتونه یې ژباړلي او تفسیر کړي دي. د هغه ځینې اثار په انګلیسي او روانډا (د افریقا د ځینو برخو رسمي ژبو څخه یوه ژبه ده) کې ژباړل شوي او چاپ شوي دي.[۲۲]

شیعه او تقیه

عبداللهي یو کتابShia na Taqiya: Majibu na Maelezo  (شیعه او تقیه) په سواحلي ژبه لیکلی چې د «الخُطوطُ العَریضَةُ لِلاُسُسِ الَّتی قامَ عَلَیْها دینُ الشّیعَةِ الاِمامیَّةِ الاِثنی عَشریَّة» چې یو وهابي عالم محب الدین خطیب(وفات کال 1389ق) په سواحلي ژبه تالیف دی، په ځواب کې لیکلی دی.[۲۳] عبداللهي ناصر جمعه په دې کتاب کې دا موضوعات بیان کړي دي: تقیه څه ته وایی، د بني امیه او بني عباس په زمانه کې د شیعو ستونزې او تقیه د سنیانو او شیعو له نظره.[۲۴]

د Yazid Hakuwa Amirul-Mu'minin (یزید امیرالمؤمنین نه و) کتاب، لیکوال عبداللهي ناصر جمعه

د هغه ځینې نور کتابونه په دا ډول دي:

  • Shia na Qur'ani: Majibu na Maelezo (شیعه او قرآن)[۲۵]
  • Shia na Sahaba: Majibu na Maelezo  (شیعه او صحابه)[۲۶]
  • Shia na Hadith: Majibu na Maelezo  (شیعه او حدیث)[۲۷]
  • Ukweli wa Hadith ya Karatasi  (د کاغذ د حدیث حقیقت)[۲۸]
  • Mut'a Ndoa ya Halali  (متعه حلال واده)[۲۹]
  • Malumbano Baina ya Sunni na Shia  (د شیعه او سني تر مینځ اختلافات)[۳۰]
  • Sura al-Ahzaab: Tafsiri na Maelezo  (د احزاب سوري تفسیر)[۳۱]
  • Tafsiri ya Sura at-Talaaq  (د طلاق سوري تفسیر)[۳۲]
  • Yazid Hakuwa Amirul-Mu'minin (یزید امیرالمؤمنین نه و)[۳۳]
  • Hadith Al-Thaqalayn: Hadith Sahihi  (د ثقلین حدیث)[۳۴]
  • Ahlul Bayt: Ni Nani, Si Nani  (اهل بیت)[۳۵]
  • Maulidi: Si Bida, Si Haramu  (د پيغمبر(ص) میلاد[لمانځل]، نه بدعت نه حرام)[۳۶]
  • Tafsiri ya Juzuu ya 'Amma  (د عم سیپارې په سواحلۍ ژبه ترجمه)[۳۷]

فوټ نوټ

  1. ↑ «وضعيت شيعيان كنيا»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  2. ↑ «درگذشت عالم بزرگ شیعه در کنیا»، خبرگزاری شبستان.
  3. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  4. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  5. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت مسلم فیلاسفی.
  6. ↑ "DEATH ANNOUNCEMENT (LOCAL)- UPDATE SAD DEMISE OF Sheikh ABDILAHI NASSIR JUMA", KSI Jamaat Mombasa.
  7. ↑ Steven Reese, «The Transmission of Learning in Islamic Africa»2004 ,p. 219.
  8. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  9. ↑ Steven Reese, «The Transmission of Learning in Islamic Africa»2004 ,p. 219.
  10. ↑ Steven Reese, «The Transmission of Learning in Islamic Africa»2004, p. 212.
  11. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  12. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده.
  13. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  14. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  15. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  16. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  17. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  18. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  19. ↑ "Alhaj Sheikh Abdillahi Nassir Juma", Africa fedration، نسخه بایگانی شده؛ تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی با سایت باحساب.
  20. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  21. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  22. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  23. ↑ Nassir, Shia na Taqiya, 2003.
  24. ↑ «عالم بزرگ شیعه کنیا درگذشت»، خبرگزاری اهل بیت (ابنا).
  25. ↑ Nassir, Shia na Qur'ani, Bilal Muslim Mission of Tanzania.
  26. ↑ Nassir, Shia na Sahaba, Bilal Muslim Mission of Tanzania.
  27. ↑ Nassir, Shia na Hadith, Bilal Muslim Mission of Tanzania.
  28. ↑ Nassir, Ukweli wa Hadith ya Karatasi, 2003.
  29. ↑ Nassir, Mut'a Ndoa ya Halali, Ahlul Bayt Centre .
  30. ↑ Nassir, Malumbano Baina ya Sunni na Shia, Ahlul Bayt Centre .
  31. ↑ Nassir, Sura al-Ahzaab, 2005.
  32. ↑ Nassir, Tafsiri ya Sura at-Talaaq, Shungwaya.
  33. ↑ Nassir, Yazid Hakuwa Amirul-Mu'minin, Bilal Muslim Mission of Kenya.
  34. ↑ Nassir, Hadith Al-Thaqalayn, Ahlul Bayt Centre .
  35. ↑ Nassir, Ahlul Bayt, Ahlul Bayt Centre .
  36. ↑ Nassir, Maulidi, Bilal Muslim Mission of Kenya.
  37. ↑ Nassir, Tafsiri ya Juzuu ya 'Amma, Bilal Muslim Mission of Kenya.

سرچينې

بهرنۍ لینک