عبد الله بن سبأ
- دا لیکنه د عبدالله بن سبا په اړه ده. د ورته عنوان سره د کتاب په اړه زده کولو لپاره، عبد الله بن سبأ و اساطیر اخری (کتاب) وګورئ
عبد الله بن سبا، په دریمه او څلورمه قمري لسیزه کې د اسلام د لومړیو وختونو د تاریخ جنجالی شخصیت دی چې تاریخي او رجالي سرچینو یې په اړه متعارض او متضاد حکایتونه ویلې دي.
د ابن سبا نوم په لومړي ځل د اهل سنتو مورخ محمد بن جریر طبري مطرح کړ. په شیعه سرچینو کې هم په اوله کې په رجال کشّی کتاب کې د هغه خبره راغلې ده. د دغو سرچینو په اساس هغه یو یهودي کس و چې د دریم خلیفه عثمان بن عفان په زمانه کې مسلمان شو.
اهل سنت مورخان هغه د عثمان په ضد د مسلمانانو د بلوا عامل او د شیعه مذهب موسس ګڼي؛ خو شیعه مورخان وایي چې یو نوی مسلمان شوی کس نه شی کولی اسلامي ټولنه دومره تر اغېز لاندې راولي چې د خلیفه په خلاف بلوا وکړي. ځینو شیعه عالمانو عبد الله بن سبا له غالیانو ګڼلی او ځینې نور په دې باور دي چې داسې کس بیخي موجود نه و.
د ابن سبا په اړه ډېر کتابونه لیکل شوې چې تر ټولو مفصل یې د شیعه عالم سید مرتضی عسکري (۱۲۹۳-۱۳۸۶ش) کتاب عبد الله بن سبا و اساطیر اخری دی.
شخصیت پېژندنه
د هغه څه مطابق چې اهل سنت مورخ محمد بن جریري طبري ویلي، عبدالله بن سبا یو یهودي کس او د صنعا اوسیدونکی و او د دریم خلیفه په زمانه کې یې اسلام راوړ.[۱] د هغه په وینا عبد الله بن سبأ، عثمان بن عفان د خلافت غاصب ګاڼه او د هغه په خلاف د پاڅون دودوونکی و.[۲] خو شیعه تاریخ څېړاندی رسول جعفریان باوري دی چې د مسلمانو ټولنه دومره سسته او کمزورې نه شو ګڼلی چې پکې د مسلمانانو د خلیفه په خلاف د پاڅون عامل یو تازه مسلمان شوی یهودي کس وي.[۳]
د عبدالله بن سبا په اړه مختلف نظرونه
په اسلامي سرچینو کې د عبدالله بن سبا د شخصیت په اړه مختلف نظرونه شته دي. په اهل سنتو سرچینو کې، د دریم خلیفه عثمان په خلاف د بلوا عامل او د شیعه موسس ګڼل شوی دی. د ډېرو شیعه عالمانو په نزد هغه یو غالي کس دی. ځینو معاصرو شعه څیړاندو بیخي د هغه د بهرني وجود انکار کړی دی.
اهل سنت مورخ طبري او ډېرو کسانو د هغه په پېروۍ، عبد الله بن سبا د اسلام د لومړیو وختونو د ډېرو پېښو لکه د عثمان د وژلې او د شیعه مذهب د پېدا کېدو عامل ګڼلی دی.[۴]
شیعه عالمان، عبدالله بن سبا له غلاتو ګڼي چې د امام علي(ع) په اړه به یې اغراق کاوه او هغه به یې د خدایۍ تر مقامه لوړاوه او له همدې امله شیعه امامانو په هغه لعنت کړی دی.[۵]
ځینې اوسمهال څېړاندي لکه علامه طباطبایي، علامه عسکري او ډاکټر طاها حسین په دې باور دي چې اساسا د عبد الله بن سبا په نوم کوم سړی موجود نه و او د هغه شخصیت د سیف بن عمر په شان کسانو له خوا جوړ او جعل شوی دی.[۶]
عرب څېړاندي علي الوردي، د عبدالله بن سبا د خیالي والي د نظریې په تایید سره ادعا کړې چې زیاتره ځانګړنې چې په تاریخ طبري او داسې نورو کې د هغه لپاره ذکر شوي د پېغمبر(ص) او د امام علي(ع) په صحابي عمار بن یاسر کې موجودې وې. هغه نتیجه اخستې چې کولی شو عمار یاسر د سبائیانو مشر یا حتی په خپله عبد الله بن سبا وګڼو.[۷] په سرچینو کې په ابن السوداء د عمار مشهورېدل چې د عبدالله بن سبا لقب او شهرت هم و، له علي(ع) سره د عمار تر حده زیاته مینه، له امام علي سره بیعت ته د خلکو بلنه، او په جمل جنګ کې د عمار فعاله ونډه د عمار یاسر او عبد الله بن سبا تر مینځ له شباهتونو ګڼل شوې دي.[۸]
د سرچینو څېړنه
په هغو سرچینو کې چې د عبد الله بن سبا نوم یې ذکر کړی دی، په اهل سنتو کې تاریخ طبري او په شیعیانو کې رجال کشّي، مرجعې سرچینې دي. لومړۍ سرچینه تاریخ طبری (۲۲۴-۳۱۰ق) دی. د طبري سند د عبد الله بن سبا د کیسې په نقل کې د سیف بن عمر په نوم یو کس دی. نورو تاریخ لیکونکو لکه ابن اثیر (وفات ۶۳۰ق)[۹] او ابن عساکر (وفات ۵۷۱ق)[۱۰] د هغه کیسه د سیف په استناد نقل کړې ده.
د ابن سبا د وجود په اثبات کې اصلي راوي یعنې سیف بن عمر د ډېرو اهل سنتو عالمانو له نظره یو ضعیف او د نه باور وړ کس دی: د یحیی بن معین (وفات ۲۳۳ق) نسایی( وفات ۳۰۳ق)،[۱۱] ابوداود (وفات ۲۷۵)،[۱۲] ابنحمّاد عقیلی ( وفات ۳۲۲ق)،[۱۳] ابن ابی حاتم ( وفات په کال ۳۲۷ق)[۱۴] او ابن حبان (وفات ۳۵۴ق)[۱۵] په شان عالمانو هغه په روایت کې د ضعیف، د حدیثونو جعلوونکی او نه باور وړ په شان نومونو یاد کړی دی.
ځینو کسانو د ابن سبا په اړه د رجال کشّي روایتونه هم نامعتبره ګڼلې دي. مورخ سید مرتضی عسکري د دې خبرې لپاره دوه دلیلونه راوړې دي:
- دغه روایتونه د شیعه په څلور کتابونه کې نیشته او دا په دغه روایتونو د شیعه عالمانو د بې باورۍ نښه ده.
- د نجاشي، محدث نوري او محمد تقي شوشتري په شان عالمانو، کشّي او کتاب یې د غلطیو او د ضعیفو روایتونو لرونکی ګڼلی دی.[۱۶]
ځانګرې لیکنې
د عبد الله بن سبا موضوع ته په ډېرو تالیفاتو کې توجه شوې ده. د الفتنة الکبری لیک د طه حسین (۱۸۸۹ -۱۹۷۳م) او وعاظ السلاطین لیک د علی الوردی (زوکړه ۱۹۱۳م) په شان کتابونه له هغو څخه دي چې په خپلو بحثونو کې یې عبدالله بن سبا هم جاجولی دی. په دې اړه ځینې جدا کتابونه هم لیکل شوي چې دا دي:
- عبد الله بن سبأ و اساطیر اخری: دا کتاب شیعه سیرت لیکونکي او تاریخ څیړونکي سید مرتضی عسکري(۱۲۹۳-۱۳۸۶ل) لیکلی دی چې په ۱۳۷۵ق/۱۳۳۵ل کې خپور شوی دی.[۱۷] دا کتاب په انګریزۍ، فارسۍ، اردو او ترکۍ ژبو ژباړل شوی دی. د فارسۍ نوم یې عبدلله بن سبا و دیگر افسانههای تاریخی (عبد الله بن سبا او نورې تاریخي افسانې) دي.
- آراء و اصداء حول عبدالله بن سبا و روایات سیف فی الصحف السعودیة: په دې کتاب کې په عبد الله بن سبأ و اساطیر اخری کتاب باندې د سعودي عربستان په خپرونو کې د عربستان د پوهنتونونو د استادانو کره کتنې او ورته د سید مرتضی عسکري ځوابونه راغونډ شوې دي.
- عبد الله بن سبا من منظور آخر: دا کتاب د اسد حیدر(۱۹۱۱ – ۱۹۸۰م) لیک دی. فارسي ژباړه یې د نګاهی نو به عبد الله بن سبا به نوم خپره شوې ده.
- عبدالله بن سبا بین الواقع و الخیال، لیک د سید هادی خسروشاهی (۱۳۱۷-۱۳۹۸ش)
- عبد الله بن سبا حقیقةٌ ام خرافة، تألیف د علی آل محسن. دا کتاب عبد الله بن سبا واقعیت یا خیال، په نامه په فارسۍ ژباړل شوی دی.[۱۸]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ج۴، ص۳۴۰.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، ج۴، ص۳۴۰.
- ↑ جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۹۴ش، ص۱۶۰.
- ↑ وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، ج۴، ص۳۴۰؛ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۵۴؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، دارالفکر، ج ۲۹، ص۳-۶.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به طوسی، اختیار معرفة الرجال، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، ج۱، ص۳۲۳-۳۲۴.
- ↑ وګورئ: عسکری، عبدالله بن سبا و اساطیر اخری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ۳۰۸؛ طباطبایی، «عبدالله بن سبا»، ص۱۹۴؛ طه حسین، الفتنة الکبری، قاهره، ج۲، ص۱۳۴.
- ↑ الوردی، وعاظالسلاطین، ۱۹۹۵م، ص۱۷۴.
- ↑ طباطبایی، «عبدالله بن سبا»، ص۲۲۰-۲۲۱.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۱۵۴.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، دارالفکر، ج ۲۹، ص۳-۴.
- ↑ نسایی، الضعفاء والمتروکون للنسائی، ۱۳۹۶ق، ص۵۰.
- ↑ ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۶ق، ج ۴، ص۲۹۵.
- ↑ ابنحماد،الضعفاء الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۷۵.
- ↑ ابن ابیحاتم، الجرح والتعدیل، ۱۳۷۱ق، ج ۴، ص۲۷۸.
- ↑ ابن حبان، المجروحین، ۱۳۹۶ق، ج۱، ص۳۴۵.
- ↑ عسکری، عبدالله بن سبا و اساطیر اخری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۷۷-۱۸۰.
- ↑ عسکری، عبدالله بن سبا و اساطیر اخری، ۱۴۱۷ق، مقدمه چاپ چهارم، ص۹.
- ↑ «عبدالله بن سبا حقیقةٌ ام خرافة»
سرچينې
- ابنابیحاتم، عبدالرحمن بن محمد، الجرح والتعدیل، حیدر آباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیة، ۱۳۷۱ق ۱۹۵۲ م.
- ابناثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنحبان، محمد، المجروحین من المحدثین والضعفاء والمتروکین، محقق: محمود ابراهیم زاید، حلب، دار الوعی، ۱۳۹۶ق.
- ابنحماد العقیلی، محمد بن عمرو، الضعفاء الکبیر، محقق عبدالمعطی امین قلعجی، بیروت، دارالمکتبة العلمیة، ۱۴۰۴ق، ۱۹۸۴م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، تهذیب التهذیب، هند، مطبعة دائرة المعارف النظامیة، ۱۳۲۶ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، محقق علی شیری، بیروت، دار الفکر، بیتا.
- جعفریان، رسول، تاریخ خلفا از رحلت پیامبر تا زوال امویان (۱۱-۱۳۲ق)، قم، دلیل ما، ۱۳۹۴ش.
- الوردی، علی، وعاظ السلاطین، بیروت، دار کوفان للنشر، ۱۹۹۵م.
- طباطبایی، سید محمدحسین، «عبدالله بن سبا»، مجله مکتب تشیع، شماره ۴، اردیبهشت ۱۳۳۹ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، محقق محمد ابوالفضل ابراهیم، لبنان، بیروت (نسخه کتابخانه دیجیتال نور).
- طوسی، محمد بن حسن، اختیار معرفة الرجال (رجال کشی) محقق مهدی رجایی و محمد باقر بن محمد میرداماد، قم، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، بیتا.
- طه، حسین، الفتنة الکبری، دارالمعارف، قاهره، بیتا.
- عسکری، مرتضی، عبدالله بن سبأ و اساطیر اخری، تهران، المجمع العلمی الاسلامی، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.
- نسایی، احمد بن شعیب، الضعفاء والمتروکون للنسائی، حلب، دارالوعی، ۱۳۹۶ق.