علیه‌ السلام

د wikishia لخوا
د علیه السلام جمله په ثلث خط کې لیکل شوې ده

عَلَیهِ‌السَّلام یو دعایي او درناوی لرونکۍ عبارت دی چې معنی یې «هغه ته سلام او روغ وي» کوم چې د امامانو(ع)، پیغمبرانو(ع)، ځینې امامزادګانو او ځینې فرښتو د نومونو وروسته کارول کیږي.

امامانو او موءمنانو ته د سلام ورکولو د جواز لپاره، د ځینې آیتونو لکه د بقره سوری ۱۵۷ آیت، احزاب ۴۳ او انعام په ۵۴ آیت کې استدلال کیږی، په کوم کې چې ټول مؤمنانو ته سلامونه او روغ لیږل شوی ده. د اسلامي علومو لیکلو په آداب کې، شهید ثاني د امامانو له نوم وروسته د «علیه‌السلام» لیکلو سپارښتنه کړی دی.

اهل‌سنت د شیعه امامانو له نوم وروسته، لکه صحابي د «رَضِی اَللهُ عَنْه؛ خدای له هغه خوښ اوسی» راوړي. البته، په ځینو مواردو کې د امام علي(ع) لپاره د «علیه‌السلام» جمله کارولې دی، کوم چی د بل خلیفو لپاره یې نه کاروي. په دغه حال کی، ابن کثیر، د ابن تیمیه زده کونکی، پدې باور دی چې دا امام علي(ع) ته ځانګړیدۍ کول او نورو خلیفو ته نه کارول ښایسته نه دی.

د میرمنو د نمانځلو لپاره شیعه ګان لکه؛ د حضرت فاطمه(س)، زینب کبرا(س) او خدیجه کبرا(س) د «علیه‌السلام» پر ځای یی «سَلامُ‌اللهْ‌عَلَیها» ټکي کاروي.او د پیغمبر(ص) لپاره د صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَ آلِه؛ د خدای سلام هغه ته او دهغه کورنۍ ته، کارول کیږی.

د علیه السلام ټکي د لنډیز په توکه(ع) هم کارول کیږي او سلام الله علیها د لنډیز په توګه(س)کارول کیږي.

کارونې او مشابه ټکی

عَلَیهِ‌السَّلام یو دعائي جمله ده چې معنی یې؛ هغه ته سلام او سولي وي» د امامانو(ع) نوم وروسته، پیغمبرانو[۱] ځینې امام زادګانو لکه حضرت عباس(ع)،[۲] علي اکبر(ع)[۳] او علي اصغر(ع)[۴]او ځینې فرښتې لکه جبرئیل(ع)[۵] کارول کیږي.

کله چې د ذکر شوي امامانو یا پیغمبرانو شمیر دوه وي، دا جمله«عَلَیهِمَاالسَّلام؛ دوی ته سوله وي»[۶] او کله چې له دوه څخه ډیر کسان وی، نو دا جمله «عَلَیهِمُ‌السَّلام؛ دوی ته سلامونه او سوله» کارول کیږي.[۷] د امامانو(ع) له نوم وروسته شیعه ګان د علیه السلام پرته، په ورته معنی کې ځینې جملو لکه سَلامُ الله عَلَیه، صَلَواتُ الله عَلَیه،[۸] عَلَیهِ الصَّلاةُ وَ السَّلام،[۹] او همداسی عبارتونو «عَلَیهِ اَفْضَلُ الصَّلاةِ وَ السَّلام؛ هغه ته غوره سلامونه او سولې وی» او «عَلَیهِ آلافُ التَّحِیةِ وَ الثَّنا؛ هغه ته زرګونو سلامومو او سولی وی.»[۱۰] کاروي.

د اهل‌بیت ښځو او انجونو له نومونه وروسته[۱۱] لکه حضرت فاطمه(س)،[۱۲] زینب(س)،[۱۳] معصومه(س)[۱۴] او خدیجه د پیغمبر(ص) میرمن، له نوم وروسته،[۱۵] د عیسی مور مریم[۱۶] او آسیه د فرعون میرمن[۱۷] له «سلامُ‌الله‌عَلَیها؛ د خدای سلام هغه ته وی» ټکی څخه، اویا «عَلَیهَا‌السَّلام» کارول کیږی. د رسول الله(ص) لپاره د «عَلَیهَ السَّلام» ټکی پرځای د صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَ آلِه؛ د خدای سلام هغه ته او هغه کورنۍ ته وی، کارول کیږی.[۱۸]

اهل‌ سنت هم د پیغمبرانو[۱۹] او ځینې فرښتې[۲۰] د درناوي او اعزاز لپاره له علیه‌السلام کاروي؛ مګر د شیعه امامانو لپاره، د نورو صحابي په څیر، د «رَضِی اَللهُ عَنْه؛ خدای له هغه خوښ وی» کاروی.[۲۱] [یادونه۱] دامام علي(ع) پرته چې د هغه لپاره له کَرَّمَ اللهُ وَجْهَه؛ هم کاروي.[۲۲] همداسې په اهل‌سنت کتابونو کې هم، د امام علي(ع)نوم وروسته په ډیری ځایونو کې د علیه السلام ټکی ذکر شوې.[۲۳] ابن کثیر، د اهل‌سنت تاریخ لیکونکۍ او مفسر[۲۴] او د سلفي عالم المُنَجِّد،[۲۵] د امام علي له نوم  وروسته د علیه السلام ټکی کارول شوی، په اهل سنت کتابونو کې، له لیکوالانو څخه ګنې نه له پوهانو څخه.

اهل‌سنت د پیغمبر(ص)له نوم وروسته د «صَلَّی اللهُ عَلَیهِ و سَلَّم»[۲۶] او کله «صَلَّی اللهُ عَلَیهِ و آله و سلم»[۲۷] او همداسې کله د علیه‌السلام جملي راوړی.[۲۸]

د الارشاد کتاب د خطي نسخې له مخې، چې په ۵۶۶ ق کې لیکل شوی دی، د امامانو لپاره له علیه‌السلام ټکی کارول شوې ده.[۲۹]

فلسفه او حکمونو

د اسلامي علومو په آداب کې، د لسمې پیړۍ د شیعه فقیه، شهید ثاني د امامانو(ع) له نوم وروسته د علیه السلام ټکی لیکلو سپارښتنه کړه.[۳۰] د اتمې پیړۍ د شیعه فقیه فخرالمحققین په وینا؛ شیعه ټولو مؤمنانو ته د سلام او سولې لیږدولو اجازه ورکړې ده؛[۳۱] البته، د هغه په نظر، دا ادب ته ښه او نږدې دی چې پیغمبر(ص) او امامانو(ع) ته سلامونه او سولی ورکړل ځانګړی شي او د نورو مومنانؤ ته ونه کارول شي.[۳۲]

په مقابل کې، ابن کثیر، د ابن تیمیه زده کونکی[۳۳] او عبدالعزیز بن باز، د وهابي مفتی،[۳۴] امام علي(ع) ته د علیه السلام ټکی ځانګړی کول او د نورو خلیفو ته یې نه یادول(څنکه چې دا په ځینو د اهل‌سنت کتابونو کې دود دی)سپکاوی ګنلی دی.

امامانو(ع) ته د سلامونو لیږلو اجازه، د توبه سوره ۱۰۳ آیت ته،[۳۵] ۱۵۷ بقره۱۵۷، احزاب ۴۳ او انعام سوری ۵۴ آیت ته هم استدلال شوي چې په کې ټول مؤمنانو ته سلامونه او سولی لیږل شوي دي.[۳۶] همداسې د سَلَامٌ عَلیٰ اِلْ یاسِینَ،آیت ته[۳۷] دهغو تفسیرونو[۳۸] او روایتونو[۳۹] چې د ال یاسین موخه، آل محمد(ص) ګڼلی ده.[۴۰]

پیغمبرانو(ع) ته د سلام ورکولو د جواز په اړه، د قرآن آیتونه استدلال شوي چې ټول پیغمبران په عمومي ډول[۴۱] ته او ځینې پیغمبرانو ته د دوی په نوم اخیستلو سره[۴۲] سلام لیږل شوي دي.[۴۳] البته د امالي صدوق په کتاب کې د یو روایت له مخی[۴۴] او امالي طوسي، [۴۵] د یو پیغمبر د نوم اخیستلو وروسته سپارښتنه شوی، لومړی د اسلام پیغمبر(ص) او بیا په هغه پیغمبر باندې سلام ولیږئ. په ورته روایت کې، د وسائل الشیعه، په کتاب کې، سپارښتنه شوی، لومړی د اسلام پیغمبر(ص) او هغه کورنۍ ته او بیا هغه پیغمبر ته سلام لیږل شي.[۴۶] د پیغمبرانو له نومونو وروسته ځینې شیعه پوهان د«عَلیٰ نَبِیِّنَا وَ آلِهِ وَ علیه‌السلام؛ سلام زموږ پیغمبر او هغه کورنۍ ته او د هغه پیغمبر(نوم اخیستل شوی پیغمبر ته). کاریږی.[۴۷]

سعدی:

به لبیک حُجّاج بیت‌الحرام،
به مدفون یثرب علیه‌السلام
که ما را در آن ورطهٔ یک نفس،
ز ننگ دو گفتن به فریاد رس[۴۸]


ژباړه (د بیت الحرام زائرانو په لبیک کې، په هغه څوک چې په یثریب خاروته سپارل شوی سلام لیږم.چی موږ ته دهغه ساه څنډه کې، د دوه ویلو پره غږ واوړی.)

د لنډیز بڼه

د علیه‌السلام او سلام‌الله‌علیها ټکو د لنډ بڼه(ع) او (س) هم کارول کیږي.[۴۹] ځینې د لنډیز بڼه کارول یوه عامه غلطي او اهل‌بیت ته سپکاوی ګنلي ده.[۵۰] په مقابل کې، محمد کاظم کاظمي، یو شیعه لیکوال او شاعر او په فارسي ژبه او ادب کې کارپوه، د دې تکرار کولو په پرتله د علیه السلام د لنډیز کارولو غوره ګني؛ ځکه چې د دې کارولو سره، له یوې خوا د متن لنډیز او یووالي ساتل کیږي او له بلې خوا لوستونکی ته یادونه کیږي چې لیکوال د هغه شخص عزت له پامه غورځولی نه دی.کاظمي په دې باور دی چې د عربي عبارتونو په تکرارولو سره مشرانو ته درناوی کول عادتونه او کلیشی ته بدل کیږی؛ له همدې امله، درناوی کول باید د فارسي ژبو مخاطب لپاره په فارسي کې وي او د تکرار څخه مخنیوی وشي.[۵۱].

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ذیل واژه علیه‌السلام.
  2. مثال په توګه وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۸۵؛ مدرسی و شوشتری‌زاده، حضرت علی‌اکبر(ع)، ۱۳۷۹ش، ص۸.
  3. وګورئ: محمدی ری‌شهری، گزیده شهادت‌نامه امام حسین(ع)، ۱۳۹۱ش، ص۵۵؛ مدرسی و شوشتری‌زاده، حضرت علی‌اکبر(ع)، ۱۳۷۹ش، ص۸.
  4. وګورئ: محمدی ری‌شهری، گزیده شهادت‌نامه امام حسین(ع)، ۱۳۹۱ش؛ ظهیری، قصص الحسین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۸۱.
  5. وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۳۰؛ مدرسی و شوشتری‌زاده، حضرت علی‌اکبر(ع)، ۱۳۷۹ش، ص۶.
  6. انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه عَلَیهِمَاالسَّلام.
  7. انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه علیهم‌السلام.
  8. نظام اعرج، شرح النظام،‌ دار الحجة للثقافه، پاورقی، ص۲۵.
  9. انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه علیه‌الصلوات‌والسلام.
  10. انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه علیه‌آلاف‌التحیةوالثنا.
  11. انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ذیل واژه سلام‌الله‌علیها.
  12. مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۱، ص۸۸؛ ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۸۵.
  13. مثال په توګه وګورئ: صافی گلپایگانی، حسین(ع) شهید آگاه و رهبر نجات‌بخش اسلام، ۱۳۶۶ش، ص۴۵۱؛ ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۶۶.
  14. وګورئ: صافی گلپایگانی، سلسله مباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۲، ص۲۷۸؛ فاضل موحدی لنکرانی، آیین کیفری اسلام، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۵۱۶.
  15. وګورئ: ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۲۳؛ صافی گلپایگانی، اشعة من عظمة الامام الحسین(ع)،‌ ۱۴۳۴ق، ص۱۰۵.
  16. وګورئ: ری‌شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ،‌ ۱۳۸۹ش، ج۷، ص۳۹۴؛ صافی گلپایگانی، سلسله مباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۴، ص۱۹۰.
  17. وګورئ: هاشمی رفسنجانی، فرهنگ قرآن، ۱۳۸۵ش، ج۱۶، ص۲۴۷؛ مظاهری، اخلاقیات العلاقة الزوجیة، ۱۴۱۴ق، ص۲۴۰.
  18. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ذیل عبارت صلی الله علیه و آله.
  19. مثال په توګه وګورئ: زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۱ و ۱۲۹؛ فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۳۶.
  20. مثال په توګه وګورئ: زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۵۰؛ فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۸۳ و ج۲۲، ص۱۷۱.
  21. مثال په توګه وګورئ: ابومنصور ازهری هروی، الزاهر فی غریب الفاظ الشافعی،‌دار الطلائع، ص۹۳؛ سیوطی، الدر المنثور، دارالفکر، ج۴، ص۵۲۴؛ سهرندی، رسالة رد الروافض، ۱۴۳۲ق،‌ ص۴.
  22. ابن‌کثیر، تفسیر، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۵۲۴؛ ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه،‌ دار الفکر، ج۱، ص۴۱.
  23. مثال په توګه وګورئ: مجاهد بن جبر، تفسیر مجاهد، ۱۴۱۰ق، ص۶۸۴؛ ثعلبی، تفسیر الثعلبی، ۱۴۲۲ق،‌ ج۱، ص۱۳۶.
  24. ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۴۷۸.
  25. المنجد، موقع الاسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۹، ص۱۰۱.
  26. وګورئ: ثعلبی، تفسیر الثعلبی، ۱۴۲۲ق،‌ ج۸، ص۱۱۶؛‌ ابن جزی کلبی، التسهیل لعلوم التنزیل، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۶۷.
  27. وګورئ: ثعلبی، تفسیر الثعلبی، ۱۴۲۲ق،‌ ج۸، ص۱۱۶؛‌ ابن جزی کلبی، التسهیل لعلوم التنزیل، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۶۷.
  28. مثال په توګه وګورئ: زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲؛ فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۷۵.
  29. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۵، مقدمه.
  30. شهید ثانی، منیة المرید، ۱۴۰۹ق، ص۳۴۶ و ۳۴۷.
  31. فخرالمحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۵۲۸.
  32. فخرالمحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۵۲۸.
  33. ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۴۷۸.
  34. بن باز، عبدالعزیز بن عبدالله، مجموع فتاوی و مقالات متنوعه، رئاسة ادارة البحوث العلمیة، ج۶، ص۳۹۹.
  35. فخرالمحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۵۲۸.
  36. صانعی، پاسخ به شبهات در شب‌های پیشاور، ۱۳۸۵ش، ص۳۲-۳۳.
  37. سوره صافات، آیه ۱۳۰.
  38. مثال په توګه وګورئ: مقاتل به سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان،‌ ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۶۱۸؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۷۱۴.
  39. کوفی، تفسیر فرات کوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۵۶؛ شیخ صدوق، الامالی، ص۴۷۲.
  40. صانعی، پاسخ به شبهات در شب‌های پیشاور، ۱۳۸۵ش، ص۳۳.
  41. سوره صافات، آیه ۱۸۱.
  42. وګورئ: سوره صافات، آیات ۷۹ و ۱۰۹.
  43. صانعی، پاسخ به شبهات در شب‌های پیشاور، ۱۳۸۵ش، ص۳۳.
  44. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۸۰.
  45. طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۲۴.
  46. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۲۰۸.
  47. وګورئ: صافی گلپایگانی، منتخب الاثر فی الامام الثانی عشر(ع)، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۵۶؛ اشتهاردی، حقیقت معجزه از انبیاء و ائمه(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۷۵.
  48. سعدی، بوستان، ۱۳۶۶ش، ص۴۲۲.
  49. مثال په توګه وګورئ: سبحانی تبریزی، آیین وهابیت، ۱۳۸۶ش، ص۲۷۴؛ مظاهری، مظهر حق، ۱۳۸۸ش، ص۴۶.
  50. فرحزاد، «آیا در نوشته‌ها نوشتن(ص) به جای(صلی الله علیه و آله) صحیح است»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن (ایکنا).
  51. کاظمی، «دلیل استفاده از علایم اختصاری برای تعظیم و تکریم امامان»، خبرگزاری خبرآنلاین.

سرچينې

  • ابن جزی کلبی غرناطی، أبو القاسم محمد بن أحمد، التسهیل لعلوم التنزیل، تحقیق عبدالله الخالدی، بیروت، شرکة‌ دار الارقم بن ابی الارقم، ۱۴۱۶ق.
  • ابن حجر الهیتمی، احمد بن محمد، الفتاوی الحدیثیه، بی‌جا،‌ دار الفکر، بی‌تا.
  • ابن‌کثیر، ابوالفداء‌ اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، بی‌جا،‌ دار طیبة للنشر و التوزیع، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر ابن‌کثیر، تحقیق و تقدیم یوسف عبدالرحمن المرعشلی، بیروت، دارالمعرفة للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابومنصور ازهری هروی، ابو منصور محمد بن احمد، الزاهر فی غریب الفاظ الشافعی، تحقیق مسعد عبد الحمید السعدنی، بی‌جا،‌ دار الطلائع، بی‌تا، تاریخ النشر بالشاملة ۸ ذی‌الحجه ۱۴۳۱ق.
  • اشتهاردی، علی‌پناه، حقیقت معجزه از انبیاء و ائمه(ع)، قم، نشر زائر، ۱۳۸۹ش.
  • المنجد، محمدصالح، موقع الاسلام سؤال و جواب، تاریخ النشر بالشاملة ۸ ذو الحجة ۱۴۳۱ق، تم نسخه من الانترنت فی ۱۴۳۰ق.
  • انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، سخن، ۱۳۸۱ش.
  • بن باز، عبدالعزیز بن عبدالله، مجموع فتاوی و مقالات متنوعة، جمع و اشراف محمد بن سعد الشویعر، بی‌جا، رئاسة ادارة البحوث العلمیة و الافتاء بالمملکة العربیة السعودیة، بی‌تا، تاریخ النشر بالشاملة ۸ ذی‌الحجة ۱۴۳۱ق.
  • ثعلبی، ابواسحاق احمد بن محمد، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، تحقیق ابی‌محمد بن عاشور، مراجعة و تدقیق نظیر الساعدی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تحقیق و تصحیح مؤسسة آل البیت(ع)، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر و دیگران، لغت‌نامه، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۹۰ش.
  • زمخشری، محمود بن عمرو، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت،‌ دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، آیین وهابیت، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • سعدی، مصلح‌الدین، بوستان، تصحیح محمدعلی فروغی، تهران، ققنوس، ۱۳۶۶ش.
  • سهرندی، احمد بن عبدالاحد عمری فاروقی، رسالة رد الروافض، بی‌جا، بی‌تا، بی‌نا، تاریخ النشر بالشاملة: ۱۲ شعبان ۱۴۳۲ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین عبدالحرمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور، بیروت،‌ دار الفکر، بی‌تا، تاریخ النشر بالشاملة: ۸ ذو الحجة ۱۴۳۱ق.
  • شبیری زنجانی، موسی، توضیح المسائل، قم، مرکز فقهی امام محمدباقر(ع) وابسته به دفتر آیت‌الله شبیری زنجانی، ۱۳۹۷ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، منیة المرید فی آداب المفید و المستفید، تحقیق و تصحیح رضا مختاری، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، بیروت،‌ مؤسسه آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.