کرم الله وجهه

د wikishia لخوا
د خطاطۍ یوه ټوټه چې په هغه کې د امام علی(ع) له نوم وروسته د "کرم الله وجهه" کلمه کارول شوې ده.

کَرَّمَ اللَّهُ وَجْهَه یو د درناوي عبارت دی چې اهل سنت یې د امام علي(ع) له نومه وروسته کاروي او د نورو اصحابو لپاره ترې استفاده نه کوي. شیعیان د امام علي(ع) لپاره د کَرَّمَ اللَّهُ وَجْهَه په ځای له علیه‌ السلام عبارته استفاده کوي.

اهل سنت عالمان د «کرم الله وجهه» یعنې «خدای دې هغه عزتمن او لوړ وساتي» عبارت د امام علي لپاره له دې امله مخصوص ګڼلی چې هغه هیڅکله بتانو ته سجده نه ده کړې. د دې په مقابل کې بیا وهابي مفتي عبدالعزیز بن باز له امام علي(ع) سره د کرم الله وجهه مخصوص کول د شیعه بدعت ګڼي.

حافظ رجب بُرسي د اهل سنتو له خوا له امام علي(ع) سره، د «کرم الله وجهه» مخصوصول په درېو خلیفه ګانو د هغه د فضیلت او لوړاوي دلیل ګڼلی دی. ځینې شیعه څیړاندي امام علي(ع) ته د کرم الله وجهه مخصوصېدلو په دلیل او د «لَا یَنَالُ عَهْدِی الظَّالِمِینَ؛ زما تړون ظالمانو ته نه رسیږي» او «فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ؛ په هغوي کې ځینې په ځان ظلم کوي» آیتونو په استناد سره درې خلیفه ګان د امامت وړ نه دي ګڼلي؛ ځکه چې د دغو ایتونو په اساس چا چې ګناه کړې په ځان یې ظلم کړی او د خدای پېمان (امامت) ظالم ته نه رسیږي.

مفهوم پېژندنه

«کَرَّمَ اللهُ وَجْهَه» د «خدایه ته هغه شریف او بزرګوار کړي»[۱] په معنا ( په هغه بڼه کې چې جمله دعایي وګڼو)[۲] یا «خدای هغه عزتمن او لوی کړ» ( که جمله خبري وګڼو)،[۳] د احترام جمله ده چې زیاتره اهل سنت یې د امام علي(ع) له نوم وروسته کاروي.[۴] اهل سنت عالمان ابن حَجَر هَیْتَمی او مؤمن شِبْلَنجی د هغې معنا « خدای هغه د غیر خدا له عبادته وساته» ګڼلې ده.[۵] د اهل سنتو په کتاب کې کله کله د امام علي(ع) لپاره د «کَرَّمَ اللَّهُ وَجْهَهُ فِی الجَنَّة» له عبارته هم استفاده شوې ده.[۶]

د رایت له حدیثه داهل سنتو له څلورو ګونو فقیهانو څخه د احمد بن حنبل د نقل په اساس د اسلام پېغمبر(ص) کله چې د خیبر په غزا کې بېرغ امام علي(ع) ته ورکړ له «وَالَّذِی کَرَّمَ وَجْهَ مُحَمَّد»[یادداشت ۱] عبارته یې استفاده کړې ده.[۷][یادداشت۲]

له امام علي(ع) سره مخصوصوالی

په قاهرې کې د محمد علي پاشا د جومات د ګنپت داخلي فضا چې پکې د درې ګونو خلیفه ګانو لپاره له رَضیَ اللهُ تَعالیٰ عَنْه او د امام علی(ع) لپاره له کَرَّمَ اللهُ تَعالیٰ وَجْهَه استفاده شوې ده

د اهل سنتو عالمانو ابن کثیر او ابن حَجَر هَیْتَمی په وېنا د کرم الله وجهه عبارت د ډېرو اهل سنتو له خوا له علي(ع) سره مخصوص شوی دی. هغوي د خلیفه ګانو منجمله امام علي او نورو اصحابو لپاره د رضی الله عنه ( خدای دې له هغه راضي شي) عبارت استعمال کړی خو د کرم الله وجهه عبارت یوازې د امام علي لپاره کارولئ او د درې ګونو خلیفه ګانو یا نورو اصحابو لپاره ترې استفاده نه کوي.[۸] حنفي عالمانو احمد بن محمد خَفاجي او محمد بن احمد سَفاریني هم په اهل سنتو کې د دغه عبارت په دودېدو تصریح کړی دی.[۹] په ۱۵ ق پېړۍ په لیکل شویو کتابونو کې هم د کرم الله وجهه عبارت یوازې له امام علي(ع) سره مخصوص شوی دی.[۱۰]

د مخصوصوالي دلیل

اهل سنتو عالمانو له امام علي(ع) سره د کرم الله وجهه د عبارت د اختصاص لپاره ځینې دلیلونه ذکر کړې دي:

  • بت ته سجده نه کول: ابن حَجَر هَیْتَمي او مؤمن شِبْلَنجي له حضرت علي(ع) سره د کرم الله وجهه د عبارت مخصوصوالی له دې امله ګڼلی چې هغه هیڅ کله بت ته سجده نه ده کړې.[۱۱] ابن حجر، ابو بکر بن ابی قحافه بت ته په سجده نه کولو کې له علي سره شریک ګڼلی؛ په دې فرق سره چې بوتانو ته د علي(ع) د سجدې نه کولو باندې ټول متفق دي.[۱۲] همداراز هېتمي د هغو کسانو په ځواب کې چې ویلې یې دي ځینو اصحابو لکه عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر هم بت ته سجده نه ده کړې، ویلې دي چې هغوي د شرک له ختمېدو وروسته زېږېدلې دي؛ له دې امله د هغو کسانو په شان نه دي چې د بت پرستۍ په زمانه کې پېدا شوې دي، خو بت پرستي یې نه ده کړې.[۱۳]
  • له زوکړې مخکې د پېغمبر(ص) درناوی: د مسلمان متکلم او فیلسوف جلال الدین دوّاني په وینا، کله چې فاطمه بنت اسد امام علي(ع) په خېټه درلود، کله به یې چې حضرت محمد(ص) لیده سملاسي به له ځایه پاڅېده؛ ځکه چې کوم بچی یې به خېټه کې و هغه به حرکت کاوه او دا به پوهېده چې باید پاڅېږي. د دواني په وینا، اکثره اهل سنتو عالمانو له امام علي(ع) سره د کرم الله وجهه د مخصوصوالي دلیل همدا کیسه ګڼلې ده.[۱۴]

له امام علي(ع) سره د هغه له مخصوصوالي سره د وهابیانو مخالفت

د اسلامي مذهبونو د څېړاندي مهدي فرمانیان په وینا، وهابیانو د حضرت علي(ع) د نوم اخستلو په وخت د کرم الله وجهه له ویلو منع کړې ده.[۱۵] او د وهابیت څېړاندي قاسم اف په راپور، ابن تیمیه په خپلو ډېرو کتابونو کې د امام علي(ع) لپاره د کرم الله وجهه له جملې استفاده نه ده کړې.[۱۶]

د وهابي مفتي عبدالعزیز بن باز په باور، د امام علي(ع) لپاره د کرم الله وجهه د عبارت استعمال د شیعیانو دسیسه[۱۷] او بدعت دی.[۱۸] د عبدالعزیز بن باز شاګرد محمد صالح المُنَجِّد هم باوري دی چې اول شیعیانو دغه عبارت د علي(ع) لپاره وکاروه او ناپوهه کاتبانو د هغوي پېروي وکړه.[۱۹] البته دوي د خپلې ادعا لپاره هیڅ سند نه دی ذکر کړی.[۲۰]

د دیارلسمې قمري پېړۍ د شیعه عالم ادیب دره صوفي په وینا شیعیان د امام علي(ع) لپاره د «علیه‌ السلام»، «سَلامُ الله عَلَیْه» یا «صَلَواتُ الله عَلَیْه» له عبارته استفاده کوي[۲۱] د افغانستان شیعه عالم محمد آصف محسني د امام علي(ع) لپاره د کرم الله وجهه استعمال له اهل سنتو عالمانو سره مخصوص ګڼلی دی.[۲۲]

د امام علی(ع) پر لوړاوي دلالت

د اتمې قمري پېړۍ شیعه عالم او محدث حافظ رجب بُرسي، د اهل سنتو له خوا له امام علي(ع) سره د کرم الله وجهه د عبارت اختصاص پر نورو اصحابو د امام علي د لوړاوي دلیل ګڼلی دی.[۲۳] محمد ثقفي تهراني دغه تخصیص په دې خبره چې په خلیفه ګانو کې یوازې علي(ع) د بوتانو عبادت نه دی کړی، دلیل ګڼلی دی. هغه له دې خبرې نتیجه اخستې چې په خلفاوو کې یوازې امام علي(ع) د امامت وړ دی؛ ځکه چا چې د بوتانو عبادت کړی وي د امامت وړتیا نه لري.[۲۴]

شیعه څیړاندي سید محمدجواد حسینی جلالی، هم له امام علي(ع) سره د کرم الله وجهه د مخصوص ګڼلو دلیل ته له اشارې وروسته[۲۵] «لَا یَنَالُ عَهْدِی الظَّالِمِینَ؛ زما تړون او عهد ظالمانو ته نه رسیږی»و «فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ؛ ځینې یې په ځان ظلم کوي»[۲۶]، ایتونو په استناد سره درې ګوني خلیفه ګان د امامت وړ نه دي ګڼلې . ځکه چې د دغو ایتونو په اساس چا چې ګناه کړې وي په ځان یې ظلم کړی او د خدای پیمان (امامت) ظالم ته نه رسیږی.[۲۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. بستانی، فرهنگ ابجدی، ۱۳۷۵ش، ذیل واژه کرّم تکریما، ص۷۲۶؛ وګورئ: زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ذیل واژه کرم. ج۱۷، ص۶۰۷،
  2. آل شیخ، «قول کرم الله وجهه لعلی بن أبی طالب».
  3. زواوی، شمائل الرسول(ص)، دارالقمه، ج۱، ص۴۲۹.
  4. مثال په توګه وګورئ: مالک بن انس، موطأ مالک، المکتبةالعلمیه، ص۲۸۳؛ شیبانی، الحجة علی أهل المدینة، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۸؛ عسکری، تصحیفات المحدثین، ۱۴۰۲ق، ج۲، ص۱۲۶ و ۵۱۸؛ ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه، دارالفکر، ص۱۸؛ ابن رجب الحنبلی، شرح حدیث لبیک اللهم لبیک، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۲؛ آلوسی، الاجوبة العراقیه علی الاسئلة الاهوریه، ۱۳۰۱ق، ج۱، ص۶۲؛ حلبی، السیرة الحلبیه، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۴۲۷؛ خلف، مدخل الی التفسیر و علوم القرآن، دارالبیان العربی، ص۹۳.
  5. ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه، دارالفکر، ج۱، ص۴۱؛ شبلنجی، نورالابصار، ۱۴۱۵ق، ص۱۵۶.
  6. وګورئ: طبرانی، المعجم الصغیر، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۸ و ص۲۶۰؛ ابن قیم، اعلام الموقعین، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۲۵۶ و ج۴، ص۴۷۵؛ ابن نور الدین، تیسیر البیان، ۱۴۳۳ق، ج۳، ص۱۳۳.
  7. ابن حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ۱۴۲۱ق، ج۱۷، ص۱۹۷.
  8. ابن کثیر، تفسیر، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۵۲۴؛ ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه، دار الفکر، ج۱، ص۴۱.
  9. خفاجی، حاشیة الشهاب، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۴۷۹؛ السفارینی، غذاء الالباب، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۳.
  10. برای نمونه الهرری، تفسیر حدائق الروح و الریحان، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۱۳۱ و ۲۱۴.
  11. شبلنجی، نورالابصار، ۱۴۱۵ق، ص۱۵۶.
  12. ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه، دار الفکر، ج۱، ص۴۱.
  13. ابن حجر الهیتمی، الفتاوی الحدیثیه، دار الفکر، ج۱، ص۴۱.
  14. دوانی، نورالهدایه، ۱۳۹۲ش، ص۵۳.
  15. فرمانیان، الوهابیة المتطرفه، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۳۷۸.
  16. قاسم اف، ابن تیمیه امام سلفی‌ها، ۱۳۹۱ش، ص۱۹۹؛وګورئ: ابن تیمیه، بغیة المرتاد، ۱۴۱۵ق، ص۳۲۱؛ ابن تیمیه، جامع الامسائل لابن تیمیه، ۱۴۲۲ق، ص۱۶۹، ابن تیمیه، الفرقان بین اولیاء الرحمن و اولیاء الشیطان، ۱۴۰۵ق، ص۱۸.
  17. بن باز، مسائل الامام ابن باز، ۱۴۲۸ق، ص۳۳.
  18. آل شیخ، «قول کرم الله وجهه لعلی بن أبی طالب».
  19. المنجد، موقع الاسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۹، ص۱۰۱.
  20. وګورئ: بن باز، مسائل الامام ابن باز، ۱۴۲۸ق، ص۳۳؛ المنجد، موقع الاسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۹، ص۱۰۱؛ ابن جبرین، فتاوی فی التوحید، ۱۴۱۸ق، ص۳۸.
  21. نظام اعرج، شرح النظام علی الشافیه، دار الحجة للثقافه، ص۲۵.
  22. محسنی، زهرا(س) گل همیشه بهار نبوت، ۱۳۹۲ش، ص۳۰.
  23. حافظ برسی، مشارق انوار الیقین، ۱۴۲۷ق، ص۳۲۳.
  24. ثقفی، تفسیر روان جاوید، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۱۶۹؛ هم وګورئ: وردانی، فریب، ۱۳۸۹ش، ص۲۵۵؛ الحسون، التحول المذهبی، ۱۳۸۴ش، ص۱۵۵.
  25. سوره بقره، آیه۱۲۴
  26. سوره فاطر، آیه۳۲.
  27. خواجه نصیرالدین طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، پاورقی، ص۲۳۹ و ۲۴۱.

سرچينې

  • آل شیخ، عبدالعزیز بن عبدالله و دیگران (اللجنة الدائمة للبوحث العلمیة و الافتاء)، «قول کرم الله وجهه لعلی بن أبی طالب»، الاسلام سؤال و جواب، بایگانی شده از نسخه اصلی، تاریخ درج مطلب: ۲۱ مهر ۱۳۸۷/۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷، تاریخ بازدید: ۳۱ مرداد ۱۳۹۹.
  • آلوسی، محمود بن عبدالله، الاجوبة العراقیه علی الاسئلة الاهوریه، بغداد، مطبعة الحمیدیه، ۱۳۰۱ق.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، الفرقان بین اولیاء الرحمن و اولیاء الشیطان، تحقیق عبدالقادر الارناؤوط، دمشق، مکتبة دارالبیان، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، بغیة المرتاد علی المتفلسفه و القرامطه و الباطنیه، تحقیق موسی الدرویش، مدینه، مکتیة العلوم و الحکم، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، جامع المسائل لابن تیمیه-المجموعة الاولی، تحقیق محمدعزیر شمس، اشراف بکر بن عبدالله ابوزید، مکه، دار عالم الفوائد للنشر و التوزیع، ۱۴۲۲ق.
  • ابن جبرین، عبدالله بن عبدالرحمان، فتاوی فی التوحید، اعداد و تقدیم حمد بن ابراهیم الحریقی، بی‌جا، دارالوطن للنشر، ۱۴۱۸ق.
  • ابن حجر الهیتمی، احمد بن محمد، الفتاوی الحدیثیه، بی‌جا، دار الفکر، بی‌تا.
  • ابن حنبل، احمد بن محمد، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیت الارنؤوط و دیگران، اشراف عبالله بن عبدالمحسن الترکی، بی‌جا، مؤسسة الرساله، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • ابن رجب الحنبلی، عبدالرحمن بن احمد، شرح حدیث لبیک اللهم لبیک، به تحقیق ولید عبدالحرمن محمد آل فریان، مکه، دارعالم الفوائد، ۱۴۱۷ق.
  • ابن قیم، محمد بن ابی‌بکر، اعلام الموقعین عن رب العالمین، تقدیم و تعلیق و تخریج الاحادیث: بن حسن آل سلمان و احمد عبدالله احمد، عربستان، دار ابن الجوزی للنشر و التوزیع، ۱۴۲۳ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر ابن کثیر، تحقیق و تقدیم یوسف عبدالرحمن المرعشلی، بیروت، دارالمعرفة للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • بستانی، فؤاد افرام، فرهنگ ابجدی، تهران، اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • بن باز، عبدالعزیز بن عبدالله، مسائل الامام ابن باز، تقیید و جمع و تعلیق أبی‌محمد عبدالله بن مانع، ریاض، دارالتدمیره، ۱۴۲۸ق/۲۰۰۷م.
  • الحسون، علاء، التحوّل المذهبی بحث تحلیلی حول رحلة المستبصرین إلی مذهب أهل البیت(ع)، ایران، قلم‌الشرق، ۱۳۸۴ش/۲۰۰۵م.
  • «حکم قول: علی کرم الله وجهه»، الامام ابن باز، تاریخ بازدید: ۲۳ مرداد ۱۳۹۹.
  • الحلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیه: إنسان العیون فی سیرة الأمین المأمون، بیروت، دارالکتب‌العلمیه، ۱۴۲۷ق.
  • السفارینی الحنبلی، محمد بن احمد، غذاء الالباب فی شرح منظومه الآداب، مصر، مؤسسة قرطبه، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ثقفی تهرانی، محمد، روان جاوید در تفسیر قرآن مجید، تهران، برهان، ۱۳۹۸ق.
  • حافظ برسی، رجب بن محمد، مشارق أنوار الیقین فی أسرار أمیر المؤمنین(ع)، قم، ذوی‌القربی، ۱۴۲۷ق.
  • خفاجی، احمد بن محمد، حاشیة الشهاب المسماة عنایة القاضی و کفایة الراضی علی تفسیر البیضاوی‏، تحقیق مهدی عبدالرزاق، بیروت، دار الکتب العلمیه، منشورات محمدعلی بیضون، ۱۴۱۷ق.
  • خلف، عبدالجواد، مدخل الی التفسیر و علوم القرآن، قاهره، دارالبیان العربی، بی‌تا، ص۹۳.
  • خواجه نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تجرید الاعتقاد، تحقیق محمدجواد حسینی جلالی، تهران، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • دوانی، محمد بن اسعد، نورالهدایه فی اثبات الامامه، تصحیح وحید توسلی و دیگران، قم، مجمع ذخایر اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • زبیدی، مرتضی محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، با تحقیق و تصحیح علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
  • زواوی، احمد بن عبدالفتاح، شمائل الرسول(ص)، اسکندریه، دارالقمه، بی‌تا.
  • شبلنجی، مؤمن، نور الابصار فی مناقب آل‌بیت النبی المختار(ص)، قم، شریف الرضی، ۱۴۱۵ق/۱۳۷۳ش.
  • شیبانی، محمد بن الحسن، الحجة علی أهل المدینة، تحقیق مهدی حسن الکیلانی القادری، بیروت، عالم‌الکتب، ۱۴۰۳ق.
  • طبرانی، ابوالقاسم، الروض الدانی (المعجم الصغیر)، بیروت، عمان، المکتب الاسلامی، دار عمار، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • عسکری، ابواحمد، تصحیفات المحدثین، تحقیق محمود احمد میره، قاهره، المطبعة العربیة الحدیثة، ۱۴۰۲ق.
  • فرمانیان، مهدی، جمع من المؤلفین، الوهابیة المتطرفه: موسوعة نقدیه، قم، دار الاعلام لمدرسة اهل‌البیت(ع)، ۱۴۳۵ق.
  • قاسم اف، الیاس، ابن تیمیه امام سلفی‌ها، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، ۱۳۹۱ش.
  • مالک بن انس، موطأ مالک روایة محمد بن الحسن الشیبانی، تعلیق و تحقیق عبدالوهاب عبداللطیف، المکتبةالعلمیه، چاپ دوم.
  • محسنی، محمدآصف، زهرا(س) گل همیشه بهار نبوت، به کوشش: هیئت الغدیر و حوزه علمیه خاتم النبین(ص)، کابل، هیئت الغدیر، ۱۳۹۲ش.
  • المنجد، محمدصالح، موقع الاسلام سؤال و جواب، تم نسخه من الانترنت فی۱۴۳۰ق.
  • نظام اعرج نیشابوری، شرح النظام علی الشافیه، تحقیق محمدزکی جعفری، قم، دار الحجة للثقافه، چاپ اول، بی‌تا.
  • وردانی، صالح، فریب، قم، بنیاد معارف اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • الهرری، محمد الامین بن عبدالله، تفسیر حدائق الروح والریحان فی روابی علوم القرآن، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.