قمه زني

د wikishia لخوا
د قاجار په دوره کې په تهران کې قمه زني

قَمه‌زَنی (چاقو زني) د ځینو شیعه ګانو د ماتم له دودونو څخه ده چې په کې دوي خپل سر په توره او چاقو وهي ترڅو وینه ترې روانه شي. دا چلند د قمري کال د لسمې پیړۍ په شاوخوا کې دود شو او اوس په ځینو هیوادونو لکه عراق، لبنان، هندوستان او کله کله په ایران کې لیدل کیږي.

د قَمه‌زَنی پلويان دا د عاشورا له شعائرو او د مذهب د پياوړتيا يوه وسيله ګڼي او د قمه زنۍ مخالفين په دې اند دي چې دا يو خرافاتي دود دی او د شیعه مذهب د سپکاوي لامل دی.

شیعه عالمان د قمه زنۍ د جواز، استحباب یا حرمت په اړه اختلاف لري. ځيني فقهاء لکه محمد حسين نائیني د دې له پلويان و او نور يې لکه سيد ابوالحسن اصفهاني په مخالفانو کې وو. سيد محسن امين په لومړي ځل د قمه زني پر ضد مضامین او لیکونه خپاره کړل او د ايران د اسلامي جمهوريت مشر سيد علي خامنه اي په ١٣٧٣ کال کې د قمزاني پر ضد وينا وکړه. ځینو علماوو قمه زني د شیعو د سپکاوي سبب او نامشروع بللې ده.

مفهوم پيژندنه

قمه‌زني د امام حسین(ع) د ماتم یوه بڼه ده، چې د قمې (دا د ترکۍ ژبی توری دی چې مطلب یې د تورې په شان یوه وسله ده خو له تورې لنډه او پلنه ده) او تورې په سر باندې په وهلو سره او د وینې په جاری کیدول سره ترسره کیږي.[۱] قمه زني د عزادارۍ په ځینې دستو کې کله چې په لاره تیریږي ترسره کیږي او ماتم کوونکي د قمه زنۍ په وخت په لوړ غږ "حیدر حیدر" وایي. همدارنګه، تنبلې او سرڼي غږول کیږي او سره رنګ بیرغونه پورته کیږي.[۲]

د قمه زنۍ پلویان د دې کار د ترسره کولو اصلي وخت د عاشورا د ورځې سهار ښايي.[۳] دا رسم به په تیرو وختونو کې په 21 رمضان هم ترسره کیده.[۴] د دې لپاره سپینې جامې اچول او سر خریل یو رسم دی.[۵]

د قمه زنۍ تاریخ

قمه زني له کومه راغله

په دې هکله چې قمه زنۍ له کومه راغله مختلف نظرونه دي؛ ځینو قمه زني د بي بي زینب سلام لله علیها د هغه عمل نښانه ګڼلې ده چې کله هغه له کربلا د شام په لور تلله، نو په نیزه یې د امام حسین(ع) سر ولید بې خوده شوه او خپل سر یې په کجاوې ووهه چې د دې عمل په نتیجه کې یې له سره وینې روانې شوې.[۶] ډېر محقیقین دا کیسه مستنده نه ګڼي. په منتهی الآمال کې د شیخ عباس قمي په وینا د دې کیسې سرچینه، دوه کتابونه نور العین او منتخب طریحي دي چې دواړه د اعتبار له نظره په لاندې درجې کې دي او له دې پرته په بل یو معتبر کتاب او سرچینه کې دا نه دی راغلی. له عقلي نظره هم په کجاوې باندې د بي بي زینب(س) سر وهل د باور وړ نه دی.[۷]

د دې په مقابله کې یوه بله ډله باوري ده چې قمه زني هیڅ کوم اسلامي عقیده نه ده؛ علی شریعتي، قمه زني او د دې غوندې نور عملونه د ارتدوکس عیسایانو د حضرت عیسی(ع) په غم کې د هغه د وژلو په ورځ د هغوي له عمله راخستی ګڼي.[۸] مرتضی مطهري باوري دی «قمه زني، تیبل او سرڼې وهل د قفقازو ارتدکسو ایران ته راغلي دي او له دې سببه چې خلک ورته ذهني چمتو وو نو د بریښنا په شان هر ځای ته ورسیدل.»[۹] ځینې نور باوري دي چې قمه زني په لومړیو کې د عراق د ترکو په صوفیه فرقو (چې له هغو ځینې قزلباش هم دي) او د ایران د لویدیځ کردیانو تر مینځ رواج شوې وه او د ترکو زائرانو په وسیله عراق ته راغله.[۱۰]

په ایران کې د قمه زنۍ مخینه

«په دې مینځ کې ناڅاپه د سپینو جامو یوه ډله څرګنده شوه چې په لاسو کې یې چاقوان وو او ډېرې جذبې سره به یې هغه اوچتول او په خپلو سرونو به یې وهل او له سرونو او هغه چاقوانو به وینه بهر راوته او له سره تر پښو به وینو سره سره شوي وو. بیشکه چې ډېره زړه زوروونکی نظاره وه چې هیڅ کله یې نه شم هېرولی. کومو کسانو چې به په دې غونډه کې قمه وهله کله کله به دومره په جذبه کې وو چې یا به ترې دومره وینه لاړه چې بې حاله به شوو او په ځمکه به وغورځیدل او تر دې چې که زر تر زره یې علاج ونه شوې نو مړه کیدی شو.»

* سرچينه: بنجامن، ایران و ایرانیان، ۱۳۶۳ش، ۲۸۴مخ.

په ایران کې د قمه زنۍ مخینه د صفویه وخت ته رسي.[۱۱] د هغه دورې د ځینې یورپ سفرلیکونکو په لیکونو کې قمه زنۍ او چاقو زنۍ ته اشاره شوې ده؛ له هغوي ځینې یو آدام الئاریوس دی چې د شاه صفی په دوران کې په اردبیل کې یې د د عاشورا ورځ د ورځې د چاقو زنۍ دود (رسم) ته اشاره کړې ده. دا رسم د قاجار په دوره کې په بیله توګه د ناصري په دوره کې ډېر دود شو.[۱۲] عبدالله مستوفی د دې کار اصلي سبب ملاآقا دربندي، چې د ناصرالدین شاه قاجار د دورې یو عالم و، ګڼي.[یادداشت ۱]

د قاجارو په وخت کې قمه زني

د نړۍ ګرځیدونکیو او نورو بهرنیانو په سفرنامو کې، چې په دې دوره کې ایران ته راغلي او د محرم ماتمونه یې لیدلي وو، د ځینې خلکو په لیکنو کې د قمه زنۍ د مراسمو راپورونه شتون لري لکه ډاکټر فووریه، د ناصرالدین شاه ځانګړي طبيب، [یادداشت 2] هانري رنه دالماني[یادداشت 3] او بنجامن د امریکې لوی سفیر په ناصری دوره کې موجود دي.[یادداشت 4]

د رضا شاه د واکمنۍ پر مهال له ۱۳۱۴ هجري لمریز کال راهیسې د ماتمونو د نورو دودونو په څېر په قمه زنۍ هم بندیز ولګېد.[۱۳] دې بندیز تر 1320هجري لمریز کال ادامه ولرله، خو له دې وروسته د نورو دودونو غوندې بندیز ترې لری شو. او د ایران په ځینې سیمو قمه زني بیا شورو شوه. په پهلوي دور کې، قمه زني کمیده او زیاتیده. په ځینو کلونو کې (د ۱۳۴۳ کال په شمول) د شهرباني یا ساواک په حکم ممنوع اعلان شوه او په ځینو کلونو کې په آزاده توګه په ځانګړي ډول په ځینو سیمو کې ترسره کیده.[۱۴]

د فقیهانو نظرونه

قمه زني د قاجار له دورې څخه تر نن ورځې پورې د شیعه فقهاوو تر منځ له هغه موضوعاتو دی چې په کې اخلاف دی. په دې ډول چې فقهاء په دوه برخو پلويانو او مخالفانو ويشلی شوو: ځینې فقهاء لکه ميرزا ​​نائیني، محمد تقي بهجت او ميرزا ​​جواد تبريزي، قمه زني جائز ګڼلې ده، او له بلې خوا ځینې مجتهدانو لکه سيد ابوالحسن اصفهاني. سيد محسن امين، سيد علي خامنه اي، حسين علي منتظري او ناصر مکارم شيرازي د قمه زني د شيعه مذهب سپکاوی ګڼلی او حرام يې بللې ده.

موافقان

په هندوستان کې قمه زني

د قمه زنۍ د پلويانو اصلي او تر ټولو مهم مستند دليل، د شعائرو پر درناوي سربيره، د شيعو د رسمونو ساتل او د شيعه ټولنې زور ښودل دي،[۱۵] د ميرزا ​​نيني فتوا ده. هغه د ۱۳۴۵ هجري لمریز کال د ربیع الاول د میاشتې په ۵ نیټه د مشهورې فتوا په دوهمه فقره کې لیکي:

«د قمه زنۍ او تورې وهلو له سببه چې کومه وینه له تندي راوځي، قوي قول دا دی چې دا جایزه ده، خو په داسې حال کې چې له ضرره یې په امان کې وي. د وینې راوتل که د تندي هډوکي ته کوم ضرر ونه رسوي، چې عامو وختونو کې همداسې دي چې ضرر نه رسوي لکه څه رنګ چې ځینې قمه زني کوونکي کوي، داسې وهي چې هډوکي ته ونه رسي خو که [قمه وهونکي] دا ګمان کاوه چې د عادت مطابق به ضرر ورنه کړي خو له قمې وهلو وروسته ترې دومره وینه لاړه چې ضرر یې وکړ، نو حرامیدل یې لری دی؛ د هغه کس په شان چې وضو یا غسل کوي یا د روژې په میاشته کې روژه نیسي او بیا وروسته ورته معلومه شي چې ضرر یې کړی دی. خو ښه دا ده او احتیاط دا دی چې کوم کسان په قمه زنۍ کې استاذان نه دي هغوي ترې ځان وساتي. په بیله توګه هغه ځوانان چې زړونه یې د امام حسین(ع) له مینې ډک دي او په مینه کې یې بې خوده کیږي او د قمه زنۍ په وخت یې دې خبرو ته خیال نه وي نو ممکنه ده چې ضرر وویني.[۱۶]»

هغه عالمان چې د قمه زنۍ د جایزیدو یا د مستحب شونې حکم یې کړی دی هغوي دا دي:

مخالفان

له هغه کسانو چې د قمه زنۍ مخالف دي له ټولو اغیزمنه فتوا د سید ابوالحسن اصفهاني ده:

إن استعمال السیوف و السلاسل و الطبول و الأبواق و مایجری الیوم فی مواکب العزاء بیوم عاشوراء إنما هو محرّم و هو غیرشرعی؛ د تورو (قمه زنۍ) زنځیرونو او تنبلونو او سرڼو او دغه څه چې نن سبا د عاشورا په ورځ په عزادارو کې کیږي، دا حرام او غیر شرعي دي.[۲۱].

نو دا فتوا، د قمه زنۍ په مخالفت او نقد کې له ټولو مهم متن دی، د سید محسن امین «التنزیه لاعمال الشبیه» کتاب دی چې په کې قمه زني او د عزادارۍ د دې په شان نور رسمونه غیر شرعي او غیر عقلانی او د شیعو د سپکاوي سبب ګڼلی شوي دي. دې کتاب ډېر اغیر درلود او د دې په موافقت او مخالفت کې کتابونه او مقالې ولیکلې شوې او خپرې شوې.[۲۲]

له امام خمیني چې کله د مسلې پوښتنه شوې چې قمه زني حرامه ده که جایزه نو هغوي د دې ضرر او د وخت حالاتو ته په پام حرامه اعلان کړې ده.[۲۳] آیت‌الله خامنه‌اي، د ایران د اسلامي جمهوريت مشر، په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د قمه زنۍ په هکله وفرمایل: قمه زني یو خلاف، جعلي او غلط کار دی چې له بده مرغه په اخرني کلونو کې یې ځینې کسان مشهورول غواړي. قمه زني دین او عزادارۍ سره هیڅ تړون نه لري او خلاف او یو بدعت دی او بې شکه چې الله تعال د دې په ترسره کولو راضي نه دی او زه په خپله له زړه له هغه کس راضي نه یم چې کوم قمه زني کوي.»[۲۴] ځینې علماوو د جمهوري اسلامی د مشر د دې وینا په تایید کې قمه زني د شیعه مذهب د سپکاوي سبب ګڼلی او حرام یې ګرځولې ده.[۲۵]

له دې پرته ځینې نور لویو مجتهدانو هم په خپلو فتواو چې قمه زنۍ سره مخالفت کړی دی؛ له هغوي ځینې:

د مخالفانو له نظره د قمه زنۍ د حرامیدو دلیلونه دا دي:

  • دا د شرع مخالفت؛ د مستنداتو یې یو د فقهې قاعده «حرمت اضرار بالنفس» ده.[۳۴]
  • بدعت ده.
  • غیرعقلاني ده.
  • د دین او د مذهب د سپکاوي سبب ده (یعنی د نورو دینونو او مذهبونو په نظر کې د مذهب د سپکاوي سبب ده)[۳۵][۳۶]

فوټ نوټ

  1. فتح الله، معجم ألفاظ الفقه الجعفری، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۴.
  2. الفضلی، «فلسفة الشعائر الحسينية»، پایگاه شبکه الإمامین الحسنین(ع).
  3. مظاهری، «قمه‌زنی»، در فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص ۳۸۹.
  4. مظاهری، «قمه‌زنی»، در فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص ۳۸۹.
  5. مظاهری، «قمه‌زنی»، در فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص ۳۸۹.
  6. تبریزی خیابانی، وقایع الأیام، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۳۰۶-۳۰۸.
  7. صحتی سردرودی، تحریف‌شناسی عاشورا و تاریخ امام حسین(ع)، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۰-۲۱۲.
  8. شریعتی، مجموعه آثار، ج۹، ۱۳۸۲ش، ص۱۷۰-۱۷۱.
  9. مطهری، مرتضی، جاذبه و دافعه علی، ۱۳۸۰ش، ص ۱۵۴.
  10. حیدری، تراژدی کربلا، ۱۳۸۱ش، ص۴۸۰.
  11. منتظرالقائم و کشاورز، «بررسی تغییرات اجتماعی مراسم و مناسک عزاداری عاشورا در ایران»، ص۵۴ و ۵۵.
  12. منتظرالقائم و کشاورز، «بررسی تغییرات اجتماعی مراسم و مناسک عزاداری عاشورا در ایران»، ص۵۸.
  13. بصیرت‌منش، علما و رژیم رضاشاه، ۱۳۷۸ش.
  14. مظاهری، «رسانه شیعه»، ص۴۶.
  15. حمود العاملی، ردالهجوم عن شعائر الامام الحسین المظلوم، ۱۴۲۵ق، ص ۱۶۴، ۱۹۷.
  16. نقل از: ربانی خلخالی، عزاداری از دیدگاه مرجعیت شیعه، ۱۴۱۵ق، ص۵۵.
  17. پایگاه آیت الله بهجت، استفتاء شماره ۶٣٨٣.
  18. تبریزی، استفتائات جدید، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۵۴-۴۵۹ .
  19. پاسخ حضرت آیت الله العظمی روحانی به سؤالاتی درباره کیفیت عزاداری برای ائمه معصومین(ص)، پایگاه اطلاع رسانی دفتر آیت الله العظمی روحانی.
  20. پایگاه آیت الله سیدصادق شیرازی.
  21. صحتی سردرودی، تحریف‌شناسی عاشورا و تاریخ امام‌حسین(ع)، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۴.
  22. محمد الحسون، وقفة مع رسالة التنزیه وأثارها فی المجتمع ، ضمن رسائل الشعائر الحسینیه، ج۱، ص ۴۲.
  23. فتوای امام خمینی در مورد قمه زدن در عزای امام حسین(ع)، پایگاه پرتال امام خمینی.
  24. بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان‌ رهبری، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  25. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۳۵۹.
  26. فاضل لنکرانی، جامع المسائل، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۵۸۱.
  27. منتظری، رساله استفتائات، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۳۲۱.
  28. پایگاه پاسخگویی آیت الله مکارم شیرازی.
  29. پایگاه اسراء.
  30. پایگاه آیت الله علوی گرگانی.
  31. پایگاه آیت‌الله محقق کابلی.
  32. قمه زدن و خراش دادن سر و صورت و بدن، پایگاه آیت‌الله مظاهری.
  33. پایگاه آیت‌الله نوری همدانی.
  34. رابطه روایات اضرار به نفس و قمه زنی چیست؟، سایت خبر جماران.
  35. مقصود از وهن دین یا مذهب چیست؟، سایت پاسخگویان.
  36. «حکم تیغ و قمه‌زنی از منظر مقام معظم رهبری»، خبرگزاری فارس؛ «نظر بیش از ۲۵ مرجع تقلید در مورد قمه زنی»، پایگاه خبری شعار سال.

سرچينې

  • امین‌، سید محسن، رسالة التنزیه لأعمال الشبیه، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • امین، سید محسن، عزاداری‌های نامشروع، ترجمۀ جلال آل‌احمد، بوشهر، شروه، ۱۳۷۱ش.
  • امینی، داوود، چالش‌های روحانیت با رضاشاه: بررسی علل چالش‌های سنت‌گرایی با نوگرایی، تهران، سپاس، ۱۳۸۲ش.
  • بصیرت‌منش، حمید، علما و رژیم رضاشاه؛ نظری بر عمل‌کرد سیاسی فرهنگی روحانیون در سال‌های ۱۳۰۵ تا ۱۳۲۰، تهران، مؤسسۀ چاپ و نشر عروج، ۱۳۷۶ش.
  • بنجامین، ساموئل گرین ویلز، ایران و ایرانیان، ترجمۀ محمدحسین کردبچه، تهران، جاویدان، ۱۳۶۳ش.
  • تبریزی، جواد، استفتائات جدید (للتبریزی)، ج۱، قم، سرور، ۱۳۸۵ش.
  • تبریزی خیابانی، علی، وقایع الأیام فی تتمة محرم الحرام، تحقیق محمد الوانساز خویی، قم، غرفة الإسلام، ۱۳۸۶ش.
  • حیدری، ابراهیم، تراژدی کربلا: مطالعۀ جامعه‌شناختی گفتمان شیعه، ترجمۀ علی معموری و محمدجواد معموری، قم، دارالکتاب الاسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • دالمانی، هانری رنه، سفرنامه از خراسان تا بختیاری، ترجمه محمدعلی فره‌وشی، تهران، نشر امير کبير، ۱۳۳۵ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر و دیگران، لغتنامه، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، چاپ دوم، ۱۳۷۷ش.
  • ربانی خلخالی، علی، عزاداری از دیدگاه مرجعیت شیعه، قم، مکتب الحسین، ۱۴۱۵ق.
  • شریعتی، علی، مجموعه آثار، ج۹، تهران، چاپخش، ۱۳۸۲ش.
  • شهری، جعفر، طهران قدیم، تهران، معین، ۱۳۷۱ش.
  • صحتی سردرودی، محمد، تحریف‌شناسی عاشورا و تاریخ امام‌حسین(ع)، تهران، مؤسسۀ انتشارات امیرکبیر: شرکت چاپ و نشر بین‌الملل، ۱۳۸۳ش.
  • فاضل لنکرانی، محمد، جامع المسائل، ج۱، قم‌، امیر العلم، ۱۳۸۴ش.
  • فتاوی علماء الدین حول الشعائر الحسینیه، بیروت، مؤسسة المنبر الحسینی، ۱۹۹۴م.
  • فتح الله، أحمد، معجم ألفاظ الفقه الجعفری، الدمام، مطابع المدوخل، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • الفضلی، احسان، «فلسفة الشعائر الحسینیة»، پایگاه الإمامین الحسنین(ع).
  • فووریه، سه سال در دربار ایران، ترجمه عباس اقبال، تهران، نشر علم، ۱۳۸۵ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش.
  • مسائلی، مهدی، قمه‌زنی: سنت یا بدعت، اصفهان، گلبن، ۱۳۸۵ش.
  • مستوفی، عبدالله، شرح زندگانی من یا تاریخ اجتماعی و اداری دوران قاجاریه،‌تهران، زوار، ۱۳۸۴ش.
  • مطهری، مرتضی، جاذبه و دافعه علی، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۰ش.
  • مظاهری، محسن‌حسام، «رسانه شیعه: سوگواری شیعیان ایران از آغاز تا پیش از پیروزی انقلاب اسلامی»، در مجله اخبار و ادیان، شماره ۱۸، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۵ش.
  • مظاهری، محسن‌حسام، فرهنگ سوگ شیعی، تهران، خیمه، ۱۳۹۵ش.
  • منتظرالقائم، اصغر، کشاورز، زهرا سادات، «بررسی تغییرات اجتماعی مراسم و مناسک عزاداری عاشورا در ایران»، مجله شیعه‌شناسی، تابستان ۱۳۹۶ش، شماره ۵۸.
  • منتظری، حسینعلی، رساله استفتائات، ج۲، تهران، نشر سایه،‌ ۱۳۸۴ش.
  • نیازمند، رضا، شیعه در تاریخ ایران: شیعه چه می‌گوید و چه می‌خواهد؟، تهران، حکایت قلم نوین، ۱۳۸۳ش.

بهرنۍ لینک