رضاعي محرمیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د رضاعی محارم په اړه ده. د محرمیت او رضاع له مفاهیمو سره آشنا کیدو لپاره، د محارم او رضاع مدخلې وګورئ.


رِضاعي مَحرَمِیّت یا د پیو محرمیت، د محرمیت هغه ډول دی چې د پیو رودلو په وجه د یو یا څو کسانو په مینځ کې پېدا کیږي او پر اساس یې له یو بل سره واده جایز نه دی. دغه ډول محرمیت ځینې شرطونه لري منجمله دا چې پۍ ورکوونکې ښځه له شرعي لارې امیدواره شوې وي، پۍ څښل یې ډېر ځله او پرله پسې وي او پکې یې د بلې ښځۍ پۍ نه وي څښلې یا یې بل خواړه نه وي خوړلې او د پۍ څښونکي عمر تر دوو قمري کلونو کم وي

هغو کسانو ته چې د پیو له لارې محرمیږي، رضاعي محرم ویل کیږي او خاص احکام لکه د هغوي په مینځ د واده حراموالی جاري کیږي. په رضاعي محرمیت کې که پۍ رودونکی هلک وي له خپلې رضاعي مور( هغه ښځه چې پۍ یې ورکړې وي) او د هغې له مور، نیا، خور، لور، لمسۍ، عمې او خاله ګانو سره یې محرم کیږي او که پۍ څښونکې جینۍ وي له خپل رضاعي پلار (دهغه ښځې مېړه چې دې ته یې پۍ ورکړې دي) او د هغې له پلار، ورور، تره، ماما، زوي او لمسیانو سره محرم کیږي. همداراز د هغه ښځې ورور، زوی، لمسی، پلار او نیکه ، تره او ماما هم په هغې محرم کیږي.

ځنیې اهل سنتو رضاع کبیر (د نامحرمې ښځې له سینې د بالغ سړي د پیو څښل) د محرمیت له اسبابو ګڼلې دي. اکثره اهل سنت فقیهان او ټول شیعه فقیهان له دغه حکم سره مخالف دي او هغه حرام ګڼي.

مفهوم‌ پېژندنه

رضاعي محرمیت، یو ډول خپلوي ده چې د دوو یا زیاتو کسانو په مینځ کې د پیو څښلو په وجه پېدا کیږي.او پر اساس یې له هغوي سره واده کول حرام دي.[۱] رضاعي محارم هغه کسان دي چې د پیو څښلو (سینه رودلو) له لارې یې له یو بل سره خپلوي پېدا کړې او د یو بل مَحرَم ګرځي. او پر اساس یې، خاص احکام لکه د هغوي تر مینځ د واده حراموالی جاري کیږي.[۲] په فقهي متونو کې، هغه ماشوم ته چې له خپلې مور پرته له بلې ښځې یې پۍ څښلې وي «مُرتضع»؛ پۍ ورکوونکې ښځې ته «مُرضِعة» او د پیو مالک (هغه سړی چې پۍ ورکوونکې ښځه ترې امیدواره شوې وي) «فَحل» یا «صاحب لبن» وایي.[۳]

له دې اصطلاح د فقهې په ځینو ابوابو لکه نکاح او میراث کې بحث کیږي.[۴] د ایران د مدني قانون د ۱۰۴۶ مادې په اساس، د امامیه فقهې په پېروۍ له رضاعي محارمو سره واده حرام ګڼل شوی دی.[۵]

شرایط

شیعه فقیهان د قرآن د ایتونو او د معصومانو(ع) د روایتونو په استناد، د پیو څښلو په وسیله د محرمیت د پېدا کېدو لپاره ځینې شرطونه بیانوي.[۶]

  • پۍ ورکوونکې ښځه له شرعي طریقې امیدواره شوې وي.[۷]
  • پۍ څښونکی او تۍ رودونکی دومره پۍ وڅښي چې غوښه یې ترې جوړه شي او هډونه یې پیاوړې شي.[۸]
  • پۍ څښونکی لږ تر لږه یو شواروز له پۍ ورکوونکې ښځې پۍ وڅښي او په دې موده کې د ماشوم خواړه یوازې هم د دغه ښځې پۍ وي.[۹] د اوبو څښل که د تندي ماتېدو لپاره وي یا د درملو څښل چې ماشوم ته د علاج لپاره ورکړل شي که له متعارف حده زیات نه وي نو په دې حکم کې هیڅ خلل او ستونزه نه پېښوي.[۱۰]
  • ځینې فقیهانو لکه شیخ مفید،[۱۱] سلار دیلمي،[۱۲]ابن براج،[۱۳] ابوصلاح حلبي،[۱۴] او علامه حلي[۱۵] د پيو څښلو ځلونه او شمېر لس ځله او د شیخ طوسي،[۱۶] محقق حلي[۱۷] او شهید اول[۱۸] په شان فقیهانو یې شمېر ۱۵ ځله ګڼلی دی.
  • د پیو رودلو موده او د پیو څښلو تعداد او ځلونه باید پرله پسې او له یوې ښځې وي او په مینځ کې یې خواړه یا د بلې ښځې پۍ ونه څښي.[۱۹]
  • پۍ څښونکی پۍ له سینې ورودي، نه له بلې لارې.[۲۰]
  • د پۍ څښونکي ماشوم عمر تر دوو قمري کالو کم وي.[۲۱] که د ماشوم د پۍ څښلو وخت له دوه کلنۍ وروسته وي، محرمیت تحقق نه مومي[۲۲]

لکه چې په تفسیر نمونه کې راغلي، د رضاعي محرمیت فلسفه هغه شباهت دی چې رضاعي بچیان یې له نسبي بچیانو سره د پۍ ورکوونکې په پیو سره پېدا کوي او هر یو د هغې د بدن یوه ټوټه ګڼل کیږي.[۲۳]

رضاعي محارم

فقیهانو د پېغمبر(ص) د یو روایت په استناد «هر هغه څه چې د نسب په وسیله حرامیږي د رضاع په وسیله هم حرام دي»،[۲۴] ټولې هغه ښځې چې د نسب په واسطه ورسره واده حرام دی، د رضاع په واسطه ورسره هم واده حرام ګڼلی دی.[۲۵] د رضاع په وسیله د محرمیت د شرایطو د پوره کېدو په بڼه کې، لاندیني کسان له یو بل سره محرم کیږي:

  • که پۍ څښونکې جینۍ وي د هغه ښځې له مېړه سره چې پۍ یې ترې څښلې وي (رضاعي پلار) او همداراز د هغه له پلار، ورور، تره، ماما، زوي او لمسیانو سره محرم کیږي. او همدراز د ښځې پلار، نیکه، ورور، زوی، لمسی، تره او ماما هم په دغه ښځه محرم کیږي.[۲۶]
  • که ماشوم هلک وي، د هغې ښځې سره محرم کیږي چې د هغې پالنه یې کړې وي، همدارنګه د هغه مور، انا، خور، لور، لمسی، ترور او تره.[۲۷]

دغه کسان یوازې له هغه ماشوم سره چې پۍ یې څښلې وي محرم کیږي. نه دهغه له خپلوانو سره، حتی د هغه پلار او وروڼو سره یې هم نه محرم کیږي.[۲۸]

رضاع کبیر

هغه نوم دی چې د اهل سنتو په روایي او فقهي متونو کې راغلی دی.[۲۹] او د یوې نامحرمې ښځې له سینې د لوی کس او بالغ سړي د پیو څښلو په معنا دی.[۳۰] ځینې اهل سنتو له عایشې د یو روایت په استناد چې پر اساس یې پېغمبر(ص) یوې ښځې ته له پردي بالغ سړي سره د محرمیت د جوړولو لپاره اجازه ورکړه چې هغه ته خپل پۍ ورکړي چې ورسره محرم شي.[۳۱] له پۍ ورکوونکي ښځې د پردي بالغ سړي پۍ څښل د محرمیت او خپلوۍ سبب ګڼلی دی.[۳۲] په بدایة المجتهد کتاب کې د ابن رشد په وینا، له دوو کلونو وروسته د پیو څښلو په وسیله د محرمیت په پېدا کېدو کې د نظر اختلاف دی.[۳۳] هغه عقیده لري چې اکثره اهل سنتو فقیهانو منجمله مالک، ابو حنیفه او شافعي له دوو کلونو وروسته د پیو څښل د محرمیت سبب نه دي ګڼلي او هغه حرام ګڼي.[۳۴]

شیعه فقیهان د رضاع کبیر په وسیله د خپلوۍ او محرمیت په نه جوړېدو او د دې عمل په حراموالي د نظر اتفاق لري.[۳۵]

د پیو بانک

د مور د پیو بانک، د هغو ناروغو او نیمګړو ماشومانو د استعمال لپاره چې د مور له پیو محرومه دي د پیو زېرمه کولو او وېشلو ته وایي.[۳۶] د دغه بانک د جوړولو نظریه په ۱۹۰۹ کال کې د نړیوالې روغتیا له لورې مطرح شوه او یو کال پس په امریکا کې د میندو د پیو لومړی بانک جوړ شو.[۳۷] په ایران کې د پیو د بانک لومړی مرکز هم د ۱۳۹۵ کال په چنګاښ میاشتې کې په تبریز کې جوړ شو.[۳۸]

د شیعه فقیهانو له نظره، د پیو د بانک له پیو استفاده د محرمیت سبب نه ګرځي.[۳۹] ځکه چې د هغوي له نظره پۍ څښل یوازې په هغه بڼه کې د محرمیت سبب کیږی چې پۍ د ماشوم په وسیله له سینې او تي ورودل شی.[۴۰] خو ځینو اهل سنتو فقیهانو د پیو د بانک له پیو استفاده هم د نسل او نسب د ګډوډېدو سبب او یو غېر اسلامي کار ګڼلی دی.[۴۱] ځکه چې د مالک بن انس په شان فقیهانو د تي د رودلو او یا هرې وسیلې له لارې چې پۍ د ماشوم په مرۍ کې واچول شي د پیوڅښل د محرمیت سبب ګڼلې دي.[۴۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. وګورئ: نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۹، ص۲۶۴-۳۰۹.
  2. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۶۴.
  3. وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۳.
  4. دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۵۳۷.
  5. منصور، قانون مدنی، ۱۳۸۹ش، ص۱۸۶-۱۸۷، ماده ۱۰۴۶.
  6. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۶۴؛ حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۳۴ق، ج۲۰، ص۲۸۰.
  7. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۶۴.
  8. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۷۱.
  9. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۵.
  10. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۲۷۱.
  11. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۵۰۲.
  12. سلار دیلمی، المراسم، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۹.
  13. ابن براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۱۹۰.
  14. حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ص۲۸۵.
  15. علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۷۰.
  16. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۵.
  17. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۷.
  18. شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰، ص۱۶۳.
  19. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۸.
  20. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۸.
  21. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۸.
  22. شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الامامیه، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۹۳.
  23. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۲۹.
  24. مغربی، دعائم‌الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۴۰.
  25. فاضل مقداد، کنز العرفان، منشورات المکتبة، ج۲، ص۱۸۲؛ مقدس اردبیلی، زبدةالبیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۲۴.
  26. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۸-۲۲۹؛ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۸.
  27. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۹؛ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۸.
  28. فلاح‌زاده، آموزش فقه، ۱۳۸۲ش، ص۳۶۰.
  29. مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۰۷۶.
  30. مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۰۷۶.
  31. ابن حنبل، مسند احمد بن حنبل، ۱۴۲۱ق، ج۴۰، ص۱۳۰.
  32. ابن حزم، المحلی بالآثار، ۱۴۲۵ق، ج۱۰، ص۲۰۵.
  33. ابن رشد، بدایة المجتهد، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۱۳۰.
  34. ابن رشد، بدایة المجتهد، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۱۳۰.
  35. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۹۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۸۲؛ سبحانی، نظام النکاح فی الشریعه الاسلامیه الغراء، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸۹.
  36. «(پيو بانک) بانک شیر مادر»، سایت مرکز آموزشی درمانی حضرت زینب(س).
  37. مرتاضی، «پژوهشی در تاریخچه و ضرورت تأسیس بانک شیر مادران و چالشهای فقهی - حقوقی پیش روی آن»، ص۵۸.
  38. «گفت‌وگو با مدیر اولین «بانک شیر مادر» در ایران»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  39. فلاح تفتی، «بررسی تطبیقی حکم تأسیس بانک شیر در مذاهب اسلامی»، ص۱۱۹.
  40. حرعاملی، وسائل الشیعه، ج۲۰، ص۳۸۶؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۹۴.
  41. فلاح تفتی، «بررسی تطبیقی حکم تأسیس بانک شیر در مذاهب اسلامی»، ص۱۱۵-۱۱۶.
  42. ابن قدامة، شرح‌الکبیر، دار الکتاب العربی، ج۹، ص۲۰۲.

سرچينې

  • ابن براج، عبدالعزیز، المهذب، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • ابن حزم، علی بن احمد، المحلی بالآثار، بیروت، دار الجیل، ۱۴۲۵ق.
  • ابن حنبل، مسند احمد بن حنبل، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • ابن رشد، محمد بن احمد، بدایةالمجتهد و نهایه المقتصد، بیروت، دارالفکر، ۱۹۹۵م.
  • ابن قدامة، عبدالرحمن بن محمد، شرح‌الکبیر، دار الکتاب العربی، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیله، قم، مؤسّسة تنظیم ونشر آثار الإمام الخمینی، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
  • «(پیو بانک)بانک شیر مادر»، سایت مرکز آموزشی درمانی حضرت زینب (س)، تاریخ درج مطلب: ۸ دی‌ماه ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۰ فروردین ۱۴۰۰ش.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • حلبی، ابوصلاح، الکافی فی الفقه، اصفهان، مکتبة الإمام أمیر المؤمنین علیه السلام، ۱۴۰۳ق.
  • دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • سبحانی، جعفر، نظام النکاح فی الشریعه الاسلامیه الغراء، قم، موسسه الامام الصادق(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • سلار دیلمی، حمزة بن عبدالعزیز، المراسم فی الفقه الامامی، قم، منشورات الحرمین، ۱۴۰۴ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة، بیروت، دارالتراث، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل مقداد، عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، منشورات المکتبة المرتضویة للإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.
  • فلاح تفتی، فاطمه، «بررسی تطبیقی حکم تأسیس بانک شیر در مذاهب اسلامی»، پژوهش های فقهی، شماره ۱، بهار ۱۳۹۵ش.
  • فلاح‌زاده، حسین، آموزش فقه، قم، انتشارات الهادی، ۱۳۸۲ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع‌الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مرتاضی، احمد، «پژوهشی در تاریخچه و ضرورت تأسیس بانک شیر مادران و چالشهای فقهی - حقوقی پیش روی آن»، اخلاق و تاریخ پزشکی، شماره ۵، بهمن‌ماه ۱۳۹۴ش.
  • مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، قاهره، انتشارات دارالحدیث، ۱۴۱۹ق.
  • مغربی، قاضی نعمان، دعائم‌الاسلام، قم، مؤسسه آل البیت علیهم‌السلام، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان فی آیات الاحکام، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ اول، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • منصور، جهانگیر، قانون مدنی با آخرین اصلاحیه‌ها و الحاقات همراه با قانون مسؤلیت مدنی، تهران، نشر دیدار، ۱۳۸۹ش.
  • نجفی، محمد بن حسن، جواهرالکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.