د امام علي(ع) لور فاطمه

د wikishia لخوا

د امام علي(ع) لور فاطمه (وفات ۱۱۷ق) د کربلا پیښه له اسیرانو، راپورورکوونکو او د حدیث له راویانو ده. د فاطمې مېړه محمد بن ابي سعید بن عقیل د کربلا په پېښه کې شهید شو. فاطمه په کربلا کې موجوده وه او د امام حسین(ع) له شهادته وروسته د امام د کاروان له نورو پاتې کسانو سره یو ځای اسیره شوه.

فاطمې، له خپل پلار څخه اسماء بنت عمیس، امامه بنت ابی‌العاص، د امام علي له لور ام الحسن ، امام حسن(ع) او نورو څخه روایتونه نقل کړې دي. همداراز حارث بن کعب کوفي، عبدالرحمان بن ابی‌نعیم بجلی، عبیدالله بن بشیر جعفی، موسی جهنی، عیسی بن عثمان، ابوبصیر او... له هغې روایتونه نقل کړې دي. له هغې نقل شوې روایتونه زیاتره په اعتقادي، فقهي او اخلاقي برخو کې دي.

هغې دد منزلت او رد الشمس حدیث روایت کړی دی. ابومخنف د کربلا د واقعې ځینې پېښې په یوې واسطې سره له هغې نقل کړې دي.

نسب

فاطمه د علي ابن ابیطالب لور وه او مور یې ام ولد وه.[۱] هغې له محمد بن ابي سعید بن عقیل سره واده وکړ او د هغه لپاره یې د حمیده په نوم لور پېدا کړه.[۲][ یادداشت۱]


د فاطمې مېړه محمد بن ابی‌سعید د کربلا په پېښه کې شهید شو.[۳] او فاطمې له سعید بن اسود بن ابي البحتري سره واده وکړ.[۴] او له هغه یې برزه او خالد پېدا کړل.[۵] هغه د سعید نه وروسته د منذر بن عبیدة بن زبیر په نکاح کې راغله.[۶] او له هغه عثمان او کَبره وزېږېدل.[۷] فاطمه له منذر وروسته هم ژوندۍ وه.[۸] هغه په ۱۱۷ ق کال کې وفات شوه.[۹]

روایتونه

فاطمې له خپل پلار،[۱۰] اسماء بنت عمیس،[۱۱] امامه بنت ابی‌العاص،[۱۲] ام الحسن د حضرت علی لور،[۱۳] امام حسن(ع)[۱۴] او نورو روایتونه نقل کړيٍ دي. حارث بن کعب کوفی، عبدالرحمان بن ابی‌نعیم بجلی، عبیدالله بن بشیر جعفی،[۱۵] موسی جهني،[۱۶] عیسی بن عثمان،[۱۷] ابوبصیر[۱۸] او داسي نورو له هغي روایتونه نقل کړي دي. له هغي زیاتره نقل شوي روایتونه په اعتقادي،[۱۹] فقهي[۲۰] او اخلاقي[۲۱] برخو کي دي.

هغې د رد الشمس[۲۲] و منزلت[۲۳] حدیثونه له اسماء بنت عمیس نقل کړې دي. ویل شوې چې نسائی او ابن ماجه له هغې روایتونه نقل کړې دي.[۲۴]

د کربلا پېښه

فاطمه د کربلا په پېښه کې موجوده وه او له زینب(س) او نورو اسیرانو سره یو ځای دمشق ته بوتلل شوه.[۲۵] د یزید په محفل کې د شام یو کس له یزید بن معاویه وغوښتل چې هغه خپل وینځه جوړه کړي چې د حضرت زینب(س) له تند غبرګون سره مخ شو[۲۶] ابو مخنف دغه کیسه د حارث بن کعب په واسطه له هغې نقل کړې ده.[۲۷]

همداراز فاطمې مدینې ته د دمشق په لاره کې د کربلا له بندیانو سره د نعمان بن بشیر د ښه سلوک په اړه خبرې کړې دي. کله چې د کربلا د اسیرانو کاروان مدینې ته ورسید. د علي لور فاطمې خپلې خور زینب ته وویل: دې شامي سړي (نعمان بن بشیر) زمونږ سره په لاره کې ښه سلوک وکړ، غواړې یو څه ورکړو؟ زینب وویل:« په خدای څه نه لرو چې ور یې کړو مګر ګاڼې مو» بیا یې دوه کَړې او ساق بند نعمان ته ولېږل او له هغه یې عذر وغوښته خو نعمان ونه منله او وې ویل:

« که هغه څه چې مې وکړل د دنیا لپاره وو، نو ستاسو ګاڼو او ان تر دې کم به هم خوشاله کړی وم خو په خدای قسم دا کار مې صرف د خدای لپاره او له پېغمبر سره ستاسو د نزدېکت په خاطر کړی دی»[۲۸]

محلاتي په ریاحین الشریعه کې د شیعه په رجالي کتابونه کې د هغې په نه مشهورتیا حیراني څرګنده کړې ده.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۳۴۴.
  2. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۰؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۲، ص۹۴.
  3. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۶ق، طبقه خامسه، ج۱، ص۴۷۷.
  4. ابن حبیب بغدادی، المحبر، دارالآفاق، ص۵۶؛ ابن حزم، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۱۲۵.
  5. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۳۴۰.
  6. ابن حزم، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۱۲۵؛ ابن حبیب بغدادی، المحبر، دارالآفاق، ص۵۷.
  7. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۳۴۰.
  8. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۳۴۰.
  9. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۱۰۷.
  10. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۶۶۷؛ ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۳۴۰؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۳، ص۱۱.
  11. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۹۷-۱۰۹۸؛ عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۳، ۲۳۹؛ جزری، اسنی المطالب، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۷، ص۲۶۳، ۲۶۸؛ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۹.
  12. کلینی، الکافی، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۳۷۰؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۵، ص۲۰۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۵۹.
  13. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۹.
  14. برقی، رجال، ۱۳۸۳ق، ص۶۱.
  15. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۲۰۷؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۵ش، ج۱۴، ص۲۰۷، ص۲۴۹.
  16. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۹۷-۱۰۹۸؛ عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۳، ۲۳۹؛ جزری، اسنی المطالب، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۷، ص۲۶۳.
  17. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، ص۳۴۱
  18. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۵۹؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۵، ص۲۰۱.
  19. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۹؛ عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۴۱۴؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۷۷.
  20. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۲۰۷، ج۱۴، ص۲۴۹.
  21. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۵۹.
  22. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۹؛ عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۴۱۴؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۷۷.
  23. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۹۷-۱۰۹۸؛ عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۳، ۲۳۹؛ جزری، اسنی المطالب، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۷، ص۲۶۳، ۲۶۸.
  24. صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۳۵.
  25. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۸۸؛ ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۳۴۴؛ ابن اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۳.
  26. ابن اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۱۳۳.
  27. ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۴۸، ۲۷۱؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۲-۴۶۱.
  28. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ص۴۶۲-۴۶۳؛ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۸۸.
  29. محلاتی، ریاحین الشریعه، دار الکتب الاسلامیه، ج۳، ص۳۰۸.

سرچينې

  • ابن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۹۹۰م/۱۴۱۰ق.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن حبیب بغدادی، کتاب المحبر، تحقیق ایلزة لیختن شتیتر، بیروت،‌دار لآفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • ابن حزم، جمهرة أنساب العرب، تحقیق: لجنة من العلماء، بیروت، دارالکتب العلمیة، ط الأولی، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • ابن سعد، الطبقات الکبری(طبقه خامسه (۱))، تحقیق: محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابومخنف کوفی، وقعة الطف، جامعه مدرسین، چاپ سوم، قم، ۱۴۱۷ق.
  • برقی، احمد بن محمد، رجال البرقی، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۸۳ق.
  • بیضون، لبیب، موسوعة کربلا، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۲۷ق.
  • جزری، محمد بن محمد، أسنی المطالب(مناقب الاسد الغالب ممزق الکتائب و مظهر العجائب)، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۶ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۹ق.
  • صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق: عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمی، ۱۴۲۵ق.
  • کحاله، عمررضا، اعلام الرساله فی عالمی العرب و الاسلام، مؤسسه الرساله، بیروت، ۱۴۱۲ ق/۱۹۹۱م.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۶۵ش.
  • مجلسی، محمد باقر، بحارالأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.
  • محدث نوری، میزرا حسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۸ق.
  • محلاتی، ذبیح الله، ریاحین الشریعه در ترجمه بانوان دانشمند شیعه، طهران، دارالکتب الاسلامیه، بی‌تا.
  • مقریزی، أحمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق: محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.