مسوده:د انفال سورې ۶۰ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | انفال سوره |
| د آیت شمېر | ۶۰ |
| جزء | ۱۰ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | پوځي |
| په اړه | د مومنانو دفاعي چمتووالی |
د انفال سورې ۶۰م آیت مؤمنانو ته امر کوي چې د دښمن پر وړاندې تر خپل وسه پورې د جګړې وسایل او ځواک چمتو کړي.[۱] د ایران د اسلامي جمهوریت دویم مشر، سید علي خامنهاي، د «قُوَّة» کلمه په بېلابېلو برخو کې د ځواک په معنا تفسیر کړې؛ لکه پوځي، علمي او تشکیلاتي ځواک.[۲] ناصر مکارم شیرازي دا کلمه هر هغه مادي او معنوي ځواک ته شامله ګڼي چې پر دښمن د بریا په ترلاسه کولو کې اغېزمن وي.[۳] د مجمعالبیان په تفسیر کې «قُوَّة» د بشري ځواکونو په وسلو سمبالولو، د دفاعي استحکاماتو په جوړولو او د ټولنیز انسجام په رامنځته کولو تفسیر شوې ده.[۴] په ځینو روایتونو کې هم د جګړې وسایلو، لکه غشي، ډال او توري[۵] او حتی د سپینو وېښتانو د رنګولو یادونه شوې، څو د جنګیالیو هیبت او ځواک څرګند شي.[۶] همدارنګه، له امام سجاد(ع) څخه روایت شوی چې رسول الله(ص) په یوه غزا کې د دښمن پر وړاندې د هیبت د رامنځته کولو لپاره د وېښتانو د رنګولو امر کړی و.[۷]
ځینو شیعه فقیهانو د همدې آیت او هغو نبوي روایتونو پر بنسټ چې «قُوَّة» یې په غشي ویشتلو تفسیر کړې، د غشي ویشتلو د سیالیو مشروعیت ثابت کړی دی.[۸]
وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
او د هغوی (دښمنانو) پر وړاندې تر خپله وسه هر ډول ځواک او روزل شوي اسونه چمتو کړئ، څو په دې سره د الله دښمن، ستاسو دښمن او نور هغه کسان، چې تاسو یې نه پېژنئ خو الله یې پېژني، ووېروئ. او هر څه چې د الله په لار کې ولګوئ، بشپړ اجر به یې درکړل شي او پر تاسو به هېڅ ظلم ونه شي.
انفال سوره، ۶۰ آیت

ځینو مفسرانو، لکه علامه طباطبایي او فاضل مقداد، د مسلمانانو د پوځي ځواک د زیاتولو موخه په دښمن کې د وېرې رامنځته کول، د اسلامي ټولنې د حقونو دفاع او له دې کار څخه د راټوکېدونکو ګټو ترلاسه کول بللي دي.[۹] سید علي خامنهاي هم د دښمن وېره د مخنیوي عامل او د همدې آیت له موخو څخه ګڼلې ده.[۱۰] امام خمیني دغه آیت د اسلامي نظام د ساتنې او د اسلامي امت د خپلواکۍ د دفاع اړتیا ته ناظر بللی او له هغه څخه یې د غیبت په زمانه کې د اسلامي حکومت د جوړولو پر اړتیا استدلال کړی دی.[۱۱] د دې آیت یوه برخه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د نښان (لوګو) په ډیزاین کې هم کارول شوې ده.[۱۲]
د «وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ» (او نور هغه دښمنان چې تاسو یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني) د عبارت په اړه څو نظرونه وړاندې شوي دي؛[۱۳] لکه: بنيقریظه، د فارس خلک، منافقان[۱۴] او پېریان (جنیان).[۱۵] علامه طباطبایي دا ډله منافقان او هغه دښمنان ګڼي چې لا یې خپله دښمني په عملي توګه نه ده څرګنده کړې، خو د هغوی له لوري د دښمنۍ احتمال شته.[۱۶]
د آیت په وروستۍ برخه کې، د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د الله په لار کې د انفاق یادونه شوې او د هغه اجر تضمین شوی بلل شوی دی.[۱۷] علامه طباطبایي د آیت دا برخه د انفاق د ثواب د عادلانه بېرته ستنېدو څرګندونه بولي، په ځانګړي ډول د جهاد په برخه کې، هم په دنیا او هم په آخرت کې.[۱۸]
فوټ نوټ
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ټوک۹، مخ۱۱۴.
- ↑ خامنهای، سخنرانی «مراسم دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)».
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۷، مخ۲۲۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۴، مخ۸۵۲.
- ↑ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ټوک۲، ۱۶۵-۱۶۴مخونه.
- ↑ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ټوک۲، مخ۱۶۴.
- ↑ بحرانی، البرهان، ټوک۲، مخ۷۰۶.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ټوک۶، مخ۲۸۹؛ ابنادریس حلی، السرائر، ټوک۳، مخ۱۴۶؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ټوک۱۰، مخونه۲۳۳–۲۳۴؛ ابنبرّاج، المهذب، ټوک۱، مخ۳۳۰.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ټوک۹، مخ۱۱۷؛ فاضل مقداد، کنز العرفان، ټوک۱، مخ۳۸۸.
- ↑ خامنهای، سخنرانی «مراسم دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)».
- ↑ خمینی، ولایت فقیه، مخ۳۳.
- ↑ «آرم سپاه پاسداران انقلاب اسلامی چگونه طراحی شد؟»، د دفاع مقدس خبري آژانس ویبپاڼه.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ټوک۴، مخ۸۵۳.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ټوک۱، مخ۳۸۸.
- ↑ طبری، جامع البیان، ټوک۱۴، مخونه۳۷–۳۸.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ټوک۹، مخ۱۱۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۷، مخ۲۲۸.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ټوک۹، مخونه۱۱۶–۱۱۷.
سرچينې
- «آرم سپاه پاسداران انقلاب اسلامی چگونه طراحی شد؟»(د اسلامي انقلاب د ساتونکو سپاه نښان څنګه ډیزاین شو؟)، د دفاع مقدس خبري اژانس سایټ، د خپرېدو نېټه: د ۱۳۹۳ش کال د غویي ۲مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۲ش کال د لړم ۲۴مه.
- ابنادریس حلي، محمد بن منصور، السرائر الحاوي لتحریر الفتاوي، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۰ق.
- ابنبرّاج، عبدالعزیز، المهذب، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
- خامنهاي، سید علي، سخنرانی «مراسم دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)» (د امام حسین(ع) په پوهنتون کې د «د امام حسین(ع) پوهنتون د محصلینو د فراغت مراسمو» وینا)، د ۱۳۹۸ش کال د تلې ۲۱مه.
- خمیني، سید روحالله، ولایت فقیه، تهران، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او خپرولو موسسه، دولسم چاپ، ۱۴۲۳ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، څېړنه: سید محمدتقي کشفي، تهران، المکتبة المرتضویة، درېیم چاپ، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایي، سید علي، ریاض المسائل فی تحقیق الاحکام بالدلائل، قم، د آل البیت موسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د ناصر خسرو انتشارات، ۱۳۷۲ش.
- عروسي حویزي، عبدعلي بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، څېړنه: سید هاشم رسولي محلاتي، قم، د اسماعیلیان خپرندوی، څلورم چاپ، ۱۴۱۵ق.
- علامه طباطبایي، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، قم، د اسلامي خپرندویو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- فاضل مقداد، جمالالدین، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، المکتبة المرتضویة، بېنېټې.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.