منځپانگې ته ورتلل

مسوده:محمد صنقور

د wikishia لخوا
محمد صنقور
بشپړ نومم‍ح‍م‍د ص‍ن‍ق‍ور ع‍ل‍ی‌ ب‍ح‍ران‍ي
د زیږیدو نیټه۱ مي ۱۹۶۸م
د زیږیدو هیوادبحرین
پوستونهپه بحرین کې د دراز سمیې د جمعې امام


محمد صَنْقور شیعه مجتهد او د بحرین پلازمېنې منامې ښار ته نږدې، د دِراز سیمې د امام صادق(ع) جومات د جمعې لمانځه خطیب دی.[۱]

محمد صنقور علي بحراني په ۱۹۶۸م/۱۳۴۷ل کې په بحرین کې زېږېدلی دی.[۲] هغه خپلې حوزوي زده‌کړې په لس کلنۍ کې په بحرین کې پیل کړې.[۳] وروسته، په ۲۵ کلنۍ کې، یعنې په ۱۹۹۳م/۱۳۷۲ل کال کې، قم ته مهاجر شو.[۴] نوموړي د قم په علمي حوزه کې د فقه او اصولو لوړې زده‌کړې د میرزا جواد تبریزي، محمد فاضل لنکراني، حسین وحید خراساني او سید کاظم حائري په څېر مراجعو تر لارښوونې لاندې بشپړې کړې.[۵] هغه شاوخوا یوه لسیزه وروسته بحرین ته ستون شو او د بحرین په«هُدیٰ» اسلامي مرکز کې یې د فقهې او اصولو تدریس او د دراز په سیمه کې د جمعې لمانځه اقامه پیل کړه.[۶]

د محمد صنقور له آثارو څخه ځینې دا دي: «المعجم الأصولي»، «أساسیات المنطق»،[۷] «قراءة في مقتل الحسین(ع)»، «تساؤلات حول النهضة الحسینیة»، «مقالات حول حقوق المرأة»،[۸] «شبهات مسیحیة حول القرآن»، «شؤون قرآنیة»، «شرح آیات الأحکام»،[۹] «مشروعیة الشهادة بالولایة في الأذان» او «مشروعیة السجود على التربة الحسینیة».[۱۰]

صنقور په ۲۰۲۳م/۱۴۰۲ل کال کې د جمعې لمانځه په خطبو کې د بحرین د پوهنې پر وزارت نیوکه وکړه چې د زده‌کوونکو درسي نصاب یې بدل کړی او محتوا یې له اسرائیلو سره د بحرین د اړیکو د عادي کولو له سیاست سره برابره کړې ده.[۱۱] د بحرین حکومت هغه د «پاروونکو څرګندونو» په تور ونیوه.[۱۲] د صنقور د نیول کېدو په غبرګون کې د بحرین په څو سیمو کې ولسي لاریونونه ترسره شول.[۱۳] د بحرین حکومت نوموړی له نیول کېدو څو ورځې وروسته بېرته خوشې کړ.[۱۴]

همدارنګه، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د رمضان جګړې او په بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له برید وروسته، د آل‌خلیفه امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۵ل کال د غویي (ثور) په میاشت کې یو شمېر شیعه روحانیان، چې محمد صنقور هم پکې شامل و، د ایران د ملاتړ یا ورسره د اړیکو په تور ونیول.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. «خشم عمومی بحرینی‌ها پس از دستگیری «شیخ محمد صنقور»، دانشجو خبري اژانس.
  2. «سماحة الشيخ محمَّد صنقور»، کتابات.
  3. «سماحة الشيخ محمّد صنقور حفظه الله»، مرکز الإشعاع الإسلامي.
  4. «سماحة الشيخ محمَّد صنقور»، کتابات.
  5. «سماحة الشيخ محمَّد صنقور»، کتابات.
  6. «سماحة الشيخ محمَّد صنقور»، کتابات.
  7. «كتب سماحة الشيخ محمد صنقور»، مرکز الهدی للدراسات الاسلامیة؛ «آثار شیخ محمد صنقور»، نشر زین.
  8. «سماحة الشيخ محمّد صنقور حفظه الله»، مرکز الإشعاع الإسلامي.
  9. «كتب سماحة الشيخ محمد صنقور»، مرکز الهدی للدراسات الاسلامیة؛ «آثار شیخ محمد صنقور»، نشر زین.
  10. «الشيخ محمد صنقور علي البحراني»، شبكة الفكر للكتب الإلكترونية.
  11. «محمد صنقور آزاد شد»، مهر خبري اژانس.
  12. «خشم عمومی بحرینی‌ها پس از دستگیری «شیخ محمد صنقور»، دانشجو خبري اژانس.
  13. «خشم عمومی بحرینی‌ها پس از دستگیری «شیخ محمد صنقور»، دانشجو خبري اژانس.
  14. «محمد صنقور آزاد شد»، خبرگزاری مهر؛ «آیت الله غریفی: از آزادی شیخ محمد صنقور خوشحال شدیم و امیدواریم همه زندانیان در بحرین آزاد شوند»، حوزه خبري اژانس.
  15. «مقامات بحرینی ۳۰ روحانی شیعه را بازداشت کردند»، شفقنا خبري اژانس .

سرچينې

  • «آثار شیخ محمد صنقور» (د شیخ محمد صنقور اثار)، زین خپرندویه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «ایت الله غریفي: از آزادی شیخ محمد صنقور خوشحال شدیم و امیدواریم همه زندانیان در بحرین آزاد شوند» (د شیخ محمد صنقور پر ازادېدو خوښ شوو او هیله لرو چې په بحرین کې ټول بندیان ازاد شي)، حوزه خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۲ش کال د غبرګولي ۷مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «الشيخ محمد صنقور علي البحراني»، شبكة الفكر للكتب الإلكترونية، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «خشم عمومی بحرینی‌ها پس از دستگیری شیخ محمد صنقور» (تر نیول کېدو وروسته د بحرینیانو عمومي غوسه)، دانشجو خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۲ش کال د غبرګولي ۲مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «سماحة الشيخ محمَّد صنقور»، کتابات، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «سماحة الشيخ محمّد صنقور حفظه الله»، مرکز الإشعاع الإسلامي، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «كتب سماحة الشيخ محمد صنقور»، مرکز الهدی للدراسات الاسلامیة، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ل کال د لړم ۳مه.
  • «محمد صنقور آزاد شد» (محمد صنقور ازاد شو)، مهر خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۲ل کال د غبرګولي ۶مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۳ش کال د لړم ۳مه.
  • «مقامات بحرینی ۳۰ روحانی شیعه را بازداشت کردند» (بحریني چارواکو ۳۰ تنه شیعه روحانیون ونیول)، شفقنا خبري اژانس، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۵ل کال د غویی ۱۹مه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۵ش کال د غبرګولي ۳مه.