مقداد بن عمرو
مقداد بن عمر، چې د مقداد بن اسود مشهور دیی(مړ شوی ۳۳ق.) د پیغمبر(ص) صحابي یو له مشرانو څخه او د امام علي(ع)له لومړنۍ شیعه ګان و. مقداد د بعثت لومړیو کلونوکې مسلمان شو او یو له لومړي کسان و چې خپل اسلام یې څرګند کړ. هغه د اسلام په صدر کې په ټولو جګړو ګډون درلود. مقداد، د سلمان فارسي، عمار بن یاسر او ابوذر سره، د امام علي(ع) لومړی شیعه ګان و، چې د رسول الله(ص) په وخت کې هم دی نام ته پیژندل شو.
د پیغمبر(ص) له وفات وروسته، مقداد د امام علي(ع) له ځایناستي څخه ملاتړ وکړ او ابوبکر سره یې د بیعت ژمنه ونه کړه، او یو له څو کسانو څخه و چې د حضرت زهرا(س) په جنازه کې یې برخه اخیستې وه. مقداد ته د عثمان په خلافت کی له سخت مخالفینو څخه یادونه کړی دی. د اهل البیت(ع) په روایتونو کې له مقداد څخه په نیکي او ښیګنې سره یادونې شوي او له رجعت کونکیو(بیرته راستنیدو په دی دنیا کې) د حضرت مهدي(عج) د رامینځته کیدو په وخت کې پيژندنه شوي. د پیغمبر(ص) ځینې روایتونو مقداد ته منسوب شوي دی.
ژوند لیک
زیږیدنه او ټبر
مقداد بن عمرو بن ثعلبه، چې د مقداد بن اسود په نومه پیژندل شوی، د هغه د زیږون نیټه په دقیقه توګه معلومه نده، مګر دا چې د هغه مړینې کال ته، تاریخ پوهانو ۳۳ قمری کال او په اویایم کلن بولي[۱] ښایې د بعثت دمخه ۲۴ کال (۳۷ کال له هجرت دمخه) زیږیدلی شو. د سیره لیکوالانو او تاریخ پوهانو د هغه کورنۍ نسب، تر شلمې تبر نوم اخیستلي ده.[۲]
نقل شوی ده د حضرموت په سیمه کې، د مقدار او یو څوک د «ابی شمر بن حجر» په نوم ترمنځ کې شخره شوه، چې په پایله یې د هغه څوک ټپي کیدو لامل شوه. د دې پیښې وروسته، مقداد مکې ته لاړ او د اسوډ بن عبد بن يغوث زهري سره یې تړون وکړ او اسود د پلرنی اړیکې له مقداد سره وموندلې؛ له همدې امله، هغه د مقداد بن اسود او ځینې وختونه د مقداد زهری په توګه بلل شوی ده. مګر د «ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ: آیت له نزول شوی وروسته: دوی ته د پلرونو[نومونه] ولوستلئ [۳]، هغه مقداد بن عمر لوستل شو.[۴]
کنیوو او سرلیکونه
د مقداد لپاره ځینی لقبونو؛ لکه بهرایې یا بهراوی،[۵] کندی او حضرمې او کنیو(سرلیکونه) لکه؛ ابومعبد، ابوسعید او ابوالاسود یادونې شوي ده.[۶]
کورنۍ
- میرمن: د مقداد میرمن، ضباعة، د پیغمبر(ص) د تره لور(د زبیر بن عبد المطلب لور)و.[۷] پیغمبر(ص)، که څه هم ضباعه ته د حسب او نصب له نظره، شخصیت لرونکي او لوړ ګنلی و خو د مقداد ته میرمنې وکړه او ویې ویل: «ما د خپل تره لور، د مقداد میرمن په توګه نکرم، مګر له دی امله چې خلک کوم مؤمن ته لور ورکړي او د واده کولو ته آسانه اخلي، او دوی په واده کې حسب او نسب په حساب نه اخلی.[۸]
- ماشومان: مقداد دوه ماشومان درلود، عبدالله او کریمه. عبدالله د جمل په جګړه کې د عایشه له ملګری و، چې د حضرت علي(ع) ورسره مخامخ او وژل شوی و. کله چې امام علي(ع) د جګړې په پای کې د عبدالله بدن ته وکتل ، هغه ته وویل: «ته څومره بده خور زوی وې».[۹] ځینې د عبدالله پرځای د مقدار هلک نوم يې معبد بولي. [۱۰]
وفات او شخ شوی ځای
مقداد د خپل ژوند په پای کې، په «جرف»(یوه سیمه په مدینه ښار کې، شام خواته په یو فرسخي واټن کې) ژوند کاوه. او په ۳۳ کلن، کله چې اویا کلونو عمر درلود مړ شو. مسلمانانو د مقداد بدن مدینی ته راوست او عثمان بن عفان د هغه لپاره لمونځ وکړه او هغه یې د بقيع په هدیره کې ښخ کړ.[۱۱] په ترکیه هیواد، د وان په ښار کې، یو قبر مقداد ته منسوب شوي چې ځینې پوهانو د فاضل مقداد یا یو له عرب مشرانو پورې اړوند ګنلي دي.[۱۲] د نقل په وینا، مقداد یو شتمن او بډایه لرونکي سړی و او هغه وصیت وکړ چې د دی ملکیت ۳۶ زره درهمونه حسنین(ع) ته ورکړل شئ.[۱۳]
د پیغمبر(ص) په وخت کې
اسلام راوړل
مقداد د بعثت په لومړیو کلونوکې مسلمان شو او د قریش مشرکانو ښکنځلې یې تحمل کړ. تاریخ پوهان هغه ته د اسلام له سابقین څخه ګني. مګر پدې اړه هیڅ مفصله بحث نشویده چې هغه څنګه مسلمان شو. له ابن مسعود څخه د دې په اره روایت شوي؛ لومړی کسان چې خپل اسلام یی څرګنده کره اوه کسان و، چې مقداد یې یو له دوی څخه دی.[۱۴]
هجرت
مقداد دوه ځله هجرت(د اسلام لپاره کډوالۍ) وکړ: یوځل حبشه ته، چې مقداد د مسلمانانو د دریمې ډلې تر منځ و، او دوهم ځل مدینه ته هجرت وکړ، چیرې چې مدینې ته د هغه کډوالۍ دقیق وخت روښانه نه دی؛ ولی د خورا نښو پر بنسټ د هجرت لومړۍ کال په شوال میاشت کې د ابوعبیده په سریه مسلمانانو کې شامل شو او له دوی سره مدیني ته هجرت وکړ.[۱۵]
په جګرو کې ګډون
مقداد د پیغمبر(ص)په ټولو جګرو کې برخه واخیسته او د پیغمبر د صحابي یو له اتلانو څخه و.[۱۶] هغه په بدر غزوه کې یو له سپرلۍ لشکر وو. د هغه آس ته «سَبحَه» د گرنډۍ په معنی ویل شوی و؛ ښایې ځکه چې مقداد زړورتیا او شجاعت سره مبارزه کوله، د هغه آس «سَبحَه» ویل شو.[۱۷]
داحد په جګړه کې هم، مقداد د پام وړ رول لوبولي، نو د جګړې په پای کې، کله چې هرڅوک تښتیدلی و، د تاریخي سرچینو په وینا، پرته له علی(ع)، طلحه، زبیر، ابودجانه، عبدالله بن مسعود او مقداد له رسول الله سره نور هیڅوک پاتې نه و.[۱۸] ځینې نقلونه په دې جګړه کې مقداد ته د اسلامي لښکر، د غشې واچونکي په تولګه نومولي دی.[۱۹] مګر ځینې نورو هغه د زبیر سره د اسلامي اردو د سپرلۍ قوماندان په توګه پیژندلي ده.[۲۰]
مقداد، د سلمان، عمار او ابوذر سره، د لومړي شیعه ګانو څخه و چې د پیغمبر(ص) په وخت کې په دغه نوم پیژندل شوي.[۲۱]
د امام علي(ع) د ځایناستی ملاتړ کول
د اسلام پیغمبر(ص) له وفات وروسته، د حضرت پیغمبر د ځای ناستي په توګه د ابوبکر له ټاکنو وروسته، یو شمیر مسلمانان علي(ع) ته وفادار پاتې شول او ابوبکر سره بیعت ژمنه یې نه ده کړې؛ د دوی په منځ کې سلمان، ابو ذر او مقداد وو. مقداد د سقیفه په پیښه کې نه وه او د امیر الموءمنین(ع) او څو صحابي سره، د پیغمبر(ص) جنازی ته غسل ورکړل او د هغه لپاره یې لمونځ وکړه.[۲۲] د روایتونو له مخې، مقداد یو له څو لږ کسانو دی چې د حضرت زهرا(س) په جنازی کې لمونځ کړه.[۲۳] ځینې سرچینو هغه د شرطة الخمیس غړی ګنلي دی.[۲۴] [یادونه۱]
په بیلابیلو حالتونوکې، مقداد، ابو بکر او د هغه ملګرو ته د امام علي(ع) د ځایناستی مسئله یادونې کړه او د خلکو د روښانه کولو لپاره یې ګامونه اخیستي. د مثال په توګه، د علي(ع) په دفاع کې د مقداد عملونو او فعالیتونو څو نمونی گوته کیږی:
- وروسته له هغه چې خلکو د ابوبکر سره د بیعت ژمنه وکړه، د مهاجرینو او انصار یوې ډلې د بیعت ژمنه و نه کړل او د مقداد په گډون، علي بن ابي طالب سره یوځای شو.[۲۵]
- کله چې څلوېښت سړي امام علي(ع) ته راغلل او ویې ویل «موږ د ستالپاره د دفاع او ملاتړ ته چمتو یو»، حضرت دوی ته وویل: «که تاسو په خپله ژمنه یاست، سبا خپل ویښتان له سرونو پرې کړئ او ما ته راشئ. بله ورځ، یوازې سلمان، مقداد او ابوذر د منډ شوي سرونو سره امام ته راغلل.».[۲۶]
- د شپږ غړو شورا په جریان کې چې راتلونکي خلیفه وټاکي، کله چې عبدالرحمن بن عوف علي(ع) ته مخه کره او وویل: «زه تاسو سره د بیعت ژمنه کوم که تاسو د خدای کتاب او د پیغمبر سیره(لاره) او د ابوبکر سیره مطابعت کوي» او علي(ع) یوازې لومړۍ د دوه کسان سیری عملی کول و منله. مقداد عبدالرحمن ته د نیوکه په توګه مخه کړه او ویې ویل: " زه په خدای قسم کوم، تاسو علي(ع) ته پریښود، څوک چې د حق او عدالت پر باندې قضاوت کوي. بیا هغه دوام ورکړ: ما هیڅ فرد یا کورنۍ نه ده لیدلې یم، چې د دوی پیغمبر وروسته په داسې ډول مظلوم پریښو دلي شي څنګه چیدې اهلبیت(ع) مظلوم پاتې شویده.[۲۷]
مقداد د عثمان خلافت سره مخالفت وکړ او په مدینه جومات کې یې د دی په اړه خبرې وکړې.[۲۸]
یعقوبي له ځینې څخه روایت کړه؛ په هماغه شپه چې د عثمان بیعت پوره شوه، هغه د عشا لمونځ لپاره بهرته لاړ، پداسې حال کې چې د هغه په وړاندې يوه شمعې روښانه شوې وه. د مقداد بن عمرو د هغه په لاره کې راغی او ویې ویل: دغه بدعت څه دي؟.[۲۹] د یعقوبي په وینا؛ مقداد یو له هغو کسانو څخه و چې په عثمان باندې د نیوکه لپاره یې خپل ژبه خلاصه کړه او علي بن ابي طالب ته یې مخه کړه.[۳۰]
د اهل البیت(ع) په روایتونوکې
د مقداد په اړه له معصومانو څخه بې شمیره حدیثونه نقل شوي دی چې ډیری یې د هغه فضیلتونو او اخلاقي ځانګړتیاو او باورونو څرګندولو کې دي. د دې روایتونو څخه ځینې په لاندې ډول دي:
- د رسول الله(ص) مینه مقدادته: پیغمبر(ص) وویل: «خدای ما ته د څلورو کسان ملګرتیا ته امر کړی. یو چا له رسول(ص) وغوښتل چې دوی معرفي کړئ. هغه وویل: «علي، سلمان، مقداد او ابوذر.»[۳۱]
- د مقداد جنتې شول: د انس بن مالک څخه روایت شوی ده: یوه ورځ رسول الله(ص) وویل: «جنت زما د څلورو کسانو له امتو لپاره لیواله دی، او کله چې حضرت علي(ع) د دوی په اړه وپوښتل، رسول الله(ص) وویل: زه په خدای قسم کوم، تاسو د دوی لومړی یاست، او نور درې یې، سلمان، مقداد او ابوذر دي. همداسې امام صادق(ع) د دی آیت: «إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ کانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا»[۳۲] په تفسیر کې فرمایلي ده: دغه آیت د ابوذر، سلمان، مقداد او عمار په اړه نازل شوی ده.[۳۳]
- د هغه ایمان: د امام صادق(ع) لخوا روایت شوی: ایمان لس درجې لري، مقداد په اتم درجې کې دي، ابوذر په نهم درجې کې او سلمان په لسم درجې دی.[۳۴]
- د مودت په آیت کې عمل کول: امام صادق(ع) وفرمایل: د مودت په آیت کې (قُل لا أَسئَلُکم عَلَیهِ أَجراً إِلاَّ المَوَدَّةَ فِی القُربی)[۳۵] خدایږو چې په دی آیت څوک عمل نکړیده پرته له اوه کسانو چې مقداد یو له دوی څخه و».[۳۶]
- مقداد د اهل البیت څخه دی: یوه ورځ جابر بن عبدالله انصاري، د سلمان مقداد او ابو ذر په اړه له پیغمبر(ص) څخه وپوښتل. بیا حضرت د دوی هر یو په اړه خبرې وکړې تر هغه چې دوی د مقداد په اړه وویل: «مقداد زموږ څخه دی. خدای د هغه چا سره دښمن دی څوک چې د هغه دښمن وی او د هغه چا سره ملګری دی څوک چې د هغه ملګری وی. ای جابره! هرکله چې تاسو غواړئ دعا وکړئ چی اجابت شي، خدای ته د دوی په نوم ولوست، ځکه چې دا نومونه د خدای لپاره غوره دي».[۳۷]
- د حضرت علي(ع) ته وفادارۍ: امام باقر(ع) وویل: خلک د رسول(ص) له لاره بیرته راستانه شوي پرته له دریو خلکو څخه: سلمان، ابوذر او مقداد[۳۸] ځینې روایتونو مقداد ته د امیرالمؤمنین(ع) ترټولو اطاعت کونکي ملګرۍ بولي.[۳۹]
- د مقداد رجعت(بیرته راستنیدل): د روایتونو له مخې، مقداد یو له هغو کسانو څخه دی چې د حضرت مهدي(عج) د رامینځته کیدو او پاڅون په وخت کې به رجعت کوی، د حضرت یو له ملګری او والیان څخه وي.[۴۰]
- د مقداد سره مینه لرل اړتیا: امام صادق(ع) وویل: «د هغو خلکو سره مینه لرل چې د پیغمبر(ص) وروسته انحراف نه کوي په مسلمانانو باندې اړتیاه دی. هغه بیا د دوی ځینې نومونه یاد کړل، پشمول د سلمان، ابوذر او مقداد.[۴۱]
د حدیث نقل کول
مقداد د اسلام پیغمبر(ص) څخه حدیثونه روایت کړ. یو شمیر روایت کونکو هم د هغه حدیثونه اوریدلي او روایت یې کړې چې ځینې یي دادی: سلیم بن قیس، انس بن مالک، عبدالله بن عباس، عبدالله بن مسعود، عبدالرحمن بن ابي لیلی، ابو ایوب انصاري، ضباعة بنت زبیر بن عبدالمطلب (د مقداد میرمن) او دهغه لور کریمه.[۴۲]
یوازینۍ لیکنه
- د (سیمای مقداد)-د مقداد مخ- کتاب چې د محمد محمدی اشتهاردی په قلم لیکلي شوه او د پیام اسلام خپرونه خپور کړیده
- د (مقداد) کتاب د محمد کامرانې اقدام، لیکنه چې د حدیث نینوا خپرونو، هغه ته چاپ او خپور کړه.
- د (المقداد ابن الأسود الکندی أوّل فارس فی الإسلام) کتاب د محمدجواد الفقیه لیکنه چې د لبنان هیواد، مؤسسه الاعلمي للمطبوعاتِ، خپور کړیده.
- د (سلسلة الارکان الاربعة) کتاب په څلورو ټوکو کې چې دریم جلد کې د مقداد ژوند سره تړاو لري، دا کتاب په عربي ژبه د محمد جواد فقیه لخوا لیکل شوی او په لبنان کې خپور شوی دی.
- د (مع الصحابة و التابعین) کتاب، د کمال سید لخوا لیکل شوه، دا کتاب څوارلس ټوکو کې دی چې شپږم ټوک یې د مقداد لپاره ځانګړۍ شوی دی. دا کتاب په عربي ژبه کې دی او په قم ښار د انصاری خپرونو لخوا خپور شوی دی.
- د(سال های سختی بود)- ستونزمنو کلوکو و- کتاب چې د عکسونو سره او د کیسې د ژوند او شرح سره دی. کتاب د ادبي پیدایښت مرکز لخوا ترتیب شوی او د سوره مهر خپرونو لخوا خپور شوی دی.
فوټ نوټ
- ↑ ابن حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۹۹۵م/۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۶۱.
- ↑ ابن حزماندلسی، جمهرة انساب العرب، دارالمعارف، ص۴۴۱.
- ↑ سوره احزاب، آیه ۵.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۹۹۵م/۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۶۰؛ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۲، ص۵۷.
- ↑ ابن حزماندلسی، جمهرة انساب العرب، دارالمعارف، ص۴۴۱.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۲۴۵.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۰۵.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۲، ص۲۶۵.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م، ج۵، ص۲۲.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۲، ص۲۶۴–۲۶۵.
- ↑ ابن سعد، طبقات الکبری، ۱۴۱۰، ج۳، ص۱۲۱؛ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۱۳۴؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۰۴؛ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۰م، ج۷، ص۲۸۲.
- ↑ قمی، منتهی الآمال، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۲۸.
- ↑ مزی، تهذیب الکمال، ۱۴۰۰ق، ج۲۸، ص۴۵۲.
- ↑ ابن اثیر، اسدالغابة، ۱۹۷۰م. ج۵، ص۲۴۲.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۲۰۵؛ مامقانی، قاموس الرجال، بیتا، ج۹، ص۱۱۴،
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۰م، ج۷، ص۲۸۲.
- ↑ ابن سعد، طبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۲۰.
- ↑ ابن سعد، طبقات الکبری، ۱۴۱۰، ج۳، ص۱۱۴.
- ↑ ابن اثیر، اسد الغابة، ۱۹۷۰م، ج۵، ص۲۴۲.
- ↑ ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ج۲، ص۱۵۲.
- ↑ نوبختی ته مراجعه وکړئ: فرق الشیعة، ۱۴۰۴ق، ص۱۸.
- ↑ مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۲، ص۳۲۸.
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۴
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۸.
- ↑ آبی، نثر الدر فی المحاضرات، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۲۷۷؛ ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۳۷–۱۳۸؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۴۰۳ق، ص۴۶۱–۴۶۵.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، بیروت، ج۴، ص۲۳۳.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، بیروت، ج۴، ص۲۳۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۵۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۵۴–۵۵.
- ↑ شیخ مفید، الاختصاص، جامعه مدرسین، ص۹.
- ↑ سوره کهف، آیه ۱۰۷.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۱.
- ↑ قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۲۸
- ↑ سوره شوری، آیه ۲۳.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳، ج۲۳، ص۲۳۷.
- ↑ شیخ مفید، الاختصاص، جامعه مدرسین، ص۲۲۳.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۶
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۶.
- ↑ مفید، الارشاد، ۱۳۸۸ش، ص۶۳۶.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۷.
- ↑ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۵؛ مزّی، تهذیب الکمال، ج۲۸، ص۴۵۳–۴۵۴.
سرچينې
- آبی، ابوسعد منصور بن الحسین، نثر الدر فی المحاضرات، تحقیق: خالد عبد الغنی محفوط، بیروت، دار الکتب العلمیة، الطبعة: الأولی، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م.
- ابن ابی الحدید، عز الدین بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، تحقیق محمد عبد الکریم النمری، بیروت، دار الکتب العلمیة، الطبعة: الأولی، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۸م.
- ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة، تحقیق محمدابراهیم البنا، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، ۱۹۷۰م.
- ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، بیتا.
- ابن حزماندلسی، علی بن احمد، جمهره انساب العرب، تحقیق محمد عبدالسلام هارون، قاهره، دارالمعارف.
- این حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، الطبعة الأولی، ۱۴۱۵/۱۹۹۵
- ابن سعد، محمد بن سعد، طبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق، چاپ اول.
- امین، سیدمحسن، اعیان الشیعة، تحقیق و تخریج: حسن الامین، بیروت: دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، ج۹، بیروت:دار الکتب العربی، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
- بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الاشراف، تحقیق: محمد حمیدالله، مصر: معهد المخطوطات بجامعة الدول العربیة بالاشتراک مع دارالمعارف، ۱۹۵۹م.
- خویی، ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، مرکز نشر آثار شیعه، قم، ۱۴۱۰ق/۱۳۶۹ش.
- زرکلی، خیرالدین، الاعلام، ج۷، بیروت: دارالعلم للملایین، ۱۹۸۰م.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن الحسین، الخصال، ۱۴۰۳ق، ص۴۶۱–۴۶۵، تحقیق: علی أکبر غفاری، قم، جمعه درسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق/۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا (ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۸۷ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، بیروت، بینا، بیتا.
- قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال، قم، انتشارات هجرت، ۱۴۱۳ق.
- کشی، اختیار معرفة الرجال، تحقیق: سید مهدی رجایی، قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف اشرف، مرتضویه، ۱۳۵۲ق.
- مامقانی، عبد الله، قاموس الرجال، بیجا، بیتا.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
- مزی، یوسف بن عبد الرحمن، تهذیب الکمال فی أسماء الرجال، محقق: بشار عواد معروف، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۰ق.
- مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، قم، جامعه مدرسین.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد، ترجمه: حسن موسوی مجاب، قم، انتشارات سرور، ۱۳۸۸ش.
- نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعة، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۴م.
- یعقوبی، تاریخ یعقوبی، قم، شریف رضی، ۱۳۷۳ش.