منځپانگې ته ورتلل

هندې د عتبه لور

د wikishia لخوا
(له هند د عتبه لور نه مخ گرځېدلی)

هِندې د عُتْبَه لور، په ځیګر خورې مشهوره (وفات۱۴ق)، د ابوسفیان مېرمن او د معاویه مور. هغې په احد غزا کې مشرکان له مسلمانانو سره جنګ ته هڅول او د جنګ په پای کې یې د حمزه بن عبد المطلب سینه او خېټه وڅېرله او د هغه ځیګر یې وچیچه. همداراز د وژل شویو مسلمانانو له غوږونو او پوزو یې ځانته امیل او د لاس کړه جوړه کړه. هنده د مکې له فتحې وروسته مسلمانه شوه او د دوهم خلیفه په زمانه کې مړه شوه.

ژوند لیک یې

هنده د قریشو د یو مشر، عتبة بن ربیعة بن عبد الشمس[۱] او د صفیه بنت امیه بن حارثه لور وه.[۲] هغه د قریشو ډېره ښایسته ښځه ګڼل شوې ده[۳] چې ډېره زیاته هوښیاره وه.[۴] ځینو سرچینو هغې ته د مختلفو شعرونو نسبت ورکړی دی.[۵]

هندې له حفص بن مغیره مخزومي سره واده وکړ[۶] او د ابان په نوم زوی یې پیدا شو،[۷] خو څه موده پس دغه واده په طلاق ختم شو.[۸] هندې له حفصه له جدایۍ وروسته خپل پلار ملامته کړ چې بې مشورې یې هغه حفص ته واده کړې وه.[۹] هغې بیا له ابوسفیان سره واده وکړ.[۱۰] هندې له ابوسفیانه د معاویه او عتبه په نامه دوه زامن[۱۱] او د جویریه او ام الحکم په نامه دوه لوڼې[۱۲] لرلې. د اهل سنت تاریخ لیکونکي ذهبي په وینا، ابوسفیان د عمر په پای کې هندې ته طلاق ورکړ.[۱۳] هغې د دوهم خلیفه په زمانه کې څلور زره درهمه له بیت الماله قرض واخیست او تجارت یې پېل کړ.[۱۴]

ابن جوزي د هندې مړینه د دوهم خلیفه په زمانه کې څوارلسم قمري کال ګڼلی[۱۵] او د اسدالغابه لیکوال وایي: هنده د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې د ابوبکر د پلار ابوقحافه د وفات په ورځ له دنیا لاړه.[۱۶] ابن حجر عسقلاني، د هغې وفات د عثمان د حکومت په زمانه کې ګڼلی دی.[۱۷]

په احد جنګ کې شتون

هنده په احد غزا کې موجوده وه،[۱۸] د مکې په سپایانو کې ودرېده او هغوي یې له مسلمانانو سره جنګ ته هڅول.[۱۹] هندې د مشرکانو په هڅونه کې دا بیتونه ولوستل:« مونږ جینکۍ د سهار ستوري یوو. که بریمن راستانه شئ غېږې درپرانیزو او بسترې خوروو. که د جنګ میدان ته شا کړئ مونږ هم له تاسو لرې کیږو»[۲۰]

هندې له جنګه وروسته، په بدر کې د خپلو خپلوانو په غچ اخستنه کې ځینې شعرونه ولوستل.[۲۱] د هندې پلار عتبه بن ربیعه، تره شیبه او ورور ولید په بدر جنګ کې وژل شوې وو[۲۲] له دې امله هندې د بدر له غزا وروسته په بدر کې د خپلو وژل شویو خپلوانو د غچ اخستلو خبره کوله او قریش یې له مسلمانانو سره جنګ ته هڅول.[۲۳]

د حمزه او د احد د شهیدانو د بدنونو ټوټې کول

هندې په احد غزا کې د وحشي په نوم یو حبشي مامور کړ چې په درېو کې یو کس، د اسلام پېغمبر، علي بن ابی طالب او یا حمزه بن عبد المطلب ووژني.[۲۴] وحشي، حمزه شهید کړ.[۲۵] هندې د حضرت حمزه سینه او خېټه وڅېرله[۲۶] او د هغه ځیګر یې په غاښونو وچیچه[۲۷] او هغه یې د حمزه د بدن له ځینو نورو غړو سره مکې ته یووړ.[۲۸] هغې د حمزه د بدن د ټوټې کولو په اړه ځینې بیتونه وویل:

أذهب عنی ذاک ما کنت أجد
من لذعة الحزن الشّدید المعتمد[۲۹]


«زما په زړه کې یو غم و چې په احد کې د حمزه په وسیله ښه شو. کله مې چې د هغه خېټه وڅېرله او ځیګر مې یې راوویسته. دې کار زه له هغه سخت غمه چې په اور کې یې سوزولم، وژغورلم»

پېغمبر هندې ته د حمزه د ځیګر د چیچلو په وجه د «آکلَةَ الْأَکبَاد» (ځیګر خوره) نوم ورکړ.[۳۰] بچي یې هم د ځیګر خورې بچیان (ابْن آکلَة الْأَکبَاد) بلل.[۳۱] په عاشورا زیارت کې هم یزید د «آکلة الاکباد» د زوي په توګه معرفي شوی دی.[۳۲] او په شام کې د حضرت زینب په خطبې کې هم دې موضوع ته اشاره شوې ده:«وَ كَيْفَ يُرْتَجَى مُرَاقَبَةُ مَنْ لَفَظَ فُوهُ أَكْبَادَ الْأَزْكِيَاءِ وَ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنْ‏ دِمَاءِ الشُّهَدَاءِ»«څنګه د دلسوزۍ او غمرازۍ هیله ولرو د هغه چا له زوي چې د پاکانو ځیګر یې چیچلې او غوښه یې د شهیدانو له وینې جوړه شوې ده؟!»[۳۳] د احد د نورو شهیدانو جنازه هم بې له حنظله بن ابي عامر چې پلار یې په مشرکانو کې و، د هندې او نورو ښځو له خوا چې په بدر غزا کې وې مثله او ټوټې شول.[۳۴] او هندې د هغوي له غوږونو او پوزو امیل او د لاس کړۍ جوړه کړه.[۳۵] د اسلامي تاریخ څېړاندی او لیکوال ایت الله جوادي آملي په دې نظر دی چې د «و ابن آکلة الأکباد» چې «د ځیګرونو خوړونکې د زوي په معنا دی» له تعبیر څخه معلومیږي چې له ډېرو کسانو سره یې دغه کار کړی او یوازې له حمزه سید الشهداء سره یې نه دی کړی.[۳۶]

د اسلام منل

هنده د مکې په فتحه کې وروسته له هغې چې مېړه یې ابوسفیان اسلام ومانه، مسلمانه شوه.[۳۷] له دې امله هغه یې په اصحابو کې ګڼلې ده.[۳۸] که څه هم ځینو سرچینو په دې کې چې هغه په رښتیا مسلمانه شوې وي، شک کړی دی.[۳۹] هغه پېغمبر ته ورغله او په داسې حال کې چې مخ یې پټ کړی و اسلام راوړ، بیا یې خپل مخ ښکاره کړ.[۴۰] د اسلام پېغمبر له دې مخکې هغه مهدورالدم (وژل یې روا) ګڼلې وه.[۴۱] د پېغمبر په اړه د هغې له ځینو تعبیرونو پوهېدی شو چې په خپل خیال یې پېغمبر ساده او له هر څه بې خبره کس ګاڼه.[۴۲]

د ابن عساکر په راپور کله چې هندې اسلام راوړ پېغمبر هغې ته وویل چې له خدای سره څوک شریک مه ټاکه، زنا مه کوه، غلا مه کوه. هندې وویل: آیا ازاد انسان هم زنا کوی؟ همداراز پېغمبر وویل: بچیان مو مه وژنئ. هندې یې په ځواب کې وویل: مونږ مو بچیان لوی کړل او تا په بدر کې ووژل. پېغمبر په ځواب کې وویل: خدای هغوي ووژل.[۴۳] د ځینو سرچینو له مخې هنده په مکې کې په زنا مشهوره وه،[۴۴] خو د دې مطلب لپاره کوم شاهد نه دی ذکر شوی.[۴۵]

همداراز د هندې له مسلمانېدو وروسته، کله چې پېغمبر له هغې وپوښتل چې اسلام څنګه وینې، اسلام یې ډېر ښه وباله مګر درې کارونه، رکوع کول، ستر او لوپټه او د کعبې لپاسه د تور مريي فریاد کول (د کعبې لپاسه د بلال حبشي اذان ویلو ته اشاره). پېغمبر یې په ځواب کې وویل چې بې رکوع لمونځ نه کیږي، هغه تور مریی د خدای ښه بنده دی او کوم یو شی تر لوپټې ښه ستر راوړی شي؟[۴۶][یادداشت۱]

هندې له ابوسفیان سره یو ځای په یرموک جنګ کې برخه واخیسته او مسلمانان یې له رومیانو سره جنګ ته هڅول.[۴۷]

فوټ نوټ

  1. ↑ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۷۱۵.
  2. ↑ ابن حبیب، المحبر، دارالآفاق الجدیدة، ص۱۹.
  3. ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۹۸.
  4. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۹۲.
  5. ↑ بشیر یموت، شاعرات العرب فی الجاهلیة و الإسلام، ۱۳۵۲ق، ج۱،‌ ص۱۲۸.
  6. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۹۳.
  7. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۱۸۷.
  8. ↑ الطبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۱۵ق، ج۲۵، ص۶۹.
  9. ↑ سبط بن جوزی، مرآة الزمان فی تواریخ الأعیان، ۱۴۳۴ق، ج۵، ص۲۰۴.
  10. ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۱۸۷.
  11. ↑ ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۰۲ق، ج۲۷، ص۱۸۰.
  12. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۵.
  13. ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۹۹.
  14. ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۹۹.
  15. ↑ سبط بن جوزی، مرآة الزمان فی تواریخ الأعیان، ۱۴۳۴ق، ج۵، ص۲۰۶.
  16. ↑ ابن الأثير، اسد الغابه، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۸۱.
  17. ↑ ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۳۴۷.
  18. ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۱۱.
  19. ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۱۶.
  20. ↑ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۲۲.
  21. ↑ ابن هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۲، ص۹۱.
  22. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۹۷.
  23. ↑ شحاتة، معاویة بن أبی‌سفیان، دار الخلفاء الراشدین، ج۱، ص۶۹.
  24. ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۸۳.
  25. ↑ ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۷۹.
  26. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۳۰.
  27. ↑ ابن اثیر،‌ الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۲،‌ ص۱۵۹.
  28. ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق،ج۴، ص۲۸۷.
  29. ↑ ابن هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۲، ص۹۲.
  30. ↑ مجلسی،‌ بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۰، ص۲۹۶.
  31. ↑ نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق،‌ ص۱۷۹.
  32. ↑ قمی، مفاتیح، زیارت عاشورا.
  33. ↑ القمي، نفس المهموم في مصيبة سيدنا الحسين المظلوم و يليه نفثة المصدور فيما يتجدد به حزن العاشور، الناشر : المكتبة الحيدرية‌، ص ۶۰۸.
  34. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۳۰.
  35. ↑ صالحی دمشقی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۲۰.
  36. ↑ https://javadi.esra.ir/fa/w/تفسیر-سوره-مزمل-جلسه-4-1398/01/24-
  37. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۹۲.
  38. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۹۳؛ ابونعیم اصفهانی، معرفة الصحابة، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۳۴۶۰.
  39. ↑ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۲،‌ ص۳۵۰.
  40. ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۳، ص۳۸۹.
  41. ↑ دیار بکری، تاریخ الخمیس، دار صادر، ج۲، ص۹۴.
  42. ↑ ابن عساکر، تاريخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۰، ص۱۸۳.
  43. ↑ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۰۲ق، ج۷۰، ص۱۷۸.
  44. ↑ ابن أبی الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق،‌ ج۱،‌ ص۳۳۶.
  45. ↑ مهدی بن رزق‌الله، مزاعم و أخطاء...، مجمع الملک فهد، ج۱، ص۵۴.
  46. ↑ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۰۲ق، ج۷۰، ص۱۸۲.
  47. ↑ ابن اثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۹۳.

سرچينې

  • ابن أبی الحدید، عبد الحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، تحقیق و تصحیح محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن اثیر جزری، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة،‌ بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن اثیر، علی بن ابی الکرم، المحقق: علي محمد معوض - عادل أحمد عبد الموجود، الناشر: دار الكتب العلمية، الطبعة: الأولى

سنة النشر: ۱۴۱۵ق- ۱۹۹۴ م.

  • ابن اثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ،‌ بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن جوزی، عبد الرحمن بن علی، المنتظم، تحقیق محمد عبد القادر عطا و مصطفی عبد القادر عطا،‌ بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن حبیب، محمد، المحبر، تحقیق ایلزة لیختن شتیتر، بیروت، دارالآفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • ‌ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عبد الموجود، عادل احمد، معوض، علی محمد، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن سعد کاتب واقدی، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبد الله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن عساکر، علی بن حسین، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۲ق،
  • ابن عساکر، علی بن حسین، تاریخ مدینة دمشق، المحقق: عمرو بن غرامة العمروي،الناشر: دار الفكر للطباعة والنشر والتوزيع،

عام النشر: ۱۴۱۵ ق. ۱۹۹۵ م.

  • ابن هشام، عبد الملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شلبی، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • ابونعیم اصفهانی، احمد بن عبدالله، معرفة الصحابة، تحقیق محمدحسن اسماعیل شافعی، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۹ق.
  • بشیر یموت، شاعرات العرب فی الجاهلیة والإسلام، بیروت، المکتبه الاهلیه، ۱۳۵۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
  • دیاربکری، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق عمر عبد السلام تدمری،‌ بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۹ق.
  • سبط بن جوزی، مرآة الزمان فی تواریخ الأعیان، دمشق،‌ دار الرسالة العالمیة، ۱۴۳۴ق.
  • شحاتة، محمد صقر، معاویة بن أبی‌سفیان: کشف شبهات و ردّ مفتریات:، الإسکندریة،‌ دار الخلفاء الراشدین، بی‌تا.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ مفید، محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • صالحی دمشقی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد،‌ بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق.
  • الطبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبد المجید السلفی، القاهرة، مکتبة ابن تیمیة، ۱۴۱۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق و تصحیح سید طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مقریزی، تقی‌الدین، امتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید نمیسی،‌ بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • مهدی بن رزق‌الله، مزاعم و أخطاء و تناقضات و شبهات بودلی فی کتابه: "الرسول، حیاة محمد" دراسة نقدیة، مدینة،‌ مجمع الملک فهد، بی‌تا.
  • نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • https://javadi.esra.ir/fa/w/تفسیر-سوره-مزمل-جلسه-4-1398/01/24-