واجب الوجود

د wikishia لخوا

واجِبُ الوجود هغه وجود دی چې د بل له اړتیا پرته شتون لري. د واجب الوجود یوازینی مصداق خدای پاک دی. مسلمانو فیلسوفانو هڅه کړې ده چې د واجب الوجود د موجودیت لپاره په ځینې دلایلو لکه د صدیقینو دلیل او د امکان او وجوب برهان، سره دلیلونه راوړي.

د واجب الوجود ځينې ځانګړتياوې دا دي: ماهیت نه لرل، محدوديت نه لرل، بسیط شونه (نه مرکب)، ذاتي توحيد، ربوبي توحيد، ژوند لرل، عالم شونه، قادر شونه او خالقیت.

د موجوداتو په واجب الوجود او ممکن الوجود ویشل

د مسلمانو فیلسوفانو له نظره، که موږ هر وجود ته پام وکړو، هغه له دې دوو حالتونو څخه بهر نه دی: یا واجب الوجود دی او یا ممکن الوجود دی. که هستي او وجود د هغه موجود د ذات لپاره ضروري وي نو واجب الوجود بلل کیږي او که هستي یعنی موجودیت یا عدم موجودیت د هغه د ماهیت لپاره ضروري نه وي نو ممکن الوجود بلل کیږي[۱] د محمد تقي مصباح یزدي په وینا، چې له معاصرو شیعه مجتهدینو او فیلسوفانو څخه دی، واجب الوجود یو داسې موجود دی، چې پخپله وجود لري او بل موجود ته اړتیا نلري. له بلې خوا، ممکن الوجود هغه موجود دی چې خپل په خپله وجود نه لري او وجود یې په بل موجود پورې تړلی دی.[۲] او د 13 قمري پیړۍ شیعه عارف او فلسوف ملا هادي سبزواري او مرتضی مطهري د څوارلسمې لمریزې پیړۍ شیعه فلسوف د الهیاتو پوهان واجب الوجود او ممکن الوجود بدیهي ګڼلي یعنی ځانته ښکاره او د تعریف له اړتیا پرته یې ګڼلی دی.[۳]

د واجب الوجود د ثابتولو دلیلونه

په اسلامي فلسفه کې د واجب الوجود یا خدای د ثابتولو لپاره ډېر دلیلونه وړاندې شوي دي[۴] او ځینې بیا د صدیقينو برهان د واجب الوجود د موجودیت لپاره تر ټولو قوي دلیل ګڼي؛[۵] البته دا دلیل په بیلا بیلو طریقو او بیلا بیلو دلیلونو سره بیان شوی دی.[۶] هغه دلیلونه چې د ابن سینا، ملا صدرا، ملا هادي سبزواري او علامه طباطبايي له خوا وړاندې شوي له هغو دلیلونه څخه دي.[۷] [یادونه ۱]

د «امکان او وجوب برهان» له مخې، هر موجود له عقلي لحاظه یا ممکن الوجود دی یا واجب الوجود، او له دې دوو حالتونو پرته، د فرض وړ نه دي. دا ممکنه نه ده چې د نړۍ ټول مخلوقات ممکن الوجود وګڼل شي؛ ځکه چې ممکن الوجود د خپل موجودیت لپاره یو لامل ته اړتیا لري او که علت یې پخپله ممکن الوجود وي نو هغه په خپله بیا علت ته اړتیا لري. که ټول علتونه ممکن الوجود وي او یو علت ته اړتیا ولري، نو په نړۍ کې به هیڅ موجود پیدا نه شي. نو بايد داسې يو موجود وي چې بل موجود ته اړتيا ونه لري او هغه واجب الوجود دی.[۸]

د واجب الوجود ځانګرتیاوې

په فلسفي كتابونو كې د واجب الوجود څو ځانګړتياوې بيان شوې دي. ځینې ​​یې په لاندې ډول دي:

  • ماهيت نه لرل: واجب الوجود ماهیت نه لري.[یادونه ۲]
  • دلیل: ماهيت هغه دی چې خپل په خپله نه د وجود ضرورت او نه د عدم او دا معنا ممکن الوجود سره تړلې ده. له همدې امله، هغه څه چې ماهیت لري ممکن الوجود دی او هر څه چې ممکن نه وي ماهیت نه لري. له همدې امله واجب الوجود ماهیت نه لري[۹] معاصر شیعه فیلسوف مرتضی مطهري په دې باور دی چې د امیرالمومنین(ع) هغه قول چې فرمايي: «لیس لذاته حدّ» د دې څرګندونه کوي چې د خدای وجود محدود نه دی. نو د هغه لپاره د ماهیت انګیرنه ممکن نه دي او هر څومره چې یې وجود لامحدود وي په هماغه اندازی یې وجود نامحدود کیږي او برابر دی دې سره چې ماهیت ونه لري.[۱۰]
  • محدودیت نه درلودل: واجب الوجود هیڅ محدودیت نه لري او هر یو وجودي کمال په هغه کې شتون لري.
  • دليل: څرنګه چې واجب الوجود ماهيت نه لري، نو محدودیت هم نه لري؛ ځکه چې ماهیت د محدودیت ښوونکی دی او د وجودي مرتبې معینونکی دی.[۱۱] مرتضی مطهري د محدودیت نه کیدل هماغه د واجب مطلق شونې سره تفسیر کړی دی.[۱۲]
  • بسیط شونه: واجب الوجود مرکب نه دی او نه کوم خارجي، ذهني، بالفعل یا بالقوه اجزا لري.
  • لومړی دليل: څرنګه چې واجب الوجود ماهيت نه لري نو هيڅ حد نه مني؛ له همدې امله،  جنس او فصل نه لري. هر هغه څه چې جنس او ​​فصل نه لري جزء هم نه لري.[۱۳]
  • دوهم دلیل: هر مرکب په خپل په وجود کې د راتلو لپاره خپلو اجزاو ته اړتیا لري. ښکاره ده چې اړتیا لرل او محتاجیدل د واجب الوجود ذات سره په ټکره کې دي. له همدې امله، هر هغه موجود چې مرکب دی هغه ممکن الوجود دی. نو واجب الوجود مرکب نه دی.[۱۴]
  • دلیل: واجب الوجود ماهیت نه لري؛ نو عدمي جزء هم نه لري؛ نو له همدې سببه عینِ وجود دی او په نورو ټکو محضِ وجود دی. د شریک درلودل پدې معنی دي چې کله یو ملګری هغه څه ولري چې بل ملګری یې نلري؛ ځکه چې که دوه شریکان په هر څه کې مشترک وي، نو هغه  دوه شریکه نه دي بلکې یو دي. له همدې امله په واجب الوجود کې د شریک درلودل لازمه دا ده  چې له دوو واجب الوجود څخه یو داسې څه ولري چې بل یې نه لري او دا د واجب الوجود عینِ وجود شونې او په هغه کې د عدم جز نه شونې سره په ټکر کې دي.[۱۵]
  • رُبوبی توحید: خدای د مخلوقاتو د ودې او پرمختګ یوازینی لامل دی، په بل عبارت، د هستۍ یوازینی تدبیروونکی خدای پاک دی.
  • دلیل: کائنات یو له بل سره تړلی او منظمه ټولګه ده؛ يعنې د هغې د اجزاوو تر منځ د علت او معلول اړيکې دي؛ نو د هر موجود وده او تکامل یو علت لري. او دغه علت په خپله هم یو بل علت لري تر دې چې واجب الوجود ته ورسي چې هغه د ټولو علتونو علت دی. له دې سببه چې د هر یو څیز د علت علت په خپله د هغه څیز علت هم دی، نو واجب الوجود باید د ټولو مجوداتو د ودې او تکامل اصلي علت وګڼو.[۱۶]

ژوندی شونه، عالم شونه، قادر شونه، خالقیت او رازقیت د واجب الوجود له نورو صفتونه څخه دي.[۱۷] ویلي شوي دي د دې قاعدې له مخې چې وايي «واجب الوجود بالذات له ټولو اړخونو واجب الوجود دی». د الله تعالی ټول جمالي او جلالي صفتونه په پایلی کې راځي.[۱۸] علامه حلي په کشف المراد کې د محقق طوسي په لارویۍ کې چې په تجرید الاعتقاد کې یې بیان کړي، د خداى تعالی ډېر صفتونه د هغه له واجب الوجود شونې راخستي دي.[۱۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. وګورئ: ابن سینا، الشفاء (الهیات)، ۱۴۰۴ق، ص۳۷؛ جوادی آملی، تبیین براهین اثبات خدا، ۱۳۷۸ش، ص۱۴۳.
  2. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۵۸
  3. مطهری، شرح منظومه، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۲۳۲-۲۳۴؛ مطهری، توحید، انتشارات صدرا، ص۱۸۲.
  4. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۴۱.
  5. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۵۸؛ طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۴۱.
  6. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۴۲.
  7. ر.ک: طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۴۲-۱۰۵۴.
  8. مصباح یزدی، آموزش عقاید،۱۳۸۴ش، ص۵۷و۵۸.
  9. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۱۶۵؛ سبحانی، مدخل مسائل جدید کلامی، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۶۰و۶۱.
  10. مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج ۸، ص۱۳۶.
  11. سبحانی، مدخل مسائل جدید کلامی، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۶۱.
  12. مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، ج۸، ص۱۳۸.
  13. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ۱۰۷۳-۱۰۷۵.
  14. سبحانی، مدخل مسائل جدید کلامی، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۶۲؛ مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۹۱ش، ج۲، ص۴۳۹
  15. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۸۵.
  16. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۰۹۱-۱۰۹۴.
  17. طباطبایی، نهایة الحکمه، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۱۰۸، ۱۱۰۹.
  18. ربانی گلپایگانی، «برهان امکان در اندیشه فیلسوفان و متکلمان»، ص۳۶.
  19. وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۲۹۰-۳۰۱؛ علامه حلی، کشف المراد في شرح تجريد الاعتقاد، ۱۴۰۴ق، ص۶۱.

سرچينې

  • ابن سینا، حسین بن عبدالله، الشفاء (الهیات)، تصحیح سعید زائد و الاب قنواتی، قم، انتشارات مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تبیین براهین اثبات خدا، قم، انتشارات اسراء، ۱۳۷۸ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، «برهان امکان در اندیشه فیلسوفان و متکلمان»، فصلنامه کلام اسلامی، شماره ۹۷، بهار ۱۳۹۵ش.
  • سبحانی، جعفر، مدخل مسائل جدید کلامی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، نهایةالحکمه، تصحیح و تعلیق غلامرضا فیاضی، قم، مرکز انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ چهارم، ۱۳۸۶ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف بن مطهر، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح و تحقیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، شركت چاپ و نشر بين الملل سازمان تبليغات اسلامى، چاپ هفدهم، ۱۳۸۴ش.
  • ‌ مطهری، مرتضی، توحید، تهران، صدرا، بی‌تا.
  • مطهری، مرتضی، شرح منظومه، تهران، صدرا، چاپ بیست و یکم، ۱۳۹۴ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ش.