ذاتي توحید

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ذاتي توحید، د خدای د یووالي او وحدانیت په هکله دی. ذاتي توحید، د متکمانو په رواج شوی اصطلاح کې، د خدای شریک نه لرل دي؛ خو د ځینې عالمانو له نظره، په دې معنې هم ده چې د خدای ذات له څه شي مرکب نه دی او هیڅ جز او غړی نه لري.

ځینې آیتونه لکه «وَ لَم یَکُن لَه کُفواً أحَد» او «لیس کَمِثلِه شَیء» د مثل او شریک د نفي په معنې او «قُلْ هُوَ اللّٰهُ أَحَد» آیت یې د خدای د مرکب شونې او غړی لرنې نفي ته په پام یاده کړې ده.

امام علی(ع)، امام حسن(ع) ته په یو لیک کې، د خدای د شریک نه لرلو په هکله څو استدلالونه کړي دي: که خدا پاک شریک درلودی، نو د هغه شریک پیغمبران به هم تاسو ته راتلل او د هغه د قدرت او پادشاهۍ اثرات به تاسو لیدل او له هغه او آثارو به یې خبریدئ؛ په داسې حال کې چې ټولو پيغمبرانو یو خدای ته بلنه ورکړې ده.

په کلامي کتابونو کې، د ذاتي توحید د دواړو معنو لپاره عقلي دلیلونه راوړی شوي دي.

مقام

ذاتي توحید د نظري توحید له ډولونو څخه دی[1] او د اسلامي معارفو له اصولو او د بشر له غوره تفکراتو څخه ګڼل شوی دی چې د مرتضی مطهري په وینا، په بیله توګه د شیعه په مکتب کې ځلیدلی دی.[2] په اسلامي فلسفه کې ذاتي توحید د «د وجود په وجوب کې توحید» په عنوان سره راغلی دی.[3] ځینې څیړونکي په دې باور دي چې انسان هر څومره چې ذاتي توحید پیدا کړي، په هماغه اندازه افعالي توحید او صفاتي توحید هم پیدا کوي. داسې نه شي کیدی چې یو سالک افعالي توحید پیدا کړي بې له ذاتي توحیده. او کوم کس چې افعالي توحید ویني له دې سببه دی چې د هغه ذات بدلون پیدا کړی دی او بې له دې چې ورته یې پام وي (بې پامه)، په ذاتي توحید باندې په کمزوری مرتبه کې پوهیږي او احساس کوي یې.[۴]

معنی پیژندنه

ذاتي توحید د متکلمانو په رواج شوی اصطلاح کې په دې معنا ده چې خدای پاک یو دی او مثل او مثال او شریک نه لري.[5] مرتضی مطهري ویلي دي ذاتي توحید د خدای په ذات او یووالي باندې باور او پيژندنه.[6] د ذاتي توحید په مقابله کې، ذاتي شرک دی چې ورباندې باور لرل له اسلامه د وتلو سبب کیږي او په هغه باندې د مشرک حکمونه راځي.[7]

د ذاتي توحید نورې معنې

ذاتي توحید، کله کله پراخې معنې کې کارول کیږي او د مثل او مثال نه لرلو پرته، د خدای بساطت (له خدایه د ترکیب نفی) ته هم شاملیږي. د دې معنې له مخې ذاتي توحید دوه مرتبې لري:

خدای پاک یو دی او شریک او مثل او مثال نه لري، د مرتبه په «واحدي توحید» سره یاده شوې ده.

خدای یو او احد او له هر اړخه بسیط دی؛ یعنی خدای پاک هیڅ غړی او جز نه لري او له خارجي یا عقلي او ذهني اجزاو مرکب نه دی. دې مرتبې ته اَحَدي توحید ویل کیږي.[8] شیعه مفسر او فیلسوف عبدالله جوادي املی ویلي دي خدای پاک یو او احد دی؛ دا یو چې شریک او مثل او مثال نه لري دا یو چې بسیط دی او اجزا نه لري.[9] د فلسفیانو په اصطلاح کې دې وحدت ته «حَقّه وحدت» ویل کیږي چې نه په کې تعدد او تکثر لار لري او نه ترکیب.[10]

وايي دا آیتونه «وَ لَم یَکُن لَه کُفواً أحَد»[۱۱] او «لیس کَمِثلِه شَیء»[۱۲] په لومړۍ منعا کې د ذاتي توحید، یعنی د خدای د شریک او مثال په نفی باندې دلالت کوي او دا آیت «قُلْ هُوَ اللّٰهُ أَحَد» دویمې معنې ته په پام ده یعنی له خدایه ترکیب نفي کوي.[۱۳]

د ذاتي توحید دلیلونه

مسلمانانو متکلمانو و فلسفیانو د خدای پاک د مثل او مثال د نفی لپاره او د ترکیب د نفي لپاره ډېر دلیلونه راوړي دي[14] چې ځینې یې دا دي:

د خدای د مثل او مثال نه لرلو دلیلونه

متکلمانو د خدا مثل او شریک نه لرل د وجود د وجوب له لارې ثابت کړی دی: که بې له خدایه بل واجب الوجود وي، هغه دواړه یا په خپلو کې ځانګړتیاوې او بیل بیل صفتونه لري یا نه لري. که د هغو دوو تر مینځ هیڅ ډول بیل صفتونه او فرق نه وي، نو یو ګڼل کیږي او د دوو شونه ختمه ده او دا په خپله د خدای په شریک نه لرلو باندې دلالت کوي؛ خو که د دواړو تر مینځ فرق وي نو د دوي د مرکب شونې سبب کیږي چې د واجب الوجود په هکله دا باطل او محال دی؛ ځکه چې مرکب شونه ممکن الوجود باندې دلالت کوي، په داسې حال کې چې فرض دا و چې الله تعالی واجب الوجود دی.[ ۱۵]

امام علی(ع)، امام حسن(ع) ته په یو لیک کې، د خدای د شریک نه لرلو په هکله څو استدلالونه کړي دي: که خدا پاک شریک درلودی، نو د هغه شریک پیغمبران به هم تاسو ته راتلل او د هغه د قدرت او پادشاهۍ اثرات به تاسو لیدل او له هغه او آثارو به یې خبریدئ؛[16] ناصر مکارم شیرازی، شیعه فقیه او مفسر د دې دلیل په تفسیر کې ویلي دي که چرې خدای پاک شریک او مثل لرلی، نو هغه باید حکیم وې، او حکیم به هم باید خپل بندګان له خپل وجوده خبرولې او خپل حکمونه به يې د خپلو رسولانو په وسیله خلکو ته رسولی؛ خو ټولو پيغمبرانو، خلک یو خدای ته بللي دي. بله خبره دا ده چې که چرې بل خدای وې، باید د هغه د قدرت او پاچاهۍ آثار به په جهان کې څرګند وې؛ خو ټوله نړۍ یوه منظمه مجموعه ده او د جهان یوه مجموعه شونه د خدای په وحدانیت او شریک نه لرلو باندې دلالت کوي.[۱۷]

محمدتقی مصباح یزدی هم د مسلمانانو حکیمانو په نقل سره د صدیقین دلیل سره، د خدای په یووالي او وحدانیت باندې دلیل راوړی دی او دا یې له ټولو پوخ دلیل ګڼلی دی.[۱۸]

له خدایه د ترکیب د نفي دلیل

د خدای پاک له ذاته د نفی ترکیب دلیل داسې بیانیږي: هر یو مرکب خپلو اجزاو ته اړمن دی او د مرکب هر یو جز غېر له هغه مرکبه دی. له بلې خوا، بل ته اړمنیدل د ممکن الوجود خصوصیت دی، په داسې حال کې چې خدای پاک واجب الوجود دی. دې ته په پام هر ډول ترکیب (که هغه خارجي ترکیب وي او که ذهني) له خدایه نفی دی.[19]

فوټ نوټ

سرچينې