کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

کشف المراد

کشفُ المُراد فی شَرحِ تَجریدِ الاِعتِقاد په عربۍ ژبه د علامه حلي کتاب دی چې د شیعه له کلامي کتابونو ګڼل کیږی. دا کتاب د خواجه نصیرالدین طوسي په لیکلي کتاب تجرید الاعتقاد تر ټولو لومړۍ او ښه شرحه ده. کشف المراد له فلسفي بحثونو لکه وجود او ماهیت پېل کیي او بیا له توحید تر قیامته پورې د امامیه مذهب د عقایدو اصول بیانوي.

دا کتاب د علميه حوزو د درسي متونو برخه ده او ډېرې شرحې او لمن لیکونه پرې لیکل شوې دي.

لیکوال

اصلي مقاله: علامه حلي

په علامه حلي مشهورحسن بن یوسف بن مطهّر حلّي (۶۴۸-۷۲۶ق) د اتمې قمري پېړۍ له فقیهانو او متکلمانو څخه دی.[۱] هغه په مختلفو علومو لکه فقې، اصولو، عقاید، فلسفې او منطق کې ډېر کتابونه لیکلې دي.[۲]په هغو کې مَناهِج الیقین فی اصول الدین، کشف‌المراد، نهج الحق و کشف الصدق، باب حادی عشر، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال و الجوهر النضید ته اشاره کولی شو. هغه لومړی کس ګڼل کیږي چې د ډېر علم، پوهې او فضیلت په وجه ایت الله وبلل شو.[۳]د هغه مناظرې او اثار تشیع مذهب ته د سلطان محمد خدابنده د ګروهنې او په ایران کې د شیعه مذهب د دودېدو سبب شول.[۴]

د لیکلو محرک

علامه حلي د کشف المراد په سریزه کې، د کشف المراد له لیکلو د هغه انګېزه او محرک د خواجه نصیر الدین طوسي د کتاب تجرید الاعتقاد د مبهمو مسایلو تشریح ګڼلی دی. ځکه چې د هغه په وینا تجرید الاعتقاد کتاب سره له دې چې کلامي مسایل پکې دي او ډېر معناګانې یې په خپله لمنه کې رانغاړلي ، خو متن یې ډېر لنډ دی. دا سبب شوی چې د علم طالبان یې د معنو له پوهېدو پاتې راشي.[۵]

د کتاب اهمیت

کشف المراد د علميه حوزو له درسي متونو دی او عالمان ورته ځانګړی اهمیت ورکوي.[۶] ویل شوي چې دا کتاب له دوو اړخونو د تجرید الاعتقاد پر نورو شرح لوړاوی لري: یو دا چې لومړی شرحه ده او بله دا چې لیکوال یې د تجرید الاعتقاد د لیکوال شاګرد دی.[۷]

د کتاب د تصحیحوونکي حسن حسن زاده آملي په وینا، تجرید الاعتقاد د کلامي کتابونو اصل او مخ کښ او کشف المراد یې لومړۍ او تر ټولو ښه شرحه ده.[۸] هغه له فاضل قوشچي هم نقل کړې چې که کشف المراد نه وای، په تجرید الاعتقاد به څوک سم نه وو پوه شوې.[۹]

د الذریعه لیکوال اقا بزرګ تهراني د تجرید الاعتقاد د شارح شمس الدین اصفهاني له خولې لیکي چې که کشف المراد نه وای هیچا تجرید الاعتقاد نه شو سپړلی.[۱۰]

د کتاب مینځ پانګه او جوړښت

کشف المراد د محضو فلسفي بحثونو لکه وجود و عدم او ماهیت په اړه خبرې کړې او له توحید تر معاده پورې یې د کلامي بحثونو یوه دوره او کورس هم مطرح کړی دی دا کتاب له شپږو برخو جوړ دی چې هر یو یې «مقصد» نومول شوی. ځینې برخې یې له څو څپرکو جوړې شوې او په هر یو کې مختلف مسایل مطرح شوې دي.


  1. امور عامه: درې فصله لري: وجود و عدم، ماهیت او لواحق یې، علت و معلول.
  2. جواهر و اعراض: پینځه فصله لري: جواهر، اجسام، د اجسامو نور احکام، جواهر مجرد، اَعراض.
  3. د پنځوونکي اثبات: درې فصله لري.د خدای وجود، د خدای صفات ، د خدای افعال
  4. نبوت: په دې برخه کې، د نبوت په اړه اوه مسالې راغلې دي؛ منجمله د بعثت ضرورت، د عصمت ضرورت، د پېغمبر د صداقت د پېژندلو لارې او د حضرت محمد (ص) نبوت.
  5. امامت : په دې برخه کې نهه مسالې مطرح شوې دي؛ لکه په خدای د امام د ټاکلو وجوب، د امام د عصمت ضرورت، د امام د افضل والي ضرورت، پر امام د نص د شتون ضرورت، له پېغمبره(ص) وروسته د علي بن ابیطالب بلافصله امامت، له نورو اصحابو د امام علي (ع) افضل والی او د دولسو امامانو امامت.
  6. معاد: په دې برخه کې پینځلس مسالې شاملې دي له : د اخرت امکان، جسماني معاد، احباط و تکفیر، شفاعت، توبه او د قبر عذاب.[۱۱]


شرحه، حاشیه او ترجمه

د تجرید الاعتقاد د د کتاب پېژندنې د کتاب په راپور، په کشف المراد ډېرې شرحې او لمن لیکونه لیکل شوې دي. ځینې یې په دې ډول دي:


  1. حاشیه د سید ابوالقاسم بن حسین رضوي قمي حائری لاهوري نقوي (وفات ۱۳۲۴ق)
  2. حاشیه د میرزا عبدالرزاق بن علیرضا محدث همداني (وفات ۱۳۸۱ق)
  3. التعلیقات علی کشف المراد، لیک د حسن حسن‌زاده آملي
  4. توضیح المراد فی شرح کشف المراد، لیک د سید هاشم حسینی تهراني (وفات ۱۴۱۲ق)
  5. حاشیه سید محمدهاشم روضاتي
  6. تعلیقةٌ علی شرح التجرید العلامة، د حافظ بشیر نجفي (زوکړه ۱۳۶۱ق)
  7. تعلیقةٌ علی کشف المراد فی شرح التجرید، له ابراهیم موسوي ابهري زنجاني (زوکړه ۱۳۴۴ق)
  8. ترجمه و شرح کشف‌ المراد، لیک ده ابوالحسن شعراني (زوکړه ۱۳۹۳ق)، په فارسۍ ژبه .
  9. شرح کشف المراد، د علی محمدی (زوکړه ۱۳۷۷ق)، په فارسۍ ژبه.[۱۲]

چاپ او نسخې یې

له کشف المراده څو لاس لیکې نسخې پاتې دي چې ځینې یې د علامه حلي په ژوند او خینې یې له مرګه لږ شان وروسته لیکل شوې دي.[۱۳] منجمله هغه نسخه ده چې په ۷۱۳ کې او د علامه حلي په ژوند کې لیکل شوې ده. [۱۴] همداراز یوه نسخه یې په ۷۴۵ کال کې لیکل شوې او لیکوال یې د علامي حلي زوی فخر المحققین بلل شوی دی.[۱۵] دغه نسخه د امام رضا د استانې (استان قدس رضوي) په کتابتون کې ساتل کیږي.[۱۶]

همداراز کشف المراد په ایران، لبنان او هند کې چاپ شوی دی.[۱۷] منجمله چاپ یې د قم د علمیه حوزې د مدریسنو د ټولنې د خپرنځي له خوا په ۱۴۰۷ کال کې شوی دی [ې د حسن حسن زاده آملي په تصحیح او تعلیقاتو په ۶۴۶ مخونو کې چاپ شوی دی. [۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې