Jump to content

خواجه نصیر الدین طوسي

د wikishia لخوا
(له خواجه نصیرالدین طوسي نه مخ گرځېدلی)
خواجه نصیر الدین طوسي
خواجه نصیر الدین طوسي
خواجه نصیر الدین طوسي
بښپړ نوممحمد بن محمد بن حسن طوسي
لقباستادالبشر، عقل حادی عشر
د زیږیدنې نیټه۱۱ جمادي الاول کال ۵۹۷ق.
د وفات نیټه۱۸ ذي الحجه ۶۷۲ق.
د ښخولو ځایعراق، کاظمین
تالیفونهاساس الاقتباس، تجرید الاعتقاد، شرح اشارات، قواعدالعقائد، تحریر اصول اقلیدس، ...


خواجه نصیرالدین طوسي (۵۹۷-۶۷۲ق) د اوومې پیړۍ شیعه حکیم او متکلم دی. خواجه نصیر د فلسفې راژوندی کوونکی او په شیعه کلام کښې د فلسفي رودې مبتکر بلل شوی دی. د علامه حلّي، ابن میثم بحراني او قطب الدین شیرازي په شان ځیني شیعه عالمان د دوي له شاګردانو وو.

نصیر الدین طوسي د اخلاقو، منطق، فلسفې، کلام، ریاضیاتو او نجوم په شان علمونو کښې ډیر کتابونه او رسالې لیکلي دي. اخلاق ناصري، اوصاف الاشراف، اساس الاقتباس، شرح الاشارات، تجرید الاعتقاد، جامع الحساب او د زیج ایلخاني (کتاب) مشهور کتاب او د نجوم په علم کښې تذکرة في علم الهیئة د هغه له مهمو او مشهورو آثارو دي. هغه هم داشان مراغه ترویتون او ترڅنګ یې په څه باندې ۴۰ زره ټوکه کتابونو سره د مراغه کتابتون جوړ کړ.

ویل شوي دي چې خواجه نصیر د خپلې زمانې له ځینو واکمنانو سره ملګرتیا ته مجبور و خو وتوانیده چې په دغو ملګرتیاو کښې ځینې آثار او تالیفات ولري، د مثال په توګه له هلاکو سره په ملګرتیا کښې یې هڅه وکړه چې د اسلامي میراث ساتنه وکړي چې د نابودۍ له خطر سره مخامخ و او د هغه د اقداماتو په برکت، څه موده پس مغولانو اسلام قبول کړ. هم داشان د مغولانو په لاس د بغداد د فتحې په دوران کښې د هغه شتون، د خلکو د وژلې او لوټنې د کمیدو  او له مرګه د ډیرو عالمانو د ژغورل کیدو یو لامل بلل شوی دی.

خواخه نصیر په بغداد کښې وفات شو او د خپل وصیت له مخې، په کاظمین حرم کښې خاورو ته وسپارل شو. د خواجه نصیر د زوکړې کلیزه یعنې د کب د میاشتې پنځمه نیټه د مهندس یا انجنیر د ورځې په توګه ثبت شوې ده.

ژوند

په خواجه نصیر الدین طوسي مشهور محمد بن محمد بن حسن د ۵۹۷ قمري کال د جمادي الاول په ۱۱ نیټه په طوس کښې وزیږیده.[۱] هغه په ماشومتوب کښې قرآن کریم، صرف، نحو و آداب زده کړل. بیا یې د خپل پلار په لارښوونه، د ریاضیاتو سریزې له کمال الدین محمد[یادونه ۱] نه زده کړې. هم داشان یې فقه او حدیث له خپل  نیکه څخه چې په خپله د هغې زمانې فقیهان او محدثان وو، زده کړل.[۲] بل استاد یې خپل ماما نورالدین علی بن محمد شیعي و چې منطق او حکمت یې ورزده کړي دي.[۳]

طوسي د خپل پلار له مړینې وروسته له طوس نه نیشابور ته لاړ چې په هغه زمانه کښې د علماؤ او د پوهې د څیړاندو مرکز و.[۴] خواجه نصیرالدین طوسي په فلسفه کښې د ابوعلي سینا لیکلی اشارات کتاب له خپل زوم فریدالدین[یادونه ۲][خواجه_نصیرالدین_طوسی[یادونه ۳] څخه او په طب کښې د هغه کتابِ قانون یې له قطب الدین مصري څخه زده کړ.[۵] او د سراج الدین قمري، ابوالسعادات اصفهاني او داسې نورو د درس په ټولګیو کښې یې ګډون وکړ.[۶] هم داشان یې په دغه ښار کښې له فرید الدین عطار سره ملاقات وکړ[۷] هغه هم داشان د کمال الدین بن یونس موصلي شاګردي هم وکړه چې په ډیرو علمونو په تیره بیا د ریاضۍ په علم کښې مشهور و. له سالم بن بدران مازني مصري څخه یې هم چې یو ستر امامیه فقیه و، د ابن زهره د لیکلي الغنیة کتاب یوه برخه زده کړه.[۸]

د اسماعیلیانو په قلاګانو کښې شتون

خواجه نصیرالدین طوسي په ایران باندې د مغولو له حملې او په تیره بیا په خراسان سیمه کښې د ناقراریو له رامینځته کیدو وروسته، څه موده په مختلفو ښارونو کښې سرګردانه و تر دې چې د په خراسان د اسماعیلیانو د قلاګانو د واکمن ناصر الدین په بلنه قهستان ته لاړ[۹] او هلته یې د ناصر الدین په غوښتنه، د ابوعلي مسکویه لیکلی تهذیب الاخلاق و تطهیر الاعراق  کتاب په فارسۍ وژباړه، څه مطالب یې په کښې ورزیات کړل او هغه یې د ناصر الدین په نامه، اخلاق ناصري ونوموه.[۱۰] د دغه کتاب د لیکلو تاریخ، له ۶۳۰ تا ۶۳۲قمری و.[۱۱] هغه هم داشان هلته د ناصرالدین د زوي معین الدین په نامه، په علمِ هیئت کښې، الرسالة المعینیة نومې کتاب ولیکه[۱۲] د اسماعیلیانو قلاګانې د مغولو د حملو په وړاندې یوازنی مقاوم ځواک ګڼل شوی دی. په هغه حالت کښې چې د خراسان او نیشابور ښارونه په بشپړه توګه د مغولو لاس ته لویدیلي وو، دغو قلاګانو ډیر کلونه مقاومت وکړ او مغولو ته تسلیم نه شوې.[۱۳]

د اسماعیلیانو مشر علاءالدین محمد پس له دې چې د ناصر الدین په نزد یې د خواجه نصیر طوسي په شتون خبر شو، خواجه نصیر یې ځان ته وباله او هغه له ناصر الدین سره یوځاې، میمون دز قلا ته لاړ او د اسماعیلیانو مشر یې ځانګړی هرکلی وکړ. خواجه نصیرالدین طوسي  تر هغه وخته چې د علاء الدین محمد زوی رکن الدین د مغولو په دویم برید کښې هغوي ته تسلیم شو، په الموت قلا کښې له هغه سره پاتې شو.[۱۴]

د خواجه نصیر الدین طوسي یادګاري ټکټ

ځیني مورخان په دې باور دي چې د خواجه نصیر شتون او د اسماعیلیانو په قلا کښې یې پاتې کیدل، په خپل اختیار نه وو بلکې هغه یې دغه کار ته مجبور کړی و؛[۱۵] سره له دې، آق سرائي په مسامرة الاخبار کښې په دې باور دی چې خواجه طوسي د اسماعیلیانو په نزد مطلق وزارت درلود او داسې مقام ته ورسید چې ورته د خواجه کائنات لقب ورکړی شوی و.[۱۶] کوم کسان چې باور لري چې خواجه نصیر طوسي د اسماعیلیانو په نزد پاتې کیدو ته مجبور شوی او د هغوي په قلاګانو کښې زنداني و، د اشارات د شرحې په پاې کښې د هغه په ګیله مندو جملو استناد کوي چې خپل ژوند و د زمانې حالت یې ژړلی دی.[۱۷]

خواجه او مغول هلاکوخان

خواجه نصیر د هلاکو په قومندانۍ کې د مغولو له دویمې حملې او د اسماعیلیانو د قلاګانو له تسلیمیدو وروسته، د هلاکو دربار ته ورسید.[۱۸] د سید محسن امین په وینا، خواجه طوسي بې له دې چې د انتخاب قدرت ولري، له هلاکو سره ملګری شو او په داسې حال کښې چې د یرغلګر ځواک په وړاندې نه د خلکو له خوا د مقاومت امکان و او نه د حکومت له اړخه، هڅه یې وکړه چې له خطر سره د مخامخ اسلامي میراث ساتنه وکړي او د هغه د اقداماتو برکت و چې پای کې څه موده پس مغولان مسلمانان شي.[۱۹] خواجه طوسي په ۶۵۵ قمري کال کښې په بغداد باندې د هلاکو په حمله کښې له هغه سره و.[۲۰]

د مراغه ترویتون (رصدخانه) او کتابتون جوړول

خواجه نصیر الدین طوسي د هلاکو په لاس د بغداد له فتح کیدو وروسته، هلاکو ته د یو ترویتون د جوړولو وړاندیز وکړ، په دې توجیه سره چې هغې پوهې ته په پام سره چې د ستورو او نجوم په هکله یې لري، کوی شي د ستورود څارلو په مرستې سره، باچا له راتلونکو پیښو، د هغه د عمر له مودې او راتلونکي نسل څخه خبر کاندي.[۲۱] دغه وړاندیز د هلاکو خوښ شو او له ۶۵۷ قمري کال څخه یې د رصدخانې جوړول پیل کړل.[۲۲] د سید محمد امین په وینا، خواجه نصیر د مراغه ترویتون، د هغې زمانې د ډیرو پوهانو د راغونډولو ځاې وګرځوه او داشان یې هغوي له وژل کیدو وژغورل او هم یې د ډیرو کتابونو د راغونډولو او د هغوي د خوندي کولو په لړ کښې زیات زیار ویسته.[۲۳] د ترویتون د جوړیدو کار د خواجه د ژوند تر پاې پورې اوږد شو او له دغې رصدخانې ترلاسه شوی زیج، ایلخاني زیج ونومول شو.[۲۴][یادداشت ۳]

خواجه نصیر هم داشان د مراغه په ترویتون کښې یو ستر کتابتون جوړ کړ او د هلاکو په حکم، هغه ډیر نفیس او ګټه ور کتابونه چې له بغداد، دمشق، موصل او خراسانه لوټل شوي وو، هلته منتقل کړی شول. خپله خواجه به هم د خواوشا سیمو ته ماموران استول چې هر چرته علمي کتابونه بیامومي، ویې پیري او ده ته یې ولیږي او خپله به یې هم چې هر چرته یو ګټه ور او نفیس کتاب لیده، هغه به یې اخیسته.[۲۵] د ځینو مورخانو په باور، د مراغه په کتابتون کښې کابو ۴ لاکه کتابونه راغونډ کړی شوي وو.[۲۶] د مراغه ترویتون په کتابتون کښې د چیني، مغولي، سنسکریت، آشوري او عربي ژبې ډیر کتابونه په فارسۍ ژبه ترجمه شول او د علم د طالبانو او د ترویتون د پوهانو په واک کښې ورکړی شول. دغه ترویتون په حقیقت کښې یو داسې علمي مرکز و چې په کښې، د زمانې د مختلفو علمونو لکه ریاضیات، نجوم او طبیعي علومو په هکله تحقیق او تدریس کیده.[۲۷]

د بغداد په فتح کښې شتون

اهل سنت عالم ابن تیمیه (۶۶۱ق-۷۲۸ق) مدعي شوی چې د بغداد خلیفه د خواجه نصیر الدین طوسي په امر قتل کړی شوی دی؛[۲۸] خو ځینو له هغه نه د مخکښې سرچینو په څیړنې او په هغو کښې د داسې کوم مطلب په نه لیدل کیدو باندې په استناد سره، دغه خبره ناسمه او په خواجه باندې تهمت بللی دی او احتمال یې ورکړی چې له ابن تیمیه وروسته سرچینو، د هغه په پيروۍ سره دا ډول مطلب راوړی دی.[۲۹] ځینې محققان باوري دي چې د مغولو په لاس د بغداد د فتحې په بهیر کښې د نصیر الدین طوسي شتون، د خلکو د وژلو او لوټلو د کمیدو یو لامل و او د هغه په ملاتړ سره، ډیر عالمان له مرګه خوندي پاتې شوي دي.[۳۰]

وفات

خواجه نصیر د ۶۷۲قمري کال د ذي الحجې په ۱۸ نیټه په داسې حال کښې وفات شو چې د پوهانو او د اوقاف د چارو د سرسڼه کولو په موخه په بغداد کښې تیره و. هغه د خپل وصیت له خې، د کاظمین په حرم کښې دفن شو.[۳۱] هغه همد اشان وصیت کړی و چې په قبر یې علمي ځانګړنو ته اشاره ونه شي او د قبر په کاڼي یې یوازې د «و کَلبُهُم باسِطٌ ذِراعَیهِ بِالوَصید»[۳۲] عبارت ولیکل شي.[۳۳]

مذهب

په دې اړه ډیر شواهد موجود دي چې خواجه نصیر الدین طوسي دولس امامي شیعه و، له هغو نه دا چې هغه په خپلو ډیرو کلامي کتابونو لکه تجرید الاعتقاد کښې دولس امامانو او د هغوي د عصمت واجبوالي ته اشاره کړې ده.[۳۴] هم داشان یې په دې اړه ځانګړې رسالې لیکلې دي چې ورڅخه د «الفرقة الناجیة» او «رسالة في حصر الحق بمقالة الامامیة» او هم «الاثنی عشریة» او «رسالة في الإمامة» نومونه اخیستی شو.[۳۵] په عین حال کښې د خواجه نصیر د آثارو په نوملړ کښې په هغه پورې منسوب داسې کتابونه او رسالي موجودې دي چې د اسماعیلیانو د تعلیماتو مطابق دي.[۳۶]

زیاتره دولس امامي علماو په خواجه پورې د دغو آثارو د انتساب اصل رد کړی دی خو ځینې لویدیځ اسلام پیژاندي او څیړاندي، له اسماعیلیانو سره د اوسیدو په وختو کښې په خواجه کښې په یو ډول مذهبي بدلون باوري دي.[۳۷] د دغو آثارو په بنیاد ځیني په دې باور دي چې هغه د اسماعیلیانو قلاګانو ته له پناه وړلو وروسته په لنډمهاله توګه د هغوي مذهب خپل کړی او بیا دوباره دولس امامي مذهب ته ستون شوی دی.[۳۸]

ځیني لیکوالان هم په دې باور دي چې طوسي د یو دولس امامي شیعه په توګه تقیه خپله کړې وه او د خپل ژوند د ساتنې لپاره په اسماعیلي قلاګانو کښې د کتابونو او رسالو په لیکلو بوخت شوی و.[۳۹] عبدالله نعمة دا خبره چې طوسي د اسماعیلیانو د قلاګانو له ړنګیدو سره سم، خپله دولس امامي شیعه توب اعلان کړی دی، دغه نظر تایید کړی دی.[۴۰]

علمي مقام

«دا شیخ (خواجه نصیر) په عقلي علومو کښې د خپلې زمانې ترټولو غوره کس و... او ترټولو بااخلاقه کس و چې ما لیدلی و.»[۴۱]

خواجه نصیر طوسي په علم کښې د ابن سینا همرتبه بلل شوی دی، په دې توپیر سره چې ابن سینا په طب کښې تکړه و او خواجه نصیر په ریاضیاتو کښې[سرچینې ته اړتیا لري] ځیني باوري دي چې د اشارات د شرحې په کتاب کښې د فخر رازي د نیوکو په وړاندې له ابن سینا د خواجه نصیر الدین طوسي دفاع په هغې زمانې کښې د فلسفې د راژوندي کیدو سبب شوې ده.[۴۲] هم داشان خواجه نصیر په شیعه کلام کښې د فلسفي رودې نوښتګر بلل شوی دی.[۴۳] د مرتضی مطهري په باور، له خواجه نصیر وروسته ټول کلامي آثار له تجرید الاعتقاد کتابه اغیزمن شوي دي.[۴۴] د ځینو اوسمهاله تحقیقاتو په بنیاد، خواجه نصیر طوسي له یوې خوا له ځانه د مخکښې فلاسفرانو او پوهانو شارح او بشپړوونکی و او له بلې خوا له ځان وروسته د پوهانو سرمشق ګرځیدلی دی.[۴۵]

ډیرو مسلمان پوهانو او هم داشان لویدیځو اسلام پیژاندو د هغه ستاینه کړې ده.[۴۶] هغه مختلف تعبیرونه چې د خواجه طوسي په هکله شوي دي، د هغه د علمي مقام ښودنه کوی چې ځینې یې په دا ډول دي: «أفضل المتأخرین العلامة الطوسی»[۴۷] سلطان المحققین[۴۸] فخر الحکما و مؤیّد الفضلا، نصیر الملّة و الدّین[۴۹]محقق مدقق طوسی و حکیم عظیم قُدّوسی[۵۰] افضل المتأخرین و اکمل المتقدمین.[۵۱]

د کب د میاشتې ۵ نیته چې د خواجه نصیر د زوکړې کلیزه ده، د دغه ستر پوهاند په یاد کښې دا ورځ د مهندس او انجنیئر د ورځې په توګه ثبت شوې ده او هر کال په دغه ورځ مختلفې غونډې او دستورې ترسره کیږي.[۵۲] خواجه نصیر طوسي ته هم ځينې شعرونه منسوب شوي دي، منجمله د نامه دانشوران کتاب کې هم دغه شعر ورته منسوب شوى دى.

چون در سفریم ای پسر هیچ مگوی
احوال حَضَر در این سفر هیچ مگوی‌‌
ما هیچ و جهان هیچ و غم و شادی هیچ
می‌‌دان که نِه‌‌ای هیچ دگر هیچ مگوی‌‌[۵۳]

شاګردان

د خواجه نصیر طوسي ځیني ستر شاګردان په لاندې ډول دي:

  1. علامه حلي په ۷۲۶ قمري کال کښې وفات شوی ستر شیعه فقیه او متکلم، خپل حکمت له خواجه طوسي څخه زده کړ[۵۴] او د کشف المراد په عنوان سره یې د خواجه نصیر د تجرید الاعتقاد کتاب شرحه ولیکله. دغه کتاب د تجرید یوه ډیره مشهوره شرحه ده.[۵۵]
  2. ابن میثم بحراني (د نهج البلاغه د شرحې)  مصباح السالکین کتاب لیکوال، حکیم، ریاضي پوه، متکلم او فقیه چې په حکمت کښې د خواجه نصیر شاګرد او په فقه کښې یې استاد و.[۵۶]
  3. قطب الدین شیرازي (وفات ۷۱۰ق)، کله چې خواجه له هلاکو سره یوځاې قزوین ته لاړ، له خواجه سره ملګری شو، له هغه سره مراغه ته لاړ او په علمِ هیئت، ریاضۍ، فلسفې او طب کښې د خواجه نصیر شاګرد شو. خواجه به هغه ته قطب فلک الوجود ویل.[۵۷]
  4. سید رکن الدین (حسن بن محمد بن شرفشاه علوي) د خواجه له شاګردانو و او د هغه د ځینو آثارو تشریح یې کړې ده.[۵۸]
  5. کمال الدین عبدالرزاق شیباني بغدادي په ابن الفُوَطي مشهور (۶۴۲–۷۲۳ ق) د اوومې پیړۍ یو مشهور تاریخ لیکونکی دی او «معجم الآداب»او «الحوادث الجامعه» کتابونه یې لیکلې دي. هغه د مراغه ترویتون د کتابتون او د ژوند په وروستیو کښې یې د مستنصریه کتابتون مسئولیت په غاړه درلود.[۵۹]
  6. عماد الدین حربوي په ابن الخوّام مشهور (۶۴۳–۷۲۸ ق) په حساب او طب کښې د خپلې زمانې مخکښ و او «فوائد بهائیه في قواعد حسابیه» او «مقدمه‌اي در طب» نومې کتابونه ورڅخه پاتې دي.[۶۰][۶۱]

آثار

د خواجه نصیر الدین طوسي(وفات ۶۷۲قمري) د کتابونو او رسالو ټولګه څه باندې ۱۸۴ عنوانه بلل شوې ده.[۶۲] خواجه نصیر د ریاضیاتو او هیئت، عقایدو، فلسفې، عرفان، منطق، فقهې، طب، نااشنا علومو او د قرآن د تفسیر په شان مختلفو برخو کښې یوشمیر کتابونه لیکلې دي او زیاتره آثار یې په عربۍ ژبه دي. خواجه نصیر د شرح اشارات په سریزه کښې، د کتاب د لیکلو په وخت د خپل پریمانه رنځ او ورځ تر بلې زیاتیدونکي غم په هکله لیکلي دي.[۶۳]

د هغه ځینې آثار:

  • تجرید الاعتقاد: دا کتاب د تالیف له وخت نه تراوسه پورې له هغو کتابونو دی چې د کلام په برخه کښې د شیعه و په علمیه حوزو کښې تدریس کیږي.[۶۴] خواجه نصیر په دغه کتاب کښې کلام له فلسفې سره اخښلی دی او کلامي مسائل یې په فلسفي روده حل کړي دي.[۶۵]
  • اساس الاقتباس: دا کتاب د منطق په موضوع او په فارسۍ ژبه دی.[۶۶] ځینو دغه کتاب د بوعلي سینا د شفا کتاب د منطق له برخې وروسته، په دې موضوع لیکل شوی ترټولو مهم کتاب بللی دی.[۶۷]
  • شرح الاشارات و التنبیهاتِ ابوعلي سینا: دا کتاب د حکمت مَشّاء له درسي متنونو څخه دی.[۶۸]
  • اخلاق ناصري: د ابن مسکویه د طهارة الاعراق کتاب ژباړه او په کښې شوې اضافات دي.[۶۹]

فوټ نوټ

  1. نعمة، فلاسفة الشیعة، ۱۹۸۷م، ص۵۳۵.
  2. الامین، الاسماعیلیون و المغول و نصیرالدین الطوسی، ۲۰۰۵م، ص۱۶–۲۰.
  3. الامین، الاسماعیلیون و المغول و نصیرالدین الطوسی، ۲۰۰۵م، ص۲۰.
  4. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵.
  5. نصیرالدین طوسی، تنسوخ نامه ایلخانی، ۱۳۶۳ش، مقدمه مصحح، ص۱۵.
  6. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵.
  7. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵.
  8. نصیرالدین طوسی، تنسوخ نامه ایلخانی، ۱۳۶۳ش، ص۱۶.
  9. نصیرالدین طوسی، تنسوخ نامه ایلخانی، ۱۳۶۳ش، ص۱۷.
  10. د بېلګې په توګه وګورئ: آقابزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۳۸۰-۳۸۱؛ امین، اعيان الشيعة، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۴۱۵.
  11. مثال په توګه وګورئ: آقابزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۳۸۰-۳۸۱؛ امین، اعيان الشيعة، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۴۱۵.
  12. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۹.
  13. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵.
  14. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵.
  15. رجوع کنید: «خواجه نصیرالدین طوسی و نقش او در گسترش تشیع و حفظ آثار اسلامی»، ص۷۱
  16. آق سرائی، مسامرة الاخبار، ۱۳۶۲ش، ص۴۷
  17. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۵–۴۱۶.
  18. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۶.
  19. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۶–۴۱۷.
  20. نعمة، فلاسفة الشیعة، ۱۹۸۷م، ص۵۴۰.
  21. حسن‌زاده آملی، هزار و یک کلمه، ۱۳۸۱ش، ص۳۲۹.
  22. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۹۹۷م، ج۱۷، ص۳۸۷.
  23. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۶–۴۱۷.
  24. امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۷.
  25. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۵۰.
  26. کتبی، فوات الوفیات، ۱۹۷۴م، ج۳، ص۲۴۶–۲۵۲؛ زیدان، تاریخ التمدن الاسلامی، ۱۹۱۴م، ج۳، ص۲۱۴.
  27. آژند، «کارکرد دو سویه کتابخانه در دوره مغولان ایران کتاب آرایی و کتابداری»، ص۱۰.
  28. ابن تیمیه، منهاج السنة، ج۳، ص۴۴۵–۴۴۶.
  29. وګورئ: صالحی و ادریسی، «خواجه نصیرالدین طوسی و فتح بغداد»، ص۱۱۵تا۱۲۰
  30. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۷.
  31. نعمة، فلاسفة الشیعة: حیاتهم و آراؤهم، ۱۹۸۷م، ص۵۳۱؛ امین، اعیان الشیعة، ۱۹۸۶م، ج۹، ص۴۱۸؛ البته ابن کثیر په البدایه و النهایه کتاب کې د خواجه نصیر وفات نیټه د ذی الحجې په دولسمه نیټه لیکلې ده. (البدایة و النهایة، ۱۹۹۷م، ج۱۷، ص۵۱۴).
  32. ترجمه: او د دوی سپي خپل دواړه لاسونه [د غار] په تخته کې وغزول. (سوره کهف، آیه ۱۸).
  33. عزیزی، فضائل و سیره چهارده معصوم (ع) در آثار استاد علامه حسن‌زاده آملی، ۱۳۸۱ش، ص۴۰۲.
  34. طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، ص۲۹۳
  35. نعمة، فلاسفة الشیعة، ۱۹۸۷م، ص۵۳۴.
  36. ایزدی و احمدپناه، «مذهب خواجه نصیر الدین طوسی و تأثیر آن بر تعامل وی با اسماعیلیان نزاری»، ص۳۰و۳۳.
  37. ایزدی و احمدپناه، «مذهب خواجه نصیر الدین طوسی و تأثیر آن بر تعامل وی با اسماعیلیان نزاری»، ص۳۶.
  38. وګورئ: دفتری، فرهاد، «نصیرالدین طوسی و اسماعیلیان دوره الموت» در مجموعه مقالات استاد بشر، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۹۱ش.
  39. ایزدی و احمدپناه، «مذهب خواجه نصیر الدین طوسی و تأثیر آن بر تعامل وی با اسماعیلیان نزاری»، ص۳۶.
  40. نعمة، فلاسفة الشیعة، ۱۹۸۷م، ص۵۳۵.
  41. لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۷۰۲.
  42. ابراهیمی دینانی، «سخنرانی در سرای اهل قلم»، ص۱۱
  43. وګورئ: خسروپناه، «خواجه نصیر مؤسس کلام فلسفی» [۱] و الاعسم و عمادی، «خواجه نصیر مبتکر روش فلسفی در کلام شیعه» [۲]
  44. مطهری، آشنائی با علوم اسلامی، ج۲، ص۵۷.
  45. معصومی همدانی، استاد بشر، ۱۳۹۱ش، ص۱۲.
  46. وګورئ: فرحات، اندیشه‌های فلسفی و کلامی خواجه نصیرالدین طوسی، ۱۳۸۹ش، ص۹۷.
  47. ملاصدرا، اسفار، ۱۹۸۱م، ج۲، ص۱۴۹.
  48. طهرانی، آغابزرگ، الذریعه الی تصانیف الشیعه، ۱۳۸۹ق، ج۳۷، ص۳۹۲.
  49. سایت گنجور، رضاقلی خان هدایت، تذکرة ریاض‌العارفینhttps://ganjoor.net/rhedayat/riazolarefin/rowze2/sh95
  50. خمینی، روح‌الله، شرح اربعین حدیث، ج۱، ص۲۷۱.
  51. خمینی، روح‌الله، شرح اربعین حدیث، ج۱، ص۶۶۱.
  52. «پنجم اسفند؛ روز مهندسی، یادبود خواجه نصیرالدین طوسی»، وبگاه آفتاب آنلاین.
  53. مطهری، یادداشتها، ج۱۵، ص۲۰۵.https://lms.motahari.ir/book-page/151/یادداشت‏ها،%20ج15?page=204
  54. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۳۸.
  55. صدرایی خویی، کتابشناسی تجرید الاعتقاد، ۱۳۸۲ش، ص۳۵.
  56. خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۶، ص۳۰۲.
  57. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۴۱و۲۴۲.
  58. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۴۹.
  59. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۵۲تا۲۵۷.
  60. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۲۵۷تا۲۶۱.
  61. http://manuscript.um.ac.ir/pages/71398-%D8%A7%D9%84.html
  62. فرحات، اندیشه‌های فلسفی و کلامی خواجه نصیرالدین طوسی، ۱۳۸۹ش، ص۷۱
  63. نصیرالدین طوسی، شرح اشارات، ج۲، ص۱۴۶.
  64. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، مقدمه مصحح، ص۵.
  65. نصیرالدین طوسی، تجرید الاعتقاد، ۱۴۰۷ق، مقدمه محقق، ص۷۱.
  66. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۴۲۰.
  67. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۴۲۰.
  68. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، مقدمه مصحح، ص۵.
  69. مدرسی رضوی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، ۱۳۵۴ش، ص۹.

سرچينې

  • متقی، حسین، «کتابشناسی اصول هندسه اقلیدس، با تأکید بر تحریر خواجه نصیرالدین طوسی» در خواجه‌پژوهشی، تهران خانه کتاب، ۱۳۹۰ش.
  • آژند، یعقوب، «کارکرد دو سویه کتابخانه در دوره مغولان ایران کتاب‌آرایی و کتابداری»، تحقیقات کتابداری و اطلاع‌رسانی دانشگاهی، ش۳۸، بهار۱۳۸۱ش.
  • آق سرائی، محمود بن محمود، مسامرة الاخبار، تهران، اساطیر، ۱۳۶۲ش.
  • ابراهیمی دینانی، غلامحسین، «سخنرانی در سرای اهل قلم»، روزنامه جام جم، ۶ بهمن ۱۳۸۹، صفحه ۱۱
  • ابن تیمیه، احمد بن عبد الحلیم، منهاج السنة النبویة في نقض کلام الشیعة القدریة، السعودیة، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، تحقیق دکتر عبدالله بن عبدالمحسن الترکی، مصر، هجر للطباعة والنشر والتوزیع والاعلان، ۱۹۹۷م.
  • الاعسم، عبدالامیر و عبدالرسول عمادی، «خواجه نصیر مبتکر روش فلسفی در کلام شیعه»، فرهنگ، ش۶۱و۶۲، سال ۱۳۸۶.
  • الامین، حسن، الاسماعیلیون و المغول و نصیرالدین الطوسی، قم، مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • امین، سید حسن، «خواجه نصیرالدین طوسی و نقش او در گسترش تشیع و حفظ آثار اسلامی»، ترجمه مهدی زندیه، شیعه‌شناسی، ش۵، بهار ۱۳۸۳ش.
  • امین، سیدمحسن، اعیان‌الشیعة، تحقیق حسن الامین، بیروت، دار التعارف، ۱۹۸۶م.
  • ایزدی، حسین و مطهره‌سادات احمدپناه، «مذهب خواجه نصیر الدین طوسی و تأثیر آن بر تعامل وی با اسماعیلیان نزاری»، تاریخ اسلام، ش۴۱و۴۲، بهار و تابستان ۱۳۸۹ش.
  • بخش فلسفه و کلام دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آغاز وانجام»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱، تهران، نشر مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۶۷ش.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، هزار و یک کلمه، قم، بوستان کتاب، چاپ سوم، ۱۳۸۱ش.
  • خسروپناه، عبدالحسین، «خواجه نصیر مؤسس کلام فلسفی»، در پایگاه مؤسسه حکمت و فلسفه ایران
  • خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، قم، دهاقانی (اسماعیلیان)، ۱۳۹۰ق.
  • دفتری، فرهاد، «نصیرالدین طوسی و اسماعیلیان دوره الموت»‏، ترجمه فاطمه رحیمی، در مجموعه مقالات استاد بشر: پژوهش‌هایی در زندگی، روزگار، فلسفه و علم خواجه نصیرالدین طوسی، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۹۱ش.
  • رمضانی، حسن، مروری بر آثار و تألیفات علامه حسن‌زاده آملی، نهاد نمایندگی مقام معظم رهبری در دانشگاه‌های تهران و علوم پزشکی، ۱۳۷۴ش.
  • زیدان، جرجی، تاریخ التمدّن الاسلامی، مصر، ۱۹۱۴م.
  • صالحی، راضیه و محمدحسن ادریسی، «خواجه نصیرالدین طوسی و فتح بغداد»، تاریخ اسلام، ش۳۶، مهر ۱۳۸۷ش.
  • صدرایی خویی، علی، کتابشناسی تجرید الاعتقاد، به‌کوشش سیدمحمود مرعشی نجفی، قم، کتابخانه بزرگ حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۳۸۲ش/۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تحقیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • فرحات، هانی، اندیشه‌های فلسفی و کلامی خواجه نصیرالدین طوسی، ترجمه غلامرضا جمشیدنژاد، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۸۹ش.
  • کتبی، محمد بن شاکر، فوات الوفیات، به‌کوشش احسان عباس، بیروت، ۱۹۷۴م.
  • لاهیجی، فیاض، گوهر مراد، تهران، سایه، ۱۳۸۳ش.
  • مدرسی رضوی، محمدتقی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین، بنیاد فرهنگ ایران، ۱۳۵۴ش.
  • معصومی همدانی، حسین، استاد بشر: پژوهش‌هایی در زندگی، روزگار، فلسفه و علم خواجه نصیرالدین طوسی، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۹۱ش.
  • ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، اسفار، ناشر: دار إحياء التراث العربي‌، با حاشیه علامه طباطبایی، بیروت، چاپ سوم، ۱۹۸۱م.
  • نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد بن الحسن، تجرید الاعتقاد، تهران: مکتب الاعلام الاسلامی-مرکز النشر، ۱۴۰۷ق.
  • نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تجرید الاعتقاد، تحقیق محمدجواد حسینی جلالی، تهران، مکتب الاعلام الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تنسوخ‌نامه ایلخانی، تصحیح محمدتقی مدرس رضوی، تهران، اطلاعات، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
  • نعمة، عبدالله، فلاسفة الشیعة حیاتهم و آراؤهم، بیروت، دار الفکر اللبنانی، ۱۹۸۷م.
  • ویده‌مان، آیلهارد، «خواجه نصیرالدین طوسی»، ترجمه سارا حاج‌حسینی، در مجموعه مقالات استاد بشر: پژوهش‌هایی در زندگی، روزگار، فلسفه و علم خواجه نصیرالدین طوسی، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۹۱ش.

بهرنۍ لینکونه