په جنابت باقي پاتی کیدل

د wikishia لخوا

په جنابت باقي پاتی کېدل د سهار تر اذان(طلوع فجر) پورې د جنابت د غسل ځنډول دي. د فقهاوو له نظره د روژې د مبارکې مياشتې په شپه کې یا په هر هغه شپه کې چې سهار یې د روژې د قضاء نیت وي، بالغ کس نباید د سهار تر بانګه په جنابت کې پاتې شي.

فقهاء د هغه چا روژه چې د رمضان په مياشت کې یا یې په قضا کې (قصدا یا د هېرېدو له سببه) په جنابت کې پاتې وي صحیح نه ګڼي او باوري دي چې باید قضا یې پر ځای کړي.

همدارنګه وايي چې په مستحبه روژه کې او نورو ټولو واجبو روژو کې لکه د کفارې په روژو کې د سهار تر بانګه په جنابت کې پاتې کېدل د روژې د باطلیدو سبب نه کیږي؛ خو د احتياط واجب له مخې نبايد په قصدي توګه د سهار تر بانګه قصدا جنب پاتی شي.

د فقهاوو د فتوا له مخې هغه څوک چې د روژې په مياشت کې شیطان وغولوي، محتلم یا جنب شي او پوهیږي چې که وېده شو نو تر سهاره پورې به ویخ نه شي، نو نباید له غسل ​​پرته ويده شي. خو که وېده شي او د سهار تر بانګه راویخ نه شي نو روژه یې باطله ده او قضا او کفاره لري؛ خو که دا نیت یې کړی وي چې له ویخیدو وروسته د سهار له بانګه وړاندې غسل وکړي خو بې خبرۍ کې وېده پاتی وي نو روژه یې صحیح ده.

مفهوم پيژندنه

په جنابت باندې باقي پاکیدل په دې معنا دي چې د رمضان په شپه کې یا په داسې شپه کې چې مکلف یې سهار روژه نیول غواړي، د سهار له بانګ وروسته پورې بې له جنابت غسله پاتی شي.[۱]

په جنابت باندې د باقي پاتی کیدو فقهي حکم

اکثره فقهاءو د رمضان د روژې په شپه یا د هغې د قضا په شپه د سهار تر بانګه په جنب باندې دې واجب ګڼي چې د جنابت په حالت کې له پاتی کیدو ډډه وکړي.[۲] او د هغه چا روژه چې قصداً د سهار تر بانګه په جنابت باندې باقي پاتی وي باطله ګڼي.[۳] همدارنګه که ذمه یې تيمم وي او تیمم ونه کړي نو روژه يې باطله ده.[۴]

ځينې فقهاء لکه طباطبايي يزدي او امام خميني وايي چې که څوک په هېره هم د سهار تر اذان پورې جنب پاتې شي او غسل ونه کړي، روژه يې باطله ده؛[۵] خو د ځینې نورو د فتوا مطابق لکه مکارم شیرازي که قصداً نه وي روژه يې صحيح ده.[۶]

د فقهاوو له نظره په نورو واجبو روژو کې (د روژې د مياشتې او د هغې له قضا پرته) د سهار له اذان مخکې د جنابت د غسل د واجب کیدو لپاره کوم قطعي دلیل نه دی نقل شوی.[۷] خو ویلي یې دي د واجب احتیاط له مخې، د سهار تر بانګه قصدا په جنابت کې پاتی نه شي.[۸]

د فقیهانو د مشهور نظر مطابق، په مستحبي روژو کې، د سهاد تر بانګه په جنابت باندې باقي پاتی کیدل د روژې د باطلیدو سبب نه کیږي.[۹]

له جنب کیدو یا محتلم کیدو وروسته د خوب حکم

د هغه کس لپاره چې د روژه په میاشته کې د شپې جنب یا محتلم شوی دی، ځینې خاص حکمونه بیان شوي دی:

  • د هغه چا روژه چې د غسل له نيت پرته ويده شي او د سهار تر بانګه پورې ويده پاتی شي حکم کې داسې ده لکه چې قصدا په جنابت باقي پاتې وي.(يعنې روژه يې باطله ده او قضا او کفاره پرې واجبيږي).[۱۰] خو که نیت یې کړی دی چې له ویخیدو وروسته به د سهار له بانګه وړاندې غسل کوي، نو روژه يې صحيح ده.[۱۱]
  • څوک چې د رمضان په مياشت کې جنب دی او په دې پوهیږي چې که وېده شي نو تر بانګه به ویخ نه شي نو نباید وېده شي او که ويده شي او تر بانګه پورې له خوبه ویخ نه شي نو روژه يې باطله ده او قضا او کفاره ورباندې واجب ده[۱۲] د ځینې تقلید مراجع له نظره بايد روژه ماته نه کړي، او قضا او کفاره هم پرې واجب دي.[۱۳]
  • که مکلف له خوبه دوه ځله ویخ شي او بیا وېده پاتی شي که څه هم د غسل کولو نیت یې کړی وي، روژه یې باطله ده.[۱۴] شیخ طوسي په دې اند دی چې کفاره هم ورباندې واجبه ده.[۱۵]
  • د امام خمیني(رح) د فتوا مطابق که څوک د شپې جنب شي، درې ځله له خوبه پاڅي او بې له غسله ویده شي او د سهار تر اذانه له خوبه ویخ نه شي، یوازې د دې ورځې قضا دې وکړي او کفاره ورباندې نیشته.[۱۶]
  • د امام خمیني له نظره له لومړی خوبه مطلب هغه خوب دی چې محتلم له ویخیدو وروسته یې بیا وېده شي، خو سیستاني هغه خوب چې په هغه کې محتلم شوی دی لومړنی خوب بولي.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۱۲۲.
  2. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۹۸ق، ج۱، ص۱۴۱؛ موسوی عاملی، مدارک الاحکام، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۷؛
  3. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۷۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۴؛ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۲۸۹؛ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۸۸ق، ج۳، ص۳۸.
  4. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱۴۱.
  5. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۸۰؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۰.
  6. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱۴۱.
  7. خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۲۹۹؛ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۳۸۸ق، ج۳، ص۴۱.
  8. امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۰.
  9. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشّی)، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۸۰؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۰.
  10. وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۹۸ق، ج۱، ص۱۴۱؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۲۲.
  11. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۹۸ق، ج۱، ص۱۴۱.
  12. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱۴۵.
  13. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱۴۶.
  14. محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۹۸ق، ج۱، ص۱۴۱؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۲۲.
  15. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۲۲.
  16. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۶.
  17. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱۴۹.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى(ره)، ۱۳۹۲ش.
  • امام خمینی، سید روح‌اللّه، توضیح المسائل، محقق و مصحح: مسلم قلی‌پور گیلانی‌، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای شانزده نفر از مراجع تقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، نجف، دار احیاء تراث عربی، ۱۳۸۸ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح لعروة الوثقی، تحقیق: رضا خلخالی، قم، مؤسسه الخوئی الاسلامیه، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، تصحیح: احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • مؤسسه دائرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق: عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • موسوی عاملی، محمد بن علی، مدارک الاحکام فی شرح شرائع الاسلام، قم، مؤسسه آل‌بیت(ع)، ۱۴۱۱ق.
  • نجفی،‌ محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق: محمد قوچانی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.