شرعي تکلیف
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
شرعي تکليف هغه دندې دي چې دين يې پر بندګانو اچوي. فقيهان د تکليف لپاره ځینې شرایط لکه عقل، بلوغ او قدرت (طاقت) ضروري ګڼي او که څوک دا شرايط ونه لري، شرعي تکليف پرې نه راځي. شرعي تکليف په پنځو برخو واجب، حرام، مستحب، مکروه او مباح ويشل کيږي. ځينې فقيهان په دې باور دي چې مسلمانوالی او عالم والی د تکليف شرایط نه دي او تکليف د دې دوو ډلو پر غېر(يعنې غير مسلمان او جاهل) هم لګيږي؛ خو قاصر جاهل که تکليف مراعات نه کړي، معذور دی او سزا نه ورکول کیږي؛ غير مسلمان هم اړ نه دی چې له مسلمانيدو وروسته هغه تکليفونه چې د کفر په وخت کې يې نه دي کړي، قضا کړي.
متکلمان د بندګانو تکليف (مکلفیت) د خدای له خوا بولي او باور لري چې د دې هدف د بندګانو لپاره د ګټو او مصالحو ترلاسه کول دي. په ايران کې ځينې کورنۍ د خپلو هغو اولادونو لپاره چې د تکليف (بلوغ) عمر ته رسيږي، د جشن تکليف په نوم دستورې جوړوي. د تکليف د جشن دستورې په عامو ځايونو لکه ښوونځيو، جوماتونو او حرمونو کې هم ترسره کيږي.
مفهوم او مقام
«شرعي تکليف» د شرعي دندو او فرایضو په معنا دی. شرعي تکليف پر هغو کسانو دی چې د دې شرایط لکه بلوغ، عقل او د تکليف د ترسره کولو يا پرېښودو توان لري.[۱] هغه چا ته چې شرعي تکليف يا شرعي الزامي امرونه ورمتوجه دي، «مُکَلَّف» ويل کيږي.[۲] شرعي تکليف يا تکليفي احکام په پینځو برخو واجب، حرام، مستحب، مکروه او مباح ويشل کيږي.[۳]
د تکليف پر مسئله په فقه، اصول فقه او کلام کې بحث کيږي: فقيهانو په فقه کې په بېلابېلو ځايونو کې، د مناسبت له مخې، د تکليف د شرايطو په اړه، که هغه په عباداتو کې وي که په معاملاتو کې، خبرې کړې دي.[۴] د تکليف مسئله همدارنګه له شرعي حکم او د هغه د اقسامو، يعنې تکليفي حکم او وضعي احکام سره تړلې ده؛ نو ځکه په علم اصول فقه کې هم پرې بحث کيږي.[۵] په علم کلام کې هم تر دې عنوان لاندې چې د بندګانو تکليف د الهي افعالو له جملې دی او د بندګانو لپاره مصالح او ګټې لري، پرې بحث کيږي.[۶]
د تکليف شرايط
د فقهاوو له نظره، ځینې شرايط لکه عقل، بلوغ او د تکليف د ترسره کولو قدرت يا توان، هغه شرايط دي چې په ټولو تکليفونو کې بايد موجود وي او دوی يې د تکليف عام شرايط بولي.[۷] هر هغه څوک چې دا درې شرايط ولري، د شرعي احکامو په ترسره کولو مکلف کيږي.[۸] له همدې امله تکليف او شرعي دنده پر ماشومانو يا هغو کسانو چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي، ليوني او د تکليف له ترسره کولو ناتوانه کسانو ته نه متوجه کيږي.[۹]
ځينو التفات يا پاملرنه هم د تکليف د عامو شرايطو څخه شمېرلې ده.[۱۰] پر دې اساس هغه څوک چې التفات نه لري، لکه بېهوشه يا ويده کس، تر هغه چې په دې حالت کې وي، تکليف نه لري.[۱۱]
همدارنګه د فقهاوو له نظره، ځينې شرايط هم شته چې يوازې د ځانګړو احکامو يا تکليفونو لپاره دي؛[۱۲] د بېلګې په توګه، فقها په دې نظر دي چې په واجب حج کې، د تکليف د عامو شرايطو لکه بلوغ، عقل او قدرت تر څنګ، دا شرط هم دی چې مکلف د حج سفر او د هغه د مناسکو د ترسره کولو لپاره کافي وخت ولري. فقهاو له دې شرط څخه د «زماني استطاعت» (زماني توان) په نوم يادونه کړې ده.[۱۳]
آيا جاهل هم په تکليف کې شاملیږي؟
د څلورمې قمري پېړۍ د شيعه عالم، محمد رضا مظفر، په وينا، اماميه عالمان اجماع لري چې الهي احکام پر جاهل او عالم يو شان دي او دواړه ډلې بايد خپل شرعي وظايف ترسره کړي.[۱۴] د بېلګې په توګه، لمونځ پر ټولو واجب دی؛ هم هغه کسان چې پوهيږي لمونځ واجب دی او هم هغه چې نه پوهيږي؛[۱۵] خو دا عالمان په دې باور دي چې قاصر جاهل، که له تکليف سره مخالفت وکړي يا يې ترسره نه کړي، معذور دی او نه عقاب کيږي.[۱۶]
آيا تکليف پر غير مسلمان هم شته دی؟
د العناوین کتاب له نقل سره سم، د اماميه عالمانو ترمنځ مشهور نظر دا دی چې شرعي تکليفونه، په يوه اندازه، هم مسلمان او هم غير مسلمان ته متوجه دي؛[۱۷] خو د جَب قاعدې له مخې، ضروري نه ده چې کافر هغه عبادات چې د کفر په وخت کې يې نه دي کړي، له مسلمانيدو وروسته قضا کړي.[۱۸] د دې مشهور نظر په مقابل کې، ځینې شيعه فقها، لکه صاحبْحدائق او سيد ابوالقاسم خويي، په دې نظر دي چې شرعي تکليفونه، له بنسټه، کافرانو ته متوجه نه دي.[۱۹]
د تکليف عمر
د شيعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د هلکانو د تکليف عمر بشپړ پنځلس قمري کاله دی؛ يعنې تقريباً ۱۴ کاله او شپږو مياشتو او ۱۲ ورځو لمریز کال سره برابر. د نجونو د تکليف عمر د نهه کلنۍ پای دی، يعنې د لمریز کال تقریبا د اتو کالو او اته مياشتو او ۲۰ ورځو پوره کېدل.[۲۰]
- د نورو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: بلوغ او د نجونو بلوغ
د خلکو له تکليف څخه د خدای هدف څه دی؟
د متکلمانو له نظره، بېهدفه تکليف عبث کار دی او عبث کار له حکيم خدای څخه نه صادریږي؛ له بلې خوا، د تکليف غرض خدای ته نه دی متوجه؛ بلکې هغه مصالح او ګټې دي چې يوازې مکلف ته ورګرځي او پرته له دې تکليفونو نه ترلاسه کيږي؛[۲۱] له همدې امله ويل شوي چې تکليف اصطلاحاً «حَسَن» يا نيک دی.[۲۲]
ځينو د تکليف هدف د مکلفانو له خوا د الهي ثواب او بدلې ترلاسه کول بللي دي.[۲۳] ځينو ويلي چې د تکليف غرض کيدای شي د مکلفانو امتحان، د ډېرو نعمتونو شکر او اخلاقي تهذيب وي.[۲۴]
د اتمې قمري پېړۍ متکلم، علامه حلي، په کشفالمراد کې ويلي چې د تکليف عمل درې ګټې لري چې عبارت دي له:
- د نفس رياضت او له اميالو او شهوتونو منع کول؛
- د الهي امورو په اړه په تأمل او غور باندې د ته د نفس عادتول لکه د مبدأ او معاد په اړه فکر کول؛ د اخروي خير او شر يادونه چې شارع یې وعده ورکړې ده.[۲۵]
د تکليف او بلوغ جشن
ويل کيږي سيد بن طاووس لومړنی کس و چې د مسلمانانو په مینځ کې یې د تکليف جشن د دستورو بنسټ کېښود او نور يې د دې درنښت او تعظيم ته وهڅول.[۲۶] هغه په خپل کتاب کَشفُ المَحَجّة لِثَمَرة المُهْجَة کې خپل زوي ته سپارښتنه کړې چې دا ورځ لویه وشمېري، د دې نېټه ثبت کړي او هر کال، د خوشحاليو او اخترونو د ورځو په شان، د خدای شکر او ستاینه ادا کړي او بې وزلانو ته صدقه ورکړي. [۲۷]
محمد محمدي ري شهري هم په يوه کتاب کې چې د تکليف د جشن په اړه يې ليکلی، د تکليف ورځ يومالله (دخدای ورځ) نومولې او د دې ورځې لوی شمېرل يې د الهي شعائرو تعظيم بللی دی.[۲۸] هغه همدارنګه په دې باور دی چې د تکليف د جشن دستورو جوړول د نجلۍ يا هلک په ذهن کې يوه خوږه معنوي او جوړوونکې خاطره رامنځته کوي او دا خاطره او یاد هېريدونکی نه دی او د هغه په عبادي ژوند کې د لارښود په توګه کار کوي.[۲۹]
په ايران کې، ځينې دينداره کورنۍ د خپلو هغو اولادونو لپاره چې د تکليف عمر ته رسيږي، د تکليف جشن په نوم دستورې جوړوي او دود دی چې ګډونوال هغه چا ته چې د تکليف عمر ته رسېدلی، ډالۍ ورکوي؛[۳۰] د تکليف جشن دستورې، په عام ډول، په ښوونځيو، جوماتونو او حرمونو کې هم ترسره کيږي.[۳۱]
تکليف مالايطاق
تکليف مالايطاق، انسان ته د هغه کار تکليف او دنده ورکول دي چې د هغه له طاقت او توانه بهر دی.[۳۲] په دې اړه چې آيا خدای کولای شي خپل بندګان په هغه کار مکلف کړي چې د دوی له توان او طاقته بهر دی او که نه، د متکلمانو له خوا څو نظرونه وړاندې شوي دي. د معتزله او اماميه له نظره تکليف مالايطاق قبيح دی او قبيح کار د حکيم خدای څخه نه صادریږي،[۳۳] خو اشاعره په دې نظر دي چې خدای کولای شي انسان په هغه کار مکلف کړي چې د هغه له توانه بهر دی.[۳۴]
فوټ نوټ
- ↑ بحرانی، المعجم الاصولی، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۵۷۱؛ عبدالمنعم، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۸۸.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به ، قدسی، انوار الاصول (تقریرات درس اصول فقه آیتالله مکارم شیرازی)، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۲۹.
- ↑ حکیم، اصول العامة للفقه المقارن، ۱۴۱۸ق، ص۵۷.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۷۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صدر، دروس فی علم الاصول، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۲-۵۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۳۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۴۷۲؛ منتظری، نهایة الاصول، ۱۴۱۵ق، ص۱۷۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۴۷۲؛ منتظری، نهایة الاصول، ۱۴۱۵ق، ص۱۷۴.
- ↑ خوانساری، جامع المدارک، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۵۶.
- ↑ مشکینی، اصطلاحات الاصول، ۱۳۷۰ش، ص۱۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: موسوی عاملی، مدارک الاحکام، مؤسسة آل البیت(ع)، ج۵، ص۱۶.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۱۷۸-۱۷۹؛ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۶۱۰.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۴۱۶.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۹.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۹.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۱.
- ↑ حسینی، العناوین، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۷۱۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۶.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۳۹-۴۰؛ خویی، موسوعة الامام خوئی، ۱۴۱۸ق، ج۲۳، ص۱۱۹-۱۲۱.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۳۶۳ش، ج ۲۰، ص۳۴۸.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۳۸.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۳۷-۴۳۸.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۳۸.
- ↑ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۰۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۰ق، ص۴۴۰-۴۴۱.
- ↑ محمدی ریشهری، جشن تکلیف ویژه پسران، ۱۳۸۵ش، ص۱۳-۱۴.
- ↑ سید بن طاووس، کشف المحجة، ۱۳۷۰ق، ص۱۴۲.
- ↑ محمدی ریشهری، جشن تکلیف ویژه پسران، ۱۳۸۵ش، ص۲۹-۳۰.
- ↑ محمدی ریشهری، جشن تکلیف ویژه پسران، ۱۳۸۵ش، ص۳۴.
- ↑ محمدی ریشهری، جشن تکلیف ویژه پسران، ۱۳۸۵ش، ص۶۳.
- ↑ محمدی ریشهری، جشن تکلیف ویژه پسران، ۱۳۸۵ش، ص۱۳.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ص۳۵۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: حسینی، العناوین، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۴-۲۸۵؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۶.
سرچينې
- بحرانی، محمد علی صنقور، المعجم الاصولی، قم، انتشارات نقش، ۱۴۲۶ق.
- بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
- تفتازانی، عمر بن مسعود، شرح المقاصد، قم، الشریف الرضی، ۱۴۰۹ق.
- جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، دارالسلاسل، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق.
- جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- جمعی از نویسندگان، فرهنگنامه اصول فقه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامى، ۱۳۸۹ش.
- حسینی، سید میر عبدالفتاح، العناوین، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
- حکیم، سید محمدتقی، اصول العامة للفقه المقارن، قم، مجمع جهانی اهلبیت(ع)، ۱۴۱۸ق.
- خوانساری، سیداحمد، جامع المدارک فی شرح مختصر النافع، تهران، بینا، ۱۴۰۵ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام خوئی، قم، مؤسسة إحياء آثار الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق.
- سید بن طاووس، علی بن موسی، کشف المحجة فی ثمرة المهجة، نجف، منشورات المطبعة الحیدریة، ۱۳۷۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- صدر، سید محمدباقر، دروس فی علم الاصول، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- عبدالمنعم، محمود عبدالرحمن، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، قاهره، دار الفضیلة، ۱۴۱۹ق.
- علامه حلی، یوسف بن مطهر، کشف المراد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۰ق.
- قدسی، احمد، انوار الاصول (تقریرات درس اصول فقه آیتالله مکارم شیرازی)، قم، مدرسه امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۴۲۸ق.
- محمدی ریشهری، محمد، جشن تکلیف ویژه پسران، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحديث، ۱۳۸۵ش.
- مشکینی، علی، اصطلاحات الاصول، قم، نشر الهادی، ۱۳۷۱ش.
- مظفر، محمدرضا، اصول الفقه، قم، نشر دانش اسلامی، ۱۴۰۵ق.
- منتظری، حسینعلی، نهایة الاصول (تقریرات درس اصول آیتالله بروجردی)، تهران، انتشارات تفکر، ۱۴۱۵ق.
- موسوی عاملی، سیدمحمد، مدارک الاحکام، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، بیتا.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- نراقی، ملااحمد، مستند الشیعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۵ق.