د روژې کفاره

د wikishia لخوا
دا د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د ديني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

د روژې کفاره هغه جرمانه ده چې د رمضان د روژې د باطلولو په بدل کې فرض کېږي، په ټاکلي وخت کې د نذر روژه او همدارنګه د ماسپښين له اذان وروسته د قضاء روژې په بدل د نیولې روژې په ماتولو باندې هم کفاره راځي. په قصدي توګه د روژې ماتولو کفاره، دوو مياشتې روژه ده، چې ۳۱ ورځې يې پرله پسې وي، يا شپيته مسکينانو ته خواړه ورکول.

د روژې کفاره په هغه صورت کې واجبیږي چې روژه دار په دې پوه وي چې هغه څه چې کوي یې هغې سره روژه باطلیږي. همدارنګه د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې په قصدي توګه د روژې مبطلاتو څخه هر یو چې ترسره کړې نو د کفارې سبب ګرځي. له بلې خوا ځينې فقهاء په دې اند دي چې په قصدي توګه د روژې ماتول په دې معنا نه دي چې کفاره يې واجب ده.

د شيعه فقهاوو له نظره که څوک په حرام کار لکه زنا او شراب څښلو سره خپله روژه ماته کړي نو جمع کفاره به پرې واجبيږي (د دوو مياشتو روژه نيول او شپيته مسکينانو ته خواړه ورکول). خو ځينو فقهاوو جمع کفاره احتياط مستحب او ځينو يې احتياط واجب ګڼلې ده.

مفهوم‌ پيژندنه

کفاره هغه مالي یا بدني جرمانه ده چې د ځينو ګناهونو د ترسره کولو په بدل کې پر انسان واجبيږي[۱] کفاره اکثراً د ګناهونو د آخرت د عذاب د کمښت او یا د ختمیدو سبب ګرځي.[۲]


فقهاء په دې اند دي چې په قصدي ډول د ځينو روژو په باطلولو سره د روژې کفاره واجبيږي:


د روژه کفارو ډولونه

مشهور شیعه فقهاوو د روژې کفاره له لاندې دریو حالتونو څخه یو حالت کې ګڼلې ده:


  • دوه میاشتې پرله پسې روژې نیول چې له دې څخه دېرش ورځې باید پرله پسې وي.[۴]
  • شپیتو مسکینانو ته خواړه ورکول
  • د یو غلام ازادول.[۵] (البته نن سبا د مریي او غلام ازادول کوم موضوعیت نه لري له دې سببه هغه ختمه شوې ده.[۶])

د روژې په کفاره کې د علم او جهل اغېز

د فقهاوو له نظره که څوک په قصد سره له شرعي عذر پرته روژه ماته کړي، پر قضا سربېره کفاره هم پرې واجبیږي.[۷] پر دې سربېره د کفارې په واجبیدو کې دا شرط دی چې هغه کس ته معلومه وي چې کوم کار ترسره کوي هغې سره روژه باطلیږي.[۸] له همدې سببه د کفارې حکم جاهل قاصر[۹] او جاهل مقصر[۱۰] ته نه شاملیږي. که څه هم ځينې په دې اند دي چې جاهل مقصر په مبطلاتو باندې عالم په حکم کې دی او پر قضا سربېره کفاره هم ورباندې واجبیږي[۸]

کوم مبطلات د کفارې سبب کیږي؟

صاحب جواهر په دې اند دی چې د روايتونو له مخې په قصدي ډول د هر هغه کار ترسره کول چې روژه باطلوي د روژې پر قضا سربېره د کفارې لامل هم ګرځي.[۱۱] سيد ابوالقاسم خويي هم په دې اند دی چې هر هغه څه چې روژه ورسره باطلیږي لکه په خداى او پېغمبر(ص) باندې درواغ ويل، یا کانګې کولهغه په قصدي ډول درسره کول د کفارې سبب کیږي.[۱۲]

له بلې خوا ځينې فقهاء په دې اند دي چې په قصدي توګه د روژې ماتول په دې معنا نه دي چې کفاره يې واجب ده.[۱۳] د امام خمیني د فتوا مطابق که یو کس په شپې کې جنب شو او د سهار تر اذان پورې درې ځله له خوبه پاڅید او بې له غسله وېده شو او بیا تر سهار بانګه پورې له خوبه ویخ نه شو. يوازې د هغې ورځې قضا ورباندې واجبیږي ده او په غاړه يې کفاره نشته. هغه څوک چې قصداً د روژې په حالت کې کانګې وکړي هم همدا حکم لري.[۱۴]

په حرام څیز باندې د روژې د ماتولو کفاره

همدرانګ وګورئ: کفاره جمع

د فقهاوو يوه ډله په دې عقيده ده چې که يو څوک خپله روژه په داسې شي چې حلال دی ماته کړي، لکه اوبه وڅښي، نو بايد د روژې د قضا تر څنګ کفاره هم ورکړي[۱۵] خو که د یو حرام څیز په وسیله یې روژه ماته کړه لکه زنا یا د شرابو څښل باید درې واړه کفارې ادا کړي چې ورته جمعي کفاره ویلی شي.[۱۶] که څه هم ځينو مراجعو جمعي کفاره ادا کول احتياط مستحب ګڼلی دی.[۱۷] او ځينو احتياط واجب ګڼلی دی.[۱۸]

د روژې د کفارې او فدیې فرق

کله کله په عرف کې کفاره د فدیې په معنی کارول کیږي. د مثال په توګه، یو مد طعام(750 ګرامه غنم او داسې نور) د روژې کفاره بلل کیږي،[۱۹] په داسې حال کې چې فدیه د روژې ځای ناستې ده او د ناتوانۍ او یا ناروغۍ له امله د روژه نه نیولو پرځای راځي. یا د روژې قضا تر بل کال رمضان پورې وروسته کولو په ځای راځي [کفاره تاخیر] او فدیه ادا کیږي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۶۵.
  2. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۴۶۵.
  3. خوئی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۶۹.
  4. امام خمینی، توضیح المسائل‌، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۷
  5. صدوق، مجموعة فتاوی ابن بابویه، قم، ص۷۳.
  6. مکارم، رسالة توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۲۵۳.
  7. امام خمینی، استفتائات، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۳۰.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ روحانی، منهاج الصالحین، ج۱، ص۳۵۵.
  9. خوئی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۰.
  10. خوئی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۰؛ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۷.
  11. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۲۲۶.
  12. خویی، موسوعة الإمام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ج۲۱، ص۳۰۵.
  13. وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۳۸.
  14. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۶.
  15. بهجت، جامع المسائل، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۹.
  16. بهجت، جامع المسائل، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۹.
  17. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۳۹۳ش، ص۲۹۸-۲۹۹.‌
  18. امام خمینی، توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۴.
  19. مثال په توګه وګورئ: خامنه‎‌ای، اجوبة الاستفتائات، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۳۸، س۸۰۲.
  20. صدر، ماوراءالفقه، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۲۰.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌اللّه، استفتائات، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۲۲ق.
  • امام خمینی، سید روح‌اللّه، توضیح المسائل، محقق و مصحح: مسلم قلی‌پور گیلانی‌، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • بهجت، محمدتقی، جامع المسائل، قم، دفتر آیت‌الله بهجت، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، نشر مدینة العلم، چاپ بیست و هشتم، ۱۴۱۰ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئی، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • روحانی، سید صادق، منهاج الصالحین، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، مشهد، دفتر حضرت آیت‌الله العظمی سیستانی، ۱۳۹۳ش.
  • سیستانی، سید علی، منهاج الصالحین، انتشارات دفتر آیة الله سیستانی، قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • صدر، سید محمد، ماوراء الفقه، تصحیح جعفر هادی دجیلی، بیروت، دار الاضواء للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۲۰ق.
  • صدوق، علی بن حسین، مجموعة فتاوی ابن بابویه، جامع: عبدالرحیم بروجردی، محقق: علی‌پناه اشتهاردی‌، قم، بی‌نا، چاپ اول، بی‌تا.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی مع التعلیقات، تعلیقات: امام خمینی، سید ابوالقاسم خویی، سید محمدرضا گلپایگانی، ناصر مکارم شیرازی، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • مشکینی، میرزاعلی، مصطلحات الفقه، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۹ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ پنجاه ودوم، ۱۴۲۹ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تصحیح عباس قوچانی، علی آخوندی، ‌بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.