سید محمد کاظم طباطبائي یزدي
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
سید محمد کاظم طباطبائي یزدي (۱۲۴۸ق-۱۳۳۷ق) یو شیعه فقیه او د العروة الوثقی کتاب لیکوال دی چې د سید محمدحسن شیرازي له وفاته وروسته مرجعیت ته ورسید. هغه د مشروطه غورځنګ له مخالفانو و. سید یزدي په لیبيا د ایټالیا د حملې، په عراق د انګلستان د حملې او په ایران د روسیې د حملې په وړاندې له وطنه د مسلمانانو د دفاع د واجبوالي حکم ورکړ.
محمدباقر نجفی او میرزا محمدحسن شیرازي د سید محمدکاظم یزدي له استادانو وو او د هغه ځینې شاګردان دا دي: محمدحسین کاشفالغطاء، آقا ضیاء عراقی، سید عبدالحسین شرفالدین، حسنعلی نخودکی اصفهانی، سید محمدتقی خوانساری، سید محسن امین و آقابزرگ تهرانی.
د سید یزدي عروة الوثقی کتاب د علمیه حوزو (دیني مدرسو) یو مشهور کتاب دی چې ډېرې شرحې او لمن لیکونه پرې لیکل شوې دي. فراتر از روش آزمونوخطا اوو سید محمدکاظم یزدی، فقهه دوراندیش کتابونه د هغه د ژوند په اړه لیکل شوې دي.
ژوند لیک
سید محمدکاظم یزدي د یزد په کِسنَویهٔ کلي کې وزېږېد.[۱] پلار یې سید عبدالعظیم کشاورز و. نسب یې طباطبایي ساداتو او امام حسن مجتبی (ع) ته رسیږي.[۲] د سید محمد کاظم د زوکړې د کال په اړه اختلافونه موجود دي: په اعیان الشیعه کې، ۱۲۴۷ ق کال ذکر شوی دی.[۳] او علي دواني په نهضت روحانیون ایران کتاب کې د هغه د کورنۍ په نقل ۱۲۴۸ ق کال ذکر کړی دی.[۴]
سید محمدکاظم، د ۱۳۳۷ ق (۱۲۹۸ لمریز) کال د رجب په اته ویشتمه د ذات الریه (سینه بغل) ناروغۍ له امله ومړ او د امام علي (ع) په حرم کې په عمران بن شاهین جومات کې ښخ کړی شو.[۵] په رحلت یې په عراق کې شیعه سني ماتم وکړ او په ایران کې احمد شاه هم د هغه د فاتحې په مجلس کې حاضر شو.[۶] کتاب پېژاندی او نسخه پېژاندی سید عبدالعزیز طباطبایی یزدی (۱۳۰۸-۱۳۷۴لمریز) د هغه لمسی دی. .[۷]
سید محمدکاظم یزدي په نجف کې واده وکړ. بچي یې دا دي سید علی، سیده زهرا، سید حسن، سید محمود، [۸] سید اسدالله [۹] او سید محمد چې د صحائفالاَبرار بوظائف الاَسحار و رسالةٌ فی فضلِ الکُتُب و اِقتِنائِها کتابونو لیکوال دی[۱۰] هغه په اهواز کې د انګلیسي ځواکونو په خلاف د کوچیانو او قبایلو په مبارزه کې د مشرۍ رول درلود.[۱۱]
علمي ژوند
تعلیم
سید محمدکاظم تر یوې مودې کرونده کوله؛ خو وروسته یې د علم زده کولو ته مخه کړه.[۱۲] هغه د حوزوي درسونو د مقدماتو زده کړه له ۱۲۵۶ق کاله په محسنیه یا دومنار مدرسې کې پېل کړه.[۱۳] څلور کاله پس د تعلیم د جاري ساتلو لپاره مشهد ته لاړ او د حوزې د «سطحې» سبقونه یې او د هیات، نجومو او ریاضۍ درسونه یې زده کړه. په ۱۲۶۵ ق کال کې یې اصفهان ته هجرت وکړ [۱۴] او په صدر مدرسې کې استوګن شو او د شیخ محمد باقر نجفي په درس کې حاضر شو تر دې چې له هغه یې د اجتهاد اجازه واخیسته.[۱۵]
په ۱۲۸۱ ق کال کې د محمد باقر نجفي اصفهاني په اجازې او معرفۍ سره نجف ته لاړ.[۱۶]او د نجف په مدرسه کې استوګن شو. نجف ته د سید ورتګ د شیخ مرتضی انصاري له وفات او میرزای شیرازي ته د مرجعیت له لېږدېدو سره هم مهاله و. هغه څه موده پس د علوي انګڼ د جماعت امام شو.[۱۷]
سید کاظم سامرا ته د میرزای شیرازي له تګه وروسته په نجف کې پاتې شو او د حوزوي علومو تدریس یې جاري وساته تر دې چې مرجعیت ته ورسید.[۱۸]
علمي مقام
د اعیان الشیعه په راپور، د سید یزدي په درسي ټولګه کې، کابو دوه سوه کسان کښېناستل.[۱۹] محسن امین هغه یو لغت پوهه او ادیب فقیه بللی او ویلې یې دي چې د هغه عروة الوثقی کتاب دومره اهمیت درلود چې هر چا غوښتل د مرجعیت مقام ته ورسیږي په هغه به یې تعلیقه لیکله.[۲۰] محمد غروي په معَ علماءِ النَّجفِ الاشرف،کتاب کې سید کاظم یزدي د علم او څېړنې سمندر او په معقول او منقولو علومو کې ماهر ګڼلی دی او لیکلې یې دي چې هغه په ټولو فقهي فروعاتو او د حدیثونو په متونو کې ذهني حضور درلود.[۲۱]
سید موسی شبیري د آقا ضیاء عراقي په واسطې نقلوي چې سید محمد کاظم یزدي تر اخوند خراساني زیات اعلم و او سبب یې په فقه کې د سید یزدي زیاته هڅه او د نظر ځیرتیا وه.[۲۲]
مرجعیت
سید محمدکاظم طباطبایی یزدي په ۱۳۱۲ق کال کې د میرزای شیرازي له وفاته وروسته مرجعیت ته ورسید. په دغه ورځو کې اخوند خراساني او شیخ محد طه نجف هم د شیعیانو ژوند مراجع وو چې د دغه دوو له وفاته وروسته سید محمد کاظم یزدي د خپلې زمانې یوازینۍ د تقلید مرجع شو.[۲۳] د هغه له وفاته وروسته مرجعیت میرزا محمد تقي شیرازي او سید اسماعیل صدر ته ورسېد.[۲۴]
استادان
- محمدباقر نجفی؛[۲۵]
- سید محمدباقر خوانساري، د روضاتْالجنات لیکوال؛[۲۶]
- سید محمدهاشم خوانساري؛[۲۷]
- ملامحمد جعفرآبادهاي؛[۲۸]
- مولی حسن بن محمد اردکاني، د هغه د ادبي علومو استاد ؛[۲۹]
- میرزا محمدحسن شیرازي؛[۳۰]
- شیخ مهدي جعفري؛[۳۱]
- شیخ راضي نجفي، فرزند شیخ محمد جعفري؛[۳۲]
- شیخ مهدي آلکاشفالغطاء.[۳۳]
شاگردان
د سید محمدکاظم یزدی د شاګردانو شمېر لکه څنګه چې د هغه د درنښت د غونډې په مقالو کې راغلې دي ۳۵۰ تنه ذکر شوی دی؛[۳۴] خو د یوې بلې څېړنې له مخې دهغه شاګردان لږ تر لږه ۷۵۰ کسان وو.[۳۵] ځینې شاګردان یې دا دي:
- محمدحسین کاشفالغطاء؛
- محمدتقي بافقي؛
- آقا ضیاء عراقي؛
- سید عبدالحسین شرفالدین؛
- سید حسین طباطبایي قمي؛
- سید محمد حسیني همداني؛
- شیخ محمدحسن نویسي؛
- سید حسن مدرس؛
- حسنعلی نخودکي اصفهاني؛
- سید محمدتقي خوانساري؛
- شیخ علیاکبر نهاوندي؛
- سید جمالالدین گلپایگاني؛
- مصطفی مجتهد تبریزي؛
- سید محسن امین؛
- سید محمد حجت کوهکمري؛
- آقابزرگ تهراني۳۶]
ځينو شیخ عبدالکریم حائري او سید حسین بروجردي د سید کاظم یزدې له شاګردانو ګڼلې دي. خو د موسی شبیري په نظر دا خبره غلطه ده او دا دوه د اخوند خراساني شاګردان وو.[۳۷]
آثار
اصلي مقالې: د سید محمد کاظم طباطبایي یزدي د آثارو لړ لیک او العروة الوثقی (کتاب)
ابوالحسني په فراتر از روش آزمونوخطا، کتاب کې د محمد کاظم یزدي لپاره ۲۵ فقهي او اصولي اثار یاد کړې دي.[۳۸] د هغه تر ټولو مشهور او مهم کتاب العُروَةُ الوُثقیٰ دی.[۳۹] دې کتاب په فقهي استدلالي مباحثو کې د عالمانو، مراجعو او فقیهانو لپاره چورلیزې مقام پېدا کړ او په لسګونو شرحې او پایڅوړونه پرې لیکل شوې دي.[۴۰] اهمیت یې تر دې حده دی چې د کتاب لیکوال د «صاحبْعُروه» په نوم یادول کیږي.[۴۱]
سیاسي دریځونه
ویل کیږي چې سید محمد کاظم یزدي، د خپلې زمانې د نورو مراجعو لکه اخوند خراساني په پرتله کم سیاسي فعالیت درلود او د هغه سیاسي فعالیت زیاتره د ټیلي ګراف د صادرولو او د بیانیې د لیکلو تر حده و؛ خو د یو لوی مرجع په توګه د فعالیت همدا اندازه ډېره مهمه وه.[۴۲] د سید محمد کاظمي ځینې سیاسي فعالیتونه په دې ډول دي:
د اسلامیه شرکت ملاتړ
په ۱۳۱۶ ق کال کې یو شمېر دیندارو کسانو د پردیو له اقتصادي نفوذ سره د مقابلې لپاره په اصفهان کې اسلامیه شرکت جوړ کړ.[۴۳] سید محمد کاظم طباطبایي یزدي له نورو عالمانو لکه آخوند خراساني، میرزا حسین نوري، شریعت اصفهاني او سید اسماعیل صدر سره یو ځای په لباس التقوی کتاب د تقریظ په لیکلو سره چې د دغه شرکت په ملاتړ کې او د داخلي محصولاتو اخستلو ته د خلکو د هڅولو لپاره لیکل شوی و، هغه تایید کړ.[۴۴]
د ایټالیا، روسیې او انګلستان د ښکېلاکګرو په خلاف فتوا
د ایټالیایي ځواکونو له خوا د لیبیا هیواد له نیواک او په ایران د روسي او انګریز قواوو له یرغله وروسته سید کاظم یزدي په ۱۳۲۹ ق کال کې یوه فتوا خپره کړه او پکې یې «له اسلامي هیوادونو د کفارو د شاته کولو» لپاره « د عربو او ایرانیو» ټولو مسلمانانو چمتووالی واجب وباله.[۴۵]
د انګلستان په خلاف د جهاد اعلان
په لومړي نړیوال جنګ کې او د انګلیسي ځواکونو له خوا د عراق په نیواک سره، سید محمد کاظم یزدي د میرزا محمد تقي شیرازي او شیخ الشریعه اصفهاني په شان عالمانو سره د انګلستان په خلاف د جهاد اعلان وکړ.[۴۶] د انګریزانو په خلاف په دغه جهاد کې یې زوی سید محمد شهید شو.[۴۷]
مشروطه
سید یزدي په مشروطه غورځنګ کې له شیخ فضل الله نوري سره غږمله و او له مجلسه ملاتړ یې له شرعي اصولو سره د هغه د مصوبو له پوره تطبیق او سمون سره مشروط ګاڼه. کله چې شیخ فضل الله د حضرت عبدالعظیم په حرم کې پرلتۍ ووهله، د هغه یې سخت ملاتړ وکړ.[۴۸]
کله چې مجلس په توپونو ووېشتل شو او کله چې اخوند خراساني د مشروطه د بیا ستنولو لپاره ډېره هڅه کوله، سید یزدي د مشروطه د ستنېدو د مخنیوي لپاره د مشروطه د حرمت فتوا ورکړه.
ټولنیز خدمات
ویل شوي چې سید محمد کاظمی یزدي د ښارونو او کلیو رغاونې ته ډېر پام کاوه او جوماتونه، حمامونه او کاروانسرایونه یې جوړ کړې دي. هغه همداراز د علمي ودانیو جوړولو ته اهمیت ورکاوه. د نجف تر ټولو مشهوره مدرسه چې اوس د سید د مدرسې په نامه پېژندل کیږي د هغه په همت جوړه شوې ده. هغه همداراز د نجف په العماره محلې کې د زایرانو د استوګنې لپاره یو ځای جوړ کړ چې «خانُالزائرین» نومېده او په ۱۳۸۴ ق کې په مدرسه بدل شو.[۵۱]
اخلاقي ځانګړنې
د تقلید شیعه مرجع سید موسی شبیري،نقلوي چې سید احمد خوانساري چې په خپله په زهد او تقوا مشهور و، د سید یزدي په تقوا باور درلود.[۵۲] همداراز وایي چې سید محمد کاظم یزدي ډېر د احتیاط خاوند و؛ په دې اندازه چې کله له دنیا لاړ شپږ زره نیابي لمونځونه او روژې ورسره پاتې وې؛ ځکه چې په نورو کسانو به یې په اسانه ډاډ نه پېدا کاوه.[۵۳]
درنښت
د ۱۳۹۱ لمریز کال په کب کې د سید محمد کاظم یزدي د شخصیت د درنښت په خاطر د «صاحب عروه نړیوال کانګرس» په نامه یو سیمینار په قم کې جوړ شو. په دې غونډه کې د ایران ، عراق او ځینو نورو هیوادونو عالمانو ګډون وکړ.[۵۴]
اړوندې لیکونه
کتاب فراتر از روش «آزمونوخطا»، لیک د علی ابوالحسنی؛[۵۵] کتاب السید محمدکاظم الیزدی، تألیف د عراقي لیکوال کامل سلمان الجبوری. په دې کتاب کې په عراق کې د سید محمد کاظم یزدي ټولنیزو فعالیتونو ته پام شوی دی. ۵۶] کتاب سید محمدکاظم یزدی فقه دوراندیش، لیک د مرتضی بذرافشان؛[۵۷] شکوه پارسایی و پایداری. دا کتاب د یزد ښاروالۍ د سید یزدي د مبارزو او اثارو په اړه خپور کړی دی.[۵۸]
فوټ نوټ
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اَعلام الشیعه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م
- ابوالحسنی، علی، فراتر از روش «آزمونوخطا»؛ زمانه و کارنامه آیتالله العظمی آقا سید محمدکاظم طباطبایی یزدی، «صاحبْعروه»، تهران، مؤسسه مطالعات تاریخ معاصر ایران، ۱۳۸۹ش.
- امین، سید محسن، اعیانالشیعه، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
- بذرافشان، مرتضی، سید محمدکاظم یزدی فقیه دوراندیش، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
- تبریزی خیابانی، علی، علمای معاصر، تهران، چاپ سنگی، ۱۳۶۶ش.
- حاتمی، حسین و حسن بهشتیسرشت، «تقابل و تعامل آخوند ملا محمد کاظم خراسانی و سید محمد کاظم یزدی در جریان انقلاب مشروطه»، در فصلنامه علمیپژوهشی علوم انسانی دانشگاه الزهرا(س)، ۱۳۸۷ش، ش۷۱.
- حائری، عبدالهادی، تشیع و مشروطیت در ایران، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۴ش.
- حبیبآبادی، محمدعلی، مکارمالآثار، اصفهان، ۱۳۵۱ش.
- سلیمانی بروجردی، میرزاعلی، «فهرستی از شاگردان صاحبعروه»، در نقد کتاب فقه و حقوق، شماره ۹و۱۰، بهار و تابستان ۱۳۹۶ش.
- شبیری زنجانی، سید موسی، جرعهای از دریا، قم، مؤسسه کتابشناسی، ۱۳۸۹ش.
- شرفالدین، عبدالله، مع موسوعات رجال الشیعة، لندن، الارشاد، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- شریف رازی، محمد، گنجینه دانشمندان، قم، ۱۳۷۰ش.
- صدر، حسن، تکملة اَمل الآمل، بیروت، دار المؤرخ العربی، چ۱، ۱۴۲۹ق.
- غروی، محمد، مع علماء النجف الاشرف، بیروت، دارالثقلین، چ۱، ۱۴۲۰ق.
- «کنگره بین المللی صاحبعروه؛ تجلیل از مقام شامخ آیةالله العظمی سید محمدکاظم یزدی(قدس)»، افق حوزه، ۲۲ فرورودین ۱۳۹۲ش، شماره ۳۶۱.
- مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانةالادب، تهران، کتابفروشی خیام، ۱۳۶۹ش.
- موسوی درودی، زهراسادات، «زندگینامه مختصر و سالشمار فعالیتهای علمی آیتالله العظمی طباطبایی یزدی، صاحب عروة الوثقی»، در مجله نقد کتاب فقه و حقوق، شماره ۹و۱۰، بهار و تابستان ۱۳۹۶ش.
- یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (محشیٰ)، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۲۱ق.