ګوتۍ بخښل

د wikishia لخوا

ګوتۍ بَخښَل د امام علي(ع) لخوا د خاتم(كړى) ورکولو کیسه ده چې د لمانځه په رکوع کې بيوزلو ته ورکوي. دا پیښه د شیعه او سني په روایي کتابونو کې را اخیستل شوې ده، او د مفسرینو په وینا، د دی پیښې په اړه د ولایت آیه نازل شوی ده. له خاتم بخښنی څخه د امام علي(ع) د فضیلتونو په توګه یادولي شوي ده.

د شیعه ځینې فقیهانو د امام علی(ع) ګوتی بخښل اشاري ته ویلي دي؛ چې د بدن کوچني حرکتونه لمونځ ته زیان نه رسوی. ځینویی استدلال کړیده چې په لمانځه کې د نورو غږونو اوریدل د لمانځه پرمهال د حضرت علي(ع) د عرفانې حالتونو سره سمون نه لری. په ځواب کې، ویل شوی ده: چې د حضرت علي(ع) لمونځه او هم د هغه انفاق او بخښنه، د خدای لپاره و، له همدې امله، د دواړو ترمینځ هیڅ توپیر شتون نلري.

پیښي

د ځینې روایتونو په وینا؛ یوه ورځ یو بی وزله سړی د پیغمبر(ص) جومات ته ننوتل او دمرستې غوښتنه یې وکړه؛ مګر هیچا هغه ته هیڅ ونه ویل. هغه خپل لاس آسمان ته پورته کړ او ویې ویل: "خدایه! ته شاهد اوسئ چې ما ستاسو د پیغمبر په جومات کې د مرستې غوښتنه وکړم؛ مګر هیچا ماته هیڅ نه ورکړه. په ورته وخت کې، علي(ع) چې د رکوع کولو په حالت کی و، د ښي لاس په کوچنۍ ګوتو ته اشاره کړه، بی وزله سړی نږدې شو او كړى یې له لاس څخه واخیسته.[۱] شیخ مفید، د دې کیسې تاریخ د د ذی‌الحجه میاشت په ۲۴ورځ کې ګني.[۲] د بل بیان له مخې، پیغمبر(ص) امام علي(ع) ته په یمن کی واستاوه، کله چې هغه مکې ته ورسید، د لمانځه په رکوع حالت کې و، چې خپلې كړى یې بې وزلو سړی ته ورکړه.[۳] فیض کاشاني(مړ شوی ۱۰۹۱ ق.) احتمال ورکړیده چې آیت د دوهم كړى له بښلو وروسته نازل شوی وي.[۴]

ډیری شاعرانو د امام علی(ع)خاتم بخښلي په اړه شعرونه، لوستلي دی. محمد حسین شهریار، د هغه یو څه مشهور شعر، د حضرت علي(ع) خاتم بخښلی ته ګوټه کړیده.

برو ای گدای مسکین در خانه علی زن
که نگین پادشاهی دهد از کرم گدا را[۵]

ژباره: "ای بی وزله سوالګره د علی کور دروازی ته لاړشئ؛

چې له خپل کرم څخه، سوالگر ته پاچاهی نگین ورکوي،"

حسان بن ثابت، د اسلام په تاریخ کې لوی او مشهور شاعر، د امام علي(ع) د دې فضیلت په اړه، هغه د شعر په یوه برخه کې هم وايي: ای ابو الحسنه! زما ژوند او زما کورنۍ د ستا په قربان کي، او هرڅوک‌ چې د لارښود په لاره کې وي نرم ګام او ګړندي دي. آیا ستاسو د مینه والو، ستاینه دستاسو په حق کې له مینځه یوسي؟ دا ستاینه، د خدای په مخکې، هیڅکله به له مینځه نه یوسي. تاسو هغه څوک یاست چې په رکوع کې بخښلي دی. عليه! هرڅوک د ستا جار شي. ای غورنۍ رکوع کونکیه! خدای غوره ولایت د ستاسو په شاءن کې واستاوه او هغه د دین په ولاړ قوانینو کې یې تشریح کړه. [یادونه۱][۶]

د ولایت آیت نزول

د دی آیت نزول په اړه مفسرینو «إِنّما وَلیکُمُ اللهُ و رَسولُهُ والّذینَ ءَامَنوا الَّذینَ یقِیمُونَ الصَّلوةَ و یؤتُونَ الزَّکوة و هُم راکِعونَ؛ ستاسو ولې یوازینې خدای(ج)، رسول الله(ص) او مؤمنان دی، هغه څوک چې لمونځونه یې کړي او په رکوع کې زکات ورکوي.»[۷] د ولایت آیت، د نزول شاءن په مشهور نږدی کې، د حضرت علي(ع) خاتم بخښلی کیسه په اړه ګنل کیږي.[۸] د اهل سنت متکلم، قاضی عضدالدین ایجی په وینا؛ د دی آیت په نزول کې مفسرانو دعلي(ع) شاءن کې اجماع (اتفاق) لری؛[۹] هرڅو، ځینې د اهل سنت تفسیرونه ښودلې چې د ولایت آیت د نورو خلکو په اړه ښکته شوی دی.[۱۰]

ډیری صحابي لکه ابن عباس،[۱۱] عمار،[۱۲][۱۲] ابوذر،[۱۳] انس بن مالک،[۱۴] ابورافع مدني[۱۵] او مقداد[۱۶] د ولایت آیت ښکته کې د حضرت علي(ع) په شاءن او د خاتم بخښلي وروسته ګنلي دي. د علی(ع) خاتم بخښني پیښې په شیعه او اهل سنت روایي او تفسیري کتابونو کې ذکر شوې دی.[۱۷]

د كړى ځانګرني

له امام صادق(ع) روایت شوه چې د كړى حلقي وزن چې حضرت علي(ع) بې وزلو ته ورکړی، څلور مثقالونه او دهغه نگین وزن يي پنځه مثقالونه او د هغې جنسي سره یاقوت و. او قیمت یې د شام مالیی (۳۰۰ ځله د سپینو زرو د اوښ بار او ۴ ځله د سرو زرو د اوښ بار) سره مساوي دی. دا كړى د مروان بن طوق لپاره وه، څوک چې د حضرت علي(ع) لخوا په جګړه کې وژل شوی و. حضرت علي هغه ته د جګړې غنیمت په توګه رسول الله(ص) ته یوسي او پیغمبر هم هغه ته د ډالۍ په توګه وړکړ.[۱۸] د کړی ارزښت په اړه چی امام علی(ع) انفاق کړی و ډیری نرخونه شتون لري چې ځینې وختونه غیر واقعي وي، او هغه څه چې ډیر منطقي ښکاريږی دا دی چی باید هغه، خورا ګران کړې نه وي چې د امام د عمل ارزښت، د کړی ارزښت سره اړوند شي، مګر هغه څه چې د امام کړنه د آیت نزول، وړ ګرځوي. د امام بې ساري اخلاص، د خدای اقدس ذات ته پاملرنه او د هغه رضایت اخیستل دی. د حلقې جنس په اړه د مجمع البیان په تفسیر کې، یوازې سپینه زرو یادوني شوه او نور توضیحات یې ندي ورکړل شوي.[۱۹] [یادونه۲]

فقهی کارولې

ځینې شیعي فقیهانو د علی(ع) کړی بخښلي د رکوع په حالت کې پر استناد ویلی ده: چې د بدن کوچني او جزئی حرکتونه لمونځ ته نه زیان رسوي او باطل نه کوی؛[۲۰] ځینې د دې ثابتولو لپاره چې نیت د زړه کړنه ده او په ژبه خبری کول ته اړتیا نلري، د دی پیښي پر بنسټ استدلال کړیده؛[۲۱] همداسې، په دې پاملرنه چې آیت د زکات په نوم، خاتم بخښلي ته اشاره کوي، له دې کیسې څخه، دې پایلې ته رسیدلي چې زکات، مستحبی صدقی(خیرات) ته هم شاملیږي.[۲۲]

ځینو ویلي چې بې وزلو ته پاملرنه او په لمانځه کې د هغه غږ اوریدل، د لمانځه پرمهال د حضرت علي(ع) لخوا روایت شوي، عرفانی او صوفیانه حالتونو سره موافق ندي. په ځواب کې، وویل؛ چې د حضرت علي(ع) لمانځه او د هغه انفاق کول،‌ دواړه د خدای لپاره وو؛ له همدې امله، د خدای رضایت ته د لمونځ کولو او په همدی مهال د بی وزله غږ په اوریدو کې هیڅ تضاد شتون نلري؛ لکه څنګه چې پیغمبر(ص) د لمانځه پرمهال د ماشوم ژړا واوریدله او د پخوا په پرتله یې، خورا ژر لمانځه پای ته ورسوله.[۲۳] علامه مجلسي وویل؛ چې په لمانځه کې بل عبادت ته پاملرنه، د لمانځه له بشپړتیا او په هغې کې د زړه حضور سره مخالفت او توپیر نه لري. [۲۴] ځینې عارفان، د امام علي(ع) کړنه هم توجیه کړی، د دې ټکې سره چې یو قوي روح کولۍ شي په بشپړ توکه او بشپړ پاملرنه سره په یو وخت کې له یو څخه ډیر کار وکړي. په دې اساس، د انفاق په شیبه کې، هغه د عبادت او بشپر پاملرنه په معبود کې نه وتل شوی.[سرچیني ته اړین]

فوټ نوټ

  1. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۰۹-۲۳۹.
  2. شیخ مفید، مسار الشیعه، ۱۴۱۴ق، ص۴۱.
  3. ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۵۴.
  4. فیض کاشانی، تفسیر صافی، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۴۶.
  5. گنجور؛ غزلیات، غزل شماره۲.
  6. التستري، القاضي نور الله،إحقاق الحق و إزهاق الباطل، ج۲، ص۴۰۲
  7. سوره مائده، آيه۵۵.
  8. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۰۹-۲۳۹.
  9. ایجی، شرح المواقف، عالم الکتب، ص۴۰۵.
  10. طبری، جامع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۴۲۵.
  11. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۳۲.
  12. سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۱۰۶.
  13. ابن تیمیه، تفسیر الکبیر، ۱۴۰۸ق، ج۱۲، ص۲۶.
  14. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۲۵.
  15. طبرانی، المعجم الکبیر، بی‌تا، ج۱، ص۳۲۰-۳۲۱، ح۹۵۵۹.
  16. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۲۸.
  17. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۱۰۵؛ ابن ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۱۶۲؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۴، ج۶، ص۳۹۰.
  18. بحرانی، البرهان، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۲۶-۳۲۷؛ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۲۵۹-۲۶۰.
  19. طبرسی، مجمع البیان، ج۳، ص۲۶۳.
  20. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۱۵۸؛ فاضل کاظمی، مسالک الافهام، ج۱، ص۲۴۴.
  21. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۱، ص۲۸۱؛ استرآبادی، آیات الاحکام، ۱۳۹۴ق، ص۲۴۴.
  22. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۱۵۸.
  23. طبسی، نشان ولایت و جریان خاتم‌بخشی، ۱۳۷۹ش، ص۴۹.
  24. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۱۰ق، ج۸۱، ص۲۸۱.

سرچينې

  • ابن ابی‌حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم مسندا عن رسول الله والصحابة والتابعین، تحقیق اسعد محمد الطیب، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۱۹ق.
  • ابن تیمیه، احمد، تفسیر الکبیر، تحقیق: عبدالرحمن عمیره، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.
  • استرآبادی، محمد بن علی، آیات الاحکام فی تفسیر کلام الملک العلام،تصحیح: محمدباقر شریف‌زاده گلپایگانی، تهران، کتابفروشی معراجی، ۱۳۹۴ق.
  • ایجی، عبدالرحمن، المواقف فی علم الکلام، بیروت، عالم الکتب، بی‌تا.
  • بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، تصحیح: قسم الدراسات الاسلامیة، مؤسسة البعثة، قم، مؤسسة بعثة، ۱۳۷۴ش.
  • حاکم حسکانی، عبیدالله، شواهدالتنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، چاپ دوم، قم، مجمع احیاءالثقافة الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • حلی(فاضل مقداد)، مقداد بن عبدالله، کنزالعرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، ۱۴۲۵ق.
  • سیوطی، جلال الدین، الدرالمنثور فی التفسیر بالماثور، بیروت،‌ دارالفکر، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، مسار الشیعه، بیروت، دار المفید، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • طبرانی، سلیمان احمد، المعجم الکبیر، تحقیق: حمدی عبدالمجید السلفی، چاپ دوم، بیروت،‌ داراحیاء التراث، بی‌تا.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان عن تاویل القرآن، بیروت،‌ دارالفکر، ۱۴۰۸ق.
  • طبسی، محمدجواد، نشان ولایت و جریان خاتم‌بخشی، فرهنگ کوثر، ش۴۸، اسفند ۱۳۷۹ش.
  • فاضل کاظمی، جواد بن سعد اسدی، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، بی‌جا، بی‌تا.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسة الطبع و النشر، ۱۴۱۰ق.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، ۱۴۰۸ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال(ط-القديمة)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.