ابوبکر مخزومي

د wikishia لخوا

په راهِب قریش(وفات۹۳-۹۵ق) مشهور اَبوبَکر مَخزومي د مدینې له اوه ګونو فقیهانو او تابعینو څخه و. هغه په مکه کې له امام حسین(ع) سره کتنه وکړه او له هغه حضرته یې وغوښتل چې کوفې ته لاړ نه شي. هغه د دغه نصیحت سبب خپلوي وبلله ځکه چې دواړه له قریشو قبیلې وو.

زوکړه او وفات

ابوبکر مخزومي په مدینه کې‎ د اهل سنتو له اوه ګونو فقیهانو [یادداشت ۱] او د قریشو له بزرګانو و. هغه د عمر بن خطاب په زمانه کې پېدا شو او په ۹۳ یا ۹۴ او یا ۹۵ ق کال کې وفات شو.[۱]

نوم، نسب شهرت

د ابوبکر مخزومي د نوم او کنیت په اړه اختلاف دی؛ په تهذیب التهذیب کې راغلي چې ځینو یې نوم محمد او کنیت ابوبکر او ځینو نور یې نوم ابوبکر او کنیت ابوعبدالرحمان ذکر کړی دی. ابن حجر وايي چې ابوبکر نوم او کنیت دواړه وو.[۲]

د ابوبکر پلار، عبدالرحمن بن حارث بن هشام و.[۳] چې د ابو بکر بن حارث بن هشام په نوم هم یاد شوی دی.[۴] حارث بن هشام د بني محزوم له قبیلې و چې له خپل ورور ابوجهل سره په بدر غزا کې د مشرکانو په لیکو کې و، په دې جنګ کې ابو جهل ووژل شو او حارث وتښتېد.[۵] هغه د احد په جنګ کې هم د مشرکانو په صف کې و او د مکې په فتحه کې یې اسلام قبول کړ.[۶]

بني مخزوم قبیلې ته د انتساب په وجه په ابوبکر مخزومي مشور و. همداراز د ابن حجر عسقلاني په وینا، له دې امله چې زیات لمونځونه به یې کول نو خلکو ته ورته د قریشو راهب ویل.[۷]

له امام حسین(ع) سره ملاقات

ابوبکر مخزومي د کربلا په پېښه کې له امام حسین(ع) سره کتنه وکړه او د نصیحت له مخې یې له هغه حضرته وغوښتل چې کوفې ته له تګه ډډه وکړي. هغه د خپل نصیحت سبب له امام حسین(ع) سره خپلوي اعلان کړه او له امام علي(ع) او امام حسن(ع) سره د کوفې د خلکو د بې وفایۍ یادونه یې وکړه. امام حسین د هغه له نصیحته مننه وکړه. د څلورمې قمري پېړۍ شیعه تاریخ لیکونکي علي بن حسین مسعودي د هغه او د امام حسین(ع) د خبرو اترو متن راپور کړی دی.[۸]

روایت

ابوبکر مخزومي د اهل سنتو د حدیثونو له راویانو ګڼل کیږي. هغه له خپل پلار، ابو هریره، عمار بن یاسر، نوفل بن معاویه، عایشه، ام سلمه، ام معقل اسدی، عبدالرحمن بن مطیع، ابی‌مسعود انصاری او نورو روایتونه نقل کړي دي همدارا د زهری، عمر بن عبدالعزیز او حکم بن عتیبه په شان کسانو له هغه روایتونه کړې دي. د هغه روایتونه د اهل سنتو په سرچینو کې راغلي او ځینو اهل سنتو رجالیانو هغه ثقه ګڼلی دی: د ابن حجر د راپور له مخې، ابن حبان هغه د ثقاتو په ډله کې راوستی دی.[۹] خو په شیعي سرچینو کې له امام حسین سره د هغه خبرو اترو ته اشاره شوې ده.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۲۸.
  2. ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق-۱۹۸۴م، ج۱۲، ص۲۸.
  3. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۲۷؛‌ ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق-۱۹۸۴م، ج۱۲، ص۲۸.
  4. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۵۶.
  5. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰۱.
  6. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰۲.
  7. ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق-۱۹۸۴م، ج۱۲، ص۲۸.
  8. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۵۶.
  9. ابن حجر، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق-۱۹۸۴م، ج۱۲، ص۲۸.
  10. بېلګه په توګه وګورئ:‌ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۵۶.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۹۸۹م/۱۴۰۹ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، بیروت، دارالفکر للطباعه و النشر و التوزیع، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۴م.
  • ابن‌عبد البر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • پاکتچی، احمد، مدخل اسلام در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق: اسعد داغر، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.