استدراج
اِسْتِدْراج یا اِمْلاء یا اِمْهال د الهی سنتونو څخه، چې معنی یې په تدریجي ډول ورو ورو الهي عذاب ته نږدې کیدل دي. دا د هغه کافرانو او ګناهکارانو لپاره یو ځانګړی عذاب دی چې د خدای د نعمتونو شکر نه ادا کوي او څومره چې ګناه کوي هغومره ورته نور نعمتونه ورکول کیږي چې ورسره د دوي غرور او غفلت نور هم زیات شي او په پایله کې ډیر په دردناک غذاب اخته کیږي. د ځینو څیړونکو په اند په قرآن کریم کې د فردي استدراج سربیره ټولنیز استدراج هم ذکر شوی دی. لکه څنګه چې د حج سوره په 48 آیت کې، خدای پاک د هغه ښار خلکو ته د مهلت ورکولو په اړه خبرې کوي چې ظالمان وو او اخر دا چې عاقبت او خاتمه یې بده شوه.
د نعمتونو درلودل پخپله په استدراج دلالت نه کوي. بلکه د یو شخص د نعمتونو په وړاندې عکس العمل دا ټاکي چې آیا دا سړی په استدراج اختیه شوی که نه. كه څوك د خداى د شكر پر ځاى فسق او كفر وكړي؛ خو بیا یې نعمتونه زیاتیږي نو په استدراج اخته شوی دی. همدارنګ ویل کیږي چې د ګناهکارانو لخوا غیر معمولي کارونه کول هم د استدراج نښه ده. «استدراج، سقوط گامبهگام»، کتاب د استدراج په هکله یوه څیړنه ده چې د «مرکز فرهنگ و معارف قرآن» لخوا د استدراج په اړه شوې ده.
استدراج، د خدای عذاب ته تدریجي نږدی کیدل
«کله چې یو بنده ګناه وکړي، خو له بلې خوا یې برکت زیاتیږي او دا نعمت هغه د استغفار کولو څخه منع کوي، دا استدراج دی او هغه سړی له داسې ځایه په تدریج اخته شوی چې نه پوهیږي»
استدراج هغه اصطلاح ده چې له قرآن څخه اخیستل شوې ده[۱] معنی یې په تدریجي ډول یو څه ته نږدې کیدل دي.[۲] استدراج په اسلامي کلتور کې د الله تعالی له سنتو څخه یو سنت دی. په دې معنا چې الله تعالی بې پروا ګناهګاران په تدریج سره په عذاب اخته کوي؛ يعنې څومره چې زیات ګناهونه کوي هغومره زيات نعمتونه ورته ورکوي او له دې امله هغه لا زيات مغرور او غفلت کې اخته کيږي او په نتيجه کې به هغوي نور سخت عذاب ولري.[۳]
د استدراج مفهوم په قرآن کې دوه ځله د «سَنَسْتَدْرِجُهُم» فعل په توګه کارول شوی دی (موږ یې په تدریجي ډول هغوي نیسو): یو په اعراف سوره کې، په 182 آیت کې او بل د قلم سوره په 44 آیت کې. دواړه آيتونه د كافرانو په اړه دي[۴] د اعراف د سورت په ۱۸۲ آيت كې راغلي دي: هغه كسان چې زموږ آيتونه يې تكذيب كړل، موږ به هغوى ته له هغه ځايه په تدريجي ډول عذاب وركوو چې نه پوهېږي»
قرآني مفاهيم د استدراج څرګندونکي
د قرآن په نورو آيتونو کې دا مسله پرته له دې چې د استدراج کلمه ذکر شي، ذکر شوې ده.[۵] په قرآن کې د «اِملاء» (وخت ورکول) او «اِمهال» (مهلت ورکول) مفهوم هم د استدراج په سنت دلالت کوي.[۶]
د هغو آیتونو له جملې څخه چې علامه طباطبایی په تفسیر المیزان کې د استدراج سنت بیان کړی، د سورة آل عمران ۱۷۸ آیت دی:[۷] او بې له شکه کوم کسان چې کافران شوي دي هغوي دې دا فکر نه کوي چې موږ مهلت ورکوو دا د دوي لپاره ښه نه ده؛ موږ دوي ته د دې لپاره مهلت ورکوو تر څو دوي خپل ګناهونه زیات کړي، او بیا به د دوی لپاره سپکونکی عذاب وي.»[۸]
ټولنیز استدراج
د ځینو څیړونکو په اند په قرآن کریم کې د فردي استدراج سربیره ټولنیز استدراج هم ذکر شوي دي. له هغو دلائلو څخه چې دوي یې د دې ډول استدراج لپاره ذکر کوي د حج سوره 48 آیت دی:[۹] "او کیدی شي یو ښار چې ما ورته مهلت ورکړی و په داسې حال کې چې هغه ظالم و، نو ما هغوي [له ګریوانه] ونیول او اخري راتږ یې زما په لور دی.[۱۰]
د استدراج نښې
د روایتونو له مخې، کله کله نعمتونه د استدراج نښه ده. کلیني له امام صادق(ع) څخه نقل کړي دي چې کوم څوک چې ګناه کوي خو خدائ پاک هغه ته مهلت ورکوي او بيا هم خپل نعمتونه ورکوي داسې چې هغه له استغفاره غافلیږي، نو دا کس په استدراج اخته شوی دی.[۱۱] همدارنګ په نهج البلاغې کې راغلي دي: که خداي پاک ظالم ته څو ورځې مهلت ورکړي نو هیڅکله د هغه د استیضاح او سزا ورکولو فرصت له لاسه نه ورکوي.[۱۲] [یادونه 1]
همدارنګه په كافي كتاب كې د يو حديث له مخې يو سړى امام صادق(ع) ته وايي: ما له خدايه مال وغوښت، شتمني یې راكړه، ماشوم مې وغوښت، ماشوم یې راكړ او له خدايه مې یو کور وغوښت هغه یې راکړ. اوس زه ویریدم چې د دې دعاګانو قبلیدل د استدراج له سببه وي. امام صادق په ځواب کې فرمايي: که د دې نعمتونو شکر وباسې، نو دا استدراج نه دی.[۱۳]
فخر رازي چې په شپږمه هجري قمري پېړۍ کې له سني مفسرینو او متکلمانو څخه و، په دې باور دی چې د ګناهکارو کسانو د غیر معمولي کارونو د ترسره کولو وړتیا درلودل د استدراج یوه بېلګه ده.[۱۴]
د مرتضی مطهري په وینا، یوازی د نعمتونه درلودل د استدراج نښه نه ده. بلکې د نعمتونو په وړاندې زموږ له عکس العمل څخه څرګندیږي چې مونږ په استدراج اخته یوو که نه. که موږ د نعمتونو شکر ادا کړو او په داسې طریقه مو مصرف کړل چې خدای یې خوښوي، نو دا استدراج نه دی؛ خو كه په نعمتونو سره په غرور اخته شو، يا مو د هغو په كارولو كې اسراف وکړ، او يا مو په نامشروعه لار کې استعمال كړل، نو په استدراج كې اخته شوي یوو.[۱۵]
ځانګړی لیکلنی
کتاب «استدراج، سقوط گامبهگام»، د استدراج په اړه یوه مفصله او خپلواکه څیړنه ده چې «مرکز فرهنگ و معارف قرآن» لخوا ترسره شوی او په 1386 کې خپور شوی دی. په دې کتاب کې د استدراج معنی، د استدراج د مجازاتو سختي، د استدراج عوامل او نښې په څیر موضوعات بیان شوي دي.
فوټ نوټ
- ↑ معموری، «بررسی سنت استدراج در قرآن و میراث تفسیری»، ص۱۰۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۴۶.
- ↑ وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۳۳و۳۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۳۲.
- ↑ معموری، «بررسی سنت استدراج در قرآن و میراث تفسیری»، ص۱۰۵.
- ↑ معموری، «بررسی سنت استدراج در قرآن و میراث تفسیری»، ص۱۰۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۷۹.
- ↑ ترجمه فولادوند.
- ↑ معموری، «بررسی سنت استدراج در قرآن و میراث تفسیری»، ص۱۱۵.
- ↑ ترجمه فولادوند.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۵۲.
- ↑ صبحی صالح ،نهج البلاغه ،خطبه ۹۷
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۹۷.
- ↑ فخرالدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۴۳۱.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۷، ص۶۲۶.
سرچينې
- طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- فخر رازی، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، چاپ چهاردهم، ۱۳۹۰ش.
- معموری، علی، «بررسی سنت استدراج در قرآن و میراث تفسیری»، مطالعات قرآن و حدیث، ش۱، ۱۳۸۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
بهرنۍ لینک
- مقاله استدراج، (د قرانکریم انسائیکلوپیډیا، دریم ټوک.)دایرة المعارف قرآن کریم، جلد سوم.