التفسیر و المفسرون (کتاب)

د wikishia لخوا
د التفسیر و المفسرون کتاب

التَفسیر وَ المُفَسِّرون فی ثَوبِه القَشیب، کتاب په عربۍ ژبه د محمد هادي معرفت (۱۳۸۵ش) په لاس لیکل شوی، په تفسیر کې د شیعو د اصولو او بنسټونو د دفاع په غرض، او د محمد حسین ذهبي د التفسیر و المفسرون کتاب په ځواب کې چې هغه د مصر د الازهر پوهنتون له عالمانو څخه دی، لیکل شوی دی.

کتاب په دوه ټوکونو کې لیکل شوی؛ په لومړي ټوک کې د تفسير، تأویل او د تفسير د ډولونو تر څنګ، د رسول الله(ص)، د هغه د صحابه او تابعینو په زمانه کې د قرآن کريم د تفسير تاريخي بهير هم بيان شوی او د قرآن کریم په تفسیر کې د اهل بیتو رول ته هم پاملرنه شوې ده. له تابعینو وروسته دوره کې د مشهور مفسرینو پیژندنه د کتاب د لومړي ټوک بله برخه ده. په دوهم ټوک کې د اثري تفسیر په اړه ځینې مطلبونه او همدارنګه په نقلي تفسیر کې د جعلي او اسرائیلیاتو څیړنه شامله ده. د شيعه او سني تفسير تر ټولو مهم اثار په دې ټوک کې معرفي شوي دي.

څیړونکو د شیعه تفسیر د اصولو او اساساتو څخه دفاع، د پراخو او معتبرو منابعو څخه ګټه اخیستل، اسرائیلیاتو ته پاملرنه او همدارنګه نوښت د التفسیر والمفسرین کتاب ځینې ځانګړتیاوې ګڼلي دي. او په دې کتاب باندې یې دا اعتراضونه وارد کړي دي چې د مصر او یمن تفسیري مکتبونو ته په کې پاملرنه نه ده شوی.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد هادي معرفت

محمد هادي معرفت (۱۳۰۹-۱۳۸۵ش)، حدیث‌ پوه، د شیعه فقیه او د قرآن مفسر دی.[۱] هغه د التفسیر والمفسرون پرته نور کتابونه هم د قرآن مجید په هکله لري لکه: التمهید فی علوم القرآن،[۲] التفسیر الأثری الجامع،[۳] شبهات و ردود حول القرآن[۴] و صیانة القرآن من التحریف.[۵] او همدارنګ په فقه او اصول فقه کې هم کتابونه لري.[۶]

د کتاب مینځپانګه او ترتیب

«التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب»(تفسیر او مفسران په نوي جامه کې) یو داسې کتاب دی چې په قرآنۍ علوم کې په دوه ټوکه کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې یوه سریزه ده چې په کې د کتاب د لیکلو سبب او د کتاب ځانګړتیاوې ذکر شوي دي.[۷] د محمد هادي معرفت په وینا په دې کتاب کې د «التفسیر و المفسرون» ځواب دی چې کوم محمد حسین ذهبی (۱۳۳۳-۱۳۹۷ق) لیکلی دی چې هغه د الازهر پوهنتون له استاذانو و، او همدارنګ د «مذاهب التفسیر الإسلامی»، ځواب هم دی چې عبد الحلیم نجار لیکلی دی. چې د محمد هادي معرفت په اند باندې په دې کتاب کې غیرواقعی او د اسلام او شیعو خلاف مطلبونه لیکلي شوي دي.[۸]

د کتاب د لومړي ټوک درې فصلونه د تفسير د تعريف، شرايطو او ډولونو او همدارنګه د تفسير او تأويل تر منځ د اړيکو او همدارنګه د قرآن کريم د بيان د طريقې په اړه دي.[۹] د لومړي ټوک په نورو دریو فصلونو کې د قرآن کریم د تفسیر تاریخ بهیر د پېغمبراکرم(ص)، صحابه او تابعينو په وخت کې يادونه شوې ده او د قرآن کريم په تفسير کې د اهل بيتو(ع) رول هم په کې بيان شوى دى[۱۰]په نهایت کې د لومړي ټوک اووم فصل د تابعین څخه وروسته د مشهور مفسرانو په اړه دی.[۱۱] خو د دې فصل د تتمه د دویم ټوک په پیل کې راوړې شوې ده.[۱۲]

د التفسير و المفسرون دويم ټوک دوه برخې لري؛[۱۳] لومړۍ برخه يې د اثري او نقلي تفسير په اړه ده، چې په دې برخه کې محمد هادي معرفت په نقلي تفسير کې د ضعفونو او د جعل او اسرائيلیاتو بیان کړی دی. او همدارنګه د شيعو او اهل سنتو تر ټولو مهم روايي تفسيرونه، د هجرت له درېيمې پېړۍ دیخوا بیان کړي دي.[۱۴] په دويمه برخه کې د اجتهادي تفسير د طريقې په اړه، او د فقهي، علمي، ادبي، لغوي، ترتیبي، موضوعي، ټولنیز او عرفاني تفسیرونو د طریقو په هکله خبرې کړي دي.[۱۵]

ځانګړتیاوې او نیوکې

له پراخو منابعو څخه کار اخیستل، نوښت، له شیعیت څخه دفاع او اسرائیلیاتو ته پاملرنه د التفسیر و المفسرون کتاب له مثبتو ځانګړنو څخه دي. همدارنګه په مختلفو ځایونو کې د تفسیر مکتبونو ته پاملرنه نه کول او همدارنګه په مدینه کې د امامانو(ع) تفسیري هڅو ته اشاره نه کول، دا په دې کتاب باندې ځینې نیوکې دي. د کتاب ځینې ځانګړنې او ښایستونه په لاندې ډول دي:

د پراخو او باوري سرچینو کارول؛ آیت الله معرفت د دې کتاب په لیکلو کې د قرآني علومو، تاریخي، او انیسکلوپیډیا په شمول له ۵۰۰ څخه زیاتې سرچینې کارولې دي.[۱۶]

نوښت؛ او د نوي نظریو بیانول،[۱۷] چې په هغو کې تاویل ته پاملرنه او د هغو د قواعدو بیانول، د قرآن په تفسیر کې د اهل بیتو(ع) رول او په اجتهاد او اثري ډولونو د تفسیر د میتودونو ویشل شامل دي.[۱۸]

اسرائيلیاتو او جعلي روايتونو ته پاملرنه؛ چې د شيعه او سني روایي تفسيرونو یو افت دی[۱۹]

د شیعه لومړی کار؛ کتاب التفسیر و المفسرون، د قرآن کریم د علمونو او تفسیر په اړه د شیعه لومړی خپلواک کار ګڼل شوی دی؛ ځکه تر هغه وخته پورې په دې برخه کې بیان شوي مطلبونه غیر متمرکز او خپاره واره وو.[۲۰]

د شیعه مذهب دفاع؛ د دې کتاب له مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږي. ځکه محمد هادي معرفت دغه کتاب د محمد حسین ذهبي د لیکل شوي کتاب التفسیر و المفسرون په ځواب کې او د شیعه د تفسیری مکتب په دفاع کې لیکلی دی.[۲۱] محمد حسین ذهبي په خپل کتاب کې د شيعه تفسير په بنسټونه او په اصولو نیوکه کړې ده. او د دې په ضمن کې یې د مشهور تفسيرونه چې شيعو لیکلي دي ذکر کړی دی لکه: مرآة الانوار، مجمع البيان، الصافي في القرآن، او د امام حسن عسکري(ع) تفسير او په دې تفسیرونو یې نيوکه هم کړې ده، او د ځينو په  څیړونکو په اند، د هغه انتقادونه له تعصب څخه او غیر عادلانه وو.[۲۲]

په دې کتاب باندې ځینې نیوکې دا دي:

ټولو تفسیري مکتبونو ته شامل نه دی؛ محمدهادی معرفت د تفسیری مکاتبو په معرفي کې یوازې د مکې، مدینې، کوفې، شام او بصرې په ښارونو بسنه کړې ده او د مصر او یمن د تفسیري مکتبونو نامې یې نه دي اخستی.[۲۳]

په مدینه کې د اهلبیتو علیهم السلام حضور ته اشاره نه کول؛ په التفسیر و المفسرون کتاب کې په مدینه کې د اهل بیتو علیهم السلام حضور او د هغوي قرآنی مسلو ته ځواب ورکولو ته اشاره نه ده شوې.[۲۴]

چاپ او د فارسۍ ترجمې

التفسیر و المفسرون کتاب، چې آیت الله معرفت لیکلی دی، د دفتر نشر دانشګاه علوم اسلامي رضوي له خوا په مشهد کې چاپ شوی دی. او همدارنګ د فارسۍ ژباړه یې اضافاتو سره په دوو ټوکو کې د «تفسیر و مفسران»، تر عنوان لاندې د «مؤسسة التمهید» له خوا په ۱۳۸۰ش کال کې چاپ شوی دی.[۲۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۷۷ و ۱۸۱.
  2. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۸۲.
  3. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۹۵.
  4. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۸۹.
  5. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۸۷.
  6. بهجت‌پور، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۸۱-۱۸۲.
  7. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳.
  8. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۴.
  9. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۳-۱۶۸.
  10. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۶۹-۵۶۵.
  11. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ۳۱۳-۴۵۲.
  12. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۷.
  13. معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۰و ۳۵۴.
  14. معرفت، التفسیر و المفسرون،۱۴۱۸ق، ج۲،ص۲۱-۳۴۷.
  15. معرفت، التفسیر و المفسرون،۱۴۱۸ق، ج۲، ص۳۵۴-۵۸۷.
  16. مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه الشقیب، ۱۳۸۴ش، ص۴۸.
  17. مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه الشقیب، ۱۳۸۴ش، ص۴۹.
  18. مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۳۸۴ش، ص۴۹؛ معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص ۱۶۹-۵۶۵؛ معرفت، التفسیر و المفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۳۵۴-۵۸۷.
  19. علیزاده، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب در بوته نقد و معرفی، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۰.
  20. علیزاده، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب در بوته نقد و معرفی، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۱.
  21. سبحانی، سخنرانی آیت الله سبحانی در نکوداشت استاد معرفت، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۴۷-۴۸؛ مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۳۸۴ش، ص۴۸.
  22. مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۳۸۴ش، ص۴۸.
  23. علیزاده، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب در بوته نقد و معرفی، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۲.
  24. علیزاده، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب در بوته نقد و معرفی، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۳.
  25. مؤدب، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۳۸۴ش، ص۵۱.

سرچينې

  • بهجت‌پور، عبدالکریم، سیری در زندگی علمی آیت الله معرفت، در معرفت قرآنی: یادنگار آیت الله محمدهادی معرفت، به کوشش علی نصیری، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • سبحانی، جعفر، سخنرانی آیت الله سبحانی در نکوداشت استاد معرفت، در معرفت قرآنی: یادنگار آیت الله محمدهادی معرفت، به کوشش علی نصیری، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • علیزاده، میرزا، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب در بوته معرفی و نقد، در مجله الهیات و حقوق، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، پاییز ۱۳۸۶ش.
  • معرفت،محمد هادی، التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، مشهد، الجامعة الرضویة لعلوم الاسلامیة، ۱۴۱۸ق.
  • مؤدب، سید رضا، نگاهی به کتاب التفسیر و المفسرون فی ثوبه القشیب، در پیام جاویدان، تهران، اوقاف و امور خیریه، بهار ۱۳۸۴ش.