منځپانگې ته ورتلل

تأویل

د wikishia لخوا
(له تأويل نه مخ گرځېدلی)

تأویل د قرآني علومو په اصطلاح کې د آیتونو د پټو او باطني معناوو د کشف او ترلاسه کولو په مانا دی. د قرآن‌پوهانو په وینا، د قرآن تأویل له عقلي او نقلي پلوه د الله لپاره د ناسازګارو صفاتو له نسبت څخه د مخنیوي لپاره اړین بلل کیږي.

سید محمد حسین طباطبایي تأویل د ټولو آیتونو لپاره، که محکم وي او که متشابه، اړین بولي، په داسې حال کې چې ځینې مفسران لکه شیخ طوسي او سید محمد باقر صدر یوازې متشابه آیتونه د تأویل وړ بولي. ویل کیږي چې تأویل د قرآن له نزول راهیسې په پام کې نیول شوی او خوارج لومړنۍ ډله وه چې د قرآن تأویل یې وکړ، او وروسته معتزله، اشاعره او صوفیه، او په دوام کې غلاتو، باطنیانو او فیلسوفانو دا میتود تعقیب کړ. علامه طباطبایی په دې باور دی چې د متشابهو آیتونو په اړه ناسم تأویلونه د انحرافي نظریاتو او د ناسمو تاویلي ګروهنو د رامنځته کېدو بنسټ ګرځېدلې دي.

ځینې مفسران تأویل هماغه تفسیر بولي، خو په بېلابېلو سرچینو کې تأویل د آیتونو د پټو او احتمالي معناوو کشف، او تفسیر د الفاظو ظاهري شرحه بلل شوی دی. علامه طباطبایی هم تأویل د فکري او استنباطي پروسې په توګه او تفسیر د عملي پروسې په توګه ګڼي. څېړونکي په تأویل دوو ډولونو، صحیح او فاسد یا غلط، ویشي؛ فاسد تأویل هغه دی چې معتبر دلیل ورپاره نشته یا د لفظ ظرفیت ورسره سمون نه خوري، په مقابل کې صحیح تأویل هغه دی چې معتبر دلیل لري.

مسلمانو عالمانو د صحیح تأویل لپاره ځینې معیارونه لکه له دیني ظاهر سره همغږي او د قرآن له آیتونو سره نه ټکر اعلان کړي دي.

مفهوم‌ پېژندنه او اهمیت

تأویل د «أ-و-ل» له ریښې اخیستل شوی دی[۱] او د یوې خبرې یا عبارت د ریښتیني او پټې معنا د پوهېدو او تبیین په مانا ده.[۲]

په قرآني علومو کې، تأویل په بېلابېلو ډولونو تعریف شوی دی؛ علامه طباطبایی (وفات: ۱۳۶۰ل)، تأویل د قرآن د معناوو د حقیقت کشف بولي چې پر ځیرتیا او علمي استدلال ولاړ دی.[۳] سید محمد باقر حکیم (وفات: ۱۳۸۲ل)، تأویل د کلام د معنا تفسیر بولي (نه د الفاظو).[۴] اهل سنت محدث ابن اثیر، تأویل د ظاهري معنا بلې معنا ته بېرته راګرځول بولي چې دلیل ورسره وي او ټینګار کوي چې له دلیل پرته له ظاهر لفظ څخه لاس اخیستل نه دي پکار.[۵]

د اتمې قمري پیړۍ شیعه عارف سید حیدر آملي، د قرآن تأویل اړین بولي او له عقلي او نقلي پلوه یې واجب ګڼي .[۶] د هغه په وینا، د قرآن په تشه ظاهري معنا پوهېدل الله ته د ناسازګارو صفاتو د نسبت ورکولو لامل کیږي؛ له همدې امله د قرآن تأویل له دې صفاتو څخه د الله د ذات پاکولو لپاره اړین دی.[۷] علامه طباطبایی تأویل له لفظي مفاهیمو څخه لوړ او له عیني حقایقو سره تړلی بولي چې ټول قرآني آیتونه، که محکم وي که متشابه، پکې شامل دي. ډېری مفسران هم په دې همغږي دي چې ټول قرآن تأویل لري.[۸] خو ځینې لکه شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ق)[۹] او سید محمد باقر صدر (وفات: ۱۳۵۹ل[۱۰] په دې باور دي چې تأویل یوازې د متشابه آیتونو لپاره دی او محکمات د تأویل وړ نه دي.

مقام او مخینه

د تأویل ټکی او نورې کلمې چې له هغې اخیستل شوې، ۱۷ ځله په ۱۵ آیتونو او ۷ سورو کې کارول شوي چې درې یې[۱۱] د قرآن له تأویل سره تړاو لري.[۱۲]

د محمد هادي معرفت (وفات: ۱۳۸۵ل) په وینا، تأویل په قرآن کې درې معنې لري: د قرآني متشابهاتو توجيه، د خوبونو تعبیر، او د چارو پایله او حاصل.[۱۳] ځینې مفسرانو د خپلو تفسيري کتابونو په سریزه کې[۱۴] یا د اړوندو آیتونو په ځانګړي ډول د آل عمران ۷م آیت د تفسیر پر مهال، د تأویل په اړه بحث کړی دی.[۱۵] د قرآن‌پوهانو په وینا، د «تأویل» کلمه په ځینو روایتونو کې د تفسیر په مانا[۱۶] او په ځینو نورو کې د تفسیر په مقابل کې[۱۷] کارول شوې ده. همدارنګه ویل شوي چې په ځینو روایتونو کې، تأویل د تنزیل په مقابل کې دی.[۱۸]

ویل شوي چې خوارج لومړنۍ ډله وه چې د قرآن د نصوصو تأویل یې وکړ او وروسته معتزله، اشاعره او صوفیه[۱۹] او په دوام کې غلات، باطنیان او فیلسوفان هغه کسان وو چې دا میتود تعقیب یې کړ.[۲۰] د علامه طباطبایی په نظر، د متشابهو آیتونو په اړه غلط تأویلونه د انحرافي نظریاتو د رامنځته کېدو اصلي لامل دی.[۲۱]

د تأویل او تفسیر ترمنځ توپیر

که څه هم شیخ طوسي (۳۸۵–۴۶۰ق) او فخر رازي (وفات: ۵۴۴ق) تأویل هماغه تفسیر بولي؛[۲۲] خو د التحقیق فی کلمات القرآن الکریم کتاب لیکوال تفسیر د لفظي ظاهر شرحه او تأویل د لفظ د پټ او ریښتیني مقصد ټاکل بولي چې ممکن له ظاهر څخه روښانه نه وي او ز ژورې پوهې ته اړتیا لري.[۲۳] علامه طباطبایی تفسیر د یوې کلمې یا عبارت د روښانه او قطعي معنا بیانول بولي چې معمولاً یوازې یوه معنا لري، خو تأویل د یو لفظ له څو ممکنه معناوو څخه د یوې انتخاب دی چې دا انتخاب پر دلیل ولاړ دی او تل قطعی نه وي.[۲۴]

د قرآني علومو د څېړونکي محمد هادي معرفت، په نظر، تفسیر د مبهمو کلماتو د معنا روښانه کول دي، په مقابل کې تأویل د لفظ د ریښتیني او پټې معنا کشف دی چې په ظاهر کې نه ښکاري او د ځانګړو دلایلو او معیارونو په کارولو سره ترلاسه کیږي.[۲۵] د شپږمې هجري پیړۍ د شیعه مفسر ابوالفتوح رازي په وینا، د محکمو آیتونو د معنا بیان تفسیر نومېږي او د متشابهو آیتونو د معنا بیان چې له بېلابېلو بڼو او احتمالونو سره وي، تأویل بلل کیږي.[۲۶] د نهمې او لسمې هجري پیړۍ شافعی عالم سیوطي په الإتقان کې نقل کوي چې ځینې کسان تفسیر له روایاتو څخه د آیت په معنا پوهېدل ګڼي او تأویل د تدبر او تعقل له لارې پوهېدلو ته وایي.[۲۷]

د تأویل ډولونه

څېړونکي تأویل د صحیح او فاسد په څېر ډولونو ویشي،[۲۸] او فاسد تأویل هغه بولي چې د صحیحوالي لپاره یې معتبر دلیل نشته،[۲۹] یا لفظ په هغه معنا د حملېدو ظرفیت او قابلیت نلري.[۳۰] په مقابل کې، صحیح تأویل هغه دی چې معتبر دلیل لري، چې پخپله دوه ډولونه لري:[۳۱]

  1. قریب تأویل؛ هغه تأویل دی چې د مخاطب ذهن ته نږدې وي او په لږ دلیل سره منل کېږي؛[۳۲] لکه د «وَاسْئَلِ القَرْیَةَ» په «واسئل أهل القریة» تاویل سره.[۳۳]
  2. بعید تأویل؛ هغه تأویل دی چې ذهن د هغه د منلو لپاره قوي دلیل ته اړتیا لري او په اسانۍ یې نه مني.[۳۴] ویل شوي چې د حنفي فقیهانو د قسم ماتولو د کفارې د ادا کولو په طریقه کې تأویل، د دې ډول تأویل مثال دی؛ حنفي فقیهانو د ماېدې سورې د ۸۹م آیت په تفسیر کې، په یوې ورځې کې لسو فقیرانو ته د خوړو ورکولو پر ځای ویلي چې همدغه اندازه خواړه کولای شي په لسو ورځو کې یو غریب ته ورکړل شي؛ ځکه چې د حکم مقصد د بې وزلانو د اړتیا لرې کول دي، نه لازماً په یو وخت کې مشخصه شمېره؛ که لسو کسانو ته په یوه ورځ کې خواړه ورکول وي او که په لسو ورځو کې یو کس ته.[۳۵]

د تأویل معیار او معیارونه

مسلمانو عالمانو د صحیح تأویل لپاره ځینې معیارونه اعلان کړي دي چې په دې ډول دي:

  1. د دین له ظاهر سره نه مخالفت: د شیعه مفسر او فقیه، جوادي آملي (زېږېدلی: ۱۳۱۲ل)، په وینا، تأویل هغه وخت منل کېږي او معتبر دی چې یا د روایتونو په تأیید سره وي، یا قرآني شاهد ولري، یا له عقلي لطایفو سره مل وي. سربېره پر دې، تأویل باید د دین له ظاهر او عقلي برهانونو سره ټکر ونه لري؛ که نه نو اعتبار له لاسه ورکوي.[۳۶]
  2. له عقل سره نه مخالفت: د شیخ طوسي په وینا، تأویل باید پر معتبرو عقلي او شرعي دلایلو ولاړ وي په داسې ډول چې له اجماع یا متواتر نقل سره تړاو ولري او په دې صورت کې خبر واحد، په یوازې، د تأویل لپاره کافي معیار نه دی.[۳۷] همدارنګه، تأویل باید له قرآن او سنت سره همغږي ولري.[۳۸]
  3. د قرآن له آیتونو سره نه ټکر: قرآني څېړونکی محمد کاظم شاکر په دې باور دی چې تأویل هغه وخت صحیح او معتبر دی چې قرآني ملاتړ او تایید ولري او د قرآن له نورو آیتونو سره په ټکر کې نه وي. په دې اړه، د رسول الله(ص) او ائمه(ع) د احادیثو په مقام او حیثیت ساتنې سره باید په قرآن سره د قرآن د تفسیر میتود وکارول شي.[۳۹]
  4. له تفسیر سره ټکر نه لرل: صدرالدین شیرازي (وفات: ۱۰۵۰ق)، ټینګار کوي چې تأویل باید د قرآن له معتبر او متعارف تفسیر سره په یو لړ کې وي؛ که نه نو نه شي منل کېدای.[۴۰]

د تأویل په اړه نظرونه

د قرآن د تأویل د حقیقت په اړه، مسلمانو عالمانو بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي. ځینې له دې نظرونو په دې ډول دي:

  • تفسیر او د کلام د معنا بیان: ویل شوي چې د پخوانیو مفسرانو په نزد تأویل د تفسیر مترادف او ورسره په یوه لیکه کې و[۴۱] په دې مانا چې ټول قرآني آیتونه تأویل لري. د بېلګې په توګه، د ابن تیمیه په وینا د تفسیر طبري کتاب لیکوال محمد بن جریر طبري په خپل تفسیر کې دا دوه کلمې له یو بل سره برابرې کارولې او ډېر ځله یې د «تفسیر» پر ځای «تأویل» کارولی دی.[۴۲] خو د اتمې او نهمې قمري پیړۍ اهل سنت سیرت لیکونکی شمس‌الذین ذهبي، د بېلابېلو نظرونو په نقل سره، ښيي چې د دې دوو کلمو ترمنځ نسبت، یا په عام او خاص ډول دی[۴۳] یا تباین.[۴۴]
  • د اشاري او رمزی معنا بیان: ویل کیږي چې د عارفانو ډله،[۴۵] صوفیه[۴۶] او باطنیان،[۴۷] قرآني آیتونه د رمزي او اشاري معناوو لرونکي ګڼي چې د آیتونو د ظاهر تر شا پټې دي او په عادي قواعدو سره پرې نه شو پوهېدلی. دا ډله د دې رمزی او اشاري معناوو کشف تأویل نوموي.[۴۸]
  • تأویل له مفهوم څخه جلا او له الفاظو لوړ: د علامه طباطبایی په نظر، د قرآن تأویل هغه ریښتینی حقیقت دی چې قرآني بیانات - چې حکم، موعظه یا حکمت وي - پر هغه ولاړ دي او د ټولو قرآني آیتونو لپاره، که محکم وي که متشابه، شته دی. دا تأویل هغه عادي مفهوم نه دی چې الفاظ پرې دلالت کوي، بلکې یو عیني امر دی چې د الفاظو له دایرې څخه لوړ دی او الله د انسان ذهن ته د نږدې کولو لپاره، هغه په محدودو الفاظو کې راوړی دی.[۴۹] علامه طباطبایی، په قرآن کې د خضر(ع) او موسی(ع) په کیسې او همدارنګه د حضرت یوسف(ع) په کیسې کې د «تأویل» کلمې کارول، په دې عیني واقعیت شاهد ګڼي.[۵۰]
د قرآن د تأویل د میتودونو کتاب

مونوګراف

«روش‌های تأویل قرآن: معناشناسی و روش‌شناسی در سه حوزه روایی، باطنی و اصولی» کتاب، لیک د د محمدکاظم شاکر، د قرآن د تأویل معناشناسي او میتودلوژي په درېو معرفتي حوزو کې څېړلې ده. دا درې حوزې اسلامي متون (آیتونه او روایتونه)، باطني مکتبونه او فقه او اصول فقه دي. کتاب په شپږو څپرکو کې تنظیم شوی او لومړی چاپ یې په ۱۳۷۶ل کې د بوستان کتاب له د چاپخونې له خوا خپور شوی دی.

اړوند څېړنه

فوټ نوټ

  1. ابن‌فارس، معجم مقاییس اللغة، ۱۴۰۴ق، ذیل ماده «أول».
  2. الزُّرقانی، مناهل العرفان، ۱۹۴۳م، ج۲، ص۴؛ محمدی ری‌شهری، شناخت‌نامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۴، ص۴۳؛ مؤدب، مبانی تفسیر قرآن، ۱۳۹۰ش، ص۳۴-۳۳.
  3. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۳-۴۲.
  4. حکیم، علوم القرآن، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۰.
  5. ابن‌اثیر، النهایة، ۱۳۹۹ق، ذیل ماده «أول».
  6. آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۹۳.
  7. آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۹۴.
  8. آملی، تفسیر المحیط الأعظم، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۰۳-۲۹۴؛ امام خمینی، شرح دعای سحر، ۱۳۹۱ش، ص۶۰؛ معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۲۷۴؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۱۳، ص۱۶۰؛ سبحانی، تفسیر صحیح آیات مشکله قرآن، ۱۳۹۱ش، ص۲۹۸-۲۹۵.
  9. طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۱.
  10. صدر، بحوث فی علم الاصول، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۳۵۵-۳۵۰.
  11. سوره آل‌عمران، آیه ۷؛ سوره أعراف، آیه ۵۳؛ سوره یونس، آیه ۳۹.
  12. معرفت، دانشنامه علوم قرآن، ۱۴۰۲ش، ج۴، ص۱۱۷.
  13. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۵-۲۴.
  14. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۵-۱۳؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰-۲۶؛ عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۷-۱۴.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق. ج۲، ص۶۹۸-۶۹۹.
  16. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۳، ص۲۶۱.
  17. عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۵۶.
  18. معرفت، دانشنامه علوم قرآن، ۱۴۰۲ش، ج۴، ص۱۱۷.
  19. جلیند، الامام ابن‌تیمیه و قضیة التاویل، ۲۰۰۰م، ص۹۵.
  20. شاکر، روش‌های تأویل قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۶۳.
  21. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۱.
  22. طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۹۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۵ق، ج۳، ص۱۶۴.
  23. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم ، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹۲-۱۹۰.
  24. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۶.
  25. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۳.
  26. ابوالفتح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۶ش، ج۴، ص۱۷۹.
  27. سیوطی، الإتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج۴، ص۱۹۲.
  28. شوکانی، ارشاد الفحول، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۳۵؛ شنقیطی، مذکرة فی اصول الفقه، ۲۰۰۱م، ص۲۱۲؛ هیتو، الوجیز فی اصول التشریع الاسلامی، ۱۴۲۱ق، ص۲۳۱.
  29. شاکر، روش‌های تأویل قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۵.
  30. شوکانی، ارشاد الفحول، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۳۵.
  31. شوکانی، ارشاد الفحول، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۳۵.
  32. شوکانی، ارشاد الفحول، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۳۵.
  33. شاکر، روش‌های تأویل قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۱.
  34. هیتو، الوجیز فی اصول التشریع الاسلامی، ۱۴۲۱ق، ص۲۳۱.
  35. درینی، المناهج الاصولیة، ۱۴۳۴ق، ص۱۸۴.
  36. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۱۳، ص۱۷۶.
  37. طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷-۶.
  38. صدرالدین شیرازی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۱۵۷.
  39. شاکر، روش‌های تأویل قرآن، ۱۳۸۸ش، ص۶۹-۶۷.
  40. صدرالدین شیرازی، سه رساله فلسفی، ۱۳۷۸ش، ص۲۸۲.
  41. علامه طباطبایی، القرآن فی الإسلام، سازمان تبلیغات اسلامی، ۵۶-۵۴.؛ ابن‌تیمیه، الکلیل فی المتشابه و التأویل، دار الایمان، ص۲۳؛ الزُّرقانی، مناهل العرفان، ۱۹۴۳م، ج۲، ص۵.
  42. ابن‌تیمیه، الکلیل فی المتشابه و التأویل، دار الایمان، ص۲۸.
  43. طوفی، الاکسیر فی علم التفسیر، ۲۰۰۲م، ص۱۱؛ حاجی‌خلیفه، کشف الظنون، ۱۹۴۱م، ج۱، ص۳۳۴.
  44. ذهبی، التفسیر و المفسرون، مکتبة وهبة، ج۱، ص۱۷.
  45. الزُّرقانی، مناهل العرفان، ۱۹۴۳م، ج۲، ص۸۶.
  46. تستری، تفسیر القرآن العظیم، دار الکتب العربیة، ص۱۱۲۷.
  47. غزالی، فضائح الباطنیة، ۱۴۲۲ق، ص۲۵-۲۱.
  48. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۰-۷؛ ناصرخسرو، وجه دین، ۱۳۸۴ش، ص۱۸۰-۱۷۸.
  49. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۹.
  50. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۴۹-۴۴.

سرچينې

  • آملی، سید حیدر بن علی، تفسیر المحیط الأعظم والبحر الخضم فی تأویل کتاب الله العزیز المحکم، تحقیق محسن موسوی تبریزی، قم، نشر نور علی نور، ۱۴۲۸ق.
  • ابوالفتح رازی، حسین بن علی، روض الجنان وروح الجنان فی تفسیر القرآن، تصحیح محمدمهدی ناصح، مشهد، آستان قدس رضوی بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • ابن‌اثیر، مبارک بن محمد، النهایة فی غریب الحدیث والأثر، تحقیق طاهر احمد الزاوی و محمود محمد الطناحی، بیروت، المکتبة العلمیة، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبد الحلیم، الاکلیل فی المتشابه والتأویل، اسکندریه، دار الایمان، بی‌تا.
  • ابن‌فارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغة، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • الزُّرقانی، محمد عبدالعظیم، مناهل العرفان فی علوم القرآن، قاهره، مطبعة عیسی البابی الحلبی وشرکاه، چاپ سوم، ۱۹۴۳م.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، شرح دعای سحر، ترجمه احمد فهری زنجانی، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ سوم، ۱۳۹۱ش.
  • تستری، سهل بن عبدالله، تفسیر القرآن العظیم، قاهره، دار الکتب العربیة، بی‌تا.
  • جلیند، محمد سید، الامام ابن تیمیة و قضیة التأویل: دراسة لمنهج ابن تیمیة فی الالهیات وموقفه من المتکلمین والفلاسفة والصوفیة، قاهره، دار قباء، ۲۰۰۰م.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، نشر اسراء، ۱۳۸۹ش.
  • حاجی‌خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون عن اسامی الکتب والفنون، بغداد، مکتبة المثنی، ۱۹۴۱م.
  • حکیم، سید محمدباقر، علوم القرآن، قم، مؤسسة الهادی(ع)، ۱۴۱۷ق.
  • درینی، فتحی، المناهج الأصولیة فی الاجتهاد بالرای فی التشریع الاسلامی، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۳۴ق.
  • ذهبی، محمدحسین، التفسیر والمفسرون، قاهره، مکتبة وهبة، بی‌تا.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، تفسیر صحیح آیات مشکله قرآن، تقریر سید هادی خسروشاهی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۱ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۳۹۴ق.
  • شاکر، محمدکاظم، روش‌های تأویل قرآن، قم، بوستان کتاب، چاپ سوم، ۱۳۸۸ش.
  • شنقیطی، محمدامین، مذکرة فی اصول الفقه، مدینه، مکتبة العلوم و الحکم، چاپ پنجم، ۲۰۰۱م.
  • شوکانی، محمد، ارشاد الفحول الی تحقیق الحق من علم الاصول، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۲۴ق.
  • شیخ طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی و دیگران، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ق.
  • صدر، سید محمدباقر، بحوث فی علم الاصول، بیروت، الدار الاسلامیة، ۱۴۱۷ق.
  • صدرالدین شیرازی، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم، تصحیح محمد خواجوی، قم، نشر بیدار، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
  • صدرالدین شیرازی، محمد بن ابراهیم، سه رساله فلسفی: متشابهات القرآن، المسائل القدسیة، أجوبة المسائل، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۳۸۷ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طوفی، سلیمان بن عبدالقوی، الإکسیر فی علم التفسیر، قاهره، مکتبة الاداب، ۲۰۰۲م.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، القرآن فی الإسلام، قم، سازمان تبلیغات اسلامی، بی‌تا.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، کتاب التفسیر، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، چاپخانه علمیه، ۱۳۸۰ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، فضائح الباطنیة، تحقیق محمدعلی قطب، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۲۲ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، نشر دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق سید طیب موسوی جزائری، قم، نشر دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مؤدب، سید رضا، مبانی تفسیر قرآن، قم، دانشگاه قم، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، و جمعی از پژوهشگران، شناخت‌نامه قرآن بر پایه قرآن و حدیث، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، نشر آثار علامه مصطفوی، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • معرفت، محمدهادی، تفسیر و مفسران، قم، مؤسسه فرهنگی التمهید، ۱۳۷۹ش.
  • معرفت، محمدهادی، دانشنامه علوم قرآن، جلد ۴: تفسیر؛ مبانی و منطق فهم، قم، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۰۲ش.
  • معرفت، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، مؤسسه فرهنگی التمهید، ۱۳۸۱ش.
  • ناصرخسرو، وجه دین، تهران، نشر اساطیر، ۱۳۸۴ش.
  • هیتو، محمدحسن، الوجیز فی اصول التشریع الاسلامی، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۲۱ق.