امین (لقب)

د wikishia لخوا
دا مقاله د امین لقب په اړه ده. د اسلام پیغمبر(ص) د ژوند او سیرت په اړه د زده کړو لپاره، د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله وګورئ

اَمین د اسلام د پېغمبر(ص) یو لقب چې له بعثته کلونه مخکې په دغه لقب یادېده.امین د باور وړ کس ته ویل کیږي چې نور یې له خیانت کولو خوندي وي. د خدای د رسول(ص) یوه ځانګړنه چې سبب کېده هغه امین وبلل شي، امانتداري وه. د امامانو(ع) په روایتونو کې د پېغمبر(ص) په امین والي ټینګار شوی او په ځینو زیارتنامو کې د «السَّلَامُ عَلَى أَمِينِ اللَّهِ عَلَى رُسُلِه‏» په تعبیر سره د هغه حضرت یادونه شوې ده.

مفهوم او مقام

امین د پېغمبر(ص) له لقبونو دی چې له بعثته کلونه مخکې په دغه نوم بلل کېده.[۱] امین هغه چا ته وایي چې د باور وړ وي او خلک له هغه له دې اړخه خوندي وي چې هغه خیانت نه کوي.[۲] د دریمې قمري پېړۍ مورخ ابن سعد په الطبقات الکبری کتاب کې وایي:« په پېغمبر(ص) کې ښې ځانګړنې دومره کمال ته رسېدلې وې چې په مکې کې یې له امین پرته بل نوم نه درلود.»[۳] د هغه راپور په اساس چې تاریخ طبري (تألیف ۳۰۳ق) نقل کړی قریشو مخکې له دې چې په هغه حضرت(ص) وحي وشي هغه ته امین ویل.[۴]

له ابن عباسه هم روایت دی چې د قریشو مشرکانو د خدای رسول ته امین ویل او امین یې ګاڼه او پوهېدل چې هغه هیڅکله دروغ نه وایي، سره له دې د هغه د وجود انکار یې کاوه.[۵] د پېغمبر(ص) دښمنان هم د هغه په امین والي داده وو او په دې مساله د ابوجهل د اعتراف کیسې په تاریخ کې راغلې دي.[۶] په دې راپورونو کې د هغوي له خوا د پېغمبر(ص) د انکار سبب د پېغمبر په خبرو د باور نه لرل نه دي بلکې کورنۍ او قبیله ای سیالۍ د پېغمبر(ص) د نبوت د انکار سبب شوې دي.[۷]

محمد امین او امین هغه نومونه دي چې مسلمانان یې په خپلو بچو ږدي. امین د۱۲۹۷-۱۳۸۰ل کلونو په فاصله کې په ایرانیانو کې په سلو لومړیو نومونو کې شمېرل کیږي.[۸]

د خلکو امانتدار

د پېغمبر(ص) یوه ځانګړنه چې سبب شوه هغه امین وبلي، امانتداري وه.[۹] د خدای د رسول(ص) د امانتدارۍ په اړه په تاریخي سرچینو کې ډېر راپورونه راغلې دي. منجمله کله چې پېغمبر(ص) د حضرت خدیجې(س) په پانګې سره تجارت وکړ او په کامیابۍ سره له تجاري سفره راستون شو، خدیجې هغه حضرت(ص) ته وویل: « ای د تره زویه؛ زه د نسب د شرافت، خپلوۍ، رښتیا ویلو، ښو اخلاقو او امانتدارۍ په وجه په خلکو کې او په خپل قام کې په تا ویاړم» له دې وروسته وه چې حضرت خدیجې(س) پېغمبر ته د واده وړاندیز وکړ.[۱۰]

همداراز خلکو به خپل امانتونه له پېغمبر سره کېښودل. کله چې پېغمبر(ص) فیصله وکړه چې له مکې مدینې ته هجرت وکړي له امام علي (ع) یې وغوښتل چې یوازې هغه وخت له مکې د مدینې په لور روان شي چې هغه امانتونه چې خلکو له پېغمبر(ص) سره اېښې وو خپلو خاوندانو ته ستانه کړي.[۱۱] همداراز په راپور کې راغلي چې په خیبر غزا کې مسلمانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شول. په دې وخت کې یو شپون چې د یهودیانو لپاره یې شپني کوله پېغمبر ته راغی او له هغه حضرت سره له خبرو وروسته مسلمان شو او پېغمبر(ص) ته یې وویل چې د یهودیانو ځینې ګډې له ما سره امانت دي او اوس چې زه مسلمان شوی یم فریضه مې څه ده؟ پېغمبر(ص) سره له دې چې مسلمانانو خوراکي توکو ته سخته اړتیا لرله له شپانه وغوښتل چې ګډې یهودیانو ته وسپاري.[۱۲]

د وحي امین

د پېغمبر(ص) نبوت د هغه په امین والي دلالت لري ځکه چې نبوت د خدای تعالی امانت دی او باید امین ته ورکړل شي.[۱۳] له امام علي(ع) روایت دی چې:«خدای حضرت محمد(ص) ولېږه چې نړیوالو ته خبرداری ورکوونکی او د وحي امین ووسي»[۱۴] په تفسیر قمي کتاب کې د امین ټکی په مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ، ایت کې د پېغمبر په امانت تفسیر شوی دی او له امام صادق(ع) هم د دې ایت په اړه روایت شوی چې یعنې « امر یې د پالونکي په نزد نافذ او د قیامت په ورځ امین دی»[۱۵] همداراز په ځینو زیارتنامو کې چې له امامانو(ع) روایت شوي د خدای رسول د «أَمِينِ اللَّهِ عَلَى رُسُلِه» په توګه یاد شوی دی.[۱۶]

د پېغمبر له تره ابوطالب هم یو شعر راغلی چې پکې هغه حضرت(ص) ته امین الله خطاب شوی دی:


ٲنْتَ الأَمِينُ ٲَمِينُ اللهِ لَاكَذِبُ وَالصَّادِقُ الْقَوْلِ لَالَهْوٌ و َلا لَعِبُ


ته امین یې؛ د خدای امین چې هیڅکله یې دروغ نه دي ویلي اوته رښتینی (انسان) یې چې هیڅکله په لهو لعب نه دی اخته شوی»[۱۷]]

اړونده څېړنۍ

فوټ نوټ

  1. وګورئ: طبری، تاریخ طبری، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۹۰.
  2. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۴۰۸.
  3. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، دارصادر، ج۱، ص۱۵۶.
  4. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۹۰.
  5. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۸ـ۱۹.
  6. نگاه کنید به زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۸ـ۱۹.
  7. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۸ـ۱۹.
  8. «گزارشی جالب از یکصد نام برتر ایرانیان در قرن حاضر»، پایگاه کشوری فون واژه.
  9. وګورئ: به فرج‌اللهی، «امانت‌داری پیامبر (ص) رحمت»، ص۳۱ـ۳۴.
  10. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۸۱.
  11. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۳.
  12. ابن‌هشام، السیره النبویه، دارالمعرفه، ج۲، ص۳۴۴ـ۳۴۵.
  13. فرج‌اللهی، «امانت‌داری پیامبر (ص) رحمت»، ص۳۱.
  14. نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۶۸.
  15. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۴۰۹.
  16. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۲۰۱.
  17. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۵۶.

سرچينې

  • نهج البلاغه، تحقیق صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دارصادر، بی‌تا.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، نجف اشرف، دارالمرتضویه، ۱۳۵۶ش.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن ایوب، السیره النبویه، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه دخدا، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دارالکتب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • فرج‌اللهی، فرج‌الله، «امانت‌داری پیامبر(ص) رحمت»، در مجله درسهایی از مکتب اسلام، شماره۶۷۳، خرداد ۱۳۹۶ش.
  • «گزارشی جالب از یکصد نام برتر ایرانیان در قرن حاضر»، پایگاه کشوری فون واژه، بازدید ۲۸ آبان ۱۴۰۲ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۷ش.