اسماعیل د امام صادق(ع) زوی

د wikishia لخوا
د نورو استعمالاتو لپاره اسماعیل (ابهام پاک کول) وګورئ

اسماعیل بن جعفر (وفات: ۱۴۳ یا ۱۴۵ هـ ق) د امام صادق(ع) مشر زوی دی او اسماعیلیان هغه یا د هغه زوی محمد له امام صادق(ع) وروسته امام ګڼي. خو د اماميه او هم د رسول الله(ص) د احاديثو پر بنسټ له امام صادق(ع) وروسته موسى ابن جعفر(ع) امام دى. د اسماعیل په امامت باندې عقیده له امامیه څخه د اسماعیلیانو د جلا کېدو او د اسماعیلیه فرقې د رامنځته کېدو پیلامه وه.

د اسمعیل د شخصیت په اړه اختلاف شته، ځینې کسان د ځینې روایتونو پر بنسټ په دې باور دي چې هغه له غالیان سره یې اړیکې درلودې، خو ایت الله خوي د دغو روایتونو په توجیه کولو او نورو روایتونو ته په اشارې سره هغه یو جلیل شخصیت ګڼلی چې پلار به ورسره مینه کوله.

اسماعیل د امام صادق(ع) په ژوند کښې وفات شو او په بقیع کښې ښخ شو. امام صادق(ع) د هغه تشییع او جنازه په ښکاره توګه ترسره کړه او خلک یې د هغه د مرګ شاهدان کړل ترڅو د هغه د امامت او موعود شونې شک له منځه ولاړ شي. همدارنګه د رواياتو له مخې د اسماعيل د مړينې په وخت کې بداء رامنځته شوې ده، ځکه چې ځينو شيعو هغه امام ګڼلو او د هغه په ​​مړينه سره څرګنده شوه چې هغه امام نه و.

ژوند او کورنۍ

اسماعیل د امام صادق(ع) او د فاطمې چې د امام سجاد(ع) لمسۍ وه، زوی دی.[۱] د هغه د زوکړې کال په تاریخي سرچینو کې نه دی بیان شوی خو د امام کاظم(ع) زوکړی ته په پام چې په ۱۲۷ هجري[۲] يا ۱۲۸ هجري[۳] کې او د امام کاظم(ع) او اسماعيل[۴] تر مينځ د ۲۵ کالو فرق په اساس د هغه زوکړه د دوهمې پیړۍ په لومړيو کښې اټکل شوې ده.[۵]

علي بن محمد علوي عمري په ۱۳۸ هجري قمري کال کې د اسماعيل د مړينې خبر ورکړی دی[۶] په داسې حال کې چې د طبري د تاريخ طبري ليکوال په ۱۴۰ هجري قمري کال کې د هغه د ژوندی شونی خبر ورکوي[۷] ۱۴۳ هجري کال[۸] او ۱۴۵ هجري[۹] د اسماعیل د مړینې کلونو په توګه بیان شوي دي.

د اسماعیل نسل د هغه د اولادونو محمد او علي له لارې دوام وموند.[۱۰] محمد دوه ماشومان درلودل چې نوم یې اسماعیل دویم او جعفر اکبر[۱۱] او د علي بن اسماعیل نسل هم د محمد په نوم له یوه ماشوم څخه پاتې شو.[۱۲]

د اسمعیل اولاده په ځینې سیمو لکه خراسان، نیشابور، سامرا[۱۳] دمشق،[۱۴] مصر،[۱۵] اهواز، کوفه، بغداد،[۱۶] یمن،[۱۷] صور،[۱۸] حلب[۱۹] او قم[۲۰] کې ژوند کوي.

اعتبار و شخصیت

د شيعه رجالي آيت الله خويي (۱۲۷۸- ۱۳۷۱) له قوله د اسماعيل د شخصيت په اړه دوه ډوله روايتونه دي. له ځينو روايتونو د هغه ستاينه او له ځينو يې غندنه په لاس راځي.[۲۱] د هغو روايتونو له مخې چې اسماعيل يې غندلی دی، هغه له غالیانو سره لکه مفضل بن عمر او بَسّام صیرَفی سره اړيکې درلودې او امام صادق(ع) له دغو اړیکو څخه ناخوښه و[۲۲] همدارنګه به ځینو داسې حلقو ته تله راتله چې د هغه په ​​اخلاقي وړتیا کې شک پیدا کوي.[۲۳] آیت الله خویي د غندنې والا روایتونه د سند او دلالت له مخې ضعیف ګڼلي او د ستاینې روایتونو ته یې ترجیح ورکړه ده، له همدې امله یې اسماعیل یو جلیل نیک او د رحم خاوند کس ګڼلی چې پلار به ورسره مینه کوله.[۲۴]

ځینو د اسماعیل له خطابیه فرقې سره د هغه اړیکې او د اسماعیلیه فرقې په جوړولو کې د هغوی د رول یادونه کړې ده. د دوي په اند، د امام صادق(ع) په زمانه کې ابو الخطاب او اسماعیل د یو بل په مرسته د ځینې عقائدو بنسټ کیښود چې د اسماعیلیه بنسټ جوړ شو[۲۵] ویل کیږي چې د دې ادعا لپاره هیڅ دلیل نشته.[۲۶] ماسینیون‌ چې یو فرانسوي اسلام پيژاندی دی هغه هم ابوالخطاب د اسماعیل معنوي پلار ګني.[۲۷] خو قاضي نعمان چې يو اسماعيلي فقيه (۲۸۳-۳۶۳هـ ق) دی د اسماعيليه په جوړښت کې د ابو الخطاب کوم رول نه مني. او هغه یو بدعت ګذار او د امام صادق(ع) له خوا لعنت شوی کس ګڼي.[۲۸]

منصور عباسي سره اړیکې

محمد بن جریر طبري چې د درېیمې هجري قمري پیړۍ تاریخ لیکونکی دی، روایت کړی چې په ۱۴۰ هجري قمري کال کې منصور عباسي د حج لپاره مکې ته تلی و، یو شمېر علوي لکه محمد نفس زکیه او ابراهیم، ​​د عبدالله محض زامن او د خراسانیانو یوه ډله چې د هغه پلویان وو، په مکه کې راټول شول. ځینو د منصور د وژلو پرېکړه وکړه، خو محمد یې مخالفت وکړ. اسماعيل له دې پرېکړې منصور خبر کړ او عبدالله يې ونيوه او له ده څخه يې د خپلو اولادونو غوښتنه وکړه، خو عبدالله انکار وکړ او بندي شو او مالونه يې وپلورل شو.[۲۹]

د اسماعیل د امامت دعوا

د امامیه و دریځ

اماميه علماوو د اسماعيل په امامت باندې د نص له موجوديت څخه انکار کړى دى او داسې روايات يې نقل کړي دي چې د اسماعيل امامت ردوي[۳۰] په روايتونو کې د لوح حديث[۳۱] دی او د جابر حديث[۳۲] هم شامل دي چې له مخې يې رسول الله(ص) د دولسو امامانو نومونه ذکر کړي دي او په هغو کې له جعفر بن محمد وروسته امام د هغه زوی موسی ښودل شوی دی نه اسماعيل. همدا راز امام صادق(ع) په څو څو ځلو خپلو نږدې ملګرو ته د موسی بن جعفر د امامت اعلان کړی و. او په دغو ټولو کتابونو الکافي[۳۳] ارشاد،[۳۴] اعلام الوری[۳۵] او بحار الانوار[۳۶] کې د موسی بن جعفر(ع) د امامت په اړه د روایتونو یو باب موجود دی. په دې اړه په ترتیب سره ۱۶، ۴۶، ۱۲ او ۱۴ روایتونه په کې نقل شوي دي.[۳۷]

د هغه د مړینې څرګندونه

د زرارة بن اعین د روايت پر بنسټ، د اسماعيل له مړينې وروسته او د هغه له ښخولو مخکې، امام صادق(ع) د خپل زوى د مړينې په اړه له خپلو نږدې دېرشو ملګرو ته په ښکاره توګه شاهدي ورکړه.[۳۸] او همدارنګ د هغه غسل، کفن او جنازه یې په څرګنده ترسره کړه.[۳۹] او د هغه په نیابت کې یې د حج کولو امر وکړ.[۴۰] د امام موخه دا وه چې د هغه په ​​امامت باندې عقيده له منځه يوسي ځکه چې د ځينې خلکو په ګومان هغه له امام صادق وروسته امام و[۴۱] خو د ځينو اسماعيليانو د عقيدې له مخې اسماعيل نه و مړ او د هغه د مرګ ښکاره کول د خلکو دوکه کول وو او د هغه او شاوخوا د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره وو.[۴۲]

اسماعیلیه لیدتوګې

اصلي مقاله: اسماعیلیه

اسماعیلیه د هغو فرقو نوم دی چې له امام صادق(ع) څخه وروسته د هغه د زوي اسماعیل یا د هغه د لمسي محمد بن اسماعیل په امامت باور لري،[۴۳] له اسماعیلیه فرقو څخه د مبارکیه او قرامطه فرقې باوري دي چې له امام صادق(ع) وروسته امام، محمد بن اسماعیل دی ځکه چې اسماعیل د امام صادق(ع) ځای ناستې و خو له دې سببه چې هغه د خپل پلار په ژوند کې وفات شو نو امام صادق(ع) امامت د هغه زوي محمد ته وسپاره. د دوی د عقیدې له مخې د حسنین(ع) له امامت وروسته له ورور څخه ورور ته امامت روا نه دی.[۴۴] سعد بن عبدالله اشعري دا عقیده اسماعیلیه خالصه یا خطابیه نه نسبت ورکړې ده.[۴۵]

ځینې ​​اسماعیلیان هم په دې باور دي چې اسماعیل بن جعفر وفات شوی نه دی، بلکې هغه وعده شوې مهدي دی.[۴۶] خو په اسماعیلي منابعو او د قاضي نعمان په اثارو کې د اسماعیل د امامت په اړه کوم قطعي روایت نه دی راغلی.[۴۷] که څه هم جعفر بن منصور اليمن چې د اسماعيلي پلوی دی د درېيمې پېړۍ په وروستيو او د څلورمې پېړۍ په لومړيو کې د راويانو د سلسلې له يادولو پرته د اسماعيل د امامت په اړه ځینې احاديث راټول کړي دي.[۴۸] په ځينو منابعو کې هم راغلي چې فاطمي خلیفه ګانو به لومړی د اسماعیل پر ځای خپل ورور عبد الله افطح د امام په توګه معرفي کاوه بیا هغوي له دې خبرې واوړیدل د اسماعیل امامت یې بیان کړ[۴۹]

د اسماعیل په هکله بداء

د بقیع هدیره نقشه کې د اسماعیل قبر په بقیع له انتقاله وروسته

په ځينو روايتونو له مخې د اسماعيل د مړينې په وخت کې بداء شوې ده چې خلک پوه شي چې هغه له خپل پلار نه وروسته امام نه و.[۵۰] ځکه چې د شيعو يوې ډلې اسماعيل له امام صادق(ع) وروسته امام ګڼه. د هغه د پلار په ژوند کې د هغه له مړینې څرګنده شوه چې هغه امام نه و او راتلونکی امام موسی بن جعفر(ع) دی.[۵۱] خو اسماعیلي سرچینو د بداء روایتونه د اسماعیل امامت سره تړلي ګڼلي دي.[۵۲]

د ښخیدو ځای

د بقیع په هدیرې کې د اسماعیل د قبر نقشه له دې وروسته چې قبر هلته یوړی شو.

اسماعیل مدینې ته نژدې د عُرَیض په نوم سیمه کې مړ شو او په بقیع کې ښخ شو،[۵۳] د فاطمیون د خلافت په دوره کې (۲۹۷-۵۶۷ هـ ق) د هغه پر قبر باندې یو مقبره جوړه شوه.[۵۴] د بقيع د دېوال نه يو 15میټره فاصله کې په لويديځ لوري او د بقيع د امامانو قبرونو ته مخامخ دی[۵۵] د اسماعيل قبر ته شيعه په ځانګړې توګه اسماعيليان د زیارت لپاره ورځي[۵۶] ایران حجیان میدنې ته په خپلو سفرونو کې کله چې د بقیع د امامانو او امام زادګانو زیارت کوي نو هلته هم ورځي د هغوي په سفرنامې کې د اسماعیل د زیارت صفات ثبت شوي دي.[۵۷]

د محمد صادق نجمي (۱۳۱۵-۱۳۹۰) په وینا، په ۱۳۹۴ هجري قمري کال کې د بقیع د لوېدیځې کوڅې د جوړولو پر مهال د اسماعیل د قبر شاوخوا سیمه ویجاړه شوه او داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې له پېړیو وروسته د د اسماعیل بدن روغ وموندی شو. د هغه جنازه بقیع ته یوړې شوه چې د حَرّه د شهيدانو ختيځ لوري ته او د حليمې سعديه له قبر څخه په لس مترۍ کې موقعيت لري.[۵۸]

فوټ نوټ

  1. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۰۹.
  2. طبری، دلائل الامامه، ۱۴۰۳ق، ص۳۰۳.
  3. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶.
  4. ابوحاتم رازی، الزینه، ص۲۸۸ به‌نقل از حبیبی مظاهری، «اسماعیل بن جعفر»، ص۶۴۸.
  5. حبیبی مظاهری، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۸، ص۶۴۸.
  6. عمری‌، المجدی‌، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص‌۱۰۰.
  7. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۵۲۴.
  8. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۰م، ج۱، ص۳۱۱.
  9. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ج۷، ص۲۹۶.
  10. فخر رازی، الشجره المبارکه، ۱۴۰۹ق، ص۱۰۱.
  11. فخر رازی، الشجره المبارکه، ص۱۰۱.
  12. فخر رازی، الشجره المبارکه، ۱۴۰۹ق، ص۱۰۳.
  13. بخاری، سر السلسلة العلویه، ۱۴۱۳ق، ص۳۶.
  14. حموی، معجم‌البلدان، ۱۹۹۵م، ج۲، ص۴۶۹.
  15. حموی، معجم‌البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۱۴۲.
  16. علوی، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۱۰۳.
  17. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۰ق، ج۲۰، ص۳۷.
  18. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۰ق، ج۳۰، ص۳۰۹.
  19. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۰ق، ج۱۲، ص۴۰.
  20. وګورئ: نوری، خاتمة المستدرک، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۸۵.
  21. وګورئ: خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۲۴-۱۲۷.
  22. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۴۵؛ خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۲۵.
  23. وګورئ: صدوق، کمال‌الدین‌، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۷۰.
  24. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۲۷.
  25. لویس‌، The Origins of Isma'ilism، ص۴۲ به‌نقل از حبیبی مظاهری، «اسماعیل بن جعفر»، ج۹، ص۶۵۰.
  26. حبیبی مظاهری، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۹، ۶۵۰.
  27. وګورئ: بدوی‌، شخصیات قلقة، ص۱۹ به‌نقل از حبیبی مظاهری، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ص۶۴۹.
  28. قاضی نعمان، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۴۹-۵۰.
  29. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۵۲۴.
  30. وګورئ: صدوق، کمال‌الدین‌، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۷۰-۷۱.
  31. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ص۵۲۷-۵۲۸.
  32. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۸۲.
  33. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۰۷-۳۱۱.
  34. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۶-۲۲۲.
  35. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۷-۱۶.
  36. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۸، ص۱۲-۲۹.
  37. جمعی از نویسندگان، مجموعه مقالات سیره و زمانه امام کاظم، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۷۹، ۸۱.
  38. نعمانی‌، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۳۲۸.
  39. نعمانی‌، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۳۲۸.
  40. ابن‌شهرآشوب‌، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۲۶۶.
  41. وګورئ: طبرسی‌، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۴۶؛ ابن‌شهرآشوب‌، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۲۶۶.
  42. وګورئ: شهرستانی‌، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۲۶؛ جوینی، تاریخ جهانگشای، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۴۶.
  43. وګورئ: مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۶.
  44. وګورئ: مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۶.
  45. اشعری، المقالات والفرق، ۱۳۶۰ش، ص۸۱.
  46. وګورئ: اشعری، المقالات والفرق، ۱۳۶۰ش، ص۷۹.
  47. حبیبی مظاهری، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۹، ۶۵۰.
  48. جعفر بن‌ منصور الیمن‌، سرائر و اسرار النطقاء، ۱۴۰۴ق، ص‌۲۵۶.
  49. ابن‌حزم‌، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۵۹.
  50. صدوق، کتاب التوحید، النشر الاسلامی، ص۳۳۶.
  51. سبحانی، البداء علی ضوء الکتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۱.
  52. جعفر منصور الیمن، سرائر و اسرار النطقاء، ۱۴۰۴ق، ص۲۴۶-۲۴۷.
  53. علوی، المجدی، ۱۴۰۹ق، ص۹۹-۱۰۰.
  54. مطری، التعریف بما آنست الهجره، ۱۴۲۶ق، ص۱۲۱.
  55. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع، ۱۳۸۰ش، ص۲۹۰-۲۸۹.
  56. عیاشی، المدینة المنورة فی رحلة العیاشی، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۵.
  57. بېلګه په توګه وګورئ: سفرنامه حج فرهاد میرزا معتمدالدوله، ص۱۵۸.
  58. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۰-۳۰۲.

سرچينې

  • ابن‌حزم‌، علی‌، جمهرة انساب‌ العرب‌، بیروت‌، ۱۴۰۳ق‌/۱۹۸۳م‌.
  • ابن‌شهرآشوب‌، محمد، المناقب‌، قم‌، نشر علامه، ۱۳۷۹ق‌.
  • ابن‌عنبه‌، احمد، عمدة الطالب‌، به‌کوشش‌ محمدحسن‌ آل‌ طالقانی‌، نجف‌، ۱۳۸۰ق‌/۱۹۶۱م‌.
  • اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات والفرق، انتشارات علمی و فرهنگی، چاپ دوم، ۱۳۶۰ش.
  • بخاری، سهل بن عبدالله، سرالسلسلة العلویة، انتشارات الشریف الرضی، ۱۳۷۱ش/۱۴۱۳ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، جمل من أنساب الأشراف، تحقيق: سهيل زكار و رياض الزركلی، دار الفكر ـ بيروت، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • جعفر بن‌ منصور الیمن‌، سرائر و اسرار النطقاء، به‌کوشش‌ مصطفی‌ غالب‌، بیروت‌، ۱۴۰۴ق‌/۱۹۸۴م‌.
  • جمعی از نویسندگان، مجموعه مقالات همایش سیره و زمانه امام کاظم علیه‌السلام، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه، ۱۳۹۲ش.
  • جوینی‌، عطاملک بن محمد‌، تاریخ‌ جهانگشای، تصحیح محمد قزوینی، تهران، دنیای کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • حبیبی مظاهری، مسعود، «اسماعیل بن جعفر» در دایرة المعارف بزرگ اسلامی(ج۸)، تهران،
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم‌البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، مرکز نشرآثار شیعه، قم، ۱۴۱۰ق/۱۳۶۹ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر: به کوشش عمر عبدالسلام، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۱۰ق.
  • سبحانی، جعفر، البداء علی ضوء الکتاب و السنة، قم، مؤسسة الامام الصادق، ۱۳۹۲ش.
  • شهرستانی‌، محمد بن عبدالکریم، الملل‌ و النحل‌، تحقیق محمد بدران، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
  • صدوق، محمد بن علی، التوحید، به‌کوشش‌ هاشم‌ حسینی‌ تهرانی‌، تهران‌، ۱۳۹۸ق‌.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین‌ و تمام النعمة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • طبرسی‌، فضل‌ بن حسن، اعلام‌ الوری‌ باعلام الهدی، قم، آل‌البیت، ۱۴۱۷ق.
  • علوی، علی بن محمد، المجدی فی انساب الطالبیین، به کوشش المهدوی، قم، مکتبة النجفی، ۱۴۰۹ق.
  • عیاشی، المدینة المنورة فی رحلة العیاشی، به کوشش محمد محزون، کویت، دار الارقم، ۱۴۰۶ق.
  • فخررازی، الشجره المبارکه فی النساب الطالبیه، منشورات مکتبه آیة‌الله مرعشی نجفی، قم، ۱۴۰۹ق.
  • فرهادمیرزا، سفرنامه فرهادمیرزا، تصحیح غلامرضا مجد طباطبایی، مؤسسه مطبوعاتی علمی، تهران، ۱۳۶۶ش.
  • قاضی‌ نعمان‌ مغربی، محمد، دعائم‌ الاسلام‌، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، قم، ۱۳۸۵ق.
  • کشی‌، محمد بن عمر، رجال الکشی- اختیار معرفة الرجال، تلخیص محمد بن طوسی، تصحیح حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مطری، محمد بن احمد، التعریف بما انست الهجره من معالم دارالهجره، تحقیق سلیمان رحیلی، ریاض، دارة الملک عبدالعزیز، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، تصحیح علی میرشریفی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • نجمی، محمدصادق، تاریخ حرم ائمه بقیع، قم، مشعر، ۱۳۸۰ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • نوبختی‌، حسن‌ بن موسی، فرق‌ الشیعة، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • نوری، میرزاحسین، خاتمة المستدرک، قم، آل‌البیت، ۱۴۱۵ق.

بهرنۍ لینک