بشر بن غالب اسدي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بِشر بن غالِب اَسَدي (ژوندی په ۶۶ق)د شیعه امامانو له اصحابو او د حدیث له راویانو دی. هغه له خپل ورور سره د عرفې دعا له امام حسین(ع) روایت کړې ده. هغه همداراز له مکې عراق ته د شیعیانو د دریم امام په سفر کې په ذات عِرق پړاو کې له هغه سره کتنه وکړه او کله چې حسین بن علي(ع) د عراق د حالاتو پوښتنه وکړه، ځواب یې ورکړ چې د خلکو زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه و سره دي.

هغه د عاشورا په پېښه کې نه و موجود البته وروسته یې له امام حسین سره له نه ملګرتیا پښېماني څرګنده کړه.

اجمالي پېژندنه

بشر بن غالب اسدي کوفي چې په ابو صادق [۱] ملقب دی د پېغمبر د یو صحابي، غالب بن بشر اسدي زوی [۲] او د بني اسدو له طایفې و.[۳] په سرچینو کې د هغه د زوکړې وخت او ځای ته اشاره نه ده شوې.[۴]

شیعه رجال لیکونکی احمد بن محمد برقي (وفات۲۸۰ق) بشر د پېغمبر(ص) له اصحابو ګڼلی دی.[۵] همداراز سید محسن امین (وفات ۱۳۷۱ق) په اعیان الشیعه کې هم د طبقات الکبری کتاب د لیکوال ابن اسعد په نقل، بشر له هغو اصحابو ګڼلی چې کوفې ته یې مهاجرت کړی دی.[۶]

په ځینو تاریخي سرچینو کې د بشر بن غالب څخه له خوارجو بلواګرو سره په جنګ کې د حجاج بن یوسف د لښکر د یو کوماندان په توګه یادونه شوې ده.[۷] چې په همدې جنګ کې په ۷۶ق کې ووژل شو.[۸] البته په ځینو رجالي سرچینو کې د دوو کسانو نوم بشر بن غالب اسدي یاد شوی دی.[۹] او هیڅ دلیل نیشته چې دا بشر، هماغه مشهور بشر (د بشیر بن غالب ورور) وي.

د حدیث راوي

شیعه رجال پېژاندو احمد بن محمد برقي (وفات ۲۸۰ق) او شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) ، بشر بن غالب د امامانو(ع) له اصحابو او له راویانو ګڼلی خو د هغه د ژوند په اړه یې څه معلومات نه دي وړاندې کړي.[۱۰] شیخ طوسي یوازې دهغه اسدي او کوفي والي ته اشاره کړې او هغه یې د امام حسین(ع)[۱۱] او امام سجاد(ع)[۱۲] له راویانو ګڼلی دی برقي هم د امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او امام سجاد(ع)،د اصحابو په لیکه کې د هغه له ذکره وروسته هغه د امام علي(ع) له اصحابو ګڼلی چې په کوفه کې اوسېده.[۱۳]

له بشر بن غالبه ډېر روایتونه په روایي او غیر روایي کتابونو کې په مختلفو موضوګانو منجمله د اهل بیتو(ع) په مینه [۱۴] تفسیر [۱۵] د قرآن د قرائت د ثواب [۱۶] او د قائم د ظهور د خبرونو[۱۷] په زمینه کې نقل شوې دي. هغه له خپل ورور بشیر بن غالب سره عرفه دعا له امام حسین(ع) نقل کړې ده.[۱۸]


مذهب او وثاقت

د ځینو څېړاندو په ګمان په رجالیانو کې د بشر بن غالب په مذهب هیڅ تصریح نه ده موجوده.[۱۹] سره له دې شیعه رجال لیکونکي عبدالله مامقاني (وفات ۱۳۵۱ ق) د بشر مجهول الحال والي ته په اشارې سره، هغه امامي مذهبه ګڼلی دی.[۲۰] سید محسن امین په هغه څه په استناد سره چې په څلورمې پېړۍ کې شیعه رجالي محمد بن عمر کشي ته منسوب شوې، هغه عالم ، فاضل او جلیل القدر ګڼلی دی خو زیاتوي چې دا خبره په رجال کشي کتاب کې نیشته او اساسا د یو رواي په توثیق کې د غه شان ادبیات د کشي په شان متقدمو کسانو څخه نه صادریږي او دا ډول جملې په متاخرانو پورې اړوند دي.[۲۱] سره له دې د عرفې دعا په شهرت په استناد سره ویل شوي چې هغه موثق راوي دی.[۲۲]

له امام حسین(ع) سره کتنه

بشر بن غالب له مکې د عراق په لور د امام حسین(ع) د وتلو په وخت په ذات عرق سیمه کې له هغه سره کتنه وکړه.[۲۳] حسین بن علي(ع) له هغه د عراق د حالاتو په اړه پوښتنه وکړه. هغه په ځواب کې وویل چې د هغوي زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه سره دي. امام د هغه د خبرې تصدیق وکړ او وې ویل چې خدای چې هر څه وغواړي هغه کوي.[۲۴]

په ذات عرق کې له بشر بن غالب سره د امام حسین(ع) خبرې
امام حسین(ع): د کوفې خلک دې څنګه ولیدل؟
بشر بن غالب: د هغوي زړونه له تا سره خو تورې یې له بني امیه و سره دي.

رښتیا دې وویل ای اسدي وروره! خدای هر څه چې وغواړي هغه کوي او د هر څه چې اراده وکړي امر یې کوي.[۲۵] له هغه مخکې د صفاح په کور کې هم دا خبره فرزدق امام(ع) ته کړې وه.

بشر بن غالب له ابن زبیر سره د امام حسین(ع) خبرې هم نقل کړې دي چې د شیعیانو دریم امام په هغو کې عراق ته د خپل سفر علت بیان کړی دی.[۲۶]

بشر د کربلا په پېښه کې نه و موجود.[۲۷] خو ابن سعد په طبقات الکبری کتاب کې باوري دی چې هغه د عاشورا له پېښې وروسته د امام حسین(ع) قبر ته لاړ او له امام حسین(ع) سره په نه ملګرتیا یې پښېماني څرګنده کړه.[۲۸]

بشر له منهال بن عمرو سره یو ځای د مختار د پاڅون په زمانه کې په ۶۶ ق کال کې مدینې ته لاړ او د حرمله بن کاهل اسدي په باره کې له منهال سره د امام سجاد(ع) د خبرواترو په وخت موجود و.[۲۹] همداراز له مختار سره له لومړۍ ملګرتیا سره سره، په دوام کې د هغه مخالف شو او مختار ثقفي په بند کې واچوه.[۳۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن ابی‌زینب، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن اعثم کوفی، احمد، کتاب الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، تحقیق عبدالفتاح ابوغدة، دار البشائر الاسلامیه، البطعة الاولی، ۲۰۰۲م.
  • ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و...، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری (خامسه۱)، تحقیق محمد بن صامل السلمی، مکتبة الصدیق، الطبعة الاولی، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن مسکویه، احمد بن محمد، تجارب الامم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
  • ابوالشیخ، عبدالله بن محمد، طبقات المحدثین بأصبهان و الواردین علیها، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۱۲ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ق.
  • برقی، احمد بن محمد، الرجال، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۴۲ش.
  • بِشْرِ بْنِ غَالِب؛ صحابی جامانده از عاشورا، خبرگزاری بسیج، تاریخ انتشار: ۱۳۹۵/۰۷/۱۹، تاریخ بازدید: ۱۳۹۸/۰۹/۰۴.
  • جمعی از نویسندگان، مع الرکب الحسینی، قم، تحسین، ۱۳۸۶ش.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تهران، التابعة لوزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامی، ۱۴۱۱ ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالمعرفة، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۳م.
  • شرف‌الدین، عبدالله، مع موسوعات رجال الشیعة، لندن، الارشاد، ۱۴۱۱ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد(ص)، قم، چاپ دوم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی - إختیار معرفة الرجال، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث للطباعة و النشر، ۱۴۲۹ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع)، ۱۴۳۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالأنوارالجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.