د قرآن نه تحریفیدل

د wikishia لخوا

د قرآن نه تحریفېدل، د عامو مسلمانانو او اسلامي فرقو عقیده ده چې پر اساس یې دا له مسلمانانو سره موجود قرآن، هماغه قرآن دی چې په پر پېغبمر(ص) وحي شوی او تحریف شوی نه دی.

ټول مسلمانان یو نظر لري چې د مسلمانانو په نزد په موجود قرآن څه نه دي ورزیات شوې؛ خو د کمېدو په اړه یې د نظر اختلاف موجود دی. د مسلمانانو ډېر کم عالمان په دې نظر دي چې په قرآن کې کمی شوی دی. د هغوي لاسوند هغه روایتونه دي چې د شیعه سني په ځینو سرچینو کې راغلي دي؛ سره له دې ځینو وهابیانو د قرآن د تحریف خبره په شیعیانو پورې تړلې ده.

د شیعه عالمانو په نزد مشهور نظر دا دی چې په قرآن کې د کمي زیاتي له اړخه هیڅ تحریف نه دی شوی او د مسلمانانو په نزد موجود قرآن هماغه قرآن دی چې پر پېغمبر(ص) نازل شوی دی. هغوي د قرآن د کمي زیاتي د نه تحریفیدېو د اثبات لپاره، د حفظ په ایت، په ثقلین حدیث او له معصومو امامانو(ع) په ځینو نورو نقل شویو روایتونو او عقلي دلیل استناد کړی دی. شیعه عالمانو همداراز د کمي په اړه دلالت کوونکي ځینې روایتونه چې په یو شمېر اهل سنت او شیعه سرچینو کې نقل شوي د سند او دلالت له اړخه جاجولي او کره کتنه یې پرې کړې ده او په دې نظر دي چې په دغه روایتونو په استناد سره په قران کې د کمي راتګ نه شو اثباتولی.

د شیعه مفسرانو، فقیهانو او قرآن څېړاندو له لوري د قران د تحریف د قول په رد کې ډېر اثار لیکل شوي ده چې ځینې یې دا دي: برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن تألیف د میرزا مهدی بروجردی و صِیانةُ القرآن مِنَ التحریف، لیک د محمد هادي معرفت.

د تحریف معنا او قسمونه یې

د تحریف معنا ده له خپل اصلي حالت او وضعیته د کلام کږول او بدلول.[۱] د دې څو ډولونه ذکر شوې دي[۲] چې په دې ډول دي:

لفظي تحریف

بدلون د کلام په الفاظو کې دی چې څو قسمونه لري او مهم ډولونه یې دا دي:[۳]

  • د زیاتوالي تحریف: د قرآن په اړه دغه ډول تحریف، په دې معنا دی چې د قرآن یوه برخه چې اوس د مسلمانانو په لاس کې موجود دی، هماغه په پېغمبر(ص) نازل شوی قرآن دی.[۴]
  • د کمي او کموالي نحریف: په دې معنا دی چې د مسلمانانو په نزد په موجود قرآن کې هغه ټول څه دي موجود چې په پېغمبر(ص) نازل شوې وو.[۵]

معنوي تحریف

له معنوي یا محتوایي تحریف مطلب دا دی چې تحریف کوونکی، د کلام معنا هغه لور ته چې د هغه خپله خوښه ده کږه کړي او له هغه معنې یې چې د وینا څښتن یې لري منحرف او کږه کړي.[۶] په بله ژبه، د کلام تفسیر او تاویل له هغه معنې پرته په بله معنا کې دی چې کلام پکې ظهور لري.[۷]

د تحریف نورې معنې

د سورو د تنزیل د ترتیب په اساس د سورو د مقام نه ترتیبوالی، په مترادفې کلمې د یوې کلمې بدلول(د کلمې د بدلولو تحریف) او د دودو قرائتونو په خلاف د قرآن د کلماتو قرائت( په قرائت کې تحریف) د تحریف له نورو ډولونو ګڼل شوې دي.[۸]

د قرآن د تحریف په اړه د مسلمانانو نظر

د سید ابوالقاسم خویي (وفات: ۱۳۷۱ل)، په وینا د دین او اجماع په ضرورت او د ټولو مسلمانانو په اتفاق د زیاتوالي تحریف یعنې په قرآن کې د کوم لفظ ورزیاتوالی، په قرآن کې نه دی واقع شوی.[۹] د کمي د تحریف په اړه یعنې دا چې له قرآن څخه کوم الفاظ یا عبارت نه دي لرې کړی شوي د مسلمانو عالمانو تر مینځ د نظر اختلاف دی: زیاتره مسلمان عالمان باوري دي چې دغه ډول تحریف هم په قرآن کې نه دی شوی. د دې په مقابل کې، ګوته په شمېر باوري دي چې واقع شوی دی.[۱۰]

د قرآن د معنوي تحریف په اړه سید ابوالقاسم خویي په البیان فی تفسیر القرآن کتاب کې لیکي دي چې د مسلمانانو په مینځ کې اختلاف نیشته چې دغه ډول تحریف واقع شوی او ځینو فاسد مکتبونو د قرآن ایتونه د خپل نظر او رایې مطابق تاویل کړي او معنا یې وربدله کړې ده.[۱۱] د شریعت په ژبه، دغه ډول تحریف ته تفسیر بالرای ویل کیږي او ترې منع شوې ده.[۱۲]

د ځینو قرآن څېړاندو له نظره، د تحریف نورې معنې لکه د یوې کلمې په مترادفې کلمې د هغه بدلو او د دودو قرائتونو په خلاف د قرآن د کلماتو قرائت هم په قرآن کې نه دی واقع شوی.[۱۳]

د قرآن د تحریف په اړه د شیعه عقیده

د شیعه عالمانو په نزد مشهور نظر دا دی چې نه یوازې د زیاتوالي تحریف بلکې د کموالي او نقصان تحریف هم په قرآن کې نه دی شوی او کوم قران چې په مسلمانانو کې رایج دی هماغه قرآن دی چې د خدای له لوري پر پېغمبر(ص) نازل شوی دی.[۱۴] شیخ صدوق په کتاب الاعتقادات کې ويلي چې د شیعه عقیده دا ده چې پر پېغمبر(ص) نازل شوی قرآن هماغه د مسلمانانو په لاس کې موجود قرآن دی او تر دې زیات نه دی او کوم کسان چې شیعه ته دا نسبت ورکوي چې نازل شوی قرآن تر موجود قرآن زیات دی دروغ وایي.[۱۵]

شیخ طوسي د تفسیر التبیان په سریزه کې ویلي دي چې له امامیه صحیح مذهبه داسې معلومیږي چې په قرآن کې کمی نه دی شوی او کوم روایتونه چې له شیعه سني د قرآن د کمي په اړه نقل شوي، واحد خبرونه دي چې علم راوړونکي نه دي او غوره ده چې ترې مخ واړوو.[۱۶]

محمد جواد بلاغي (وفات: ۱۳۵۲ق) هم د محقق کرکي په کتاب آلاء الرحمن کې داسې نقل کړې ده: کوم روایتونه چې د قرآن په کمي قائلانو په هغو استناد کړی، له دې امله چې د قرآني دلایلو، متواترو سنتو او اجماع سره مخالف دي، که د هغوي د تاویل امکان نه وي، باید څنګ ته کړی شي.[۱۷]

کاشف الغطاء (وفات: ۱۲۲۸ق) یو بل شیعه عالم او فقیه دی چې په قرآن کې د کمي تحریف رد کړی دی: د قرآن صراحت او د هرې زمانې د عالمانو اجماع په دې خبره ګواهي ورکوي چې په قرآن کې کمی نه دی شوی او د لږو کسانو د مخالفت هیڅ اعتبار نیشته او د قرآن د نه تحریف بدیهي والی، د هغو روایتونو په ظهور عمل کول چې پر تحریف دلالت لري، ردوي.[۱۸]

شیعه ته د قرآن د تحریف د عقېدې نسبت ورکول

طبرسي په مجمع البیان (وفات: ۵۴۸ق) کې ویلې دي ځینې شیعیان او یو شمېر حَشویه (د اهل سنتو یوه فرقه چې د روایتونو ظاهر معیار ګرځوي) ځینې روایتونه ذکر کړي چې پر اساس یې په قرآن کې کمی شوی دی.[۱۹] په قرآن کې د تحریف او کمي قایلانو په ځینو روایتونو استناد کړی چې د شیعه[۲۰] او اهل سنتو[۲۱] په حدیثي سرچینو کې نقل شوې دي.[۲۲] ویل کیږي چې د اخباریانو یوه وړه شان ډله[۲۳] په همدې روایتونو په تکیې سره قایله شوې چې په قران کې کمی شوی او د مسلمانانو په نزد موجود قرآن ټول هغه څه نه دي چې پر پېغمبر(ص) نازل شوې دي.[۲۴] همدا چاره سبب شوې چې ځینې وهابیان د تحریف په عقیدې باور ټولو شیعیانو پورې وتړي.[۲۵]

دغه تورونه په تېره بیا په ۱۲۹۲ق کال کې د میرزا حسین نوري د لیکلي کتاب فصل الخطاب له خپرېدو وروسته زیات شول[۲۶] او تر نن ورځې (د هجرت تر پینځلسمې پېړۍ) هم له هغو سرچینو شمېرل کیږي چې پرې په استناد سره شیعه ته د تحریف نسبت ورکول کیږي.[۲۷] د مثال په توګه د پاکستان وهابي لیکوال احسان الهي ظهیر، په خپل کتاب «الشیعه والقرآن» کې فصل الخطاب کتاب ته له اشارې وروسته، د تحریف د نظر حتی د زیاتوالي د تحریف نسبت ټولو شیعه عالمانو ته ورکړی او ویلې یې دي چې میرزا حسین نوري د قرآن د تحریف په عقیده کې یوازې نه دی او هغه له هغه عقیدې پرده پورته کړې چې نور شیعه عالمان پرې باور لري خو د تقیې له مخې یې پټوي.[۲۸]

د شیعه عالمانو نظر

په برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن کې د شیعه فقیه او د شیخ عبد الکریم حایري د شاګرد په وینا، د قرآن د تحریف زیاتره روایتونه منجمله د میرزا حسین نوري په کتاب فصل الخطاب کې له راغلو روایتونو څخه ۱۸۸ روایتونه، د احمد بن محمد سیاري له کتابه اخستل شوې دي.[۲۹] ابوالقاسم خویي ویلي دي د رجال عالمانو سیاري کذّاب ګڼلی او د هغه د عقیدې په فساد د نظر اتفاق لري.[۳۰]

په الذریعه کتاب کې د آقا بزرګ تهراني (وفات:۱۳۸۹ق) په وینا، فصل الخطاب کتاب، د لیکل کېدو له هماغه پېله د شیعه عالمانو له مخالفت سره مخ شو؛[۳۱] په دې ډول چې ویل کیږي محمد حسین کشاف الغطاء چې د کتاب د لیکوال هم مهاله وه، د کتاب له مطالعې وروسته د هغه د چاپ په حراموالي فتوا ورکړه.[۳۲] او د دغه کتاب په رد کې په خپلواکه او جدا توګه[۳۳] او همداراز د قرآن په تفسیر[۳۴] پورې د اړوند اثارو او بحثونو په ضمن کې د شیعه فقیهانو، مفسرانو او قرآن څېړاندو له لورې ولیکل شول.

سید کمال حیدري د «قرآن و مصونیت از تحریف» په نامه کتاب کې ۳۲ مشهور شیعه قرآن څېړاندي، مفسران او فقیهان راوړي چې د قرآن د هر ډول کمي زیاتي تحریف یې رد کړی دی.[۳۵] د «غالیان و اندیشه تحریف قرآن» په نامه مقاله کې داسې ادعا شوې چې له هغو ټولو روایتونو چې د قران د تحریف په اړه راغلي زیات شمېر یې ( په دریو کې دوه برخې یې) د غالیانو له لوري نقل شوې دي.[۳۶]

د قرآن د نه تحریفیدو دلایل

د قرآن د نه تحریف قایلانو د خپلې خبرې د اثبات لباره په لاندینیو دلیلونو استناد کړی دی:

د حفظ ایت

د مفسرانو په نظر، د نَحنُ نَزَّلنا الذِّکْرَ و اِنّا لَهُ لَحافِظونَ په ایت کې «ذکر» ټکی د قرآن په معنا دی چې خدای تعالی هغه په پېغمبر(ص) نازل کړی او ځان یې له د کمي یا زیاتي له تحریفه د هغه د حفاظت ذمه دار معرفي کړی دی.[۳۷]

روایتونه

په ځینو روایتونو کې د قرآن په نه تحریف تصریح شوی دی.[۳۸] ثقلین حدیث له هغو روایتونو دی چې د قرآن د تحریف نه منلو د اثبات لپاره پرې استناد شوی دی.[۳۹] د دغه حدیث مطابق چې له پېغمبر(ص) نقل شوی[۴۰] په قرآن د تمسک امکان په هره زمانه کې شته دی؛ په داسې حال کې چې د قرآن په تحریف عقیده، د دې مستلزمه ده چې په قرآن تمسک ونه کړی شو او که قرآن تحریف شوی وي ضرورت نه و چې پېغمبر د هغه په تمسک امر کړی وای.[۴۱] همداراز په ځینو روایتونو کې، له نامعتبرو روایتونو د معتبرو روایتونود تشخیص یوه لاره دا ده چې هغه له قرآن سره مخ کړو[۴۲] او که قرآن په خپله تحریف شوی وي نو ضرورت نه و چې له قرآن سره د روایتونو د مخامخولو امر وکړی شی.[۴۳]

په کتاب الاعتقادات کې د شیخ صدوق په وینا، هغه روایتونه چې له معصومو امامانو(ع) د سورو د فضیلت، د قرآن د قرائت د ثواب او د هرې سورې د قرائت د ثواب په اړه نقل شوي[۴۴] او همداراز د قرآن د ختم په ثواب پورې اړوند روایتونه[۴۵] ټول د قرآن په نه تحریف دلالت کوي.[۴۶]

عقلي دلیل

د میرزا مهدي بروجردي په وینا، پېغمبر(ص) له بعثته مخکې درې ادعاګانې وکړې: اول دا چې هغه د ټولو بشري طایفو لپاره مبعوث شوی دی. دوهم دا چې ټول تېر شریعتونه منسوخ شوي او باید د هغه په شریعت عمل وشي، دریم دا چې هغه د خاتمیت مقام لري او له هغه وروسته به بل پېغمبر او استازی نه راځي.[۴۷] دغه سریزو ته په پام سره، عقل حکم کوي چې هغه قرآن چې خدای په خپل وروستي استازي تر قیامته د بشر د هدایت لپاره نازل کړی وي، باید له هر ډول تحریف او کمي زیاتي پاک وي.[۴۸]

ځينو هم په قاعده لطف په تمسک شره داسې استدلال کړی چې د پېغمبرانو رالېږل او د انسان د دنیاوي او اخروي سعادت لپاره د خدای له خوا د اسماني کتابونو نازلول لطف ګڼل کیږي او قرآن کتاب چې د انسان د هدایت لپاره نازل شوی وروستی کتاب دی، د لطف د قاعدې مطابق باید له هر ډول کمي زیاتي پاک وي او که پکې کمی زیاتی وشي، د لطف د مقتضا مخالف دی.[۴۹]

د اهل سنت د عالمانو له نظره د تحریف له قوله د شیعه پاکوالی

ځینو اهل سنتو عالمانو تصریح کړې چې شیعه د قرآن د تحریف له قول پاک دي.[۵۰] د مثال په توګه ابوالحسن اشعري (وفات: ۳۲۴ق) په مقالات الاسلامیین کې، د قران د کمي قول یوازې د شیعیانو د یوې فرقې نظر بلل او ویلې یې دي چې د شیعه نورې برخې چې په امامت معتقدې دي (امامیه) په دې نظر دي چې په قران کې نه زیاتی شوی دی او نه کمی.[۵۱]

اهل سنت عالم او د هندوستان استوګن رحمت الله دهلوی (وفات: ۱۳۰۸ق)، په کتاب «اظهارالحق» کې ویلي چې قرآن د زیاتره شیعه امامیه عالمانو په نزد له هر ډول تغییر او تبدیله محفوظ پاتې شوی او یوازې یوې وړې ډلې د کمي خبره کړې چې نظر یې د هغوي په نزد مردود دی.[۵۲]

مصري عالم او مفسر محمد عبد الله دَراز (وفات: ۱۳۳۷ش)، په خپل کتاب «مدخلً الی القرآنِ الکریم» کې د قرآن د نه تحریف په اړه د شیخ صدوق د نظر په ذکرولو سره ویلي چې امامیه په دې نظر دي چې د مسلمانانو په نزد موجود قرآن کې د کمي زیاتي له لحاظه هیڅ تحریف نه دی شوی.[۵۳] مصري عالم او د الازهر پوهنتون استاد محمد محمد المدني (وفات:۱۳۸۸ق) د هغه مقالې په ضمن کې چې په «رسالة الاسلام» مجلې کې چاپ شوې، لیکلي دي چې له شیعه امامیه او اهل سنتو عالمانو هیڅ څوک د قرآن په تحریف قایل نه دی.[۵۴]

کتاب پېژندنه

صیانه القران من التحریف کتاب، لیک د محمد هادي معرفت

«کتابشناسی عدم تحریف قرآن»، په ۲۷۵ مخونو او تر ۵۰۰ زیاتو اثارو مشتمل کتاب دی چې د قرآن د نه تحریفیدو په موضوع کاظم استادي برابر کړی او په ۱۳۹۲ ل کال کې د حج او زیارت د سازمان له خوا خپور شوی دی.[۵۵] ځینې مهم اثار چې د شیعه عالمانو له خوا د قرآن د نه تحریفیدو په موضوع لیکل شوې په دې ډول دي:

  • کَشف الاِرتیاب عن تحریف الکتاب، لیک د شیخ محمود تهرانی: ویل کیږي دا لومړی اثر دي چې د فصل الخطاب له خپرېدو وروسته او دهغه په رد کې لیکل شوی دی.[۵۶] آقا بزرګ تهراني ویلي چې کله د فصل الخطاب کتاب مولف (میرزا حسین نوري) دا کتاب ولوسته، د هغه په رد کې یې په فارسۍ کې یوه رساله ولیکله او سپارښتنه یې وکړه چې له فصل الخطاب کتاب سره چاپ شي.[۵۷] هغه په دې رسالې کې ویلی چې له تحریفه یې مطلب دا نه دی چې د مسلمانانو په نزد په موجود قرآن کې چې د عثمان په زمانه کې راغونډ شوی، یو څه ورزیات یا کم شوي دي؛ بلکې مطلب دا دی چې د الهي وحي یوه برخه چې په پېغمبر(ص) نازله شوې ساقطه شوې او په موجود قرآن کې ثبت شوې نه ده.[۵۸]
  • برهان روشن؛ البرهانُ علی عدمِ تحریفِ القرآن، تألیف د میرزا مهدی بروجردی: لیکوال په دې کتاب کې د قرآن د تحریف په ردولو ځینې دلایل وړاندې کړې دي.[۵۹] هغه همداراز ځینې روایتونه چې په فصل الکتاب کتاب کې د قرآن د کمي د اثبات لپاره استناد شوی د د سند او دلالت له لحاظه جاجولي او کره کتنه یې پرې کړې ده.[۶۰] لیکوال د قرآن د کمي زیاتي د تحریف په رد کې تر څلویښتو زیاتو شیعه مفسرانو، فقیهانو او قرآن څېړاندو نظرونه په دې کتاب کې بیان کړې دي.[۶۱]
  • صیانة القرآن مِنَ التحریف، تألیف د محمد هادي معرفت: دا کتاب اته څپرکي لري او دا بحثونه پکې شامل دي: د « تحریف» لغوي او اصطلاحي تعریف، د قرآن د نه تحریف دلایل، د قرآن له نه تحریف سره په موافقت کې د ځینو شیعه عالمانو نظر، د قرآن د تحریف له قوله د شیعه په پاکوالي د ځینو اهل سنتو نظرخاوندانو ګواهي، په عهدین کتاب کې تحریف، د حشویه فرقې په نزد تحریف، د اخباریانو په نزد تحریف او د فصل الخطاب کتاب د لیکوال د نظر جاج او کره کتنه.[۶۲] دا کتاب د علي نصیري ګیلاني له خوا به فارسۍ ژباړل شوی او د سَمت چاپخونې له خوا په ۱۳۷۹ ل کال کې د «تحریف‌ناپذیری قرآن» په نوم چاپ شو.[۶۳]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. معین، فرهنگ معین، ذیل واژه «تحریف».
  2. مثال په توګه وګورئ: خویی، البرهان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۱۹۷-۲۰۰؛ معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۱۹-۲۳.
  3. رشیدرضا، تفسیر المنار، ج۵، ص۱۱۴.
  4. خویی، البرهان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۰۰.
  5. خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۰۰.
  6. نصیری، «مقدمه»، بر تحریف ناپذیری قرآن، تألیف محمدهادی معرفت، ص۴.
  7. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۲۰؛ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۵، ص۱۱۴.
  8. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۲۰-۲۱.
  9. خویی، البرهان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۰۰.
  10. خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۰۰.
  11. خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۱۹۷.
  12. مثال په توګه وګورئ: ابن ابی الجمهور، عوالی اللئالی، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۰۴؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۲۷، ص۲۰۲-۲۰۳؛ معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۲۰.
  13. مثال په توګه وګورئ: زرکشی، البرهان فی علوم القرآن، ۱۳۷۶ق، ج۱، ص۲۵۶-۲۶۰؛ سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج۱، ص۲۱۶-۲۱۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۸۶؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۱۸.
  14. خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۰۰.
  15. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۸۴.
  16. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۳.
  17. بلاغی، آلاء الرحمن، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۶.
  18. کاشف الغطاء، کشف الغطاء عن مبهمات شریعة الغراء، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۵۳.
  19. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۰.
  20. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۳۷ و ج۲، ص۶۳۳-۶۳۴؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۲۹۳.
  21. مثال په توګه وګورئ: احمد بن حنبل، مسند احمد، ۱۴۱۶ق، ج۳۵، ص۱۳۳-۱۳۴ و ۳۰۵ و ۵۰۱؛ ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار احیاء الکتب العربیة، ج۱، ص۶۲۵؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۱۴ق، ج۶، ۵۵۹-۵۶۰.
  22. حیدری، قرآن و مصونیت از تحریف، ۱۳۹۲ش، ص۵۶.
  23. بلاغی، آلاء الرحمن، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۵-۲۶.
  24. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۱۷۱.
  25. مثال په توګه وګورئ: «عقیدة الشیعة الإمامیة فی القرآن الكریم»، سایت مشروع الحصن.
  26. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ۱۰۲؛ مؤدب، حدادیان، «بررسی دلالی روایات تحریف‌نما در کتاب کافی»، ص۳۲.
  27. مثال په توګه وګورئ: القفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة الاثنی عشریة (عرض و نقد)، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۱۴ و ۲۳۴.
  28. ظهیر، الشیعه و القرآن، ادارة ترجمان السنة، ص۱۱۱.
  29. بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۷۰.
  30. خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۲۶.
  31. آقابزرگ تهرانی، الذریعه الی تصانیف الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۲۳۱.
  32. مؤدب، حدادیان، «بررسی دلالی روایات تحریف‌نما در کتاب کافی»، ص۳۲.
  33. مثال په توګه وګورئ: استادی، کتابشناسی عدم تحریف قرآن، ۱۳۹۲ش، ص۱۹-۲۰.
  34. مثال په توګه وګورئ: بلاغی، آلاء الرحمن، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۵-۲۹؛ خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۲۰-۲۵۹.
  35. حیدری، قرآن و مصونیت از تحریف، ۱۳۹۲ش، ص۱۷-۲۲.
  36. احمدی، ««غالیان و اندیشه تحریف قرآن»، ص۲۲۰.
  37. مثال په توګه وګورئ: فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۹، ص۱۲۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۲، ص۱۰۱؛ قرطبی، تفسیر القرطبی، دار إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۸۴؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۰۵؛ ابن‌عاشور، التحریر و التنویر، ۱۴۲۱ق، ج۱۳، ص۱۷.
  38. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۶-۲۸۷ و ج۲، ص۶۲۷.
  39. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۳-۴؛ خویی، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ص۲۱۶.
  40. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۴.
  41. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۳-۴؛ حیدری، قرآن و مصونیت از تحریف، ۱۳۹۲ش، ص۴۴.
  42. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۹.
  43. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۴۷-۴۸.
  44. شیخ صدوق، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال‌، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۰ و ص۱۲۵-۱۲۹.
  45. شیخ صدوق، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال‌، ۱۴۰۶ق، ص۹۹-۱۰۴.
  46. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۸۴.
  47. بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۱۲.
  48. بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۱۳.
  49. طاهری خرم‌آبادی، عدم تحریف قرآن، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۶.
  50. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۷۳.
  51. اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۴۷.
  52. دهلوی، اظهار الحق، ۱۴۱۳ق، ص۳۵۴.
  53. دراز، مدخل الی القرآن الکریم، ۱۴۰۴ق، ص۳۹-۴۰.
  54. المدنی، «رجة البعث فی کلیة الشریعة»، ص۳۸۱.
  55. استادی، کتابشناسی عدم تحریف قرآن، ۱۳۹۲ش، ص۴۳.
  56. آقابزرگ تهرانی، الذریعه الی التصانیف الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۲۳۱.
  57. آقابزرگ تهرانی، الذریعه الی التصانیف الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۲۳۱.
  58. آقابزرگ تهرانی، الذریعه الی التصانیف الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۲۳۱-۲۳۲.
  59. بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۹-۱۲.
  60. بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۵۳-۸۸.
  61. مثال په توګه وګورئ: بروجردی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، ۱۳۷۵ق، ص۱۰۶-۱۶۰.
  62. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۲۸۰.
  63. معرفت، تحریف ناپذیری قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۳-۱۴.

سرچينې

  • قرآن
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابن ابی الجمهور، محمد بن زین‌العابدین، عوالی اللئالی، تحقیق مجتبی عراقی، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌عاشور، محمدطاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌ماجه، أبو عبد الله محمد بن یزید، سنن ابن‌ماجه، بیروت، دار احیاء الکتب العربیة، بی‌تا.
  • احمد بن حنبل، أبو عبد الله أحمد بن محمد، مسند احمد،قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۶ق.
  • احمدی، محمدحسن، «غالیان و اندیشه تحریف قرآن»، نشریه علوم حدیث، شماره ۲، شهریور ۱۳۸۹ش.
  • استادی، کاظم، کتابشناسی عدم تحریف قرآن، تهران، سازمان حج و زیارت، بی‌تا.
  • اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین، آلمان، فرانس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
  • القفاری، ناصر بن عبدالله، اصول المذهب الشیعة الاثنی العشریة (عرض و نقد)، عربستان سعودی، دارالنشر، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • المدنی، محمد محمد، «رجة البعث فی کلیة الشریعة»، رسالة الاسلام، شماره ۴۴، ربیع الاول، ۱۳۷۹ق.
  • الهی ظهیر، احسان، الشیعه و القرآن، لاهور، ادارة ترجمان السنة، بی‌تا.
  • بروجردی، مهدی، برهان روشن؛ البرهان علی عدم تحریف القرآن، تهران، انتشارات بوذرجمهری، چاپ اول، ۱۳۷۵ق.
  • بلاغی، محمدجواد، آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن، قم، بنیاد بعثت، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • حیدری، سیدکمال، قرآن و مصونیت از تحریف، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۲ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، بی‌تا.
  • دراز، محمد عبدالله، مدخل الی القرآن الکریم، کویت، دار القلم، ۱۴۰۴ق.
  • دهلوی، رحمت‌الله، اظهار الحق، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۳ق.
  • رشیدرضا، محمد، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للكتاب، ۱۹۹۰م.
  • زرکشی، ابو عبدالله، البرهان فی علوم القرآن، بیروت، دار إحیاء الكتب العربیة، ۱۳۷۶ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن أبی بكر، الاتقان فی علوم القرآن، مصر، الهیئة المصریة العامة للكتاب، ۱۳۹۴ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابوبکر، الدر المنثور، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال‌، قم، دار الشریف الرضی للنشر، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طاهری خرم‌آبادی، سیدحسن، عدم تحریف قرآن، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی التفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • «عقیدة الشیعة الإمامیة فی القرآن الكریم»، سایت مشروع الحصن، تاریخ بازدید: ۲۰ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تهران، المطبعة العلمیة، ۱۳۸۰ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قرطبی، شمس الدین، تفسیر القرطبی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات شریعة الغراء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الكتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مؤدب، سیدرضا و عبدالرضا حدادیان، «بررسی دلالی روایات تحریف‌نما در کتاب کافی»، حدیث‌پژوهی، شماره ۲، پاییز و زمستان ۱۳۸۸ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۴۲۸ق.
  • معرفت، محمدهادی، تحریف ناپذیری قرآن (صیانة القرآن من التحریف)، ترجمه علی نصیری، تهران، انتشارات سمت، ۱۳۷۹ش.
  • معرفت، محمدهادی، صیانة القرآن من التحریف، قم، مؤسسه فرهنگى انتشاراتى التمهيد، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • معین، محمد، فرهنگ معین، تهران، کتاب راه نو، ۱۳۸۱ش.
  • نصیری، علی، «مقدمه»، بر تحریف ناپذیری قرآن (ترجمه صیانة القرآن من التحریف)، تألیف محمدهادی معرفت، تهران، انتشارات سمت، ۱۳۷۹ش.