تفویض
تَفْویض، یوه ډېره کاریدونکی اصطلاح ده چې په حدیثونو، علم کلام، اخلاقو او عرفاني نظري کې په مختلفو معنو کارول شوې ده. تفویض په اسلامي کلام کې د جبر او اختیار په مسله کې بیان شوی او د انسان په افعالو د هغه مطلق اختیار سره مترادف ده چې د معتزله په نوم د یوې اسلامي فرقې نظریه همدا وه. دا نظريه د انسان د مطلق جبر د نظریې په مقابله کې وه چې اشاعره و ورباندې باور درلود.
د شیعه متکلمانو، د امامانو د احاديثو له مخې، نه تفویض قبول کړی او نه جبر؛ بلکې د دوي دواړو تر منځ په یو بل څه باور لري، چې په شیعه حدیثونو کې ورته د «اَمرٌ بَینَ الْاَمرَین» ویلی شوي دي. په اسلامي اخلاقو او عرفان کې تفویض د سیر و سلوک له مرحلو څخه د یوې مرحلې په توګه ګڼل شوی دی او د توکل په څېر معنا لري؛ معنی یې خپلې چارې خدای ته سپارل دي او د هغه مقدراتو په وړاندې تسلیمیدل او راضي کیدل دي.
د شیعو په کلامي بحثونو کې تفویض دوه نورې کارونې هم لري چې له حدیثونو څخه اخستی شوي دي: د پیغمبر او امامانو تشریعي ولایت او تکویني ولایت. شیعو عالمانو په دې دوو مسئلو کې د نظر اختلاف لري.
تفویض، په اسلامي علمونو کې ډېره کاریدونکی اصطلاح
د تفویض اصطلاح د اسلامي علومو په مختلفو برخو کې په پراخه توګه کارول کیږي، لکه په حدیث، کلام، اخلاق او اسلامي عرفان کې. او دا په هر ډګر کې جلا جلا معنې لري.[۱] په ځانګړې توګه په اسلامي کلام کې، د تفویض په هکله ډیر بحث شوی دی[۲] او یوې کلامي فرقې ته له د جبر او ختیار په بحث کې د عقیدې له سببه مُفَوِّضه (اهل تفویض) ویل کیږي.[۳] تفویض په لغت کې د پریښودلو په معنا دی.[۴]
په اسلامي کلتور کې د تفویض بیلا بیلې معنې
په شیعه حدیثونو کې د شیعه علماوو د نظر له مخې تفویض لږ تر لږه په څلورو معناوو کې کارول شوی دی چې ځینې یې ارزښتمن او ځینې یې منفي ګڼل شوي دي: په عمل کې د انسان بشپړ اختیار (د مطلق جبر په مقابل کې)،[۵] خدای ته د چارو سپارل،[۶] د پیغمبر او امامانو تشریعي ولایت،[۷] او د هغوي تکویني ولایت.[۸] په اخلاقو او اسلامي عرفان کې له تفویضه مراد خپلې چارې خدای پاک ته سپارل دي او توکل ته ورته معنا لري.[۹] په اسلامي کلام کې تفویض د انسان په خپلو چارو کې د بشپړ اختیار په معنی کارول کیږي.[۱۰] خو د شیعو په کلامي کتابونو کې، د دې معنی سربیره په حدیثونو کې د تشریعي او تکویني ولایت په معنو کې د کارولو له سببه تفویض په دې معنو کې هم کارول شوی دی.[۱۱]
اختیار
- همدارنګ وګورئ: د انسان اختیار او امر بین الامرین
په اسلامي کلام کې د جبر او اختیار په برخه کې د تفویض بحث کیږي.[۱۲] معتزله دا باور درلود چې خدای پاک د انسان په چارو کې دخالت نه لري او د انسان په دې برخه کي بشپړ اختیار لري.[۱۳] دا نظریه د مطلق جبر د نظریې په مقابله کې راغلی چي اشاعره به دفاع کوله.[۱۴]
شیعه د امامانو د حدیثونو پر بنسټ، نه مطلق اختیار مني او نه مطلق جبر؛ بلکې «د دې دواړو تر مینځ لار» باندې باور لري.[۱۵] او دې ته «امرٌ بَینَ الْاَمرَین» وايي؛[۱۶] یعني وايي چې انسان یو اختیار لرونکی موجود دی؛ خو عملونه يې خداى ته هم منسوب کیږي؛ ځكه لكه څنګه چې یې وجود د خداى له لوري دى، نو کوم کارونه چې له هغه کیږي په هغو کې هم خدای سره تړلی دی.[۱۷]
د حدیث په سرچینو کې لکه الکافي،[۱۸] توحید،[۱۹] الاعتقادات[۲۰] او بحار الانوار،[۲۱] یوه برخه ردِّ جبر و اختیار او تأیید اَمرٌ بَینَ الْاَمرَین سره خاص شوې ده. په كافي او توحيد كتابونو كې د امام صادق(ع) په يوه حديث كې راغلي دي: «لَا جَبْرَ وَ لَا تَفْوِيضَ وَ لَكِنْ أَمْرٌ بَيْنَ أَمْرَيْن؛ نه جبر دی او نه تفویض؛ بلکې د دې دواړو تر مینځ یو څیز دی.»[۲۲]
خدای ته د چارو سپارل
«په خدای باندې د بنده ایمان تر هغه وخته پوره نه دی تر څو چې هغه پنځه صفتونه ونه لري: په خدای باندې توکل، خدای ته د چارو سپارل، د خدای امرونو ته غاړه ایښودل، د خدای په پرې کړه باندې راضي شونه او په الهي امتحانونو کې صبر کول.»

په یو شمیر حدیثونو کې د محدثانو په باور، تفویضخدای پاک ته د چارو د سپارلو په معنی کارول شوی دی. په ځینو حدیثې سرچینو کې، یوه برخه د «خدای باندې تفویض او هغه باندې توکل» سره خاص شوې ده.[۲۳] په دغو حدیثونو کې په یوه کې له امام کاظم(ع) څخه راغلي دي: توکل ډېرې درجې لري. له هغو ځې یوه دا ده چې خپلو ټولو چارو کې په الله توکل وکړئ او په هر هغه څه راضي اوسئ چې هغه یې درسره کوي او پوه شې چې هغه ستاسو په اړه هیڅ خیر او فضل کې سستي نه کوي او په دې برخه کې حکم د هغه لپاره خاص دی. نو په تفویض (سپارلو) سره په هغه توکل وکړه او په خپلو چارو او د نورو په چارو کې پر هغه اعتماد وکړه.»[۲۴]
له امام علی(ع) څخه په یو حدیث کښې راغلی دی: «ایمان څلور رکنه لری: په خدای توکل، تفویض یعنی (په خدای باندې د چارو سپارل)، د خدای په قضاوت باندې راضي کیدل او د خدای حکم ته غاړه ایښودل.»[۲۵]
په ځینو اخلاقي او عرفاني کتابونو کې هم یوه برخه د تفویض موضوع ته ځانګړې شوې ده.[۲۶] خواجه عبدالله انصاري، چې د پنځمې هجري پېړۍ یو عارف دی، په خپل کتاب منازل السائرین کې، تفویض د سیر و سلوک له پړاوونو څخه یو پړاو ګڼلی دی، هغه یې د خدای په وړاندې مکمل تسلیمدل ګڼلي دي او توکل یې د هغې یو ښاخ ګڼلی دی.[۲۷]
د هغه په وینا تفویض درې مرتبې لري:
- پوه شئ چې بنده، د عمل له ترسره کولو د مخه خپل هیڅ توان نلري. نو د خدای له مکره ځان په امن کې مه ګڼه او د هغه له مرستې مه نا امیده کیږه او په خپل نیت تکیه مه وهه.
- له خپل فقر او اضطرار څخه په خدای یقین پیدا کړې. هیڅ عمل د خپل نجات سبب نه ګڼې او هیڅ ګناه د خپلې تباهۍ سبب نه ګڼې او له الله پرته بل هیڅ څوک موثر ونه وینې.
- دا وګورې چې په هستۍ کې یوازې خدای پاک د وجود د حرکت او سکون، قبض او بسط لامل دی او پوه شې چې یوازې هغه چې چا ته وغواړي هدایت کوي او څوک چې وغواړي ګمراه کوي یې.[۲۸]
په امامانو باندې تفویض
په تشریع کې تفویض
د امامانو په روايتونو کې راغلي دي چې خداى تعالى دیني چارې پېغمبر او امامانو ته «تفویض» کړي یعنی سپارلي دي.[۲۹] په ځينو شيعه احاديثو کې یوه برخه د «پيغمبرانو او امامانو ته د دين د امر تفویض» په نامه، يو باب همدې موضوع ته ځانګړی شوى دى.[۳۰] شیعه علماوو له مسلې د «تشریعي ولایت» تر نامې لاندې بحث کړی دی. دلته د تشریعي ولایت معنی د مذهب په ډګر کې د قانون د جوړونې حق دی؛ یعنی د عبادي، اقتصادي، سیاسي، قضایي او ... احکامو تشریع او قانون جوړول.[۳۱]
د تشریعي ولایت په هکله د علماوو اختلاف دی: یوه ډله وايي چې په اسلام کې هیڅ انسان د قانون جوړولو حق نه لري. دا حق خدای سره خاص دی او خدای دا په مطلق ډول هیچا ته نه دی سپارلی.[۳۲] یوازې په ګوته شمېر څو ځایونو کې په روایتونو کې راغلي دي خدای پاک پيغمبر(ص) د تشریع اجازه ورکړې ده، د پيغمبر(ص) تشریعي ولایت منو.[۳۳] د دوي په مقابل کې ځینې یې په دې باور دي چې پیغمبر او امامان په ټولو دیني چارو کې تشریعي ولایت لري.[۳۴]
په تکویني چارو کې تفویض
د امامانو په حدیثونو کې راغلي دي چې خدای د هستۍ چارې لکه پیدایښت، رزق ورکول، ژوندي کول او مړ کول پیغمبر(ص) او امام علی(ع) ته نه دي سپارلی.[۳۵] د دوي په مقابله کې ځینې کسان باوري دي چې د ځینې نورو روایتونو له مخې چې پیغمبر(ص) او امام علی(ع) په هستۍ کې د خدای پاک د فیض رسیدو وسیله او واسطه دي.[۳۶] شیعه علماوو له دې مسئلې څخه د «تکویني ولایت» په نامه خبرې کړي دي. او په دې اړه بېلابېل نظرونه لري:
د دوی یوه ډله وايي چې د پیغمبر او امامانو تکویني ولایت هر څه ته نه دی شامل او په استثنايي مواردو کې واقع کیږي او هر څه دوی ته نه دي سپارل شوی. مرتضی مطهري، صافي ګلپایګاني او جعفر سبحاني له دې ډلې څخه دي.[۳۷] شیخ صدوق او شیخ مفید د مخلوقاتو د چارو پیغمبر او امامانو ته سپارل د غالیانو خبره ګڼلی او رد کړې یې ده.[۳۸] د دې په مقابله کې یوه ډله لکه محمد حسین غروي اصفهاني او سید محمد حسین حسیني طهراني باوري دي چې پیغمبر او امامان په ټول عالم باندې تکویني ولایت لري په هستۍ کې د خدای د فیض واسطه او وسیله دي.[۳۹]
فوټ نوټ
- ↑ ریشهری و دیگران، حکمتنامه پیامبر اعظم،، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۱۹۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سبحانی، جبر و اختیار، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق، ص۳۵۹-۳۶۰؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۴۸-۵۲.
- ↑ بحرانی، المعجم الاصولی، ۱۴۲۸ق، ص۳۴۳-۳۴۴.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۲۱۲، ذیل «فوض».
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۶۰؛ شیخ صدوق، توحید، ص۳۶۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۳؛ طبرسی، مشکاةالانوار، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م، ص۱۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۸؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۹۷.
- ↑ وګورئ: کاشانی، شرح منازل السائرین، ۱۴۲۷ق، ص۳۲۹.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۶، ص۶۲۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۳، ص۲۸۵-۲۸۶؛ صافی گلپایگانی، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، ۱۳۹۳ش، ص۹۸-۱۰۰؛ سبحانی، ولایت تکوینی و تشریعی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۵۱.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۲۳، ص۳۰۷.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۶، ص۶۲۸.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار،۱۳۸۴ش، ج۲۳، ج۳۰۷.
- ↑ سبحانی، جبر و اختیار، ۱۳۸۱ش، ص۴۱۱.
- ↑ سبحانی، جبر و اختیار، ۱۳۸۱ش، ص۴۱۱.
- ↑ سبحانی، جبر و اختیار، ۱۳۸۱ش، ص۴۳۱-۴۳۲.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ شیخ صدوق، توحید، ص۳۵۹.
- ↑ شیخ صدوق، اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۲۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲.
- ↑ وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۶۰؛ شیخ صدوق، توحید، ص۳۶۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۳؛ طبرسی، مشکاةالانوار، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م، ص۱۶.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۵.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۷؛ طبرسی، مشکاةالانوار، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م، ص۱۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کاشانی، شرح منازل السائرین، ۱۴۲۷ق، ص۳۲۹؛ زینالدین رازی، حدائقالحقائق، ۱۴۲۲ق، ص۱۱۵. ژندهپیل، کنوزالحکمه، ۱۳۸۷ش، ص۵۳؛ فیض کاشانی، الشافی، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۴۹۶.
- ↑ کاشانی، شرح منازل السائرین، ۱۴۲۷ق، ص۳۲۹.
- ↑ کاشانی، شرح منازل السائرین، ۱۴۲۷ق، ص۳۳۱-۳۳۲.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۵؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۱.
- ↑ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۷.
- ↑ سبحانی، مفاهیمالقرآن، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۶۱۰؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۹۹، ۱۰۱.
- ↑ سبحانی، ولایت تکوینی و تشریعی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۲۰-۲۱؛ صافی گلپایگانی، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۱۰۱-۱۰۲.
- ↑ غروی اصفهانی، حاشیة کتاب المکاسب، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۳۷۹؛ عاملی، الولایةُ التکوینیه و التشریعیه، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳؛ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۵، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۴، ۱۷۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۹۷.
- ↑ ربانی گلپایگانی، علی، «نقش فاعلی امام در نظام آفرینش»، ص۲۰-۲۵.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۳، ص۲۸۵-۲۸۶؛ صافی گلپایگانی، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، ۱۳۹۳ش، ص۹۸-۱۰۰؛ سبحانی، ولایت تکوینی و تشریعی از دیدگاه علم و فلسفه، ۱۳۸۵ش، ص۵۱.
- ↑ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۹۷، ۱۰۰؛ شیخ مفید، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۱۳۴.
- ↑ غروی اصفهانی، حاشیة کتاب المکاسب، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۳۷۹؛ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۵، ۱۴۱۸ق، ص۱۱۴.
سرچينې
- بحرانی، محمد صنقور علی، المعجم الاصولی، قم، منشورات الطیار، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
- حسینی تهرانی، سیدمحمدحسین، امامشناسی، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۴۱۸ق.
- دیلمی، حسن بن محمد، اعلام الدین فی صفات المؤمنین، تحقیق و تصحیح مؤسسه آلالبیت، قم، مؤسسه آلالبیت، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- ربانی گلپایگانی، علی، «نقش فاعلی امام در نظام آفرینش»، در انتظار موعود شماره ۲۹، ۱۳۸۸ش.
- ریشهری، محمد و دیگران، حکمتنامه پیامبر اعظم، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۸۷ش.
- زینالدین رازی، محمد بن ابوبکر، حدائقالحقائق، تحقیق سعید عبدالفتاح، قاهره، مکتبة الثقافه الدینیه، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- ژندهپیل، احد بن ابوالحسن، کنوزالحکمه، تصحیح و تعلیق حسن نصیری جامی، تهران، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- سبحانی، جعفر، جبر و اختیار، تنظیم علی ربانی گلپایگانی، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق.
- سبحانی، جعفر، مفاهیمالقرآن، بهقلم جعفر الهادی، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۲۱ق.
- سبحانی، جعفر، ولایت تکوینی و تشریعی از دیدگاه علم و فلسفه، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۳۸۵ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، اعتقاداتالامامیه، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق و تصحیح هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
- صافی گلپایگانی، لطفالله، سلسلهمباحث امامت و مهدویت، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیتالله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۱ش.
- صافی گلپایگانی، لطفالله، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیتالله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۳ش.
- طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الانوار فی غرر الاخبار، نجف، المکتبة الحیدریه، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
- عاملی، سیدجعفر مرتضی، الولایة التکوینیة و التشریعیة، مرکز الاسلامی للدراسات، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
- غروی اصفهانی، محمدحسین، حاشیةالمکاسب، قم، ذویالقربیٰ، ۱۴۲۷ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاهمرتضی، الشافی فی العقاید و الاخلاق و الاحکام، تحقیق مهدی انصاری قمی، تهران، لوح محفوظ، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
- قرشی بنابی، علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ ششم، ۱۴۱۲ق.
- کاشانی، عبدالرزاق، شرح منازل السائرین، تصحیح محسن بیدارفر، قم، بیدار، چاپ سوم، ۱۴۲۷ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران، صدرا، ۱۳۸۴ش.