تعجیل فرج

د wikishia لخوا
خطاطي په ثلث خط کې او د "اللهم عجل لولک الفرج" جملې تذهیب چې په کې له خدای څخه غوښتل شوي چې د خپل ولي فرج چټکه کړي.

تَعجیل فَرَج د چارو په پرانستنه او د ستونزو په حل کې بیړه ده چې د امامیه په نظر، له فرجه مطلب، د امام مهدي(ع) ظهور او راڅرګندېدل دي.[۱]

د شیعه حدیث څیړاندي محمدي ری شهري (وفات:۱۴۰۱ل) په وینا، له پېغمبر(ص) او امامانو(ع) په نقل شویو روایتونو کې، مسلمانانو ته په فرَج کې د بیړې لپاره د زیاتې دعا کولو سپارښتنه شوې ده. همداراز روایتونو د فرج د منتظرانو یوه دنده، په فرج کې د بیړې لپاره دعا ګڼلې ده.[۲] په دې اړه ځینې دعاګانې هم راپور شوې دي.[۳]

شیعه مهدویت څیړاندي سید محمدتقی اصفهاني (وفات: ۱۳۴۸ق) د کتاب ٰمِکیالُ المَکارِم فی فوائدِ دعاءِ لِلْقائم په یوې جدا برخې کې، له روایتونو اخستې د فرج د تعجیل لپاره اتلس دعاګانې ذکر کړې دي.[۴] ویل شوي چې په فرج کې د تعجیل یا بیړې لپاره دعا، پر هغه رول سربېره چې د ظهور په تحقق کې یې لرلی شي، د زمانې له امام (عج) سره باطني او د زړه اړیکي په پرله پسې توګه برابروي او د غیبت په پړاو کې د نهیلۍ مخه نیولی شي.[۵]

له بلې خوا د ځینو روایتونو له مخې ښه نه ده چې انسان په هغو کارونو کې چې خدای ځنډولې د بیړې غوښتنه وکړي. په کارونو کې بیړه کول هم غلط کار ګڼل شوی دی.[۶] همداراز ځینو روایتونو په تېره بیا د ظهور لپاره له بیړې نهي کړې ده.[۷] د بېلګې په توګه، له امام صادق(ع) په یو حدیث کې کله چې د امام مهدي(عج) د ظهور د وخت په اړه پوښتنه کیږي، هغه د وخت ټاکونکي، دروغجن، د بیړې کولو غوښتونکي تباه کیدونکي او د خدای مشیت ته تسلیمیدونکي ژغورېدونکي معرفي کوي.[۸]

د مکیال المکارم لیکوال د مذمومې بیړې لپاره ځینې ځانګړنې ذکر کوي چې په هغوي کې دا شامل دي: د مهدویت د دروغجنو مدعیانو پیروي، له ظهوره ناامیدي او مایوسي، د امام مهدي(عج) د وجود انکار، په ظهور کې د ځنډ په وجه په خدای او امام مهدي(عج) اعتراض، د غیبت د حکمت نفي، د فرج په انتظار پورې اړوندو حدیثونو سپک ګڼل، د ظهور د احادیثو ردول، د مهدویت د روایتونو غلط تاویل او تفسیر، د ظهور د حقیقي منتظرانو مسخره کول او له نهیلۍ وروسته د فرج د بیړې د دعا پریښودل.[۹]

د هغه په وینا، د دغه بیړې پریښودل، له خدایه په فرج کې د بیړې کولو له له غوښتنې سره منافات نه لري؛ ځکه چې دا دعا هم د نورو دعاګانو په شان ځینې شرایط لري چې بې له هغو تحقق نه مومي. نو په ظهور کې د بیړې کولو لپاره د دعا اصل ښه او غوره دی، خو له ځینو شرایطو سره چې که دغه شرایط نه وي، مطلوبه به نه وي. لکه څنګه چې په خپله لمونځ د خدای مطلوب دی خو که د شرایطو خیال یې ونه ساتل شي نو بیا دغه ځانګړنه نه لري.[۱۰]

«د فرج د تعجیل لپاره زیاته دعا کوئ ځکه چې دا په خپله ستاسو فرج دی.[۱۱]»

مهدویت څېړاندی علی‌اصغر رضواني (زوکړه ۱۳۴۱ل)هم په دې باور دی چې د تعجیل لپاره دعا کول له هغه روایتونو سره چې له بیړه کولو نهي کوی، ټکره نه لري؛ ځکه چې له خدایه په فرج کې د تعجیل غوښتنه، د هغې د سریزو او لازمو شرایطو په نظر کې نیولو پرته نه ده؛ د دې په ترڅ کې چې دعا کولی شي د امام مهدي(عج) د ظهور د جوړېدو له عواملو وي.[۱۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. رضوانی، موعودشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۸ش، ص۳۹۸-۳۹۹.
  2. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی،‌ ۱۳۹۴ش، ص۲۷-۲۸.
  3. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی،‌ ۱۳۹۴ش، ص۲۸.
  4. اصفهانی، مکیال المکارم، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۸۱-۸۴.
  5. شفیعی سروستانی، معرفت امام زمان(علیه‌السلام) و تکلیف منتظران،‌ ۱۳۸۷ش، ص۲۲۸.
  6. مثال په توګه وګورئ: امام سجاد(ع)، صحیفه سجادیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۵۶؛ نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۲۸۲.
  7. اصفهانی، مکیال المکارم، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۲۱-۲۲۸.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۶۸.
  9. اصفهانی، مکیال المکارم، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۲۸-۲۳۴.
  10. اصفهانی، مکیال المکارم، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۲۳۴.
  11. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۵.
  12. رضوانی، موعودشناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۸ش، ص۵۰۲-۵۰۳.

سرچينې

  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، نشر هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • صحیفه سجادیه، قم، نشر الهادی، ۱۳۷۶ش.
  • اصفهانی، محمدتقی، مکیال المکارم فی فوائد دعاء للقائم، قم، مؤسسة الإمام المهدی(ع)، ۱۴۲۸ق.
  • رضوانی، علی‌اصغر، موعودشناسی و پاسخ به شبهات، قم، انتشارات مسجد جمکران، ۱۳۸۸ش.
  • شفیعی سروستانی، ابراهیم، معرفت امام زمان(علیه‌السلام) و تکلیف منتظران،‌ تهران، موعود عصر، ۱۳۸۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۹۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی عجل الله فرجه برپایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی فرهنگی‌ دار الحدیث. سازمان چاپ و نشر، ۱۳۹۳ش.