عجل فرجهم

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د تهران په ښار کې د عجل فرجهم سره صلوات دیوال انځور.

عَجِّل فَرَجَهم په دې معنی دی چې «د هغوي فرج نزدی کړه» ، دا یو داسې ذکر دی چې شیعه یې په رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) باندې او د هغه په کورنۍ له درود لیږلو وروسته وايي. او دا د اهلبیتو علیهم السلام د مشکلاتو د خلاصیدو یا د امام مهدي(عج) د ظهور لپاره دعا ګڼي. دا ذکر په روايتونه کې په بېلابېلو الفاظو سره راغلی دی. د روایتونو له مخې پيغمبر(ص) او امام علی علیه السلام دا ذکر یا دې ته ورته ذکر کارولی دی. په شيعه رواياتو كې په خاصو وختونو کې د دې ذکر سپارښتنه شوې ده. او د دې ځینې خاصیتونه ذکر شوي دي لکه امام مهدی سره ملاقات او له بلاګانو نه په امان کې کیدل. فقیهان په عامه توګه د لمانځه په تشهد کې د دې ذکر کول جایز ګڼي؛ خو د ځینې فقهاوو له نظره په مداومه توګه نباید په د لمانځه په تشهد کې صلوات سره ورزیات شي.

پيژندګلو

عَجِّل فَرَجَهم «د هغوي فرج نزدی کړه» د شیعه روایتونو له مخې دا یو داسې ذکر دی چې له دروده وروسته ویل کیږی. [1] او شیعه یې له دروده وروسته وايي.[2] درود سره د دې دعا یوځای کیدل په دې دلیل دي چې ورسره دعا قبلیږي.[۳]

د ځینې روایتونو د سند د سلسلې له مخې د دې ذکر لرغونتوب د امام علی(ع) وختونو ته ورګرځي.[4] په بَلَدُالاَمین کې چې ابراهیم کَفعَمی (۸۴۰-۹۰۵ق) لیکلی دی، یوه دعا ده چې دا عبارت «عَجِّلْ اللّٰهُمَّ فَرَجَهُمْ» په کې راغلی دی.[۵] د دې روایت سند پيغمبر اکرم(ص) ته رسي. [۶] «عجل فرجهم» ذکر د شیعو په مذهبي ځایونو کې د سنګار لپاره لیکل شوی دی لکه د اصفهان د په جامع جومات کې او د حضرت معصومه(س) په حرم کې صلوات سره یوځای لیکل شوی دی.[۷]

د فَرَج معنا

د څیړاندو په وینا، د فرج لپاره دعا کول کله کله د اهلبتو(ع) او د مومنانو د کارونو د اسانۍ په معنا او کله کله د امام مهدی د ظهور په معنا راغلی دی.[۸] د فَرَج ټکی معنا له غمونو لری کیدل او د مشکلاتو د حل کیدول لپاره راځي.[۹]

دا ذکر د ځینې دعاګانو په متن کې په داسې حالت کې «عَجِّلْ فَرَجَ مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ» (د محمد او آل محمد فرَج نږدی کړې)[۱۰] یا «عَجِّلْ فَرَجَ أَوْلِیَائِکَ»[۱۱] راغلی دی، خو په ځینې متنونو لکه دعای عهد کې «عجَّل فرَجه» راغلی دی.[۱۲] همدارنګ د شیعو په ځینې حدیثونو کې له دې ذکره وروسته «وَ أَهْلِکْ عَدُوَّهُمْ» (دښمنان یې هلاک کړه) او دې ته ورته عبارت راغلی دی.[۱۳]

عجل فرجهم سره د صلوات خاصیتونه

په شیعه روایتونو کې صلوات سره «عَجِّل فرجهم» یا «عجل فَرَجَ آل محمد» په ځینې وختونو لکه د جمعې په ورځ او د زیارت په ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته مستحب دی.[۱۴] او د دې لپاره ځینې خاصیتونه ذکر شوي دي. له امام صادق(ع) په یو روایت کې نقل شوي دي چې څوک هم د سهار او ماسپښین له لمانځه وروسته درود سره «عجل فرجهم» ووايي نو له مرګه وړاندې به دولسم امام ویني.[۱۵] د هغه حضرت په اصحابو کې به وي،[۱۶] په قیامت کې به یې شفاعت کیږي،[۱۷] د ځان په امان کې شول [۱۸] او له ځناورو د خطر لری کیدل هم د دې ذکر له خاصیتونو ذکر شوي دي البته ځینې خاصو ادابو سره.[۱۹]

په لمانځه کې د عجل فرجهم ویل

د هغه پوښتنو له مخې چې د ځينو شيعه فقهاوو شوې دي مطابق، په ځانګړو شرايطو کې په تشهد کې له درود وروسته د «عجل فرجهم» کلمه ويل روا دي. ایت الله تبریزي او سیستاني [۲۰] دغه ذکر په تشهد کې له دروده وروسته په لمانځه کې روا ګڼلی دی. د ایت الله بهجت او فاضل لنکراني په وینا که د دعا په نیت وي، نو کومه ستونزه نه لري. د ایت الله خامنه ای، صافی ګلپایګاني[21] او نوري همداني[22] په وینا، که د ورد په نیت نه وي (یعنی د هغه عمل په نیت چی خدای ورباندې امر کړی وي)، نو هیڅ مشکل نشته. خو د ایت الله مکارم شیرازي [23] په وینا، لمونځ کوونکي باید دا ذکر په تشهد لمانځه کې پرله پسې ورزیات نه کړي، او احتیاط دا دی چې داسې کار ونه کړي.[24]

فوټ نوټ

سرچينې

  • الهی‌نژاد، حسین، «بررسی و تحلیل نقش دعا در تعجیل بخشی ظهور»، پژوهش‌های مهدوی، شماره ۲۰، بهار ۱۳۹۶ش.
  • «اهمیت فرستان صلوات با عجل فرجهم»، سایت تبیان، تاریخ درج مطلب: ۲۸ آذر ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۰ دی ۱۴۰۲ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامه، ج ۱۱، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • ستوده، منوچهر، «کتیبه‌های آستانه مقدسه قم»، معارف اسلامی(سازمان اوقاف)، شماره ۱۶، بهار ۱۳۵۳ش.
  • سیستانی، سیدعلی، «پرسش و پاسخ: تشهد»، سایت دفتر آیت‌الله سیستانی، تاریخ بازدید: ۱۰ دی ۱۴۰۲ش.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، مفتاح‌الفلاح فی عمل الیوم و اللیلة من الواجبات و المستحبات، بی‌جا، دار‌الکتاب الإسلامی، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح‌المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه‌الشیعه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، جامع‌الأحکام، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار ‌آیت‌الله‌ صافی گلپایگانی، ۱۳۸۵ش.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم‌الأخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۰ش.
  • قوچانی، عبدالله، «خط بنایی معقلی، تجلی علی (ع) بر خط کوفی بنایی»، کتاب ماه هنر، شماره ۳۱ و ۳۲، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۰ش.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، البلد الأمین، بی‌نا، بی‌جا، بی‌جا.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء‌التراث العربی، ۱۳۶۸ش/۱۴۰۳ق.
  • مرکز پاسخگویی جامعةالزهرا، «دانسته‌ها: فقه و زندگی»، مطالعات قرآنی نامه جامعه، شماره ۵۲، دی ۱۳۸۷ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، استفتا‌ئات جدید، قم، مدرسة‌الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۷ق.
  • «معنای وعجل فرجهم چیست؟»، خبرگزاری مسجد، تاریخ درج مطلب: ۸ خرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۰ دی ۱۴۰۲ش.
  • نوری همدانی، حسین، هزار و یک مساله فقهی، قم، مهدی موعود(عج)، ۱۳۸۸ش.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک‌الوسائل، بیروت، مؤسسة آل‌البیت لإحیاء‌التراث، ۱۴۰۸-۱۴۲۹ق/۱۹۸۷-۲۰۰۸م.
  • یزدی‌نژاد، عبدالرسول، «چند نکته در معنای حدیث امر به دعای فرج»، فصلنامه امامت پژوهی، شماره دوازدهم، ستان ۱۳۹۲ش.