حب الوطن من الایمان

د wikishia لخوا
حب الوطن خطاطي په کوفي رسم الخط کې د سلطاني لیکنه

حُبُّ الوَطَنِ مِنَ الْایمانِ«له وطن سره مینه د ایمان برخه ده» حضرت محمد(ص) ته منسوبه مشهوره جمله ده. دا جمله د ځینو محققانو لکه مکارم شیرازي په وینا، د شیعه په لومړۍ درجه حدیثي سرچینو کې نیشته او ځینو هغه جعلي ګڼلې ده. د شپږمې پېړۍ مفسر ابوالفتوح رازي، په روض الجنان تفسیر کې، د یو حدیث مطابق، دغه عبارت پېغمبر(ص) ته منسوب کړی چې د مکې د پریښودلو او مدینې ته د هجرت په وخت یې وویله. له دې امله، ویل کیږي چې له وطنه د پېغمبر(ص) مطلب د مکې ښار و.

ځینو نظرخاوندانو، په «حب الوطن من الایمان» عبارت کې د ایمان او د جغرافیایي وطن مینې لرلو تر مینځ متقابل تاثیر نه دی منلی او د وطن د ټکي تاویل یې کړی دی. ځینې له وطنه مطلب لوی اسلامي وطن او ځینو هغه جنت بللی دی. مسلمانو عارفانوهغه ځای ته چې انسان په هغه کې ارامښت او قرار ته رسیږي د وطن د معنې په پراخولو سره، اصلي وطن عالم بالا او د حق د قرب مقام ګڼلی دی.

مقام

حُبُّ الوَطَنِ مِنَ الْایمانِ «له وطن سره مینه د ایمان برخه ده» په معنا عبارت د یو مشهور[۱] او حضرت محمد (ص) ته د منسوب حدیث په توګه خپور شوی دی.[۲] په خلکو کې د دغه جملې مشهورتیا تر دې حده ده چې هغه یو متل جوړ شوی او لیکوالانو او شاعرانو په خپلو اثارو کې هغه ته اشاره کړې ده.[۳]

«حب الوطن من الایمان» حدیثي اعتبار

د تقلید د مرجع ناصر مکارم شیرازي په وینا د «حُبُّ الْوَطَنِ مِنَ الْایمانِ» جمله د شیعه په لومړۍ درجه حدیثي سرچینو کې نیشته.[۴] دا جمله د مرزبان بن رستم (وفات ۳۰۲ق) په کتاب مرزبان نامه کې راغلې ده.[۵] مرزبان نامه تر ټولو لرغونې سرچینه ګڼل شوې چې دغه عبارت یې د پېغمبر(ص) حدیث ګڼلی دی.[۶]

د حب الوطن من الایمان عبارت د شیعه متاخرینو په ځینو اثارو کې د مُرسَل حدیث په توګه راغلی دی.[۷] د شپږمې پېړۍ شیعه مفسر ابوالفتوح رازي په روض الجنان تفسیر کې د یو حدیث له مخې دغه جمله پېغمبر(ص) ته منسوبه کړې چې د مکې د پریښودلو او مدینې ته د تګ او هجرت په وخت یې هغه استعمال کړې او ویلي یې دي چې له وطنه د پېغمبر(ص) مطلب د مکې ښار و.[۸] شیخ عباس قمي په سفینة البحار کې دا جمله د شیخ حر عاملي د کتاب امل الامل سریزې څخه په نقل سره راوړې ده.[۹]

ابن عربي په خپل تفسیر کتاب کې،[۱۰] سید محسن امین په اَعیان الشّیعه[۱۱] او د نهج البلاغې شارح[۱۲] میرزا حبیب‌الله خویی، دا مشهوره جهمله حدیث ګڼي؛ خو په دې سرچینو کې، د هغې لپاره کوم سند نه دی نقل شوی. د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، ځینو دغه جعلي حدیث ګڼلی دی.[۱۳] سید جعفر شهیدي هم دغه جمله حدیث نه ده ګڼلې.[۱۴]

ځینو شاعرانو لکه مولوي او سعدي هم په خپلو شعرونوکې دغه عبارت د حدیث په نوم یاد کړی دی.[۱۵]


سعدیا حب وطن گرچه حدیثی است صحیح نتوان مرد به سختی که من آنجا زادم[۱۶]


ویل شوي ‌ډېرو اهل سنتو عالمانو د دغه حدیث په جعلي ګڼلو سره د هغه په مینځپانګه ځینې اعتراضونه کړې دي.[۱۷]

تاییدونه

د ایت الله مکارم شیرازي له نظره، که څه هم دغه حدیث په معتبرو سرچینو کې نه دی نقل شوی، خو د هغه لپاره دوه تاییدوونکي ذکر کولی شو:

  • په ځینو نورو روایتونو کې، له امام علي(ع) دغه جملې ته ورته تعبیرونه راغلي چې د دې مضمون تاییدوي؛ لکه «عُمِّرَتِ‏ الْبُلْدَانُ‏ بِحُبِ‏ الْأَوْطَان‏؛ ښارونه د وطن په مینه ابادیږي.» حدیث[۱۸] و «مِنْ كَرَمِ الْمَرْءِ بُكَاهُ عَلَى مَا مَضَى مِنْ زَمَانِهِ وَ حَنِينُهُ‏ إِلَى‏ أَوْطَانِه‏؛ د انسان د شخصیت یوه نښه له لاسه د تللې عمر لپاره د انسان ژړا او له وطن سره یې مینه ده»[۱۹]
  • له وطن سره مینه یوه طبیعي مینه ده چې د حق پېژندنې له خویه سرچینه اخلي او حق شناسي د ایمان له نښو ده.[۲۰]

د وطن له مینې سره د ایمان په اړوندولو اعتراض

ځینو کسانو د حب الوطن من الایمان په حدیث کې د ایمان او د جغرافیايي وطن تر مینځ اړیکي نه دي منلي او د وطن د کلمې تاویل یې کړی دی. دوي ویلي چې د حُبُّ الْوَطَنِ مِنَ الْایمانِ جملې ظاهري معنا نه شو منلی؛ ځکه چې کافر او منافق هم له خپل وطن سره مینه لري، په داسې حال کې چې ایمان نه لري او د وطن مینه د ایمان نښه نه شي کېدی. همداراز که یو مومن د کافرانو په وطن کې پېدا شوی او لوی شوی وي او وطن سره یې مینه ولري د دغه شان وطن او سیمې سره د مینې او ایمان تر مینځ هیڅ ارتباط نیشته.[۲۱] شمس تبریزي هم دنیایي وطن د پېغمبر(ص) مطلب نه ګڼي. د هغه په نظر، مکه په دنیا کې وطن دی او ورسره مینه د پېغمبر له مینې سره چې له دنیاوي چارو نه ده، هیڅ تعلق نه لري.[۲۲]

د دوو شیعه سیرت لیکونکو او حدیث څېړونکي سید جعفر مرتضي[۲۳] او سید مرتضی عسکري په وینا په دې حدیث کې مینه لرل، هغه مینه ده چې د اسلام له لوړو موخو سره یې غوټه خوړلې وي او له وطنه مطلب لوی اسلامي وطن دی نه د انسان د زوکړې ځای.[۲۴]

د وطن عرفاني تاویلات

ځینو عالمانو، له وطنه مطلب جنت ګڼلی دی. له دغه نظر سره سم، مومن په دنیا کې پردیسي دی او د نیکو او صالحو عملونو په کولو سره خپل وطن ته د ستنېدو ارمان لري.[۲۵] مسلمانو عارفانو، هغه ځای ته چې پکې په استقرار او دېره کېدو سره انسان ارامښت او قرار ته رسیږي،[۲۶] د وطن د معنې په پراخولو سره اصلي وطن پورته عالم[۲۷] او د قرب حق مقام ګڼلی[۲۸] او هغه کسان یې چې په حب الوطن عبارت کی یې وطن په ځمکني وطن تفسیر کړی ړانده زړي ګڼلي چې د دنیا مینه یې د کڼېدو او ړندېدو سبب شوې ده.[۲۹] د اومې قمري پېړۍ عالم، عارف او شاعر مولوي، له هغو کسانو دی چې دغه معنا یې په شعر راوړې ده او وایي:




مسکن یار است و شهر شاه منپیش عاشق این بود حب الوطن[۳۰]
از دم حب الوطن بگذر مایستکه وطن آن سوست جان این سوی نیست
گر وطن خواهی گذر زان سوی شطاین حدیث راست را کم خوان غلط[۳۱]


شیخ بهایي هم په نان وحلوا کتاب کې، د ځینو شعرونو په ترڅ کې، له وطنه مطلب ملکوتي وطن ګڼلی دی:









گنج علم «ما ظَهَر مَع ما بَطَن» گفت: از ایمان بود حب الوطن
این وطن، مصر و عراق و شام نیست این وطن، شهریست کان را نام نیست
زانکه از دنیاست، این اوطان تمام مدح دنیا کی کند «خیر الانام»
حب دنیا هست رأس هر خطا از خطا کی می‌شود ایمان عطا
ای خوش آنکو یابد از توفیق بهر کاورد رو سوی آن بی‌نام شهر
تو در این اوطان، غریبی ای پسر! خو به غربت کرده‌ای، خاکت به سر!
آنقدر در شهر تن ماندی اسیر کان وطن، یکباره رفتت از ضمیر
رو بتاب از جسم و جان را شاد کن موطن اصلی خود را یاد کن[۳۲]


فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، نفحات الولایه، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۴۵.
  2. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۹۹.
  3. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۱۹.
  4. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۱۵، ص۵۰۹؛ رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۱۹.
  5. مرزبان بن رستم، مرزبان نامه، ۱۹۹۷م، ص۱۷۸.
  6. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۲۰.
  7. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۱۵، ص۵۰۹.
  8. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۹۹.
  9. قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۵۲۴.
  10. ابن‌عربی، تفسیر ابن‌عربی، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۲۹.
  11. امین، اعیان الشیعه، دار التعارف، ج۱، ص۲۹۶.
  12. هاشمی خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ج۲۱، ص۳۹۴.
  13. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۱۵، ص۵۰۹
  14. شهیدی، شرح مثنوی، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۵۱۲.
  15. مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۳ش، ص۵۷۶؛ سعدی، کلیات، ۱۳۲۰ش، ص۲۰۴.
  16. سعدی، کلیات، ۱۳۲۰ش، ص۲۰۴
  17. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۲۱ و ۲۳۱.
  18. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۷.
  19. کراجکی، کنز الفوائد، ۱۴۱۰ق،‌ ج۱، ص۹۴.
  20. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۱۵، ص۵۰۹ و ۵۱۰.
  21. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۲۲.
  22. مقالات شمس، ج۲، ص۱۳۹، به نقل از: شهیدی، شرح مثنوی، ۱۳۷۳ش، ج۵، ص۳۲۹.
  23. عاملی، الصحیح من سیرة النبی(ص)، ۱۴۲۶ق، ج۴، ص۱۵۳ ـ ۱۵۴.
  24. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۲۳ و ۲۳۰.
  25. رحیمی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، ص۲۲۴ ـ ۲۲۵.
  26. قشیری، اربع رسائل فی التصوف، ۱۳۸۹ق، ص۵۹
  27. شیخ اشراق، رسائل شیخ اشراق، ۱۳۷۵ش، ج۳، ص۴۶۲.
  28. بقلی، شرح شطحیات، ۱۳۷۴ش،ص۶۲۲
  29. خوارزمی، ینبوع الاسرار، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۵
  30. مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۳ش، ص۴۵۱
  31. مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۳ش، ص۵۷۶
  32. شیخ بهایی، کلیات اشعار و آثار فارسی شیخ بهایی، ۱۳۵۲ش، ج۱، بخش۳، ص۱۰.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول عن آل الرسول(ص)، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌عربی، محیی الدین، تفسیر ابن‌عربی، لبنان، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۱م.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، تحقیق: محمدجعفر یاحقی و محمدمهدی ناصح، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق: حسن امین، بیروت، دار التعارف، بی‌تا.
  • بقلی، روزبهان، شرح شطحیات، به تصحیح هانری کربن، زبان و فرهنگ ایران، تهران، بهار ۱۳۷۴ش.
  • خوارزمی‏، کمال الدین حسین، ینبوع الأسرار، تهران، انجمن آثار و مفاخر فرهنگی‏، ۱۳۸۴ش.
  • رحیمی، مرتضی، «بررسی حدیث حب الوطن من الایمان»، دوفصلنامه حدیث‌پژوهی، شماره ۱۲، پاییز و زمستان ۱۳۹۳ش.
  • سعدی شیرازی، مصلح الدین، کلیات سعدی، تصحیح: محمدعلی فروغی، تهران، چاپخانه بروخیم، ۱۳۲۰ش.
  • شیخ اشراق، رسائل شیخ اشراق، تهران، تصحیح: هانری کربن، سید حسین نصر و نجفقلی حبیبی، مؤسسه مطالعات و تحقيقات فرهنگى‌، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، کلیات اشعار و آثار فارسی شیخ بهایی، تهران، کتابفروشی محمودی، ۱۳۵۲ش.
  • شهیدی، سیدجعفر، شرح مثنوی، تهران، شرکت انتشارات علمی فرهنگی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • عاملی، سید جعفرمرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم(ص)، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۶/۱۳۸۶ش.
  • قشیری‏، ابوالقاسم عبدالکریم، اربع رسائل فی التصوف‏، بغداد، مطبعة المجمع العلمی العراقی، ۱۳۸۹ق.
  • قمی، شیخ عباس، سفینة البحار و مدینة الحکم و الآثار، قم، انتشارات اسوه،‌ ۱۴۱۴ق.
  • کراجکی، محمد بن علی، کنز الفوائد، قم، دارالذخائر، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، نفحات الولایه، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • مرزبان بن رستم، مرزبان نامه، ترجمه: احمد ابن محمد ابن عربشاه، بیروت، مؤسسة الإنتشار العربی، ۱۹۹۷م.
  • مولوی، جلال الدین محمد، مثنوی معنوی، به کوشش: توفیق هاشم‌پور سبحانی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.
  • هاشمی خویی، حبیب الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغه، تحقیق: ابراهیم میانجی، تهران، مکتبة الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.