جعلي حدیث
- دا لیکنه د جعلي حدیث په اړه ده. د حدیث د جعل مفهوم د مطالعې لپاره، د حدیث جوړول (جعل) وګورئ.
موضوع حدیث یا جعلي حدیث هغه روایت دی چې په دروغ په پېغمبر(ص) یا معصوم امام(ع) پورې تړل شوی وي. موضوع حدیث ته مجعول او جعلي حدیث هم وایي. د فقیهانو له نظره د موضوع روایاتو نقلول د هغه چا لپاره چې د هغه له جعلي تًوبه خبر وي، حرام دي؛ مګر دا چې د جعلي حدیث د مصداق په توګه یې راوړي.
موضوع حدیث د ضعیفو حدیثونو له ډولونو دي؛ په دې فرق سره چې د موضوع حدیث په اپوټه د نورو ضعیفو حدیثونو نقلول حرام نه دي. په درایه کتابونو کې د موضوع حدیث د پېژندلو لپاره ځینې نښې ذکر شوې دي چې پکې له عقل، قرآن، سنت او د مذهب له ضروریاتو سره د هغه مخالفت ته اشاره کولی شو.
ځینو مسلمانو عالمانو د موضوع حدیثونو د راغونډولو لپاره یو شمېر کتابونه لیکلې دي. د سید عبدالحسین شرف الدین لیکلی کتابهای ابوهریره، د سید علي حسیني میلاني لیکلی احادیث ساختګي او د شیخ محمد تقي شوشتري لیکلی الاخبار الدخیله په دې برخه کې د شیعیانو له اثارو څخه دي.
مفهوم پېژندنه
موضوع حدیث هغه روایت دی چې د حدیث د جاعلانو او جوړوونکو لخوا جوړ شوی او په دروغه په پېغمبر(ص) یا یو معصوم امام(ع) پورې تړل شوي وي. دغه شان حدیث ته مجعول یا جعلی حدیث هم وایي.[۱] د حدیث جعلول په بیلا بیلو ډولونو لکه د پوره حدیث جعلول، په حدیث کې د یو څه الفاظو ورزیاتول یا یې ترې کمول او یا د لفظ بدلول او تحریفولو سره ترسره کیږی.[۲]
د جعلي حدیثونو یوه بېلګه
په تاریخ بغداد کې ( په پینځمې قمري پېړۍ کې لیکل شوی) له پېغمبره نقل شوي چې «إِذا رَأیتُمْ مُعاوِیةَ یخْطُبُ عَلَی مِنْبَرِی فاقبَلِوه، فانّه امینٌ مأمونٌ»؛ کله مو چې ولیدل چې معاویه زما په منبر خبرې کوي نو هرکلی یې وکړئ؛ ځکه چې هغه رښتونی او د باور وړ دی.[۳] د شیعه رجال پوه، محمد تقي شوشتري (۱۲۸۱-۱۳۷۴ل)، په وینا، دغه حدیث په دې ډول «إذا رَأَیتُمْ مُعاوِیةَ یخْطُبُ عَلَی مِنبَرِی فاقْتُلُوه»؛ کله مو چې معاویه زما په منبر ولیده نو وې وژنئ،[۴] او «فاقْتُلوه» (هغه ووژنئ) په «فاقْبَلُوه» (د هغه هرکلی او تصدیق وکړئ) بدل شوي او د «فإنّه امینٌ مأمونٌ»، ورزیاتول یې د حدیث د نه بدلیدو لپاره د شاهد په توګه راوړي دي.[۵]
د موضوع حدیث نښې
رجالیانو له صحیحو حدیثونو څخه د جعلي حدیثونو د پېژندلو لپاره ځینې نښې بیان کړې دي منجمله: د حدیث په جعلي والي د هغه د جوړوونکي اعتراف، د یوې قرینې شتون چې د حدیث په جعلي والي دلالت وکړی؛ لکه د حدیث د لفظ سستوالی[۶] او د مذهب له ضروریاتو سره د حدیث مخالفت.[۷]
همداراز له عقل، قرآن او قطعي سنت سره د حدیث مخالفت په دې ډول چې له هغوي سره سمون ونه لري او تاویلېدی هم نه شي، په یو حدیث کې چې مهمه موضوع لري د راوي یوازیتوب، لکه د پېغمبرانو د میراث نه پرېښودو په اړه د ابوبکر روایت او د ځینو عملونو د ثواب او سزا په بیان کې زیاده روي، د جعلي حدیثونو له نښو څخه ګڼل شوې دي.[۸] په مقباس الهدایه کې د عبد الله مامقاني په وینا د اسلام د څېرې خرابول او د انحرافي بهیرونو پیاوړې کول، د حدیث د جعلي والي له نورو نښو څخه دي.[۹]
رجالي تعبیرونه
رجالیان، جعلي حدیثونو او د حدیثو جعلوونکو ته د اشارې لپاره ځینې تعبیرونه کاروي. د جعلي حدیث د ښودلو لپاره ځینې تعبیرونه په دې ډول دي: «هذا حدیثٌ موضوع»(دا حدیث جعلي دی)، «موضوعٌ الی النبی» (په دروغه پېِغمبر پورې تړل شوی دی)، «هذا حدیثٌ کَذِب» (دا حدیث دروغ دی)، «مکذوبٌ علی رسولالله»(په رسول الله پورې دروغ تړل شوی).
د حدیث د جعلوونکو په اړه کاروېدونکي تعبیرونه هم په دې ډول دي: «اَکْذبُ الناس» (تر ټولو دروغجن کس)، «کان الوضعُ صناعتَه» (کار یې د حدیثونو جعلول وو)، «الکِذبُ بِضاعتُه» (پانګه یې دروغ ده)، «الیه ینتهی الکذب» (دروغ هغه ته رسیږي)، «منبع الوضع» (د حدیث د جعل سرچینه)، «کان یضعُ الحدیث» (حدیث به یې جعلوه)، «دَجّال» (ډېر زیات دروغجن) و «متهمٌ بالوضع» ( د حدیث په جعلولو تورن دی).[۱۰]
د حدیث د جعلولو محرک
په جاعلانو کې د حدیث د جعلولو او جعلی حدیث د جوړولو لپاره ځينې لاملونه او محرکات ذکر شوي چې حکومت او د قدرت خاوندانو ته نزدې کېدل،[۱۱] د اسلام خراپول او د بې لارو فرقو مرسته کول[۱۲] پکې شامل دي. شهید ثاني، غلات د دغه شان روایتونو جوړوونکي ګڼي.[۱۳]
- د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم ووینئ: د حدیث جوړول (جعل)
د جعلي حدیث د نقلولو حرمت
هغه کس چې د یو حدیث له جعلي والی خبر وي پر هغه د جعلي روایتونو نقلول حرام دي؛[۱۴] ځکه چې د اعانه اِثم (له ګناه سره د مرستې) د فحشاوو خپرولو او د مسلمانانو د ګمراه کولو مصداق ګڼل کیږي؛[۱۵] مګر دا چې دغه شان حدیثونه د جعلی حدیثونو د مصداق په توګه نقل شي.[۱۶] موضوع حدیث د ضعیفو حدیثونو تر ټولو بد ډول ګڼل شوی دی.[۱۷] له دې امله له نورو ضعیفو حدیثونو سره د هغه په فرق کې ویل شوي چې د موضوع حدیث نقلول منع دي؛ خو د ضعیفو حدیثونو د نورو قسمونو نقل ستونزه نه لري.[۱۸]
مونو ګراف
ځینو شیعه او سني عالمانو جعلي حدیثونه راغونډ کړې دي. په دې اړه د شیعه عالمانو ځینې کتابونه دا دي:
- احادیث ساختگی، لیک د سید علي حسیني میلاني. په دې کتاب کې د خلفاوو په ترتیب سره حدیثونه جاجول شوې دي.[۱۹]
- اَلْاَخْبارُ الدَّخیلَة، لیک د شیخ محمد تقي شوشتري (وفات ۱۳۷۴ش). په دې کتاب کې د تحریف شویو او جعل شویو حدیثونو ځينې بېلګې جاجول شوې دي.
د اهل سنتو ځینو کتابونه چې پکې جعلي حدیثونه راغونډ کړی شوي دي دا دي: الموضوعات لیک د ابن جوزي (وفات ۵۹۷ق)، اللّئالی المصنوعه لیک د جلال الدین سیوطي (وفات ۹۱۱ق)، الموضوعات الکبرى لیک د ملّا علي قاري هروي او احادیث السنن الاربعة الموضوعة بحکم الالباني، تحقیق د محمد شومان رملي په دغو کتابونو کې شامل دي.
فوټ نوټ
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۲؛ شهید ثانی، شرح البدایة فی علم الدرایة، بیتا، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ رفیعی، درسنامه وضع حدیث، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۷-۱۷۲.
- ↑ بغدادی، تاریخ بغداد، دار الکتب العلمیه، ج۱، ص۲۷۵.
- ↑ وګورئ: منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۱۶.
- ↑ شوشتری، الأخبار الدخیله، ۱۴۱۵ق، ص۲۳۰-۲۳۱.
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۳.
- ↑ مدیرشانهچی، علمالحدیث، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۳ تا ۲۹۵؛ شهید ثانی، شرح البدایة فی علم الدرایة، بیتا، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ مامقانی، مقباس لهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۹.
- ↑ رفیعی، درسنامه وضع حدیث، ۱۳۸۴ش، ص۲۶۴-۲۶۵.
- ↑ شهید ثانی، الرعایه فی علم الدرایه، ص۱۵۴؛ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۶.
- ↑ مامقانی، مقباس الهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۹.
- ↑ شهید ثانی، الرعایه فی علم الدرایه، ۱۴۰۸ق، ص۱۶۰.
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۲-۲۹۳.
- ↑ مامقانی، مقباس الهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۰۱.
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۲-۲۹۳؛ شهید ثانی، شرح البدایة فی علم الدرایة، بیتا، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ مامقانی، مقباسالهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۹۲.
- ↑ شهید ثانی، شرح البدایة فی علم الدرایة، بیتا، ص۱۵۵؛ مامقانی، مقباس الهدایة، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۰۱.
- ↑ وګورئ: میلانی، احادیث ساختگی، ۱۳۸۹ش، ص۱۵.
سرچينې
- خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد او مدینة السلام، تحقیق عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، بیتا.
- رفیعی محمدی، ناصر، درسنامه وضع حدیث، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۴ش.
- شرفالدین، سیدعبدالحسین، ابوهریره، قم، شریف رضی، ۱۴۱۱ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الرعایه فی علم الدرایه، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۸ق.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، شرح البدایة فی علم الدرایة، بی نا، بی تا.
- مامقانی، عبدالله، مقباس الهدایة فی علم الدرایة، قم، دلیل ما، ۱۳۸۵ش.
- میلانی، سیدعلی، احادیث ساختگی، قم، مرکز حقایق اسلامی، ۱۳۸۹ش.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبد السلام محمد هارون، قاهره، المؤسسة العربیه الحدیثه، ۱۳۸۲ق.
- شوشتری، محمدتقی، الاخبار الدخیله، تعلیق علیاکبر غفاری، تهران، مکتبة الصدوق، ۱۴۱۵ق.
- مدیرشانهچی، کاظم، علمالحدیث، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۱ش.