حق الله
حَقُّ الله پر بندګانو د خدای حق ته وایي. د دې په مقابل کې بیا حق الناس دی چې پر یو بل د خلکو د حقوقو معنا ورکوي. په الهي حقوقو کې د انسان په غاړه ځینې دندې او فرایض اېښودل شوې دي لکه لمونځ او روژه چې که انسان یې ونه کړي، توبه او قضا پرې واجبیږي.
د اسلام په قضایي احکامو کې د حق الله او حق الناس تر مینځ ځینې فرقونه شته دي؛ منجمله دا چې په حق الله کې لکه د زنا په حد کې قاضي کولی شي مجرم له اقراره منصرف او واړوي؛ خو په حق الناس لکه غلا کې یې نه شي اړولی. ویل شوې چې د حق الله او حق الناس فرقونه له دې امله دي چې په اسلام کې د حق الله په معامله کې د نرمۍ او په حق الناس کې د ځیرتیا او احتیاط سپارښتنه شوې ده.
مفهوم او مطلب
د اسلام په دین کې حقوق په حق الله او حق الناس وېشل کیږی.[۱] له حق الله مطلب پر انسان د خدای حقوق دي؛ د دې په مقابل کې بیا پر انسان د خلکو حقوق دي.[۲] البته حق الله کې ټول الهي اوامر او نواهي شاملیږي[۳] او د انسان حقوق هم پکې شاملیږي؛[۴] خو کله چې دغه اصطلاح د حق الناس په برابر وکارول شي، یوازې هغو حقوقو ته اشاره کوي چې د خلکو حقوق نه دي او هیڅوک یې نه شي ساقطولی.[۵]
له حقوقي نظره هر جرم چې عمومي حقوقو او ټولنیزو ګټو ته د تاوان رسېدو او د ټولنیز نظم د خرابېدو سبب شي سزا یې حق الله ګڼل کیږي.[۶]
ځینې فقهاوو حق الله په دوه ډوله تقسیم کړی دی: محض حق الله: لکه د زنا، لواط او د شرابو حد. او غیر محض حق الله ، یعنې هغه حقوق چې پر حق الله سربېره د خلکو حق هم دی؛ لکه د غلا حد.[۷]
لمونځ[۸] او له حد قذف پرته ټول حدود له لومړۍ ډلې دي[۹] او د تعزیر[۱۰] او حد قذف[۱۱] په شان احکام په دوهمه ډله کې راځي.
ځای او مقام
په آیتونو او روایتونو کې د حق الله په خیال ساتلو تاکید شوی دی. د علامه طباطبایي په وینا د مدثر سورې له ۴۲ تر ۴۵ ایتونو چې د لمونځ نه کول او مسکین ته خواړه نه ورکول پکې اور ته د داخلېدو سبب ګڼل شوې.[یادداشت۱] لمونځ حق الله او اطعام مسکین، حق الناس ته اشاره لري.[۱۲] او همداراز ټول الهي حقوق یې د دین په یادولو او پرې عمل کولو کې رالنډ کړې دي.[۱۳] له امام سجاد(ع) په یو روایت کې چې د رساله حقوق په نامه پېژندل کیږي، حق الله تر ټولو لوی حقوق دي.[۱۴]
په فقهي سرچینو کې په ځینو قضایي احکامو کې د حق الله خبره کیږي. د اسلامي ایران په حقوقي قوانینو کې هم ورته توجه شوې ده. د ایران د عالي قضایي شورا د استفتائاتو د کمیسیون د نظر له مخې، همېشه د جرم حق اللهی اړخ او د عمومي والي اړخ یې پر حق الناسي اړخ ترجیح لري.[۱۵]
له حق الناس سره یې فرق
د حق الله او حق الناس تر مینځ ځینې فرقونه بیان شوې چې په دې دول دي:
- د حق الله اثبات د قاضي په نزد د حق الناس تر اثباته زیات سخت دی؛ ځکه چې حق الله په یو سړي شاهد او دوه ښځو شاهدانو یا یو سړي شاهد او د هغه په قسم، یا یوازې د ښځو په قسم سره نه اثباتیږي؛ خو ځینې حقوق الناس، په دغه شواهدو سره اثباتولی شو.[۱۶]
- په حق الله کې د حکم اجرا، د چا په مطالبې پورې نه ده تړلې؛ خو حق الناس د حق د خاوند غوښتنې ته اړتیا لري.[۱۷]
- په حق الله کې، د حق الناس په اپوټه، قاضي کولی شي مجرم له اقرار کولو منصرف او واړوي.[۱۸]
- په حق الله کې، د غایب کس په اړه قضاوت نه کیږي او د تورن شتون ضروري دی.[۱۹] او دا مساله د ایران د کیفري قضاوت د ایین د قانون په ۲۹۰ کې راغلې ده.[۲۰]
- په حق الله کې د هغه کس رضایت چې جرم پرې شوی، د حق د ساقطېدو سبب نه کیږي خو د حق الناس ځینې مصداقونه د بخښلو او یا لېږدولو وړ دي.[۲۱]
- ځینې حقوق الله په توبې سره ساقطیږي خو حق الناس په توبې سره نه ساقطیږي.[۲۲]
- حق الله په تخفیف، رعایت او اسان نیولو ولاړ دی خو په حق الناس کې د ډېرې ځیرتیا او احتیاط خبره شوې ده.[۲۳] ویل شوې چې ځینې فقیهان، په قضایي احکامو کې له حق الله سره د حق الناس فرق له همدې امله ګڼي.[۲۴]
د حق الله جبران
حق الله ځینو او فرایضو ته اړتیا لري چې انسان یې باید د خدای لپاره وکړي.[۲۵] که په خپلو دغو فرایضو عمل ونه کړي باید جبران یې کړي؛ د ځینو حقوقو جبران په توبې سره کیږي.[۲۶] د ځینو نورو الهي حقوقو لکه لمونځ او روژې جبران، پر توبې سربېره قضا ته هم اړتیا لري.[۲۷]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: ابنشعبه، تحفالعقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۵۵.
- ↑ وګورئ: عاملی، الاصطلاحات الفقهیه، ۱۴۱۳ق، ص۷۱.
- ↑ وګورئ: موسوی اردبیلی، فقه القضاء، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۸۸.
- ↑ وګورئ: شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳؛ موسوی اردبیلی، فقه القضاء، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۸۸.
- ↑ شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳؛ وګورئ: موسوی اردبیلی، فقه القضاء، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۸۸؛ عبد الرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، ج۱، ص۵۷۹.
- ↑ شیری، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، ۱۳۷۲، ص۱۱۴
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳.
- ↑ شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۰۹.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۰۹.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۱۶۰.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۹۷.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۴۴.
- ↑ ابنشعبه، تحفالعقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۵۵.
- ↑ آخوندی، آئین دادرسی کیفری، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۱۶۲، پانویس
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۲۴۸-۲۴۹.
- ↑ منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۰۱.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۳۳.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳؛ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۵۱.
- ↑ شیری، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳-۴۴.
- ↑ اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة الجعفریه لاحیاء الآثار الجعفریه، ص۳۰۸-۳۰۹.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳.
- ↑ مرقایی، «حق الله و حق الناس»، ج۱۳.
- ↑ بهشتی، «حق و تکلیف»، ص۳۶.
- ↑ اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة الجعفریه لاحیاء الآثار الجعفریه، ص۳۰۸-۳۰۹.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۹۴۹و۱۱۶۳
سرچينې
- ابنشعبه حرانی، حسن بن علی، تحفالعقول، تصحیح علیاکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۴ق.
- اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان فی احکام القرآن، تصحیح محمدباقر بهبودی، تهران، المکتبة الجعفریه لاحیاء الآثار الجعفریه، بیتا.
- آخوندی، محمود، آئین دادرسی کیفری، تهران، ۱۳۶۸ش.
- بهشتی، احمد، «حق و تکلیف»، کتاب نقد، ش۱، ۱۳۷۵ش.
- بنیهاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیحالمسائل مراجع، مطابق با فتاوای شانزده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
- شهید اول، محمد بن مکی، القواعد و الفوائد، تحقیق سیدعبدالهادی حکیم، نجف، ۱۴۰۰ق (افست، قم، کتابفروشی مفید).
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح سیدمحمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء آلآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
- شیری، عباس، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، تهران، مرکز انتشارات جهاد دانشگاهی شهید بهشتی، ۱۳۷۲ش.
- عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیه فی الرسائل العلمیه، بیروت، دارالبلاغه، ۱۴۱۳ق.
- عبدالرحمان، محمود، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه.
- علامه طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- محقق داماد، سیدمصطفی، قواعد فقه، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، ۱۴۰۶ق.
- مرقایی، سید طه، «حق الله و حق الناس» در دانشنامه جهان اسلام.
- منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدوله الاسلامیه، قم، تفکر، ۱۴۰۹ق.
- موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه القضاء، قم، ۱۴۲۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.