حق الناس
حَقُّ الناس یا حقوق عباد یا د خلکو حقوق د انسان په غاړه د خلکو حقوقو ته اشاره لري. حق الناس د حق الله په مقابل کې دی چې د بندګانو په غاړه د خدای د حقوقو خبره کوي. حق الناس مالي حقوقو سره نه دی مخصوص او د نورو کسان ځان او عزت ته هم شاملیږي. حق الناس په دوو ډولونو حق محض لکه د خلکو جان او مال او غیر محض لکه غلا او قذف چې په یو وخت هم حق الله او هم حق الناس دي، وېشل شوي دي.
امام سجاد(ع) په رساله حقوق کې د انسان په غاړه تر پنځوسو زیات حقوقو ذکرکړې دي. په حدیثونو کې د انسان په ذمې د حق الناس پاتې کېدل د دعا د نه قبلېدو لامل ګڼل شوی دی.
حق الناس د خدای په لاره کې په شهادت یا توبې سره نه بخښل کیږي او باید جبران شي. یا یې د حق خاوند وبخښي. د اسلام په قضایي احکامو کې، د حق الناس او حق الله تر مینځ ځینې فرقونه شته دي مثلا په حق الناس کې د حکم اجرا د حق د خاوند غوښتنې ته اړتیا لري؛ خو په حق الله کې د چا په مطالبې پورې نه دی تړلی او دا چې حق الناس کې د ډېرې ځیرتیا او احتیاط حکم راغلی دی خو په حق الله کې د اسان نیولو تخفیف او رعایت خبره شوې ده.
مفهوم پېژندنه
په اسلام کې حقوق په دوو یعنې حق الناس او حق الله تقسیمیږي.[۱] له حق الناسه مطلب په انسانانو د انسانانو حقوق دي چې د دې پر وړاندې بیا د انسان په ذمې [یاداشت ۱]د خدای حق دی.[۲] حق الناس په یو ډول حق الله هم ګڼل کیږي.[۳] خو کله چې دا اصطلاح د حق الله پر وړاندې وکارول شي مطلب یې یوازې هغه حقوق دي چې پر انسان د انسانانو حقوقو ته اشاره لري.[۴]
په فقهي منابعو کې حق الناس ته د اشارې لپاره د حق عِباد،[۵] د سړي حق،[۶]حق آدمیّین[۷] او حقوق مسلمین[۸] په شان نومونه یاد شوې دي.
مصداقونه
ځینو فقیهانو، حق الناس په دوو ډولونو وېشلی دی: محض حق الناس لکه د خلکو د ځان او مال خیال ساتل او حق الناس غیر محض یعنې هغه حقوق چې دواړه اړخونه یعنې حق الله او حق الناس دواړه لري؛ لکه غلا [۹] تعزیر[۱۰] او قذف.[۱۱] حق الناس له مالي حقوقو سره مخصوص نه دی او د انسان ځان او عزت هم پکې شاملیږي.[۱۲] له دې امله غیبت،[۱۳] تومت، د خبرو رسول، او بې ځایه د خلکو خپه کول هم حق الناس ګڼل شوی دی.[۱۴] له امام سجاد[ع] په یو روایت کې چې په رساله حقوق پېژندل کیږي.، په یو بل د انسانانو تر پنځوسو زیات حقوق او دندې په ګوته شوې دي.[۱۵]
په اسلامي حدیثونو کې اهمیت
په حدیثونو کې حق الناس د دعا د نه قبلېدو لامل ګڼل شوی دی.[۱۶] امام صادق(ع) وایي چې د مومن د حق تر ادا کولو لوړ عبادت نیشته.[۱۷] په مناهي حدیث کې له پېغمبر اکرم(ص) راغلي چې څوک چې د بل چا حق یې په غاړه وي او د ادا کولو وس یې لري خو نن سبا نن سبا کوي، هره ورځ یې په دوسیې د عَشّار برابر ګناه لیکل کیږي.[۱۸] عشار به یې هغه چاته ویل چې د ظالم واکمن په حکم به یې د خلکو لسمه برخه مالونه په زور اخستل.[۱۹]
په فقې او حقوقو کې حیثیت
په فقهي منابعو کې د حق الناس په اړه د قضایي احکامو په برخه کې خبره کیږي.[۲۰] د ایران د اسلامي جمهوریت په قوانینو کې هم دې ته پام شوی دی.[۲۱] د مثال په توګه دیه، قصاص او ځینې نور تعزیري جرایم لکه سپکاوی، د انسانانو د حقوقوالي له امله جرم ګڼل شوې دي.[۲۲]
له حق الله سره یې فرق
د حق الله او حق الناس تر مینځ ځینې فرقونه بیان شوې چې په لاندې ډول دي:
- د حق الناس اثبات د قاضي په نزد د حق الله تر اثباته زیات اسان دی؛ ځکه چې حق الله په یو سړي شاهد او دوه ښځو شاهدانو یا یو سړي شاهد او د هغه په قسم، یا یوازې د ښخو په قسم سره نه اثباتیږي؛ خو ځینې حقوق الناس، په دغه شواهدو سره اثباتولی شو.[۲۳]
- په حق الناس کې د حکم اجرا د حق د څښتن غوښتنې ته اړتیا لري؛ خو حق الله د چا په مطالبې نه دی ولاړ.[۲۴] د ایران د تعزیراتو د قانون د ۱۵۹ مادې په اساس، په حق الناس کې د مجرم تعقیب او مجازات، په دې ولاړ دی چې د حق خاوند یا یې قانوني وکیل د هغه حق وغواړي.[۲۵]
- په حق الناس کې د حق الله پر خلاف قاضي مجرم له اقرار کولو نه شي منصرف کولی.[۲۶]
- د حق الناس ځینې مصادیق، د بخښښ یا لیږدولو وړ دي، خو په حق الله کې د هغه کس چې پرې جرم شوی فردي رضایت د حق د ساقطېدو سبب نه ګرځي.[۲۷]
- حق الناس په توبې سره نه ساقطیږي خو ځینې حق الله په توبې سره ساقط کیږي.[۲۸]
- حق الله په تخفیف رعایت او اسان نیولو ولاړ دی خو په حق الناس کې د ډېرې ځیرتیا او احتیاط خبره شوې ده.[۲۹] ویل شوې چې ځینې فقیهان، په قضایي احکامو کې له حق الله سره د حق الناس فرق له همدې امله ګڼي.[۳۰]
- حق الناس د خدای په لاره کې په شهادت سره نه بحښل کیږي حال دا چې حق الله په شهادت سره بخښل کیږي.[۳۱] له دې امله ویل شوې چې امام حسین د عاشورا په شپه له خپلو ملګرو وغوښتل هغه کسان چې د خلکو حق یې په غاړه وي د هغه په لښکر کې دې نه پاتې کیږي.[۳۲]
جبران
په حق الناس کې پر توبې سربېره، باید د خلکو حقوق هم جبران شي یا یې د حق خاوند وبخښي.[۳۳] د ځینې، فقیهانو په وینا په دې مسالې کې هغه حقوق هم شاملیږي چې انسان له بالغېدو مخکې ضایع کړې دي.[۳۴]
له پېغمبر اکرم(ص) په یو روایت کې په قیامت کې د هغه کس نیکۍ چې د خلکو حق یې په غاړه وي، د حق خاوند ته ورکول کیږي او چې نیکۍ یې ختمې شي د صاحب حق ګناهانې د هغه په حساب کې لیکل کیږي؛ بیا به یې دوزخ ته بوځي.[۳۵] د امام صادق(ع) هم په لئالی الاخبار کې یو روایت دی چې په قیامت کې د انسان تر ټولو بد حال هغه وخت دی چې د زکات او خمس مستحقان د انسان مخه ونیسي او خدای د ده نیکۍ هغوي ته ورکړي.[۳۶]
کتابونه
- د محمود اکبري لیکنه او د آیت الله مکارم شیرازي په سریزې سره نګاهي به حق الناس کتاب. د دغه کتاب څپرکي دا دي: د حق الناس اهمیت، حق الناس او حرامې ګټې، حق الناس او مالي حقوقي مسایل، حق الناس او د ناموس او عزت مسایل.[۳۷]
- حق الناس: د عباس رحیمي کتاب چې په فارسۍ ژبه لیکل شوی دی. شپږ څپرکي لري چې د مسلمان عزت او په قیامت کې حق الناس یې ځینې څپرکي دي.[۳۸]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: ابنشعبه، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۵۵.
- ↑ وګوري: عاملی، الاصطلاحات الفقهیه، ۱۴۱۳ق، ص۷۱.
- ↑ وګورئ: شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳؛ موسوی اردبیلی، فقه القضاء، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۸۸.
- ↑ شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳؛ وګورئ: موسوی اردبیلی، فقه القضاء، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۸۸.
- ↑ القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق ، ج۱، ص۱۹۵.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۷۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۷۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۲۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۰۹.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۱۶۰.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۱۶۰.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۱۶۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۲، ص۱۵۰.
- ↑ ابنشعبه، تحفالعقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۵۵-۲۷۲.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۰، ص۳۲۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۷۰.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۶-۱۷.
- ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۴۱۶ق، ج۳، ۴۰۴.
- ↑ وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳.
- ↑ وګورئ: شیری، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۲؛ مجموعه جرائم و مجازاتها، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۶۰۵-۶۰۶.
- ↑ شیری، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۹-۱۲۰
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۷، ص۲۴۸-۲۴۹.
- ↑ منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۰۱.
- ↑ شیری، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۲.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۳، ص۳۳.
- ↑ وګورئ: شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۴۳-۴۴.
- ↑ اردبیلی، زبدة البیان، المکتبة الجعفریه لاحیاء الآثار الجعفریه، ص۳۰۸-۳۰۹.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۶۳.
- ↑ مرقایی، «حق الله و حق الناس»، ج۱۳.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۴.
- ↑ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱۹، ص۴۳۰.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۴.
- ↑ وګورئ: مراغی، العناوین الفقهیه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۶۶۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ج۶۹، ص۶.
- ↑ تویسرکانی، لئالی الاخبار، علامه، ج۳، ص۲۱۴.
- ↑ نورلیب، شناسامه کتاب نگاهی به حق الناس
- ↑ شبکه جامع کتاب گیسوم
سرچينې
- ابنشعبه حرانی، حسن بن علی، تحفالعقول، تصحیح علیاکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۴ق.
- اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان فی احکام القرآن، تصحیح محمدباقر بهبودی، تهران، المکتبة الجعفریه لاحیاء الآثار الجعفریه، بیتا.
- آخوندی، محمود، آئین دادرسی کیفری، تهران، ۱۳۶۸ش.
- تویسرکانی، محمدنبی بن احمد، لئالی الاخبار، قم، علامه، بیتا.
- شبکه جامع کتاب گیسوم
- شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، مقدمه: آیتالله مرعشی نجفی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، القواعد و الفوائد، تحقیق سیدعبدالهادی حکیم، نجف، ۱۴۰۰ق (افست، قم، کتابفروشی مفید).
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح سیدمحمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء آلآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
- شیری، عباس، سقوط مجازات در حقوق کیفری اسلام و ایران، تهران، مرکز انتشارات جهاد دانشگاهی شهید بهشتی، ۱۳۷۲ش.
- عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیه فی الرسائل العلمیه، بیروت، دارالبلاغه، ۱۴۱۳ق.
- علامه طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تصحیح: سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی، مرتضوی، ۱۴۱۶ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مجموعه جرائم و مجازاتها، تهران، معاونت پژوهش تدوین و تنقیح قوانین و مقررات مجمع تشخیص مصلحت نظام، ۱۳۸۵ق.
- محقق داماد، سیدمصطفی، قواعد فقه، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، ۱۴۰۶ق.
- مراغی، سید میرعبدالفتاح، العناوین الفقیهه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- مرقایی، سید طه، «حق الله و حق الناس» در دانشنامه جهان اسلام.
- منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدوله الاسلامیه، قم، تفکر، ۱۴۰۹ق.
- موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه القضاء، قم، ۱۴۲۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- نورلیب، شناسامه کتاب نگاهی به حق الناس