د اسماعیل ذبح

د wikishia لخوا
د استاد فرشچیان لخوا د لوی آزموینې نقاشي

د اسماعیل ذبح هغه حکم او امتحان و چې د خدای له خوا په خوب کې حضرت ابراهیم(ع) ته ورکړی شو چې خپل زوی اسماعیل قرباني کړي. ابراهیم او زوي یې د خدای امر ومانه؛ خو جبرئیل د چاقو د اثر مخه ونیوله او د ابراهیم له خوا د اسماعیل په ځای یو جنتي ګډ حلال کړی شو. د قربانۍ اختر په ورځ د قربانۍ سنت د اسماعیل د ذبحې د پېښې یادښت دی. د ځینو نقلونو له مخې، د حضرت ابراهیم له خوا رَمْیِ جَمَرات د حضرت اسماعیل د ذبحې په پېښه کې رامینځته شوه.

شیعیان د آیتونو د سیاق او روایتونو په اساس اسماعیل ته ذبیح الله وایي؛ خو یهودیان اسحاق ذبیح الله ګڼي او اهل سنت په دې اړه اختلاف لري.

د ابراهیم خوب

د قرآن د آیتونو له مخې ابراهیم په خوب کې ولیدل چې خپل زوی ذبح کوي.[۱] په روایتونو کې راغلي چې دا خوب درې ځله د ابراهیم لپاره تکرار شو.[۲] البته ځینې مفسران باوري دي چې لرې نه ده له دغه خوبه وروسته لا هغه په شک کې و او خدای په صریحې وحي سره دغه شک او دوه زړه والی له مینځه یووړ.[۳]

د بچي ذبح

د اسماعیل د ذبحې شاهکار، د محمد زمان لخوا

حضرت ابراهیم، د خوب او د خدای د امر خبره اسماعیل ته وکړه او د هغه نظر یې وغوښت. قرآن دا مشورت داسې بیانوي:«(ابراهیم) وویل: ای زویه! ما په خوب کې ولیدل چې تا حلالوم، ستا نظر څه دی؟(زوي) یې وویل: بابا جانه، هر امر چې درته شوی اجرا یې کړه، د خدای په خواست به ما له صابرانو ومومي.»[۴]

د یو روایت له مخې چې په الکافي کې نقل شوی دی د الهي امر د ترسره کولو له فیصلې وروسته، اسماعیل وویل: ای پلاره، زما مخ پټ کړه او پښې مې وتړه. ابراهیم د زوي مخ پټ کړ؛ خو قسم یې وخوړ چې د حلالې په وخت یې پښې ونه تړي.[۵] کله چې د اسماعیل تندی [یاددښت] په ځمکه ولګېد،[۶] ابراهیم چاقو د زوي په مرۍ کېښود، سر یې د اسمان لور ته هسک کړ او بیا یې چاقو راکاږه، خو جبرییل د چاقو د اثر مخه ونیوله. څو ځله یې دغه کار وکړ.[۷] بیا وحي نازله شوه چې:: «یا إِبْرَاهِیمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا؛‌ ای ابراهیمه، تا خپل خوب پوره کړه.[او د خپل رب حکم دې په ځای کړ]»[۸] په نهایت کې د حضرت ابراهیم له خوا د حضرت اسماعیل په ځای یو جنتي ګډ حلال کړی شو.[۹]

قرآن دغه امتحان داسې تعبیروي: «إِنَّ هذا لَهُوَ الْبَلاءُ الْمُبینُ؛ دا په رښتیا یو ښکاره امتحان دی.[۱۰]

د ځینو نقلونو له مخې، شیطان ډېره هڅه وکړه د الهي امر د ترسره کېدلو مخه ونیسي. هغه دغه هدف ته د رسېدلو لپاره د حضرت ابراهیم، د هغه د مېرمنې او زوي د ګمراه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او په دریو واړو موردونو کې ناکامه شو.[۱۱] د ځینو نقلونو له مخې د حضرت ابراهیم له خوا په جمرات کې د شیطان رمی (ویشتل) په همدغه د حضرت اسماعیل په کیسه کې وو.[۱۲]

همداراز وګورئ : رمی جمرات

له بوډا سره د حضرت ابراهیم خبرې

د صافات سورې له ۱۰۷ ایته چې د هغه ذبح عظیم په اړه ده چې د حضرت اسماعیل د ذبحې ځای یې ونیوه د خطاطۍ ټوټه، لیک ده محسم بهار زاده.[۱۳]

په ځینو شیعه روایتونو کې د حضرت ابراهیم او یو بوډا کس تر مینځ خبرې اترې نقل شوې دي:« یو بوډا سړي ابراهیم ته وویل: له دې ماشومه څه غواړې؟

ابراهیم: غواړم حلال یې کړم.

بوډا سړی: سبحان الله غواړې هغه ماشوم چې د باڼه هومره معصیت او ګناه یې نه ده کړې، ووژنې.

ابراهیم: خدای تعالی ماته د دغه بچي د حلالې امر کړی دی.

بوډا سړی: نه بلکې پروردګار دې ته له دې کاره منعې کړی یې او شیطان په خوب کې د دغه کار امر کړی دی.

ابراهیم: افسوس دې وي پر تا، دا امر د خدای له خوا دی. په خدای قسم نور به له تاسره خبرې ونه کړم.

بوډا سړی: ای ابراهیمه، ته داسې رهبر او لارښود یې چې نور په تا پسې اقتدا کوي. که ته خپل بچی حلال کړې، خلک به هم خپل بچي حلالوي. ابراهیم نورې له هغه سره خبرې ونه کړې.[۱۴]

د اسماعیل ذبحه که د اسحاق

اصلي مقاله: ذبیح الله

قرآن د ذبحې په قصه کې یوازې د ابراهیم بچي ته اشاره کړې ده: « قالَ یا بُنَی؛(ابراهیم) وویل: ای بچیه»[۱۵] خو په دې کې چې دغه بچی اسماعیل و که اسحاق اختلاف دی. شیعیان اسماعیل ذبیح الله ګڼي.[۱۶] هغوی د خپلې ادعا د اثبات لپاره د صافات سورې په ۱۱۲ ایت استناد کوي چې د اسماعیل له زوکړې او د ذبحې د کیسې (د صافات سورې ۱۰۰-۱۰۷ ایتونه) نه وروسته د اسحاق د زوکړې زیری راغلی دی، له دې ورتېر چې د اسحاق په هکله د هغه د نبوت زیری ورکړل شوی دی؛ یعنې باید ژوندی پاتې شي او د نبوت دندې ترسره کړي، او دا د ذبحې له مسالې سره سمون نه خوري.[۱۷] همداراز له معصومانو ځینې روایتونه نقلوي چې په کې اسماعیل د ذبیح الله په توګه معرفي شوی دی.[۱۸]

اهل سنت د ذبیح په اړه اختلاف لري.[۱۹] ځینې یې په یو شمېر روایتونو په استناد سره[۲۰] ذبیح الله د اسحاق لقب ګڼي.[۲۱] په نمونه تفسیر کې د دغه ډلې مستند روایتونه د اسراییلیاتو تر تاثیر لاندې ګڼل شوي او احتمال ورکړل شوی چې دغه روایتونه د یهودو جوړ وي.[۲۲] ځینې نور اهل سنت په یو شمېر نورو روایتونو په استناد سره اسماعیل ذبیح ګڼي.[۲۳] فخر رازي او ابن عاشور احتمال ورکړی چې ذبیح اسماعیل وي.[۲۴]

د قربانۍ سنت

اصلي مقاله : د قربانۍ اختر

د قربانۍ اختر یا عیدالاضحی د مسلمانانو یو لوی اختر دی. د لوی اختر په ورځ د قربانۍ سنت د اسماعیل د ذبحې د پېښې یادښت دی.[۲۵] د ځینو روایتونو له مخې، هغه ټول حیوانات چې د اختر په ورځ د منا په ټاټوبي کې حلالیږي د حضرت اسماعیل فدیه دي.[۲۶]

شیعه لیکوال مرتضی مطهري په دې باور دی چې خدای په رښتیا نه غوښتل چې حضرت اسماعیل حلال شي ځکه چې کومه خاصه فایده او ځانګړتیا یې نه لرله چې یو پلار په خپل لاس خپل زوی ووژنی بلکې یو سنت و چې مخکې به یې انسانان وژل او حضرت ابراهیم باید دغه سنت نسخ او ختم کړی وی... او که حضرت ابراهیم د اسماعیل د ذبحې له ماموریته مخکې د زوي له قرباني کولو سره مخالفت کړی وی، خلکو به ویل چې ابراهیم د خپل زوي له قربانۍ وېرېږي خو کله چې حضرت ابراهیم د خپل تسلیم مقام دې حد ته ورساوه چې سل په سله تیار شو خپل زوی په خپل لاس قرباني کړي، د خدای له خوا امر وشو چې د یو انسان قرباني کول د همېشه لپاره ختم او په ځای د دې چې یو انسان قرباني شي باید یو ګډ قرباني کړی شي.[۲۷]

په تورات کې د بچي ذبح

تورات د زوي د ذبحې کیسه داسې بیانوي:« دا هغه پېښې وې چې خدای تعالی اوراهام (ابراهیم) وازمایه او ورته یې وویل: همدا اوس دې خپل زوی، خپل یوزایني زوی چې مینه ورسره کوې، ییصحاق (اسحاق) واخله او موریا ټاټوبي ته لاړ شه. هلته په یو غر چې تاته به یې ووایم هغه سوزېدونکې قرباني کړه.[۲۸]

خو کله چې ابراهیم د زوي د قرباني کولو فیصله وکړه او چاړه یې زوي ته وراوږده کړه چې د زوي سر پرې کړي « د خدای پرښتې له اسمانه هغه ته غږ کړ او وې ویل: لاس دې هغه زلمي ته مه وراوږدوه او ورسره کار مه لره ځکه چې اوس پوه شوم چې له خدایه وېرېږې. ځکه چې زوی دې، یوازینی زوې دې له ما ونه سپماوه» [۲۹] په نهایت کې خدای تعالی یو ګډ راولېږه او ابراهیم هغه د زوي په ځای قرباني کړ.[۳۰]

د اسماعیل د ذبحې عرفاني تاویلات

ځینو مسلمانو عارفانو د اسماعیل د ذبحې په اړه ځینې تاویلات کړې دي. د پینځمې پېړۍ عارف او مفسر خواجه عبدالله انصاري د بچي ذبحه کول د صداقت په چاره له زوي په زړه صبرولو معنا کړی دی.[۳۱] د اومې پېړۍ عارف او عالم عبدالرزاق کاشاني، د ابراهیم د خوب مطلب د خلقي کمالاتو لرونکی نفس ذبح کول ګڼلي دي چې په خپل استکمالي سیر کې او په دغه ذبحې سره ذاتي فنا ته د رسېدلو لپاره زړه چې اسماعیل د دې زړه کنایه ده، له هغه ژغورل کیږي.[۳۲] د فصوص الحکم شارح او عارف صائن ابن ترکه، په دې کیسه کې کبش (ګډ) د حضرت ابراهیم په وجود کې د حیواني مرتبې د قابلیت صورت ګڼلی دی.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. سوره صافات، آیه ۱۰۲.
  2. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۱.
  3. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۶، ص۳۴۶.
  4. سوره صافات، آیه ۱۰۲.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۰۸.
  6. سوره صافات، آیه ۱۰۳.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۰۸.
  8. سوره صافات، آیه ۱۰۴- ۱۰۵.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۴، ص۲۰۸.
  10. سوره صافات، آیه ۱۰۶.
  11. ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۱۰، ص۳۲۲۲.
  12. کاشانی، تفسیر منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج‌۸، ص.۵.
  13. «و فدیناه بذبح عظیم»، صفحه شخصی محسن بهارزاده در اینستاگرام.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۰۸.
  15. سوره صافات، آیه ۱۰۲.
  16. مازندرانی، شرح فروع الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۴۰۲.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۲۹.
  18. وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴، ج۲، ص۲۲۶؛ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۱۰.
  19. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
  20. سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۲۸۱-۲۸۵.
  21. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
  22. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۱۹-۱۲۰.
  23. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
  24. فخررازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۶، ص۳۵۱؛ ابن‌عاشور، التحریر و التنویر، بی‌تا، ج۲۳، ص۷۰-۶۹.
  25. صادقی تهرانی، البلاغ، ۱۴۱۹ق، ص۴۵۰؛ سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۲۹۹.
  26. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۱۱.
  27. مطهری، مجموعه آثار، ج۲۵، ص۱۱۵-۱۱۶.
  28. کتاب مقدس، سِفر پیدایش، ۲۲: ۱- ۲.
  29. کتاب مقدس، سِفر پیدایش، ۲۲: ۱۰-۱۲.
  30. کتاب مقدس، سِفر پیدایش، ۲۲: ۱۳.
  31. میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۵۲.
  32. کاشانی، شرح فصوص الحکم، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۸۳.
  33. ابن‌ترکه، شرح فصوص الحکم، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۴۷.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌حاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق اسعد محمد الطیب، مکتبة نزار مصطفی الباز، عربستان سعودی، چاپ سوم، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌ترکه، صائن‌الدین علی، شرح فصوص الحکم، تصحیح محسن بیدارفر، قم، انتشارات بیدار، ۱۳۷۸ش.
  • ابن‌عاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • سید قطب، فی ظلال القرآن، بیروت، قاهره، دارالشروق، چاپ هفدهم،۱۴۱۲ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صادقی تهرانی، محمد، البلاغ فی تفسیر القرآن بالقرآن، قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب،‌ بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق: حسین اعلمی، تهران، انتشارات الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، انتشارات هران، ناصر خسرو، تچاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: موسوی جزائری، سید طیب،‌ قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کاشانی، عبدالرزاق، شرح فصوص الحکم، قم، انتشارات بیدار، ۱۴۲۲ش.
  • کتاب مقدس، تورات، ترجمه انجمن کلیمیان ایران.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، محمدهادی بن محمدصالح، شرح فروع الکافی، تحقیق محمدجواد محمودی، درایتی و محمدحسین درایتی،‌ قم، دار الحدیث للطباعة و النشر، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهيد مطهرى‏، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • «و فدیناه بذبح عظیم»، صفحه شخصی محسن بهارزاده در اینستاگرام، تاریخ بازدید: ۸ خرداد ۱۴۰۱ش.