اسحاق (پیغمبر)

د wikishia لخوا

اِسْحاق د خدای پیغمبر، د حضرت ابراهیم(ع) زوی او د اسماعیل ورور و. هغه د بني اسرائیلو نیکه و او د یعقوب، داوود، سلیمان، یوسف او موسی په شان پېغمبران د هغه له نسله دي. په قرآن کریم کې اسحاق او پېغمبرۍ ته یې اشاره شوې. تورات او د اهل سنتو ځینې سرچینې اسحق ذبیح الله ګڼي، خو د شیعه په عقیده د ابراهیم بل زوی اسماعیل ذبیح الله دی.

حضرت اسحاق هغه وخت پیدا شو چې پلار یې سل کلن او مور یې ساره نوي کلنه وه. او د هغه د زوکړې په اړه د خدای زیری په قران کې راغلی دی. اسحاق د خپل ورور اسماعیل له وفاته وروسته نبوت ته ورسید.

شخصیت پیژندنه

اسحاق له الهي پیغمبرانو او د حضرت ابراهیم او ساره[۱] زوی دی. هغه په فلسطین کې پېدا او هم هلته ووسېد.[۲] اسحاق د عبرۍ ټکی دی چې معنا یې ده خندان[۳] ځینو بیا د عربۍ ټکی ګڼلی دی.[۴] دهغه زوکړه د اسماعیل نه پینځه یا دیارلس کاله وروسته وشوه.[۵] د حضرت اسحاق د زوکړې په وخت د هغه پلار تر سلو زیات او مور یې نوي کاله عمر درلود.[۶] اسحاق په ۴۰ کلنۍ کې د رفقه په نامه جینۍ سره واده وکړه او د عیص او یعقوب په نامه دوه اولاده وشول.[۷]

هغه د بني اسراییلو نیکه دی او لکه څنګه چې حضرت جبراییل زیری ورکړی و د هغه له نسله یعقوب، یوسف، داوود، سلیمان، ایوب، موسی، هارون او د بني اسراییلو نور پیغمبران پېدا شول[۸] د تاریخي سرچینو په وینا ابراهیم د لوط(ع) تره او اسحاق یې د تره زوی و[۹]

د اسماعیل د ذبح کېدو کیسه د یهودیانو په سپېڅلي کتاب کې د اسحاق په هکله بیان شوې او یهودیان هغه پر اسماعیل د اسحاق د لوړاوي دلیل ګڼي.[۱۰] ځینې اهل سنتو هم دغه عقیده خپله کړې ده[۱۱] خو شیعیان د صافات سورې په ۱۱۲ آیت [۱۲] او د هود سورې په ۷۱ ایت [۱۳] په استناد سره د اسحاق ذبیح الله والی ردوي.[۱۴]

اسحاق له وفاته مخکې د خدای تعالی په امر نبوت خپل زوی یعقوب ته ورکړ[۱۵] د تورات د متن مطابق اسحاق اراده کړې وه چې بل بچی یې عیص یا عیسو له ځانه وروسته پېغمبر وي، خو یعقوب له خپلې مور سره هغه وغولاوه او یعقوب په پېغمبرۍ مبعوث شو.[۱۶] معاصر مفسر او قرآن پيژاندي محمد هادي معرفت هغه څه چې په تورات کې نقل شوې د پېغمبرانو سپکاوی او د یعقوب د دوکه مارۍ او چالبازۍ په معنا ګڼلی چې د خپل پلار له نابینایۍ یې ناوړه استفاده کړې ده.[۱۷] هغه همداراز د یعقوب له خوا د اسحاق غولول د لویو الهي پېغمبرانو سپکاوي ګڼلی دی.[۱۸]

اسحاق په ۱۸۰ کلنۍ کې وفات شو او بیت المقدس ته نزدې د ننني فلسطین په الخلیل کې ښخ شوی دی.[۱۹]

د زوکړې زیری

د قرآن د آیتونو له مخې خدای تعالی د اسحاق له زوکړې مخکې دهغه مور او پلار له دې پېښې خبر کړې او هغوي ته یې د دغه بچي د زوکړې زیری ورکړی و.[۲۰] دغه زیری د هود سورې په ۷۱ آیت کې راغلی دی د اسحاق د زوکړې کیسه بې د هغه له نوم اخستلو د حجر سورې په درې پنځوسم آیت او د ذاریات سورې په ۲۹ آیت کې هم راغلې ده. د اسحاق نوم د قرآن په دولسو سورو کې ۱۷ ځله راغلی دی.[۲۱]

پېغمبري

د حضرت اسحاق د ژوند او نبوت ځایو نقشه.

اسحاق د خپل ورور اسماعیل له وفاته وروسته په پېغمبرۍ کې د هغه جانشین شو.[۲۲] او له هغه وروسته ټول پېغمبر د اسحاق له نسله وو؛ بې له حضرت محمده چې د اسماعیل له نسله و.[۲۳]

په قرآن کې اته آیتونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اسحاق نبوت ته اشاره لري. منجمله د اسحاق د نبوت په اړه[۲۴] د هغه په بچیانو د اسماني کتاب نزول،[۲۵] اسحاق ته د شریعت ورکول،[۲۶] پر هغه د وحي نزول[۲۷] له هغه د پېروۍ امر [۲۸] او د اسحاق امامت ته اشاره[۲۹] په دغوایتونو کې د اسحاق دین او شریعت د هغه د پلار ابراهیم حنیف دین ګڼل شوی چې پر اساس یې توحید جوړ شوی دی.[۳۰]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. سوره هود، آیه ۷۱.
  2. شوقی ابوخلیل، اطلس قرآن، ۱۳۸۹ش، ص۵۳.
  3. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۴۰۲ق، ج۵، ص۷۰.
  4. قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۲۴۰.
  5. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۱-۴۲؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۵، ص۳۱۳.
  6. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۶.
  7. علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ج۱۰، ص۳۲۴.
  8. سوره انعام، آیه ۸۴.
  9. ابن کثیر، البدایة و النهایة، دار الفکر، ج۱، ص۱۷۶.
  10. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۱۸۶.
  11. مکارم، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۱۹؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
  12. وَ بَشَّرْناهُ بِإِسْحاقَ نَبِیا مِنَ الصَّالِحِینَ؛ موږ هغه ته د اسحاق د زېږېدو زېری ورکړ، چې له نیکانو څخه یو پیغمبر و.
  13. فَبَشَّرْناها بِإِسْحاقَ وَ مِنْ وَراءِ إِسْحاقَ یعْقُوبَ؛ موږ هغه ته د اسحاق د پيدايښت او له اسحاق څخه وروسته د يعقوب د پيدايښت زيری ورکړ.
  14. مکارم، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۱۸-۱۲۰.
  15. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۶.
  16. وګورئ: د اسپیڅلې کتاب، د پیدایښت کتاب ، باب ۲۷، آیه ۱-۴۰؛ هم وګورئ: معرفت، نقد شبهات پیرامون قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ص۸۴.
  17. معرفت، نقد شبهات پیرامون قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ص۸۴.
  18. معرفت، نقد شبهات پیرامون قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ص۸۴.
  19. قزوینی، المزار، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۸۶؛ هم وګورئ: مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۶.
  20. سوره هود، آیه ۷۱.
  21. شوقی ابوخلیل، اطلس قرآن، ۱۳۸۹ش، ص۵۴.
  22. مسعودی، إثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۶.
  23. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳۱۶.
  24. سوره مریم، آیه ۴۹.
  25. سوره عنکبوت، آیه ۲۷.
  26. سوره انعام، آیه ۸۹.
  27. سوره نساء، آیه ۱۶۳.
  28. سوره بقره، آیه ۱۳۵-۱۳۶.
  29. سوره انبیاء، آیه ۷۳.
  30. سوره یوسف، آیه ۳۸.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة والنهایة، به کوشش خلیل شحاده، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • شوقی ابوخلیل، اطلس قرآن، ترجمه محمد کرمانی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۹ش.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، تحقیق هشام عبدالکریم البدرانی الموصلی، اردن، دارالکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الإسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • قزوینی، سید مهدی، المزار: مدخل لتعیین قبور الانبیاء والشهداء وأولاد الأئمة و العلماء، تحقیق جودت القزوینی، بیروت، دارالرافدین، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • کتاب مقدس: ترجمه مژده برای عصر جدید، بی‌جا، انجمن‌های متحد کتاب مقدس، ۲۰۰۷م.
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، إثبات الوصیة للإمام علی بن أبی طالب، قم، انصاریان، ۱۳۸۴ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، مرکز الکتاب للترجمة و النشر، ۱۴۰۲ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ش.