د امام خمیني له کاپیټولاسیون سره مخالفت
په ملي شورا کې د کاپیټولاسیون د پریکړه لیک انځور | |
| د پیښه تفصیل | د کاپیټولاسیون د لایحي پر وړاندې د امام خمیني مخالفت او اعتراض |
|---|---|
| وخت | د ۱۳۴۳ ل کال د لړم ۴ مه |
| موده | پهلوي |
| لامل | په ایران کې د امریکایي ځواکونو او اتباعو د قضایي معافیت په اړه د ملي شورا پریکړه لیک |
| پایلې | د امام خمیني نیول او ترکیې ته جلاوطني |
| اړوند | امام خمیني ترکیې ته جلاوطني |
د امام خمیني له کاپیټولاسیون (Capitulation) سره مخالفت د آیت الله خمیني د ملي شورا د هغه پریکړه لیک پر وړاندې اعتراض و، چې له مخې یې، د حسن علي منصور د حکومت پر مهال یې په ایران کې د امریکایي سرتیرو او اتباعو لپاره قضايي معافیت برابر شوی و. کله چې امام خمیني د ۱۳۴۳ کال د لړم په ۴مه د دې بل له تصویب کیدو خبر شو نو د دې پر ضد یو پیغام خپور کړ او په خپل کور کې یې د خلکو په یوه غونډه کې د هغې پر ضد وینا وکړه. هغه د کاپیټولاسیون بل د قران د نفی سبیل آیت او اسلام سره مخالف وګڼه او دا یې د ښکېلاک او د ایراني ملت د غلامۍ د سند په توګه معرفي کړ.
د پهلوي حکومت د امام خمیني دا څرګندونې د ایران د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد عمل وباله او د ۱۳۴۳کال د لړم د ۱۳مې په شپه یې هغه ونیو او ترکیې ته یې جلاوطني کړ.
پیژندنه او موقعیت
د کاپیتولاسیون(Capitulation) بل په ایران کې د امریکایي سرتیرو او اتباعو د قضايي معافیت لپاره یو وړاندیز و[۱]، چې د ۱۳۴۳ کال د زمري د میاشتې په 25 د حسن علي منصور (د هغه وخت د ایران صدر اعظم) حکومت لخوا ملي شورا ته وړاندې شو او د همدې کال د تلی د میاشتې په 12 تصویب شو.[۲]
وروسته له دې چې امام خمینی د دې بل له تصویبه خبر شو هغه د ۱۳۴۳ کال د لړم د میاشتې په ۴ نیټه چې د حضرت فاطمه(س) د زوکړې له کلیزې سره یې سمون درلود، د دې بل پر ضد یو پیغام خپور کړ.[۳] هغه د علماوو او د خلکو یوې غونډې ته وینا وکړه او د دې بل په اړه یې خپل اعتراض اعلان کړ[۴]
امام خپله وینا، چې په قم کې یې په خپل کور کې وکړه، د استرجاع آیت سره یې پیل کړه، چې د یوې لویې مصیبت د شورو کیدو نښه ده.[۵] د خپلې وینا په یوه برخه کې، هغه د کاپیټولاسیون(Capitulation) قانون تشریح کړ او د هغې سیاسي او ټولنیزې پایلې یې په مثالونو کې بیان کړې: د دې قانون له مخې، که چیرې یو امریکایی د ایران یو د تقلید مرجع یا شاه ووژني، نو د ایران حکومت او قضایه قوه حق نلري چې هغه محاکمه کړي؛ خو که څوک په یو امریکایي سپي هم لاندې کړي، نو هغه به مسؤل وګڼل شي.[۶]
کله چې امام خمیني دا مخالفت وکړ نو نورو عالمانو او مذهبي او ملي ځواکونو هم د دې قانون مخالفت وکړ او د هغې د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.[۷] آیت الله مرعشي د امام د دې کار ستاینه وکړه او هغه یې د «عزت الاسلام والمسلمین»، «د اسلام او مسلمانانو عزت» عبارت سره یاد کړ.[۸]
کاپیټولاسیون (په فرانسوي ژبه کې capitulation) هغه حق دی چې په یوه هیواد کې بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي، چې وايي که دوی جرم وکړي، نو د هغه هیواد په محکمو کې به محاکمه نشي؛ بلکې د دوی د خپل هیواد په محکمو کې به محاکمه شي.[۹]
د کاپیتولاسیون د مخالفت لپاره فقهي اساس
په هغه پیغام کې چې امام خمیني په کې د کاپیتولاسیون مخالفت وکړ چې د دې بل له تصویبه وروسته یې خپور کړ، دا یې د اسلام او قرآن پر ضد وګڼله.[۱۰] او د نفی سبیل د قاعدې،[۱۱] مطابق چې وايي: «لَنْ یَجْعَلَ اللَّهُ لِلْکافِرِینَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلًا؛ خدای هیڅکله کافرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په مومنانو باندې لږ څه واک هم ولري»[۱۲] دې آیت سره یې خپله وینا شورو کړه.[۱۳]
د دې آیت او د نفي سبیل د حکم پر بنسټ، فقها په دې باور دي چې هر هغه حکم یا قانون چې د کافران په مومنانو باندې د تسلط لامل ګرځي، په دین کې هیڅ اعتبار یا ځای نلري.[۱۴] امام خمیني د کاپیتولاسیون د بل تصویب د ښکېلاک او د ایراني ملت د غلامۍ او د بهرنیانو د تسلط د یو دلیل په توګه معرفي کړ، او د هغې په وړاندې چوپتیا یې یوه لویه ګناه وګڼله،[۱۵] او د ایران له خلکو او پوځ څخه یې وغوښتل چې دا ونه مني.[۱۶]
- همدارنګ وګورئ: نفی سبیل آیت او نفی سبیل قاعده
د امام خمیني د دریځ په وړاندې د پهلوي حکومت غبرګون

د امام خمیني د وینا او پیغام په غبرګون کې، د ۱۳۴۳کال د لړم د مایشتې په ۹ د ایران د هغه وخت صدراعظم حسن علي منصور د دې بل تصویب توجیه کړ او په ګاونډیو هیوادونو کې یې د هغې سابقه ومنله، خو د مخالفت په اړه یې خواشیني څرګنده کړه، دا یې د هیواد د سپکاوي په توګه وګڼله، او د دې مخالفان یې د دښمن پنځمه ستنه وبلل.[۱۷] د امام خمیني د څرګندونو په ځواب کې، د پهلوي حکومت پریکړه وکړه چې هغه ونیسي او جلاوطن کړي.[۱۸] له دې وروسته، د ۱۳۴۳ کال د لړم د میاشتې په ۱۳مه د شپې زیات شمیر کمانډو د امام کور ته ننوتل، هغه یې ونیو او ترکیې ته یې جلاوطن کړ[۱۹]
ساواک (د پهلوي حکومت استخباراتي ادارې) د لړم د میاشتې په ۱۳مه سهار، یوه اعلامیه خپره کړه چې د امام خمیني کړنې یې د هیواد د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد وبللې او هغه یې د هغه د جلاوطنۍ دلیل وګڼلې.[۲۰] د سید کاظم قریشي په ګډون یو شمیر عالمان او ویناوال هم د کاپیتولاسیون پر ضد د اعتراض کولو او د هغې د پایلو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو له امله ونیول شول او شکنجه شول.[۲۱]
د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د ۱۳۵۸ کال د غويي د میاشتې په ۲۳ نیټه د کاپيتولاسیون قانون د لنډمهاله حکومت لخوا انقلابي شورا ته وړاندې شو او د قانون له لارې لغو شو.[۲۲]
- همدارنګ وګورئ: د امام خمیني ترکیې ته جلاوطني
فوټ نوټ
- ↑ مهدوی، سیاست خارجی ایران، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۹-۳۱۳.
- ↑ مهدوی، سیاست خارجی ایران، ۱۳۷۳ش، ص۳۱۳.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۰۹.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۰۹.
- ↑ آقایی، «دوران تبعید امام خمینی(ره) در ترکیه»، ص۴۶-۴۷.
- ↑ آقایی، «دوران تبعید امام خمینی(ره) در ترکیه»، ص۴۶-۴۷.
- ↑ طباطبائی، فقیهان و انقلاب ایران، ۱۳۹۶ش، ص۱۵.
- ↑ طباطبائی، فقیهان و انقلاب ایران، ۱۳۹۶ش، ص۱۵.
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ۱۳۷۷ش، ج ۱۱، ص۱۵۷۶۲.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۱۱.
- ↑ کامران و امیریفرد، «قاعده نفی سبیل و تطبیقات آن»، ص۱۱۰-۱۱۱.
- ↑ سورهٔ نساء، آیهٔ۱۴۱.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۰۹.
- ↑ بجنوردی، القواعد الفقهیه، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۸۷-۱۸۸؛ فاضل لنکرانی، القواعد الفقهیه، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۳.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۲۰.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۰۹-۴۱۲.
- ↑ اسداللهی، احیای کاپیتولاسیون و پیامدهای آن، ۱۳۷۳ش، ص۹۹-۱۰۰.
- ↑ اسداللهی، احیای کاپیتولاسیون و پیامدهای آن، ۱۳۷۳ش، ص۹۶-۹۸.
- ↑ طلوعی، بازیگران عصر پهلوی از فروغی تا فردوست، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۹۵.
- ↑ طلوعی، بازیگران عصر پهلوی از فروغی تا فردوست، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۹۵.
- ↑ طلوعی، بازیگران عصر پهلوی از فروغی تا فردوست، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۴۹۵.
- ↑ روزنامه اطلاعات، ۲۴ اردیبهشت ۱۳۵۸ش، ص۴.
سرچينې
- آقایی، عبدالرضا، «دوران تبعید امام خمینی(ره) در ترکیه»، در مجله رشد آموزش تاریخ، شماره ۳۵، تابستان ۱۳۸۸ش.
- اسداللهی، مسعود، احیای کاپیتولاسیون و پیامدهای آن، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
- امامخمینی، سید روحالله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امامخمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
- بجنوردی، سیدحسن، القواعد الفقهیه، تحقیق مهدی مهریزی و محمدحسن درایتی، قم، الهادی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه دهخدا، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- روحانی، سید حمید، نهضت امامخمینی، تهران، عروج، چاپ پانزدهم، ۱۳۸۱ش.
- روزنامه اطلاعات، ۲۴ اردیبهشت ۱۳۵۸ش.
- طباطبائی، سید هادی، فقیهان و انقلاب ایران، تهران، کویر، چاپ سوم، ۱۳۹۶ش.
- طلوعی، محمود، بازیگران عصر پهلوی از فروغی تا فردوست، تهران، علم، چاپ چهارم، ۱۳۷۶ش.
- فاضل لنکرانی، محمد، القواعد الفقهیه، قم، مرکز فقه ائمه اطهار، ۱۳۸۳ش.
- کامران، حسن و امیریفرد، زهرا، «قاعده نفی سبیل و تطبیقات آن»، در دوفصلنامه فقه و اجتهاد، شمارهٔ ۳، بهار و تابستان ۱۳۹۴ش.
- مهدوی، عبدالرضا (هوشنگ)، سیاست خارجی ایران در دوران پهلوی، ۱۳۰۰–۱۳۵۷ش، تهران، البرز، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.