نفی سبیل آیت

د wikishia لخوا

نفي سبیل آیت د نساء سورې د ۱۴۱ ایت یوه برخه ده چې په مسلمانانو یې د کافرانو هر ډول ولکه نفي کړې ده. دا آیت د نفي سبیل د قاعدې له مستنداتو دی چې د فقې په مختلفو بابونو کې کارول کیږي.

ځینو مفسرانو د ایت په عموم په تمسک سره، هغه په ټولو پوځي، سیاسي، فرهنګي اواقتصادي برخو او په دنیا او آخرت کې د کافرانو د تسلط نفي ګڼي.

دا ایت د شیعه عالمانو د ځينو فتواګانې د یوې برخې فقهي بنسټ دی. د مثال په توګه امام خمیني د کاپیټلیشن له لایحې سره په مخالفت کې په دغه ایت او له دې په اخستې قاعدې استناد کړی دی.

نومَونه او شان نزول

د نساء سورې د ۱۴۱ ایت د «وَ لَنْ یجْعَلَ اللَّهُ لِلْکافِرِینَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلًا» عبارت ته چې پر مسلمانانو یې د کافرانو هر ډول سلطه نهي کړې[۱] نفي سبیل ایت ویل کیږي.[۲] د یو روایت له مخې چې په تفسیر قمي کې نقل شوی، دا ایت د عبد الله بن ابی او دهغه د ملګرو په غندنه کې نازل شوی دی. هغوي په احد غزا کې د مسلمانانو له سپایانو جدا شول په دې هدف سره چې که کافران په مسلمانانو بریالي شي نو ووایی چې مونږ له هغوي سره نه وو او که مسلمانان غالب شو نو ووایي چې مونږ له تاسو سره وو.[۳]

... وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا ﴿۱۴۱﴾.


او خدای تر ابده اجازه نه ده ورکړې چې کافران پر مومنانو وړه شان سلطه هم ولري. (نساء، ۱۴۱)



پر مسلمان د کافر د ولکې د نفي حدود

د علامه طباطبایي په وینا، په دې حکم کې ټول کافران او منافقان شاملیږي؛[۴] البته ځینو په دغه ایت کې د کفارو دایره یوازې یهودو پورې محدوده ګڼلې ده.[۵]

همدارازا د ځینو مفسرانو له نظره، د دغه ایت په عمومیت کې پر مومنانو د کافرانو هر ډول لوړاوی که هغه د حجت او دلیل له نظره وي[۶] که په دنیا او آخرت کې[۷] او که له فقهي او حقوقي نظره[۸] شاملیږي. البته ځینو دغه حکم یوازې په قیامت پورې مخصوص ګڼلی دی؛[۹] یعقوب جعفری په تفسیر کوثر کې په یو مورد پورې مخصوصوالی د ایت د ظاهر خلاف او بې دلیله ګڼلی دی.[۱۰]

له ایته د اخستون له مخې، ایت په ټولو پوځي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړخونوکې د سلطې نفي ته شاملیږي.[۱۱] له دې امله ویل شوي چې هر ډول تړون یا تفاهم چې پر مسلمانانو د کافرانو د نفوذ لاره خلاصه کړي، حرام دی او مومنان باید ورسره مقابله وکړي.[۱۲]

ځینې د ایت مطابق نفي سبیل د دوو اړخونو ایجابی او سلبي بیانوونکی ګڼي: ایجابي اړخ یې د خپلواکۍ په ساتنه او د پییلتیا د زمینو په ختمولو کې د اسلامي ټولنې او واکمنانو د دندې بیانوونکې او سلبي یې د مسلمانانو په ټولنیز سیاسي برخلیک د پردیو د سلطې د نفي لپاره ګڼي.[۱۳]

د ولکې د نفي د حکم تشریعي والی

په ایت کې حکم د تکویني جعل په بڼه نه دی؛ یعنې دا چې خدای اراده کړې وي چې هیڅ کافر پر هیڅ مومن کومه سلطه ونه لري، بلکې له ایته مطلب تشریعي جعل دی یعنې خدای داسې حکم چې پر مومن د کافر د تسلط سبب شي نه دی تشریع کړی. له دې امله هر هغه حکم چې په خپل عمومیت کې پر مومن د کافر د تسلط مستلزم وي په دې ایت سره تخصیص خوري.[۱۴]

پر مسلمانانو د کافرانو د ظاهري ولکې ځینې بېلګې چې په تاریخ کې راپور شوې موقتي او د مومنانو د سستۍ[۱۵] په وجه او یا د الهي ازمېښت[۱۶] له امله ګڼي. همداراز ویل شوي چې د مومنانو غلبه او لوړاوی به هله حاصلیږي چې هغوي د ایمان لوازمات ولري.[۱۷] او له خاینو پردیو سره له ناستې پاستې او معاشرت[۱۸] او له تفرقې څخه ډډه وکړي.[۱۹]

د نفي سبیل د قاعدې لپاره مستند

اصلي مقاله : د نفي سبیل قاعده

د نفي سبیل ایت، د نفي سبیل د قاعدې مستند دی. دا قاعده پر هر هغه حکم چې پر مسلمان د کافر د برترۍ سبب شی، مخکې دی.[۲۰] د نفي سبیل قاعده د فقې په مختلفو بابونو کې کارول کیږي.[۲۱] د دغه قاعدې له مخې، کافر له مسلمانه میراث نه وړي. په کافر باندې د مسلمان مریي او وینځې خرڅول جایز نه دي. کافر نیکه پر مسلمان ماشوم ولایت نه لری او له کافر سړي سره د مسلمانې ښځې واده باطل دی.[۲۲]

په سیاسي فقې کې د ایت او قاعدې انعکاس

نفي سبیل ایت او ترې اخستل شوې قاعده، په سیاسي فقې کې انعکاس لري. نفي سبیل قاعده د میرزای شیرازي له خوا د تماکو د حرمت د فتوا، د مظفرالدین شاه په زمانه کې د شیعه عالمانو له خوا له روسیې سره د جهاد، او له کاپیټالیشین سره د امام خمیني د فتوا له فقهي بنسټونو ګڼل کیږي.[۲۳] امام خمیني له کاپیټلیشن سره په مخالفت کې دغه ایت ته هم اشاره کړې ده.[۲۴]

ورته ایتونه او روایتونه

په نورو ځینو ایتونو لکه د مائدې سورې په ۵۱ او ۵۲ ایتونو کې د کافرانو د ولکې او سرپرستۍ نه منلو ته اشاره شوې ده. همداراز د اعتلا حدیث چې د شیعو له څلور کتابونه څخه په من لایحضره الفقیه کتاب کې نقل شوی[۲۵] د اسلام لوړاوي ته او د نورو د لواړوي نفي ته اشاره لري.[۲۶]

ځینو کسانو د نفي سبیل ایت په تایید کې له عقلي برهانه استفاده کړې ده؛ په دې ډول چې پر مسلمانانو د کافرانو ولکه قبیح او بد کار دی او خدای تعالی قبیح کار نه کوی، د همدې لپاره خدای تعالی به پر مسلمانانو کافران واکمن او برلاسي نه کړي.[۲۷]

د غالیانو له خوا د امام حسین د شهادت انکار

ځینې غالیان،[۲۸] په دې ایت په استناد سره د امام حسین(ع) د شهادت منکران شول او د حضرت عیسی(ع) په شان د امام حسین په عروج قایل شول. هغوي ویل: حَنْظَلة بن اَسعد شِبامی، د امام حسین په شکل شو او د عمر بن سعد لښکر هغه وواژه او ګمان یې وکړ چې امام حسین یې شهید کړی دی. امام رضا(ع) د دغه خبرې په ردولو سره، د دغه خبرې په کوونکو لعنت کړی او پر پېغمبرانو د کافرانو د سلطې له نفي یې مطلب د دلیل له لارې ګڼلی دی.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۱۱۶؛ جزایری، ایسر التفاسیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۵۵۹؛ شحاته، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۹۵۲.
  2. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۴۰۷.
  3. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۱۵۶-۱۵۷.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۱۱۶.
  5. دخیل، الوجیز، ۱۴۲۲ق، ص۱۳۲.
  6. موسوی سبزواری، مواهب الرحمن، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۴۲.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۱۱۶.
  8. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۹۷.
  9. قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۴۷۲.
  10. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۹۷.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۷۵.
  12. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۱۹۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۴، ص۳۴۲.
  13. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۱۵۵.
  14. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۹۷.
  15. موسوی سبزواری، مواهب الرحمن، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۴۱و۴۳.
  16. طنطاوی، التفسیر الوسیط، ۱۹۹۷م، ج۳، ص۳۵۵.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۱۱۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۷۵.
  18. حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۲۵۲.
  19. طنطاوی، التفسیر الوسیط، ۱۹۹۷م، ج۳، ص۳۵۵.
  20. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۹۵.
  21. بجنوردی، القواعد الفقهیه، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۸۷.
  22. جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۵۹۸-۵۹۹.
  23. کامران و امیری‌فرد، «قاعده نفی سبیل و تطبیقات آن»ص۱۱۰.
  24. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۰۹.
  25. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۳۴.
  26. موسوی بجنوردی، قواعد فقهیه، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۳۴۹ـ۳۵۸.
  27. ابومسلم اصفهانی، موسوعة تفاسیر المعتزلة، ۲۰۰۹م، ج۳، ص۱۷۶.
  28. وګورئ: شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ج۱، ص۲۱۹-۲۲۰.
  29. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۵۶۵.

سرچينې

  • ابومسلم اصفهانی، محمد بن بحر، موسوعة تفاسیر المعتزلة (تفسیر أبی بکر الأصم، تفسیر أبی علی الجبائی، تفسیر أبی القاسم الکعبی البلخی)، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۲۰۰۹م.
  • بجنوردی، سید حسن بن آقابزرگ، القواعدالفقهیه، تحقیق مهدی مهریزی، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۹ق.
  • جزایری، ابوبکر جابر، ایسر التفاسیر لکلام العلی الکبیر، مدینه، مکتبة العلوم و الحکم، ۱۴۱۶ق.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، قم، موسسه انتشارات هجرت، ۱۳۷۶ش.
  • حسینی همدانی، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تهران، انتشارات لطفی، ۱۴۰۴ق.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام‌خمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
  • دخیل، علی محمد علی، الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآن، ۱۳۸۷ش.
  • شحاته، عبدالله محمود، تفسیر القرآن الکریم، قاهره، دار غریب، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا علیه السلام، تصحیح مهدی لاجوردی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طنطاوی، محمد سید، التفسیر الوسیط للقرآن الکریم، قاهره، نهضة مصر، ۱۹۹۷م.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق طیب موسوی جزایری، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
  • کامران و امیری‌فرد، زهرا و حسن، «قاعده نفی سبیل و تطبیقات آن»، در دوفصلنامه فقه و اجتهاد، ش۳، بهار و تابستان ۱۳۹۴ش.
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، چاپ سوم، ۱۳۸۲ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • موسوی سبزواری، عبدالاعلی، مواهب الرحمن فی تفسیر القرآن، ۱۴۰۹ق، بی‌جا، دفتر سماحه آیت الله العظمی السبزواری، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.