د انسان سوره

د wikishia لخوا
د انسان سوره

د انسان سوره یا هَلْ أَتَیٰ یا دَهْر د قرآن کریم شپږ شپیتم سورت او له مدني سورتونو دی چې په 29 سپاره کې دی. سورة الانسان د انسان د پیدایښت او لارښوونې، د نیکانو د صفتونو او د هغه نعمتونو چې خدای ورته ورکوي او همدارنګه د قرآن او د خدای د غوښتې (مشیت) په اړه خبرې کوي.

د شيعه او ځينو سنيانو مفسرينو له نظره د دې سورت اتم آيت چې د اطعام د آيت په نامه يادېږي، د حضرت علي(ع)، فاطمه زهرا(س)، حسنينو(ع) او د هغوى د خادمې فضه په شان کې نازل شوى دى. دوی خپل نذر پوره کړ چې درې ورځې یې پرله پسې روژې ونیولې او که څه هم هغوي په خپله وږي وو، خو غریب (مسکین)، یتیم او اسیر ته یې خپل روژه ماتې ورکړ.

د دې سورت د تلاوت لپاره چې کوم ثوابونه بیان شوي دي په هغو کې یو رسول الله(ص) سره په آخرت کې په یوځای کښیناستل دي.

پيژندګلي

  • نوم کیښودل

دا سورت د انسان، هل اتی او دهر په نومونو پیژندل شوی دی[۱] دا نومونه له دې سببه دي چې دا درې کلمې په لومړي آیت کې راغلي دي[۲] دې سورت ته ابرار سورت(د نیکانو سورت) هم ویل کیږي؛ ځکه چې دا کلمه په پینځم آيت کې راغلې ده او د دې سورت تر نيمايي زيات د دغو خلکو حالات بیان کړي دي.[۳]

  • ځای او د نزول ترتیب

د انسان سورت د نزول د ترتیب له مخې اته نویم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د مصحف په اوسني ترتیب کې شپږ اویایم سورت دی[۴] او په 29 سپاره کې دی.[۵]

په دې کې اختلاف دی چې آیا دا سورت مکي دی که مدني. د ناصر مکارم شیرازي په وینا چې یو له شیعه مفسرینو څخه دی، شیعه مفسرین په دې اتفاق نظر لري چې د دې سورت ټول یا لږ تر لږه د ابرار د مقام او د هغوي د نیکو اعمالو په اړه آیاتونه په مدینه کې نازل شوي دي.[۶] قرطبي چې د اهل سنتو د اوومې هجري پېړۍ له مشهورو عالمانو دی، هغه هم دا خبره کوي چې مشهورو سني عالمانو دا سورت مدني ګڼلی دی.[۷] خو ځينې سني مفسرين دې ته مکي وايي[۸] او ځینو د دې سورت لومړني آيتونه مکي ګڼلي او له اتم آيت څخه تر اخره پورې یې مدني ګڼلي دي.[۹]

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړنې

د انسان سورت ۳۱ آیتونه، ۲۴۳ کلمې او ۱۰۸۹ حروف لري. سورت د حجم له نظره یو له مفصلو سورتونو دی (چې لنډ آیتونه لري) او تقریبا له وړو سورتونو دی.[۱۰] دا سورت یو له هغو آیتونو او سورتونو څخه دی چې په بشپړ ډول د حضرت عباس علیه السلام په نوي ضریح کښل شوي دي.[۱۱]

منځپانګه

تفسیر نمونه د سورة الانسان منځپانګه په پنځو عامو مطلبونو او کلی محورونو ویشلې ده:

  • لومړی: د انسان پیدایښت، د نطفې څخه د هغه پیدا کول، او د هغه د ارادې او لارښوونه آزادي؛
  • دوهم: د نیکانو او ابرابرو د اعمالو ثواب (چې د اهل بیتو(ع) په اړه دی)؛
  • دریم: د نیکو خلکو هغه ځانګړنې چې دوي ورسره د الهي انعامونو د ترلاسه کولو وړ کرځي؛
  • څلورم: د قرآن اهمیت، د هغه د احکامو د پلي کولو طریقه او د ځان د اصلاح لپاره ښکته پورته لارې؛
  • پنځم: د الهي مشیت او غوښتې حاکمیت.[۱۲]

د سورة الانسان مینځپانګه[۱۵]

د انسانانو د الله تعالی د دین لارویۍ ته هڅول

دریمه وینا؛ آیه ۲۳-۳۱

د الله تعالی د دین د پيروۍ ضرورت

دویمه وینا؛ آیه ۴-۲۲

د خدا د دین د پيروۍ جزا

لومړۍ وینا؛ آیه ۱-۳

د خدای د دین په لور د انسانانو فطري هدایت


لومړۍ مطلب: آیه ۲۳-۲۶

د کافرانو په پيروي نه کولو کې د پيغمبر ذمه واري

لومړۍ مطلب؛ آیه ۴

د کافرانو اخروي عذاب        


لومړۍ مطلب؛ آیه ۱-۲

د انسانانو له پیدایښته د حق پيژندلی اوزارو سره سنبالتیا  


دویم مطلب؛ آیه ۲۷-۲۸

دنیاپرستي د کافرانو د پيروۍ نه کولو دلیل

دویم مطلب؛ آیه ۵-۶

له آسماني چینو څخه د نیکانو ګټه اخستل


دویم مطلب؛ آیه ۳

د حق لور د انسانانو تکویني او تشریعي هدایت


دریم مطلب؛ آیه ۲۹-۳۱

کافران د الله په ارادې باندې غالب کیدی نه شي


دیم مطلب ؛ آیه ۷-۱۱

د خدای د بندګانو صفتونه


څلورم مطلب؛ آیه ۱۲-۲۲

د خدای د بندګانو جنتي نعمتونه

د تفسیر ټکي

د ښو خلکو ځانګړتیاوې

په سوره انسان (۷-۱۱) آیتونو کې د صالحینو (ابرار) د صفتونو په بیان کې پنځه ځانګړنې بیان شوې دي: ۱. دوي په خپلو نذرونو وفا کوي. 2. دوي له هغې ورځې وېرېږي، چې د هغې عذاب او نقصان هر اړخيز دی. 3. که څه هم دوي خپل خوراک ته اړتیا لري، بیا یې هم غریبانو، یتیمانو او بندیانو ته ورکوي. 4. دوي دا کار یوازې د خدای د رضا لپاره کوي او له هیچا څخه د اجر یا شکر تمه نه کوي. 5. په هغه ورځ چې توره او وحشتناکه وي (یعنې د قیامت ورځ) له خپل رب څخه ویریږي.[۱۳]

د حور العین نعمت ته اشاره نه کول

دسني مفسر آلوسي په اند ځکه چې دا سورت د پیغمبر د کورنۍ د پنځو غړو په عزت او فضیلت کې نازل شوی چې بی­بی فاطمه(س) هم له هغو ده، د جنت له ښځو (حور العین) د هغې د احترام په سبب په کې دا نامه نه ده راغلی(رَعايَةً لِحُرْمَةِ البَتُول وَ قُرَّةِ عَينِ الرَّسُول).[۱۴] علامه طباطبايي هم په الميزان کې ويلي دي چې په سورة الانسان کې د جنت له مهمو نعمتونو څخه د حور العين ذکر نه دی شوی او له دې څخه دا نتيجه اخيستلای شو چې له ابرار څخه مراد، چې دا آيت یې په شان کې نازل شوی دی، ښځې هم وې.[۱۵]

مشهور آیتونه

په انسان سوره ځينې مشهور آیتونه دی.

د اطعام آیت

د اطعام د آیت عنوان سره خوشنویسی بورډ

اصلي مقاله: د اطعام آیت

«وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا» (آیه ۸)

ژباړه: او خواړه، سره د دې چې خوښيږي يې (او ورته اړتيا او ضرورت لري) مسکين، يتيم او بندي  ته ورکوي.

د سورة انسان اتم آيت (له مخکي او وروسته له آيتونو سره يوځای) د اطعام د آيت په نوم مشهور دی.[۱۶] د آيت الله مکارم شيرازي په وينا، شيعه علماو په دې اتفاق لري چي دغه آيت د نورو آيتونو سره يو ځای (د دې سورت اتلس یا ټول آيتونه) د امام علی(ع)، فاطمې(س)، حسنین(ع) او فضه د دریو ورځو روژو نیولو په اړه نازل شوي دي.[۱۷] روایت شوی دی چې دا کسان که څه هم وږی وو، خو خپل روژه ماتې یې مسکين، يتيم او بندي ته ورکړ.[۱۸] ډېر روايتونه شته چې دغه شان نزول بیانوي.[۱۹] آيت الله مکارم شيرازي د اهل بيتو د عزت او فضيلت په اړه د ابن عباس روايت ته اشاره کړې ده چې علامه اميني په الغدير كتاب له ۳۴ سني راويانو څخه روايت كړى دى،[۲۰] هغه دا روايت د سنيانو په منځ كې مشهور بلکې متواتر ګڼلى دى.[۲۱]

د شراب طهور آیت

«وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا» (آیه ۲۱)

ژباړه: او د دوي رب به په دوي پاک څښاک (شراب) وڅښوي.

د المیزان لیکوال شراب طهور هغه شراب ګڼلي دي چې هر ډول کثافات او نجاسات له مینځه وړي، چې له هغو ځینې د غفلت او محرومیت او د الله تعالی له توجه څخه لرې پاتې کیدل دي او د دې ځانګړي شرابو په څښلو سره له دې سببه چې هیڅ ډول پرده به د دوي او د دوي د رب تر منځ پاتی نه وي، دوی به د خپل رب حمد او ثنا او ستاینه وړتیا ومومي.  لکه څنګه چې یې د سورت یونس په 10 آیت کې د دوي په اړه وفرمایل: وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِله رَبِّ الْعَالَمِينَ او د دوي وروستۍ دعا (په جنت کې د ابرابرو) دا ده چې «ستاینه یواځې رب العالمین سره خاص ده!». علامه طباطبایی بیا هم په المیزان کې په دې باور دی چې خدای تعالی د «وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا» په جمله کې منځلاري لرې کړي او د دغو جنتيانو په اوبه خړوبول یې نیغ په نیغه ځان ته منسوب کړي دي او دا تر ټولو غوره نعمت دی چې د الله جل جلاله له لوري جنتیانو ته ورکړل شوی دی. هغه دا اټکل کوي چې دا جنتي ډالۍ د «مزید» (هغه ډیر نعمتونه چې خدای سره دي) د کلمې مصداق دی چې په سورت ق په 35 آیت کې فرمايي: لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ؛ ژباړه: د هغوي لپاره هر هغه څه دي چې ویې غواړي او له موږ سره نور زیات نعمتونه دي (چې د چا فکر ته هم نه ورځي).[۲۲]

د احکامو آیتونه

د سورة الانسان اووم آیت د احکامو له آیتونو څخه ګڼل شوی دی.[۲۳] په دې آیت کې چې راغلي دي چې د نذر ساتل د نیکو خلکو له صفتونو څخه ګڼل شوی دی[۲۴] ویلي شوي دي له دې د نذر ادا کول جائز او حتی واجب شونی باندې پوهیږو.[۲۵]

فضیلتونه او خاصیتونه

همدارنګ وګورئ: د سورتونو فضیلتونه

په احادیثو کې د سورة انسان اجر او ثواب، جنت ​​او جنتي حورې[۲۶] او په آخرت کې له پیغمبر اکرم(ص) سره ناستی بیان شوی دی.[۲۷] همدارنګ راغلي دي چې امام رضا(ع) به د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د سهار په لمانځه کې په لومړي رکعت کې سورة الحمد او سورة الانسان او په دوهم رکعت کې له حمد وروسته سورة غاشيه ولوستله او ويل به یې چې څوک داسې وکړي الله به په دې دوو ورځو کې له شره په امان وساتي.[۲۸]

د دې سورت د تلاوت لپاره ځينې ځانګړتياوې هم يادې شوې دي، مثلاً که څوک د انسان د سورت په لوستلو مداومت وکړي، که روح يې کمزوری وي، روحي قوت به بیامومي.[۲۹] د دې سورت لوستل د اعصابو د پياوړتيا او له اضطراب څخه د خلاصون لپاره ګټور دي.[۳۰]

متن او ژباړه

د انسان سوره متن او ژباړه
متن بِسْمِ اللَّـهِ الرَّ‌حْمَـٰنِ الرَّ‌حِيمِ

هَلْ أَتَیٰ عَلَی الْإِنسَانِ حِینٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یكُن شَیئًا مَّذْكُورًا ﴿۱﴾ إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِیهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِیعًا بَصِیرًا﴿۲﴾ إِنَّا هَدَینَاهُ السَّبِیلَ إِمَّا شَاكِرًاوَإِمَّا كَفُورًا﴿۳﴾ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِینَ سَلَاسِلَ وَأَغْلَالًا وَ سَعِیرًا﴿۴﴾ إِنَّ الْأَبْرَارَ یشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا﴿۵﴾ عَینًا یشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّـهِ یفَجِّرُونَهَا تَفْجِیرًا﴿۶﴾ یوفُونَ بِالنَّذْرِ وَ یخَافُونَ یوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِیرًا﴿۷﴾ وَ یطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَیٰ حُبِّهِ مِسْكِینًا وَ یتِیمًا وَأَسِیرًا﴿۸﴾ إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّـهِ لانُرِیدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا﴿۹﴾ إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا یوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِیرًا﴿۱۰﴾ فَوَقَاهُمُ اللَّـهُ شَرَّ ذَٰلِكَ الْیوْمِ وَ لَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَ سُرُورًا﴿۱۱﴾ وَ جَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَ حَرِیرًا﴿۱۲﴾ مُّتَّكِئِینَ فِیهَا عَلَی الْأَرَائِكِ ۖ لایرَوْنَ فِیهَا شَمْسًا وَ لَا زَمْهَرِیرًا﴿۱۳﴾ وَ دَانِیةً عَلَیهِمْ ظِلَالُهَا وَ ذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِیلًا ﴿۱۴﴾ وَ یطَافُ عَلَیهِم بِآنِیةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیرَا﴿۱۵﴾ قَوَارِیرَ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِیرًا﴿۱۶﴾ وَ یسْقَوْنَ فِیهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِیلًا ﴿۱۷﴾ عَینًا فِیهَا تُسَمَّیٰ سَلْسَبِیلًا ﴿۱۸﴾ وَ یطُوفُ عَلَیهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَیتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا﴿۱۹﴾ وَإِذَا رَأَیتَ ثَمَّ رَأَیتَ نَعِیمًا وَ مُلْكًا كَبِیرًا﴿۲۰﴾ عَالِیهُمْ ثِیابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَ إِسْتَبْرَ قٌ ۖ وَ حُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَ سَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا﴿۲۱﴾ إِنَّ هَـٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَ كَانَ سَعْیكُم مَّشْكُورً ا ﴿۲۲﴾ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیكَ الْقُرْآنَ تَنزِیلًا ﴿۲۳﴾ فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا ﴿۲۴﴾ وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِیلًا ﴿۲۵﴾ وَ مِنَ اللَّـیلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَیلًا طَوِیلًا ﴿۲۶﴾ إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ یحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَ یذَرُونَ وَرَاءَهُمْ یوْمًا ثَقِیلًا ﴿۲۷﴾ نَّحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَ شَدَدْنَا أَسْرَهُمْ ۖ وَ إِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِیلًا ﴿۲۸﴾ إِنَّ هَـٰذِهِ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَن شَاءَ اتَّخَذَ إِلَیٰ رَ بِّهِ سَبِیلًا ﴿۲۹﴾ وَ مَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَن یشَاءَ اللَّـهُ ۚ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ عَلِیمًا حَكِیمًا ﴿۳۰﴾ یدْخِلُ مَن یشَاءُ فِی رَحْمَتِهِ ۚ وَ الظَّالِمِینَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِیمًا ﴿۳۱﴾

ژباړه د مهربان او رحمت کونکۍ خدای په نامه

1.   رښتيا چې په انسان داسې وخت راغلے دے چې د يادونې څه شے نه و؟ 2.   بيشکه چې مونږ انسان (د سړي او ښځې له) ګډ شوي څاڅکي پيدا کړ او هغه ازمايو نو له همدې سببه مو اوريدونکے او ليدونکے وګرځاوۀ. 3.   بيشکه چې مونږ هغه ته لاره وښوده نو يا به شکر کوونکے وي او يا به ډېر ناشکره. 4.   مونږ د کافرانو لپاره ځنځيرونه (د اور اميلونه) غاړه کۍ او سوزوونکے اور تيار کړے دے. 5.   بيشکه چې نيکان به له داسې جامه څښي چې کافور (ښه عطر) به ورسره ګډ شوي وي. 6.   هغه چينه چې د خدای بندګان له هغې څښي او په هر لور چې يې خوښه وي بهوي يې. 7.   خپل نذر پوره کوي او له هغه ورځې ويريږي چې بدي يې خپره ده. 8.   او خواړه، سره د دې چې خوښيږي يې (او ورته اړتيا او ضرورت لري) مسکين، يتيم او بندي  ته ورکوي. 9.   (او وايي) تاسو ته يواځې د خدای د خوشحالۍ لپاره خواړه درکوو اوله تاسو څۀ بدله او مننه نه غواړو. 10.  بيشکه چې مونږ له خپل ربه د هغه ورځې (له عذابه) ويريږو چې ډېره تريو مخې، سخته ده. 11.  نو خدای هغوي د دغې ورځې له بدۍ ساتي او هغوي ته تازګي او خوشحالي ورکوي. 12.  او د هغوي د صبر په سبب ورته په بدل کښې جنت او وريښمنې (جامې) ورکوي. 13.  په داسې حال کښې چې  په هغه (جنت) کښې به يې په سينګار شوي تختونو ډډه وهلي وي، نه به په کښې د نمر (ګرمي) ويني او نه ساړۀ. 14.  (د ونو) سوري به هغوي ته نزدې وي او ميوې به يې په اسانۍ سره ټيټې شوې وي (شکول به يې اسان وي.) 15.  په دوي باندې به د سپينو زرو جامونه او کوزې (ګلاسونه) چې د ښيښې په شان وي، ګېر چاپېر ګرځول کيږي. 16.  د سپينو زرو کوزې چې په اندازه کړې شوي دي. 17.  او هلته به په هغوي داسې جامونه څښول کيږي چې (د خوشبو لپاره) له  زنجبيلو سره ګډ شوي دي. 18.  هلته (به)  په يوې چينې چې ورته سلسبيل (تل روانه او خوږه) ويل کيږي (خړوبيږي) 19.  او (د خدمت لپاره يې) تل پاتې ځوانان هلکان له هغوي ګېر چاپېر ګرځي چې کله يې ووينې نو خورې شوې ملغلرې به يې ګڼې. 20.  او کله چې هلته ګورې نو نعمتونه به ګورې او لويه باچاهي. 21.  د هغوي لپاسه به د نريو ريښمو او پريړو ريښمو شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړو به سينګار شوي وي او د دوي رب به په دوي پاک څښاک (شراب) وڅښوي. 22.  بيشکه چې دا ستاسو بدله ده او ستاسو کوشش (منل شوے او) مننه يې شوې ده. 23.  بيشکه چې مونږ په تا باندې قران دروليږۀ، په خاص درليږلو سره (لږلږ او سورت سورت). 24.  نو د خپل رب په حکم صبر او زغم کوه او له هغوي د يوۀ ګناهګار او ناشکره پيروي مۀ کوه. 25.  او د خپل رب نوم سهار او ماښام يادوه. 26.  او د شپې په څه برخه کښې هغه ته سجده وکړه او په اوږده شپه کښې هغه په پاکۍ ستايه. 27.  بيشکه چې دوي دې زر تېرېدونکي (دنيا) سره مينه کوي او (د قيامت) درنه ورځه له ځانه وروسته پريږدي (هېروي). 28.  مونږ هغوي پيدا کړل او د هغوي پيدايښت (د بدن اندامونه) مو مزبوط کړل او کله چې وغواړو نو د دوي په شان به نور د دوي په ځای  راولو. 29.  بيشکه چې دا (سورت يا ايتونه) يوه يادونه او پند دے نو څوک چې وغواړي د خپل رب په لور دې يوه لاره ونيسي. 30.  او تاسو نه غواړئ مګر هغه څه چې خدای وغواړي بيشکه چې خدای ښه عالم ډېر حکيم دے. 31.  چاته چې يې خوښه شي په خپل رحمت کښې يې ننباسي او د ظالمانو لپاره يې دردناک عذاب تيار کړے دے..

یوازۍ لیکنې

په تفسیري کتابونو کې د سورة الانسان د تفسیر سربیره داسې کتابونه هم شته چې په ځانګړی توګه د دې سورت تفسیر کوي:

  • سید جعفر مرتضی عاملي، د هل اتی سورت تفسیر، بیروت، المرکز الاسلامی، ۱۴۲۴سپوږمیز.
  • سیدعباس کریمي حسیني، اوج انسانیت: تفسیر سوره انسان، قم، دار الهدی، ۱۳۸۳لمریز.

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۲۷.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۲۷.
  3. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۶۰.
  4. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۶۸.
  5. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۶۰.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۲۸.
  7. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۹، ص۱۱۷.
  8. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۱۰، ص۹۲؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۰،‌ ص۷۳۹.
  9. طبرانی، التفسیر الکبیر؛‌ تفسیر القرآن العظیم، ۲۰۰۸م، ج۶، ص۳۹۸.
  10. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۶۰.
  11. «امشب قرص قمر در کربلا طعنه به خورشید می‌زند»، سایت خبری فردا، تاریخ بازدید ۲۱ شهریور ۱۳۹۵ش.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۲۷.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۵۱ـ۳۵۵.
  14. الآلوسي، شهاب الدين، تفسير روح المعاني، ج15، ص170-174
  15. طباطبایی، المیزان، ج۲۰، ص۱۳۱.
  16. ر.ک: روحانی نیا، فروغ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۱۴۶؛ انصاری، اهل البیت علیهم السلام، مجمع الفکر، ص۱۷۳. مظاهری، زندگانی چهارده معصوم علیهم السلام، ۱۳۷۸ش، ص۵۶؛ دیلمی، ارشاد القلوب، تهران، ج۲، ص۱۳۶؛ بشوی، «جایگاه اهل بیت(ع) در سوره دهر از منظر فریقین»، ص۶۸؛ «امام علی(ع) در پرسش‌های قرآنی»، ص۱۰۸.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۴۵.
  18. زمخشری، الکشاف، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۶۷۰؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۰، ص۷۴۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۶۱۲؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۴۳.
  19. وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۶۱۱و۶۱۲.
  20. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۱۵۵-۱۶۱.
  21. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۴۵.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۴ق، ج۲۰، ص۱۳۰و۱۳۱.
  23. ایروانی، دروس تمهیدیه، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۵۱.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۵، ص۳۵۱.
  25. ایروانی، دروس تمهیدیه، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۵۱.
  26. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۲۰۶.
  27. شیخ صدوق، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۲۱.
  28. شیخ صدوق، من لا يحضره الفقيه، انتشارات جامعه مدرسین، ج۱، ص۳۰۷-۳۰۸.
  29. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۵۴۳.
  30. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۵۴۳.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران: دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • قرآن کریم، ترجمه، توضیحات و واژه نامه: بهاءالدین خرمشاهی، تهران: جامی، نیلوفر، ۱۳۷۶ش.
  • «امام علی(ع) در پرسش‌های قرآنی»، مجله فرهنگ کوثر، شماره ۴۸، اسفند ۱۳۷۹ش.
  • ایروانی، باقر، دروس تمهیدیه فی تفسیر آیات الاحکام، قم، دار الفقه، ۱۴۲۳ق.
  • انصاری، محمدعلی (خلیفه شوشتری)، اهل البیت علیهم السلام: امامتهم حیاتهم، قم، مجمع الفکر الاسلامی، بی‌تا.
  • بحرانی، سیدهاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق: قسم الدراسات الاسلامیة مؤسسة البعثة قم، تهران، بنیاد بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • بشوی، محمد یعقوب، «جایگاه اهل بیت(ع) در سوره دهر از منظر فریقین»، مجله پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، شماره ۱۹، پاییز ۱۳۸۵ش.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان(تفسیر الثعلبی)، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • دیلمی، حسین بن محمد، ارشاد القلوب، مقدمه از شهاب الدین مرعشی، ترجمه هدایت الله مسترحمی، تهران، کتابفروشی بوذر جمهری مصطفوی، بی‌تا.
  • روحانی نیا، عبدالرحیم، فروغ غدیر، قم مشهور، ۱۳۸۶ش.
  • زمخشری، جارالله، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الاقاویل فی وجوه التأویل، قم: نشر البلاغه، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن‌علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن‌علی، من لایحضره الفقیه، قم، انتشارات جامعه مدرسین، چاپ دوم، بی‌تا.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر؛‌ تفسیر القرآن العظیم، اردن-اربد، دار الکتاب الثقافی،‌ چاپ اول، ۲۰۰۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تحقیق و مقدمه محمد جواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر(مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قرطبی، محمد بن محمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • مظاهری، حسین، زندگانی چهارده معصوم علیهم السلام، با تعلیقه ولی فاطمی، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۸ش.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، قم، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.