مفصلات

د wikishia لخوا

مُفَصَّلات د قرآن په اخر کې لنډې سورې دي چې په ناس سورې سره پای ته رسیږي؛ خو د لومړۍ په اړه یې مختلف نظرونه موجود دي. مفصلات د ایتونو د شمېر له نظره په درېو ډلو طِوال (اوږد)، اوساط (مینځنۍ) و قِصار (لنډ) وېشل کیږي. په مفصلات سورو کې، منسوخ ایتونه ډېر کم لیدل کیږي؛ له دې امله ورته محکمات هم ویل کیږی. دغو سورو ته یې ریاض القرآن هم ویلې دي.

مفهوم او نومونه

مفصلات په اصطلاح کې هغو سورو ته ویلي کیږي چې د قرآن په اخر کې راغلي، لنډې دي او په مکرر ډول په بسم الله الرحمن الرحیم سره له یو بله جدا کیږی.[۱] له دې امله چې منسوخ ایتونه په دې سورو کې کم دي، هغو ته محکم هم ویل شوې دي؛ ابن عباس په یو روایت کې د محکم په اړه په ځواب کې، هغه مفصل معنا کړی دی.[۲] په ځینو روایتونو کې مفصلات سورو ته ریاض القرآن هم ویل شوې دي.[۳] اکثره مفصلات سورې مکې دي.[۴]

د قرآن په سورو کې د مفصلاتو حیثیت

د مفصل اصطلاح پېغمبر(ص) ته په یو منسوب روایت کې هم شته ده؛ په دې روایتونو کې راغلي دي چې ماته اوږدې سورې راکړل شوې د تورات په ځای، (مئین) د سلو ایتونو سورې[یادداشت۱] راکړل شوي د انجیل په ځای، مثاني سورې د زبور په ځای او مفصل سورې چې ۶۸ سورې دي زیاتي ماته راکړل شوې دي.[۵] د نورو روایتونو په اساس، خدای تعالی پېغمبر(ص) ته د مفصل سورو په وجه پر نورو پیغمبرانو لوړاوی ورکړی دی.[۶]

د مفصلات ډولونه

مفصلات سورې د ایتونو د شمېر له مخې په دریو ډلو ویشل کیږي:

طوال (اوږده) مفصلات حجرات، ق، ذاریات، طور، نجم، قمر، الرحمن، واقعه، حدید، مجادله، حشر، ممتحنه، صف، جمعه، منافقون، تغابن، طلاق، تحریم، ملک، قلم، الحاقه، معارج، نوح، جن، مزمل، مدثر، قیامه، انسان، مرسلات، نبأ، نازعات، عبس، تکویر، انفطار، مطففین، انشقاق او بروج
میانه (مینځني) مفصلات طارق، اعلی، غاشیه، فجر، بلد، شمس، لیل، ضحی، شرح، تین، علق، قدر او بینه
لنډ مفصلات زلزله، عادیات، قارعه، تکاثر، عصر، همزه، فیل، قریش، ماعون، کوثر، کافرون، نصر، مسد، اخلاص، فلق او ناس[۷]

د مفصلاتو په لومړۍ سورې کې د نظر اختلاف

د مفصلاتو د ډلې وروستۍ سوره بې له اختلافه ناس سوره ده خو د مفصلاتو د ډلې د لومړۍ سورې په اړه، دولس نظرونه موجود دي: صافات، جاثیه، محمد، فتح، حجرات، ق، الرحمن، صف، فرقان، انسان، اعلیٰ او ضحیٰ.[۸]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۲۶؛ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۵۹۵.
  2. احمد بن حنبل، مسند ابن حنبل، ۱۳۶۸-۱۳۷۵ق، ج۴، ص۳۴۳.
  3. سخاوی، جمال القراء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۸۹.
  4. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۰ش، ص۸۳.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۰۱.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۲۵.
  7. فرهنگ‌نامه علوم قرآن، ۱۳۹۴ش، ص۲۴۱۲.
  8. سخاوی، جمال القراء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۸۹؛ خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۲۱۳۱.

سرچينې

  • احمد بن حنبل، مسند، تحقیق محمد شاکر، قاهره، ۱۳۶۸-۱۳۷۵ق.
  • حسینی طهرانی، محمدحسین، مهر تابان، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۶ق.
  • جرجانی، حسین بن حسن، جلاء الاذهان، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، مؤسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۸۷ش.
  • سخاوی، علی بن محمد، جمال القراء وکمال الاقراء، تحقیق مروان العطیة و محسن خرابة، دمشق/بیروت، دارالمأمون للتراث، چاپ اول، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، ۱۴۰۴ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ترجمه محمد بیستونی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۹۰ش.
  • فرهنگ‌نامه علوم قرآن، قم، مرکز اطلاعات و مدارک اسلامی/پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • معرفت، محمدهادی، علوم قرآنی، قم، مؤسسه فرهنگی تمهید، ۱۳۸۰ش.