د بقرې سورې ۲۱۶ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | بقره |
| د آیت شمېر | ۲۱۶ |
| جزء | ۲ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | د کفایي جهاد واجبوالي، د خدای پاک مطلقه پوهه، د انساني پوهې محدودیتونه، او د پیغمبرانو لیږلو اړتیا. |
| اړونده آیتونه | د بقرې سورې ۱۹۰ و ۲۵۵ آیتونه، د آل عمران سورې ۵ آیت |
د بقرې سورې ۲۱۶ ایت پر مسلمانانو د جهاد د وجوب خبر ورکوي. مفسرین وایي چې په دې آیت کې د جهاد وجوب، کفایي واجب دی. د مفسرینو په وینا، دا آیت دې واقعیت ته اشاره کوي چې انسان د خپل محدود علم له امله ځینې شیان نه خوښوي، حال دا چې هغه شیان د ده لپاره خیر او مصلحت لري؛ او پرعکس، ځینې شیان خوښوي، حال دا چې هغه د ده لپاره شر دي.
مفسرینو د دې آیت پر مضامینو په تکیې سره ویلي، که څه هم جهاد د مسلمانانو لپاره له سختیو ډک دی او طبیعتاً ناخوښ دی؛ خو د هغه په کولو سره داسې میوې او پایلې تر لاسه کېږي چې د جګړې طبیعي ناخوالې جبرانوي. بله مانا چې له دې آیت اخیستل شوې دا ده چې د بشر علم د خپل محدودیت له امله، د انسان د ژوند د پروګرام د ټاکلو لپاره نه کافي دی او نه هم د باور وړ. له همدې امله، انسان باید د الله سبحانه وتعالی پر نامحدود علم باندې تکیه وکړي.
جهاد پر مسلمانانو کفایي واجب دی
د بقرې سورې ۲۱۶ ایت د جهاد او د هغه د کفایي وجوب په اړه خبرې کوي.[۱] همداراز، په یوه روایت کې چې په «دعائم الاسلام» کتاب کې د امام علي(ع) له قوله نقل شوی، راغلي چې جهاد پر مسلمانانو کفایي واجب دی.[۲] شیعه مفسر مکارم شیرازي وایي، دا آیت د بقرې سورې د ۲۱۵ آیت په دوام کې دی، چېرته چې د مال د انفاق یادونه شوې، او دا آیت د ځان انفاق (ځان قرباني کولو) ته اشاره کوي.[۳] «انوار درخشان» تفسیر لیکلي چې دا آیت د هغو مسلمانانو ګروپ ملامتوي چې د جګړې د سختیو له امله یې د جهاد پر حکم نیوکې کولې؛ خو هغوی غافل وو چې دا حکم د الله له لوري د اسلامي ټولنې د مصالحو او د دین د خپرېدو د خنډونو د لرې کولو لپاره صادر شوی و.[۴]
همداراز، د مفسرینو په وینا، ۲۱۶ آیت دې ټکي ته اشاره کوي چې انسان، د ژوند له واقعیتونو، لکه جهاد څخه د کافي علم نه لرلو له امله، غلط تحلیل کوي. له همدې امله، هغه د ځان لپاره شر شیان د خیر ګڼي او خیر شیان د شر.[۵] د قرآن مفسر فضل بن حسن طبرسي لیکلي چې پرته له عطاء بن ابیریاح څخه چې وجوب یې د صحابه وو لپاره ځانګړی بللی، نور ټول مفسرین په دې اجماع لري چې د آیت مخاطب ټول مسلمانان دي.[۶]
كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
پر تاسې جهاد فرض شوی، کهڅه هم دا کار درته ناګواره او ناخوښ دی؛ او کېدای شي تاسې یو شی بد وګڼئ، حال دا چې دا ستاسې لپاره غوره وي، او کېدای شي یو شی خوښ کړئ، حال دا چې هغه ستاسې لپاره بد وي. الله پوهېږي، او تاسې نه پوهېږئ.
بقره سوره، ۲۱۶ آیت
ولې مسلمانانو ته جګړه ناوړه ښکاره کېده؟
ځینې مفسرین لکه علامه طباطبایي، جوادي آملي، او سید محمد حسین فضلالله باور لري چې مسلمانانو د جګړې د زیږ طبیعت د پېژندلو له امله، دا کار ناخوښ باله، او یوازې د الله د رضایت له امله یې دا منله؛[۷] برعکس، محمد جواد مغنیه وایي که د پیغمبر صحابهو ته وګورو، وینو چې نه یوازې جهاد ورپاره سخت نه و، بلکې ډېر لیوال وو، او که به په جګړه کې شهید نه شول، ځان یې تاواني باله. د ده په باور، د مسلمانانو د ناخوښۍ علت د جګړې زیږوالی نه و؛ بلکې دا و چې دوی د کمو کسانو او تجهیزاتو له امله، د ماتې وېره درلوده.[۸]
د انسان علم او عمل د نفساني تمایلاتو پر بنسټ ولاړ دی
محمدعلي رضايي اصفهاني په «تفسیر قرآن مهر» کې د آیت د دوو منځنیو برخو (چې وایي: «کېدای شي یو شی بد وګڼئ...») په اړه لیکلي چې انسان اکثره خپل علم او عمل د خپل نفس پر تمایلاتو ودروي؛ حال دا چې دا طریقه ناسمه ده. د ده په وینا، انسان ډېر شیان خوښوي، چې حقیقت کې شر دي؛ لکه سستي، هوساغوښتنه، حرام خواړه او ګناهونه؛ او پرعکس، داسې شیان ناخوښ ګڼي، چې حقیقت کې د ده لپاره خیر وي؛ لکه ترخه دوا چې یو حکیم یې د علاج لپاره تجویز کړي.[۹] په تفسیر راهنما کښې اکبر هاشمي رفسنجاني هم وایي، د خیر او شر معیار باید د انسان خوښي یا ناخوښي نه وي؛ او باید احساسات، د الهي احکامو د ترسره کولو یا پرېښودو خنډ نه شي.[۱۰]
په الهي علم باندې اعتماد کول
سید محمد حسین فضلالله د بقرې سورې د ۲۱۶ آیت پر بنسټ لیکلي، یو مؤمن باید پر الهي قوانینو باور ولري؛ ځکه الله تعالی پټ او ښکاره شیان ښه پېژني او د همدې علم پر بنسټ حکم ورکوي. د هغه په باور پر الهي تشریع د مؤمن باور د خیر د جلبېدو او د شر د دفع کېدو سبب کېږي.[۱۱] مکارم شیرازي دا آیت یو عمومي اصل ګڼي، او وایي انسانان باید خپل برخلیک د خپل محدود علم پر بنسټ ونه تړي، بلکې ځانونه له نامحدود الهي علم سره وصل کړي، په خاصه توګه په تشریعي قوانینو کې.[۱۲] یو شمېر مفسرین هم باور لري چې د بشري علم محدودیت ته پام، د انسان د تواضع او د الهي قوانینو پر وړاندې د تسلیمۍ روحیه پیاوړې کوي.[۱۳]
شیخ طوسي د آیت د وروستۍ برخې («و الله یعلم و أنتم لا تعلمون») په تشریح کې وایي چې دا د جبرګروهنې د نظریې پر ناسموالي دلیل دی؛ ځکه الله، د مصالحو او منافعو په علم سره، مسلمانانو ته د جهاد حکم ورکړی دی.[۱۴] هاشمي رفسنجاني هم د دې آیت له مخې باور لري چې قانونجوړونکی باید د چارو پر واقعې مصالحو او مفاسدو پوه وي، چې د ټولنیزو کړو په ظاهره سنبال یا ناوړه شکل باندې ونه غولیږي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ طوسی، التبیان، دار إحیاء التراث العربی، ج۲، ص۲۰۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۵۴۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۱۶۴؛ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۲، ص۲۲۰؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۷، ج۱۰، ص۵۳۶.
- ↑ ابن حیون، دعائم الاسلام، ۱۳۴۲ش، ج۱، ص۳۴۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۳۰.
- ↑ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۹۱.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۶۵؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۷۶-۱۷۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۳۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۵۴۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۱۶۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۳۲-۱۳۳؛ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۲، ص۲۲۰-۲۲۱؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۷، ج۱۰، ص۵۴۱-۵۴۷؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ج۲، ص۱۷۶-۱۷۷.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۲۲-۳۲۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۷۷.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۶۶.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۲، ص۲۲۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۶۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۳۲؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۷۷.
- ↑ طوسی، التبیان، دار إحیاء التراث العربی، ج۲، ص۲۰۳.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۶۶.
سرچينې
- ابن حیون، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، قاهره(مصر)، نشر دارالمعارف، ۱۳۴۲ش/۱۳۸۳ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، موسسه اسراء، ۱۳۸۷ش.
- حسینی همدانی، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تهران، نشر لطفی، ۱۳۸۰ق.
- رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهشهای تفسیر و علوم قرآنی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- فضلالله، محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ سوم، ۱۴۳۹ق.
- مدرسی، محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین علیه السلام، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیه، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۱ش.
- هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، چاپ پنجم، ۱۳۸۶ش.