د جهاد حکم

د wikishia لخوا

د جهاد حکم یا د جهاد فتوا د حاکم شرع په حکم د دښمنانو په وړاندې جهاد کولو او د هغې ځانګړتیاوو ټاکولو ته وايي. د غیبت په وخت کې د جهاد حکم صادرول د شیعه مراجعو د فتوا د نفوذ او قوت څرګندونه کوي او د یرغلګرو په وړاندې د اسلامي ټولنې د دین او امنیت د ساتلو لامل ګڼل کیږي. د اسلامي فقهې له نظره هر مسلمان چې د ځان د دفاع توان ولري باید د جهاد د حکم په صادریدلو سره د دښمن پر وړاندې جهاد وکړي. دا حکم د شرطونو لرونکي مجتهد لخوا هغه وخت صادریږي کله چې په اسلامي خاوره کې د تجاوز، د دین په اړه او د مسلمانانو عزت او خپلواکي په اړه د خطر احساس وکړي.

شیعه فقهاوو د تاریخ په مختلفو دورو کې د جهاد فتوا صادره کړې ده. له ۱۲۴۱ څخه تر ۱۲۴۳ هجري قمري کلونو پورې شیعه علماو لکه جعفر کاشف الغطاء، سید علي طباطبايي، میرزا قمي، ملا احمد نراقي او سید محمد مجاهد د قاجار د حکومت د ملاتړ او د ایران د مسلمان ولس د دفاع په خاطر د روسیانو په وړاندې د جهاد فتوا صادره کړه. ځینو دا فتوا د اماميه فقهې په تاریخ کې د جهاد لومړی حکم ګڼلی دی.

په عراق کې هم په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د محمد تقي شیرازي له خوا د جهاد د فتوا په صادرولو سره د استعمار او انګرېزانو په خلاف د ثورة العشرین پاڅون، په ځانګړې توګه په شیعه مېشتو سیمو کې رامنځته شو. عبدالکریم زنجاني چې د څوارلسمې پېړۍ له شیعه فقهاوو څخه دی، په ۱۳۲۷/۱۹۴۸ کې د اسرائیلو پر ضد د جهاد فتوا صادره کړه او په ۲۰۱۴ کال کې سید علي سیستاني په عراق کې د داعش د پرمختګونو د مخنیوي لپاره د جهاد حکم صادر کړ.

د «رسایل و فتاوای جهادی» کتاب چې محمد حسن رجبي دی په دې کې  د ۱۲۰۰ او ۱۳۳۸ هجري لمریز کال تر منځ د فقهاوو له خوا په کې ۹۵ عنوانونه او فتواګانې شاملې دي.

اهمیت او مقام

د جهاد حکم د دښمنانو په مقابل کې د حاکم شرع له خوا د جهاد کولو او د هغه د ځانګړتیاوو د ټاکلو په معنی دی.[۱] د غیبت په زمانه کې د جهاد حکم صادرول د شیعه مراجع تقلید د فتواګانو نفوذ او قوت څرګندوي او د دښمنانو په مقابل کې د مسلمانانو د ژوند او مال ساتنه او د دښمنانو په وړاندې د خپلې خاورې د خپلواکې ساتنه ګڼل کیږي.[2] ویل شوي دي چې د غیبت په وخت کې داسې فتوا په خپله د دفاعي جهاد په څېر د يرغلګرو په وړاندې د اسلامي ټولنې د دين او امنيت د ساتنه سبب ده.[3]

شيعه فقهاوو په ډيرو مواردو کې په اسلامي خاوره د يرغل او يا د مسلمانانو دين، عزت او خپلواکۍ ته د خطر د احساسولو په ترڅ کې د جهاد د فتوا په صادرولو سره، خلک د دښمن په وړاندې دفاع او ولاړتیا ته هڅولي دي.[4] د بیلګې په توګه په 1337 کال کې د محمد تقي شیرازي د جهاد په فتوا سره، ثورة العشرین وسله وال پاڅون، د استعمار او برتانوي ځواکونو پر خلاف په ټول عراق او په ځانګړې توګه د شیعو په سیمو کې رامنځته شو.[۵]

شيعه فقیهان دفاعي جهاد د امام(ع) او یا د هغه د خاص نایب په شتون او اجازې سره نه مشروطوي.[6]

خو د هجرت په دیارلسمه پیړۍ کې د شیعه مرجع تقلید جعفر کاشف‌الغطاء، له نظره چې د اوږد غیبت په وخت کې دفاعي جهاد چې یو قوماندان او تنظیم لري باید د شرطونو لرونکي مجتهد په اجازې سره وشي.[۷] حسین علي منتظري دا ډول شرط د دفاعي جهاد د مشروعيت لپاره شرط نه دی ګڼلی، بلکې د دفاعي جهاد د کیدو لپاره يې د ولی فقیه حکم نظارتي شرط ګڼلي دي. د منتظري په وینا، دفاعي جهاد په ټولو مسلمانانو باندې بې شرطه فرض دی.[۸]

د جهاد مشهورې فتواګانې

اصلي مقاله: د جهاد د فتواګانو لړلیک

د جهاد د واجبیدو په اړه په بېلابېلو تاريخي دورو کې د شيعه فقهاوو او مراجع تقلید له خوا د ډېرو مهمو فتواګانو بېلګې په لاندې ډول دي:

د اسرائیلو په وړاندې د شیعه عالمانو د جهاد فتوا

له ۱۲۴۱ څخه تر ۱۲۴۳ هجري قمري کلونو کې په ایران باندې د روسیانو د پوځ له یرغل او د ځينو سیمو په نیولو سره، یو شمېر شیعه عالمانو لکه جعفر کاشف الغطاء، سید علي طباطبايي، میرزا قمي، ملا احمد نراقي او سید محمد مجاهد په ایران کې د قاجار د حکومت په ملاتړ او د ایراني مسلمانانو د دفاع او د روسیانو د یرغل په مقابل کې د جهاد فتوا صادره کړه.[9] دا فتواګانې، سره د جهاد د احکامو رسالې، د عباس میرزا په حکم چې د فتح علي شاه زوی او ولیعد و، او د میرزا عیسی قائم مقام فراهاني له خوا، په حکم په یوه ټولګه کې راغونډ شوي دي چې نامه یې «احکام الجهاد و اسباب الرشاد» ده.[10] ویل شوي دي چې دا فتواګانې د شیعو په تاریخ د جهاد لومړني حکمونه دي.[11]

د محمد تقي شیرازي د جهاد فتوا یوه ډیره مؤثره فتوا وه چې په عراق کې د انګریزانو د واکمنۍ او نفوذ په خلاف د ۱۳۳۷ هجري قمري کال د ربیع الاول په شلمه صادره شوه.[12] د فتوا متن داسې دی: «په عراقیانو باندې د خپل حق غوښتل واجب دي او په هغوي باندې واجب دي چې د خپلو غوښتو تر څنګ د آرامښت او امینت خیال وساتي او که انګرېز یې غوښتې ونه مني نو هغوي ته جایزه ده چې له دفاعي ځواکه کار واخلي.»[۱۳]

پر لیبیا د برید په اړه د ایټالیا پر ضد د جهاد فتوا؛ اخوند خراساني له سید اسماعیل صدر، شیخ عبدالله مازندراني او شیخ الشریعه اصفهاني سره یو ځای یوه بیانیه خپره کړه او له مسلمانانو یې وغوښتل چې د اسلامي هیوادونو د دفاع لپاره ودریږي.[۱۴] د حکم متن کې راغلي دي: «پر ایران د روسیې برید په طرابلس د ايټاليا برید د اسلام د شريعت او قرآن له منځه تللو او سپکاوي سبب دی. په ټولو مسلمانانو واجب ده چې سره راټول شي او له خپلو اړوندو دولتونو څخه وغواړي چې په جلا توګه د روسيې او ايټاليا ناروا يرغلونه له منځه يوسي. او تر څو چې دغه ستره ستونزه له منځه لاړه نه شي، آرام او استقرار دې په ځان باندې حرام وګڼي او د اسلام د ترويج دغه حرکت دې د بدر او حنين د مجاهدينو په شان د الله جل جلاله په لاره کې د جهاد په څېر وګڼي.[۱۵]

د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۲۹۷-۱۲۹۳) پر مهال سید عبدالحسین موسوي لاري د قشقايي کوچیانو مشر صولت الدوله ته امر وکړ او د انګرېزانو پر ضد یې پر جهاد ټینګار وکړ. د هغه په ​​پيغام کې راغلي دي: «زه چې مجتهد او د اسلام د پېغمبر(ص) جانشين يم، دلته فتوا صادروم چې د دغو کفارو، انګرېزانو پر وړاندې جهاد فرض دى.»[16]

په زیارتونو باندې د وهابي د حملې د مقابلې لپاره د جهاد فتوا: د تاریخي راپورونو له مخې په ۱۲۱۷ هجري قمري کال کښې په نجف او کربلا کښې کله چې وهابیانو بریدونه وکړل نو د شیخ جعفر کاشف الغطاء فتوا سره د دوو سوو فقهاؤ او مجتهدانو په ګډون، وتوانیده چې وهابیان له هغه ځایه لری کړي.[17]

«رسایل و فتاوای جهادی، کتاب چې محمدحسن رجبي لیکلی.

له اسرائيلو سره د جهاد فتوا: ځينې فقهاوو لکه محمد حسين کاشف الغطا،[18] سيد حسين بروجردي[19] او امام خميني[20] د فلسطين له ولس څخه د دفاع د واجبیدو په اړه فتوا صادره کړې ده. عبدالکریم زنجاني چې د څوارلسمې پیړۍ له شیعه فقهاوو څخه وو، په ۱۳۲۷/۱۹۴۸ کې د اسرائیلو د دولت د شتون او د اسرائیلو او عربو تر منځ د جګړې له اعلان وروسته د اسرائیلو پر ضد د جهاد فتوا صادره کړه.[21]

په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې داعش د عراق ځینې لوېدیځې او شمالي سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او نورو سیمو ته د پرمختګ په حال کې وو، سید علي سیستاني د داعش د پرمختګونو د مخنیوي لپاره د جهاد فتوا صادره کړه.[22] د دې فتوا له مخې، په هغه ښاریانو باندې چې د وسلو د وړلو او تروریسټو سره د جګړې توان لري، پر هغوي باندې جهاد واجب کفايي دی، چې د هېواد، ولس او سپېڅلو ځایونو دفاع وکړي او له پوځي ځواکونو سره یو ځای شي.[23]

ځانګړی لیکلنې

«رسایل و فتاوای جهادی» کتاب چې په کې له استعماري قوتونو سره د جهاد په برخه کې د اسلامي علماوو رسالې او فتواګانې راغونډې دي. په دې کتاب کې له ۱۲۰۰ تر ۱۳۳۸ هجري لمریز کلونو پورې د فقهاوو له خوا صادر شوي ۹۵ رسالې او فتواګانې شاملې دي. دا ټولګه د محمد حسن رجبي له خوا په یوه ټوک کې تالیف شوې او په ۱۳۷۸ کال کې د فرهنګ او اسلامي لارښود وزارت له خوا خپره شوې ده.[24]

د قاجار په زمانه کې او د ایران او روسیانو د جنګونو په وخت کې د جهادیه په نوم ډېر کتابونه خپاره شول چې د جهاد فتواوې او د روسیانو په وړاندې د جهاد وجوب پکې راغلی دی.[۲۵] د سید محمد مجاهد کتاب «الجهاد العباسیه» او «جامع الشتات» د میرزا قمي کتاب، له دغو جهادیه څخه دي.[26]