د بني هاشمو محله
د بني هاشمو مَحلّه په مدینه کې د بني هاشمو د استوګنې ځای چې له مسجد النبي څخه تر بقیع هدیره پورې فاصلې کې پروت و. د امام سجاد(ع) او امام صادق(ع) کورونه په دغه محلې کې وو. د شیعیانو د سوګواري او ویر په دستورو کې دغه محله او کوڅې یې د بني هاشمو د کوڅې د پېښې په وجه چې د حضرت زهرا(س) د شهادت سبب شوه، یادیږي. د دغه محلې نښې نښانې تر ۱۳۶۴ لمریز کاله باقي وې خو وهابیانو له مینځه یوړې.
موقعیت
د بني هاشمو محلې، هغه کورونه او کوڅې وې چې د مسجد النبي د باب جبراییل او باب النساء مخې ته وې او د بقیع تر هدیرې رسېدلې.[۲] د امام سجاد(ع)[۳] او امام صادق(ع)[۴] او ابوایوب انصاري کور چې پېغمبر مدینې ته له هجرته وروسته اوه میاشتې په هغه کې استوګن و،[۵] په دغه محلې کې وو. په شیعه سرچینو کې د امام سجاد(ع) او امام صادق(ع) په کور کې د لمونځ کولو سپارښتنه شوې ده.[۶]
بدلونونه
لومړي بدلونونه چې په بني هاشمو محلې کې وشول، په ۹۱ قمري کال پورې اړوند وو چې د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په امر د پېِغمبر(ص) کورونه د مسجد النبي د پراخولو لپاره وران کړی شول. دغه کار د مدینې د خلکو له منفي غبرګون سره مخ شو. د خلکو د خپګان سبب دا و چې غوښتل یې د پېغمبر(ص) نښې نښانې د هغوي په مینځ کې باقي پاتې شي چې راتلونکي نسلونه پوه شي چې هغوي څومره ساده ژوند کاوه.[۷]
له ۱۳۶۴ تر ۱۳۶۶ لمریز کالونو پورې، د بني هاشمو محله د آل سعود له خوا بشپړه ورانه شوه او د هغې ځای د بقیع تر هدیرې پورې د مسجد النبي د انګڼونو د پراخولو په پروګرام کې راغی.[۸] له بشپړه ورانېدو مخکې پورې د امام سجاد(ع) او امام صادق(ع) کورونه مشهور وو.[۹]
د بني هاشمو د کوڅې پېښه
اصلي مقاله د بني هاشمو د کوڅې پېښه
له امام صادق(ع) څخه په یو روایت کې نقل شوي چې د فدک په باره کې د حضرت فاطمه(س) او ابوبکر له مناظرې وروسته فاطمه(س) ابوبکر ته ستنه شوه او ابوبکر په یو کاغذ د فاطمې(س) لپاره د فدک ورستنول ولیکل. د ابوبکر له ځایه د فاطمې(س) له وتلو وروسته عمر بن خطاب هغه بي بي په کوڅه کې ولیده او کله چې هغې بي بي عمر ته د فدک د قبالې له ورکولو ډډه وکړه، عمر هغه ووهله او د فدک قباله یې ترې په زوره واخیسته او وې شلوله. له دغه پېښې وروسته حضرت زهرا(س) په کټ پرېوته او پینځه اویا ورځې پس شهیده شوه.[۱۰]
په وروستیو کلونو کې په فاطمیې ورځې کې، د ایران په ځینو ښارونو لکه قم او تهران کې د بني هاشمو د محلې او د حضرت زهرا(س) د کور نندارتونونه، ماډلونه او سمبولونه جوړیږي او عام خلک یې کتنه کوي.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ کوچه بنیهاشم و محل پارهشدن قباله فدک، خبرگزاری ابنا.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۲۹.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۴۰۶.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۳۴ و۴۰۶.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۴۰۶ و۴۰۷.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ص۲۲۵.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۹۸.
- ↑ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۶ش، ص۲۲۹؛ فیض گیلانی، «شنیدنیهای سفر حج»، ص۱۵۸.
- ↑ فیض گیلانی، «شنیدنیهای سفر حج»، ص۱۵۸.
- ↑ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۵.
- ↑ نمایشگاه کوچههای بنیهاشم، خبرگزاری مهر؛ نمایش کوچههای بنیهاشم، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
سرچينې
- جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، نشر مشعر، چاپ هشتم، ۱۳۸۶ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإختصاص، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- فیض گیلانی، محمدعلی، «شنیدنیهای سفر حج»، مجله میقات حج، شماره ۴۸، تابستان ۱۳۸۳ش.
- قائدان، اصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
- «کوچه بنیهاشم و محل پارهشدن قباله فدک»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۲۴ فروردین ۱۳۹۲ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- «نمایشگاه کوچههای بنیهاشم»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۲۵ اسفند ۱۳۹۲ش.
- «نمایش کوچههای بنیهاشم»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۰ فروردین ۱۳۹۳ش.