د بیروت ضاحیه
د بیروت جنوبي ضاحیه، یا د بیروت ضاحیه، د لبنان د بیروت په جنوب کې یوه شیعه میشته سیمه ده چې په لبنان کې د حزب الله د مرکز په توګه پیژندل کیږي. پر دغه سیمه سربېره په دې چې د لبنان د کورنۍ جګړې(1975-1990م) پر مهال د جګړې د ځای و، په 1982، 2006 او 2024 کلونو کې هم پر دغه سیمه د اسرائیلو له خوا څو ځله بریدونه وشول او بنسټونه او حتی د استوګنې ودانۍ یې ویجاړې شوې. همداشان د لبنان د حزب الله د سازمان د وخت عمومي منشي سید حسن نصرالله هم په دې سیمه کې د حزب الله په مرکز د اسراییلو په برید کې شهید شو.
جنوبي ضاحیه تر ډېره د بې وزلو او محرومو سیمه ده چې ۸۵ سلنه یې شیعه، ۱۰ سلنه ماروني عیسایان او ۴ سلنه اوسېدونکي یې سنیان دي. د ضاحیه نفوس یو ملیون اټکل شوي چې د بیروت د ټولو نفوسو دریمه برخه جوړیږي.
تاریخ او موقعیت
ویل شوي چې ضاحیه د شیعه مقاومت د اډې په توګه د خپل ستراتیژیک رول له امله، تل په جګړو کې پاتی شوې ده، د کورنۍ جګړې له امله ویجاړ شوی او همدارنګه اسرائیلو د بهرنیو بریدونو سره مخ شوې ده.[۱] دا سیمه په تېر وخت کې د بیروت اړخ ګڼل کیده او ورو ورو د بیروت یو مهم اقتصادي او ټولنیز مرکز جوړ شو.[۲]
د بيروت جنوبي ضاحیه په پيل کې يوه کرنيزه او کليواله سيمه وه، چې د بيروت د کارګرانو د اوسېدو ځای ګڼل کېده، او بيا د نفوسو په زياتوالي او په تېره بيا د لبنان له جنوبي بعلبک څخه د شيعو له مهاجرت او د فلسطینیانو له مهاجرت وروسته په تدريجي ډول بدل شو.[۳] په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ میلادي کلونو تر مینځ لسیزه کې د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر او د لبنان د ولسمشر کمیل شمعون تر منځ د رقابت تر اغیز لاندې راغله چې هغه تر ډیره د ناصری او فلسطیني جریانونو ملاتړ کوونکي وو. امام موسی صدر په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امل شیعه غورځنګ تاسیس کړ او د اسرائیلو پر ضد یې مقاومت پیاوړی کړ، او ضاحیه یې د اسلامي مقاومت په یوه اسلامي مرکز بدله کړه.[۴]
سید موسی صدر ضاحیه ته د «ضاحیة المحرومین» لقب ورکړ، کیڼ اړخو ګوندونو به دې ته «ضاحیة البؤس» ویل او حزب الله ورته «ضاحیة المستضعفین» نوم ورکړ.[۵]
د نفوسو جوړښت او فقر
د شته اټکلونو له مخې د بيروت د جنوبي سيمو نفوس تقریبا يو میليون تنه دی، او د لبنان د پلازمېنې بيروت د ټول نفوس يو پر دريمه برخه جوړوي. همدارنګ ویل کیږي چې دوه پر دریمه برخه یې کډوال دي.[۶]
د بيروت د جنوبي سيمو زياتره اوسېدونکي شيعه دي، خو په دې سيمه کې نور لږکي هم ژوند کوي. د اټکلونو له مخې په دې سیمه کې ۸۵ سلنه شیعه، ۱۰ سلنه مارونی عیسایان او ۴ سلنه سنیان ژوند کوي. جنوبي ضاحبه معمولا د بې وزلو او محرومو په توګه یاد شوی دی.[۷]
موسسې او دیني او شیعه دودونه
- اصلي مقاله: مُجَمَّع سیدالشهداء
د بیروت په جنوبي ضاحیه کې د عاشورا د ماتم د مراسمو او نورو مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره جوماتونه او امام باړې شتون لري، د مذهبي مراسمو سربیره، ټولنیز مراسم، کنفرانسونه هم په کې ترسره کیږي او د هغو له لارې خیریه مرسته هم راټولیږي.[۸] په دې سیمه کې کلیساګانې هم شته.[۹]
د لبنان حزب الله د بيروت په جنوبي ضاحیه کې د کلتوري او مذهبي مرکزونو په جوړولو او اداره کولو کې مهم رول لوبوي او د امام باړو او جوماتونو په کارولو سره د شیعه ټولنې د مذهبي او سياسي هويت په پياوړتيا کې مرسته کوي. په دې توګه، جنوبي ضاحیه د شیعه پیژندنې او ټولنیز او سیاسي فعالیتونو ښوونکی ده. چې د لبنان حزب الله او نورو سیمه ایزو بنسټونو لخوا پرمخ وړل کیږي.[۱۰]
د حزب الله د شهیدانو هدیره
- اصلي مقاله: د روضة الشهیدین مقبره
په لبنان کې د حزب الله د شیهدانو مقبره په ضاحیه کې یو هدیره ده. دغه هدیره د لبنان د حزب الله د هغو غړیو د ښخولو ځای دی چې له صهیونیسټ رژیم سره په جنګ کښې شهیدان شوي دي. عماد مغنیه، زوی یې جهاد، مصطفی بدرالدین، سید هادي نصرالله،[۱۱]نبیل قاووق، فؤاد شُکر، ابراهیم عَقیل او علي کرکي په دې هدیره کې ښخ شوي دي.[۱۲]
روضة الشهیدین ته څیرمه یو بل ځای د روضة الحوراء زینب(س) په نوم یادیږي چې د حرم د دفاع کوونکیو شهیدانو او نورو شهیدانو د تدفین ځای دی. د سمیر قنطار قبر په دې هدیره کې دی.[۱۳]
جنګونه او شخړې
- د لبنان کورنۍ جګړه(۱۹۹۰-۱۹۷۵): په دې دوره کې، جنوبي ضاحیه، د مذهبي او سیاسي شخړو یو له مهمو سیمو څخه وه چې د ډیرو شیعو د استوګنې ځای شو چې د کورنۍ جګړې او په جنوبي لبنان باندې د اسراییلو د بریدونو له امله دې یې دې سیمې ته هجرت وکړ و د بې وزلۍ سره یو بدل ټولنه درلودونکی جمعیت جوړ شو.[۱۴]
- د اسرائیلو بریدونه: ویل کیږي چې په ۱۹۸۲ کال کې د اسرائیلو برید او د حزب الله مقاومت د لبنان ضاحیه د حزب الله په مرکز بدله کړه. له هغه وروسته ضاحیه د حزب الله سیاسي، نظامي او کلتوري مرکز شو او له هغه وروسته د اسرائیلو له خوا ورباندې نیغ په نیغه بریدونه شورو شول.[۱۵] د دغو شخړو اوج په ۲۰۰۶ کال کې په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې بیان شوی، کله چې اسراییلو په ضاحیه باندې بمباري وکړه او د ضاحیه زیربناوې سختې زیانمنې شوې او ودانۍ او د استوګنې ځایونه وېران شول.[۱۶] پر دې سربېره، د اسرائیلو فوځ د لبنان په جنوب باندې په برید کې، په ۱۴۰۳ کال د تلی د میاشتې په ۲۷ په ضاحیه کې د حزب الله په شیعه سیمه په مرکزي دفتر بمباري وکړه[۱۷] او سید حسن نصرالله یې شهید کړ.[۱۸]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
- ↑ کاج، «الضاحية الجنوبية بيعون بيروتي»، سایت الفلام.
- ↑ مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
- ↑ «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
- ↑ مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
- ↑ «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
- ↑ «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
- ↑ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
- ↑ «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
- ↑ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
- ↑ «روضة الشهدا مقاومت اسلامی در لبنان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «پیکر فرماندهان شهید حزبالله به خاک سپرده شد»، باشگاه خبرنگاران جوان.
- ↑ «روضة الشهدا مقاومت اسلامی در لبنان»، خبرگزاری مهر.
- ↑ مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
- ↑ «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
- ↑ مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
- ↑ «انفجارهای مهیب در بیروت؛ اسرائیل: مقر فرماندهی مرکزی حزبالله را هدف گرفتیم»، خبرگزاری یورونیوز؛ «بمباران شدید و پیاپی بیروت/ارتش اسرائیل: هدف، مرکز فرماندهی اصلی حزب الله بود»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «حسن نصر الله.. قائد جعل من حزب الله قوة إقليمية»، شبکه الجزیرة.
سرچينې
- «انفجارهای مهیب در بیروت؛ اسرائیل: مقر فرماندهی مرکزی حزبالله را هدف گرفتیم»، یورونیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۷ سپتامبر ۲۰۲۴م، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- «حسن نصر الله.. قائد جعل من حزب الله قوة إقليمية»، شبکه الجزیرة، تاریخ درج مطلب: ۳۰ سپتامبر ۲۰۲۴م، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- حرب، مونا، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین، تاریخ درج مطلب: ۲۰۰۳م، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- «بمباران شدید و پیاپی بیروت/ ارتش اسرائیل: هدف، مرکز فرماندهی اصلی حزب الله بود+ فیلم»، خبرگزاری ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۶ مهر ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- کاج، زیاد، «الضاحية الجنوبية بيعون بيروتي»، سایت الفلام، تاریخ درج مطلب: ۱۵ دسامبر ۲۰۲۱م، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- مهنا، سوسن، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی، تاریخ درج مطلب: ۱۱ مارس ۲۰۲۴م، تاریخ بازدید: ۱۴ مهر ۱۴۰۳ش.
- «روضة الشهدا مقاومت اسلامی در لبنان»، خبرگزاری مهر، تاریخ انتشار خبر: ۱۸ بهمن ۱۳۹۸ش.
- «پیکر فرماندهان شهید حزبالله به خاک سپرده شد»، باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۹ مهر ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۶ آبان ۱۴۰۳ش.