منځپانگې ته ورتلل

نعیم قاسم

د wikishia لخوا
نعیم قاسم

نعیم قاسم چې د شیخ نعیم قاسم په نوم مهشور دی(زوکړې: ۱۹۵۳) په لبنان کې د حزب الله څلورم سکرتر جنرال دی.

نوموړی د سید عباس موسوي او سید حسن نصرالله په دوره کې د عمومي منشي مرستیال و او د سید حسن نصرالله له شهادت وروسته د حزب الله د څلورم عمومي منشي په توګه وټاکل شو. نعیم قاسم د اَمَل غورځنګ غړی و او له امام موسی صدر سره یوځای یې د حرکة المحرومین تنظیم په جوړولو کې ونډه درلوده. هغه همدارنګ په ​​لبنان کې د حزب الله له بنسټ ایښودونکو څخه و او له ۱۹۹۱ راهیسې د هغې مرستیال دی.

نعیم قاسم د حزب الله د پارلماني شورا مشر دی او د لبنان په حکومت کې حزب الله ته د نږدې وزیرانو هماهنګۍ دنده هم په غاړه لري. هغه د ولایت فقیه په نظریه باور لري او د هغه دوه اثار د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرانو امام خمیني او سید علي خامنه اي په اړه لیکل شوي دي.

ژوندلیک

نعیم قاسم په ۱۹۵۳ کال کې د لبنان په جنوب کې د نبطیه ولایت په کفرفیلا کلي کې زیږیدلی دی.[۱] د هغه فرانسوي ژبه زده ده. په ۱۹۷۰ کال کې یې د لبنان له پوهنتون څخه د کیمیا په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی او په دیني علمونو کې د سید محمد حسین فضل الله شاګرد و.[۲]

د حزب الله عمومي منشي توپ

د لبنان حزب الله د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۹ نیټه د حزب الله د دریم سکرتر جنرال سید حسن نصرالله له شهادته تقریباً یوه میاشت وروسته د حزب الله د عمومی منشی په توګه د نعیم قاسم د انتخاب اعلان وکړ.[۳] نعیم قاسم له دې وړاندې د لبنان په حکومت کې د حزب الله د پارلماني شورا مشر و او د لبنان په حکومت کې د حزب الله د نږدی وزیرانو د هماهنګۍ مسولیت هم په غاړه درلود.[۴]

په ۱۹۸۲ کال کې له سید عباس موسوي، صبحي طَفیلي، محمد یزبک، ابراهیم امین السید او سید حسن نصرالله سره یوځای په لبنان کې د حزب الله په جوړولو کې برخمن و او له ۱۹۹۱ کال راهیسې په لبنان کې د حزب الله مرستیال و.[۵]

د حرکة المحرومین په جوړښت کې رول

نعیم قاسم خپل سیاسي فعالیت په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امام موسی صدر په مشرۍ د اَمَل په غورځنګ کې پیل کړ او لکه څه رنګ چې په خپله وايي، د حرکة المحرومین په رامنځته کولو کې یې هم ونډه درلوده[۶] او همدارنګ د امل د تحریک کلتوري مرستیال و او د سید موسی صدر له ورکیدو وروسته، د امل له تحریکه جلا شو.[۷]

په ولایت فقیه باندې باور او ایران سره اړیکه

نعیم قاسم د آیت الله خامنه اي عیادت ته

لکه څنګه چې د نعیم قاسم په شخصي سایټ کې ویل شوي، هغه د ولایت فقیه په نظریه او په پایله کې له امام خمیني وروسته د سید علي خامنه اي په ولایت باور لري او د ایران د اسلامي جمهوریت د دواړو مشرانو په اړه یې یو یو کتاب لیکلی دی.[۸]

شیخ نعیم قاسم د ایران د اسلامی جمهوریت د معظم رهبر سید علی خامنه اي په روغتون کښې د بستر کیدو په وخت کښې سره د نورو عالمانو د هغه پوښتنې ته ورغی کله چې یې د «اسلامی علماء د فلسطین د مقاومت په ملاتړ کې» کانفرنس کښې ګډون ته ايران ته سفر کړی و.[۹]

پر دې سربیره نعیم قاسم د ایران په ډیرو کنفرانسونو کې ګډون کړی دی چې په هغو کې د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنه، د مذهبونو د تقریب غونډې، د اسلامي وحدت په کنفرانسونو او د قدس د نړیوالې ورځې په کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.[۱۰]

تألیفات

شیخ نعیم قاسم د ځینې کتابونو لیکوال دی لکه د مدني حقونو، د ښځو حالت، د ښوونکو حالت، د زده کونکو حالت، د نارینه او ښځینه حقونه، د ماشومانو په وړاندې د والدینو دندې او داسې نور کتابونه لري.[۱۱] هغه د امام خمینی په اړه د «الإمام الخمینی بین الأصالة والتجدید» کتاب لیکلی او د آیت الله خامنه ای په اړه یې د «الولِّی المجدِّد» په نامه کتاب لیکلی دی.[۱۲]

همدارنګه د هغه یو کتاب چې د فارسۍ نامه یې (حزب‌الله لبنان؛ خط‌مشی، گذشته و آیندۀ آن) او په پښتو کې (د لبنان حزب الله؛ د هغه پالیسي، ماضي او راتلونکي) ده چې په ۲۰۰۲ کال کې لیکل شوی او په فارسي، انګلیسي، فرانسوي، ترکي، اردو او اندونیزیایي ژبو ژباړل شوی دی.[۱۳]

د حزب الله؛ المنهج؛ التجربة؛ المستقبل کتاب د لومړي مخ عکس

د هغه نور کتابونه دا دي:

  • سبیل الله
  • القرآن منهج الهدایة
  • مجتمع المقاومة
  • المهدی المخلص
  • الشاب شعلة تحرق أو تضیئ
  • قصّتی مع الحجاب
  • سبیلک إلی مکارم الأخلاق
  • حزب الله... المنهج.. التجربة.. المستقبل
  • فی رحاب رسالة الحقوق
  • شرح رساله حقوق امام زین العابدین علیه‌السلام
  • حقوق الناس
  • الحقوق الثلاثة
  • حقوق المعلم والمتعلم
  • حقوق الزوج والزوجة
  • حقوق الافعال
  • حقوق الوالدین والولد
  • حقوق الجوارح
  • عاشوراء مدد وحیاة
  • معالم للحیاة من نهج أمیر المؤمنین علیه‌السلام.[۱۴]

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. ↑ «Naim Qassem»، سایت حزب‌الله.
  2. ↑ «Naim Qassem»، سایت حزب‌الله.
  3. ↑ «إنتخاب سماحة الشيخ نعيم قاسم أمينًا عامًّا لحزب الله»، المنار.
  4. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  5. ↑ «Naim Qassem»، سایت حزب‌الله.
  6. ↑ «Naim Qassem»، سایت حزب‌الله.
  7. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  8. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  9. ↑ «روایت جانشین سیدحسن نصرالله از عیادت رهبر انقلاب»، خبرگزاری ابنا.
  10. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  11. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  12. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.
  13. ↑ «حزب‌الله لبنان؛ خط‌مشی، گذشته و آیندۀ آن، سایت آدینه‌بوک.
  14. ↑ «السیرة الذاتیة»، سایت شخصی نعیم قاسم.

سرچينې