د بیروت ضاحیه

د wikishia لخوا
په لبنان کې د ضاحیه موقعیت

د بیروت جنوبي ضاحیه، یا د بیروت ضاحیه، د لبنان د بیروت په جنوب کې یوه شیعه میشته سیمه ده چې په لبنان کې د حزب الله د مرکز په توګه پیژندل کیږي. پر دغه سیمه سربېره په دې چې د لبنان د کورنۍ جګړې(1975-1990م) پر مهال د جګړې د ځای و، په 1982، 2006 او 2024 کلونو کې هم پر دغه سیمه د اسرائیلو له خوا څو ځله بریدونه وشول او بنسټونه او حتی د استوګنې ودانۍ یې ویجاړې شوې. همداشان د لبنان د حزب الله د سازمان د وخت عمومي منشي  سید حسن نصرالله هم  په دې سیمه کې د حزب الله په مرکز د اسراییلو په برید کې شهید شو.

جنوبي ضاحیه تر ډېره د بې وزلو او محرومو سیمه ده چې ۸۵ سلنه یې شیعه، ۱۰ سلنه ماروني عیسایان او ۴ سلنه اوسېدونکي یې سنیان دي. د ضاحیه نفوس یو ملیون اټکل شوي چې د بیروت د ټولو نفوسو دریمه برخه جوړیږي.

تاریخ او موقعیت

د بیروت په ضاحیه کې د فؤاد شکر جنازه چې د مقاومت یو قوماندان و،(1403د زمري میاشت)

ویل شوي چې ضاحیه د شیعه مقاومت د اډې په توګه د خپل ستراتیژیک رول له امله، تل په جګړو کې پاتی شوې ده، د کورنۍ جګړې له امله ویجاړ شوی او همدارنګه اسرائیلو د بهرنیو بریدونو سره مخ شوې ده.[۱] دا سیمه په تېر وخت کې د بیروت اړخ ګڼل کیده او ورو ورو د بیروت یو مهم اقتصادي او ټولنیز مرکز جوړ شو.[۲]

د بيروت جنوبي ضاحیه په پيل کې يوه کرنيزه او کليواله سيمه وه، چې د بيروت د کارګرانو د اوسېدو ځای ګڼل کېده، او بيا د نفوسو په زياتوالي او په تېره بيا د لبنان له جنوبي بعلبک څخه د شيعو له مهاجرت او د فلسطینیانو له مهاجرت وروسته په تدريجي ډول بدل شو.[۳] په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ میلادي کلونو تر مینځ لسیزه کې د مصر د ولسمشر جمال عبدالناصر او د لبنان د ولسمشر کمیل شمعون تر منځ د رقابت تر اغیز لاندې راغله چې هغه تر ډیره د ناصری او فلسطیني جریانونو ملاتړ کوونکي وو. امام موسی صدر په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امل شیعه غورځنګ تاسیس کړ او د اسرائیلو پر ضد یې مقاومت پیاوړی کړ، او ضاحیه یې د اسلامي مقاومت په یوه اسلامي مرکز بدله کړه.[۴]

سید موسی صدر ضاحیه ته د «ضاحیة المحرومین» لقب ورکړ، کیڼ اړخو ګوندونو به دې ته «ضاحیة البؤس» ویل او حزب الله ورته «ضاحیة المستضعفین» نوم ورکړ.[۵]

د نفوسو جوړښت او فقر

د شته اټکلونو له مخې د بيروت د جنوبي سيمو نفوس تقریبا يو میليون تنه دی، او د لبنان د پلازمېنې بيروت د ټول نفوس يو پر دريمه برخه جوړوي. همدارنګ ویل کیږي چې دوه پر دریمه برخه یې کډوال دي.[۶]

د بيروت د جنوبي سيمو زياتره اوسېدونکي شيعه دي، خو په دې سيمه کې نور لږکي هم ژوند کوي. د اټکلونو له مخې په دې سیمه کې ۸۵ سلنه شیعه، ۱۰ سلنه مارونی عیسایان او ۴ سلنه سنیان ژوند کوي. جنوبي ضاحبه معمولا د بې وزلو او محرومو په توګه یاد شوی دی.[۷]

موسسې او دیني او شیعه دودونه

اصلي مقاله: مُجَمَّع سیدالشهداء
(مُجَمَّع سیدالشهداء) د سید الشهداء کمپلیکس د بیروت په ضاحیه سیمه کې د حزب الله د مراسمو او د سید حسن نصرالله د ویناوو ځای و. دا تالار په ۲۰۲۴ کال کې پر لبنان باندې د اسرائیلو په برید کې ویجاړ شو.

د بیروت په جنوبي ضاحیه کې د عاشورا د ماتم د مراسمو او نورو مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره جوماتونه او امام باړې شتون لري، د مذهبي مراسمو سربیره، ټولنیز مراسم، کنفرانسونه هم په کې ترسره کیږي او د هغو له لارې خیریه مرسته هم راټولیږي.[۸] په دې سیمه کې کلیساګانې هم شته.[۹]

د لبنان حزب الله د بيروت په جنوبي ضاحیه کې د کلتوري او مذهبي مرکزونو په جوړولو او اداره کولو کې مهم رول لوبوي او د امام باړو او جوماتونو په کارولو سره د شیعه ټولنې د مذهبي او سياسي هويت په پياوړتيا کې مرسته کوي. په دې توګه، جنوبي ضاحیه د شیعه پیژندنې او ټولنیز او سیاسي فعالیتونو ښوونکی ده. چې د لبنان حزب الله او نورو سیمه ایزو بنسټونو لخوا پرمخ وړل کیږي.[۱۰]

د بیروت ضاحیه د محرم په میاشته کې

د حزب الله د شهیدانو هدیره

اصلي مقاله: د روضة الشهیدین مقبره

په لبنان کې د حزب الله د شیهدانو مقبره په ضاحیه کې یو هدیره ده. دغه هدیره د لبنان د حزب الله د هغو غړیو د ښخولو ځای دی چې له صهیونیسټ رژیم سره په جنګ کښې شهیدان شوي دي. عماد مغنیه، زوی یې جهاد، مصطفی بدرالدین، سید هادي نصرالله،[۱۱]نبیل قاووق، فؤاد شُکر، ابراهیم عَقیل او علي کرکي په دې هدیره کې ښخ شوي دي.[۱۲]

د روضة الشهیدین هدیرې د نننۍ منظره

روضة الشهیدین ته څیرمه یو بل ځای د روضة الحوراء زینب(س) په نوم یادیږي چې د حرم د دفاع کوونکیو شهیدانو او نورو شهیدانو د تدفین ځای دی. د سمیر قنطار قبر په دې هدیره کې دی.[۱۳]

جنګونه او شخړې

د بیروت په ضاحیه کې د 33 ورځنۍ جګړې پرمهال د ویجاړ شوي استوګنې سیمو انځور
  • د لبنان کورنۍ جګړه(۱۹۹۰-۱۹۷۵): په دې دوره کې، جنوبي ضاحیه، د مذهبي او سیاسي شخړو یو له مهمو سیمو څخه وه چې د ډیرو شیعو د استوګنې ځای شو چې د کورنۍ جګړې او په جنوبي لبنان باندې د اسراییلو د بریدونو له امله دې یې دې سیمې ته هجرت وکړ و د بې وزلۍ سره یو بدل ټولنه درلودونکی جمعیت جوړ شو.[۱۴]
  • د اسرائیلو بریدونه: ویل کیږي چې په ۱۹۸۲ کال کې د اسرائیلو برید او د حزب الله مقاومت د لبنان ضاحیه د حزب الله په مرکز بدله کړه. له هغه وروسته ضاحیه د حزب الله سیاسي، نظامي او کلتوري مرکز شو او له هغه وروسته د اسرائیلو له خوا ورباندې نیغ په نیغه بریدونه شورو شول.[۱۵] د دغو شخړو اوج په ۲۰۰۶ کال کې په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې بیان شوی، کله چې اسراییلو په ضاحیه باندې بمباري وکړه او د ضاحیه زیربناوې سختې زیانمنې شوې او ودانۍ او د استوګنې ځایونه وېران شول.[۱۶] پر دې سربېره، د اسرائیلو فوځ د لبنان په جنوب باندې په برید کې، په ۱۴۰۳ کال د تلی د میاشتې په ۲۷ په ضاحیه کې د حزب الله په شیعه سیمه په مرکزي دفتر بمباري وکړه[۱۷] او سید حسن نصرالله یې شهید کړ.[۱۸]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
  2. کاج، «الضاحية الجنوبية بيعون بيروتي»، سایت الف‌لام.
  3. مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
  4. «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
  5. مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
  6. «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
  7. «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة؛ حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
  8. حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
  9. «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
  10. حرب، «La Dâhiye de Beyrouth»، سایت کارین.
  11. «روضة الشهدا مقاومت اسلامی در لبنان»، خبرگزاری مهر.
  12. «پیکر فرماندهان شهید حزب‌الله به خاک سپرده شد»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  13. «روضة الشهدا مقاومت اسلامی در لبنان»، خبرگزاری مهر.
  14. مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
  15. «الضاحية الجنوبية، بيروت»، سایت المعرفة.
  16. مهنا، «الضاحية الجنوبية لبيروت بين أمس أخضر وحاضر شاحب»، ایندیپندنت عربی.
  17. «انفجارهای مهیب در بیروت؛ اسرائیل: مقر فرماندهی مرکزی حزب‌الله را هدف گرفتیم»،‌ خبرگزاری یورونیوز؛ «بمباران شدید و پیاپی بیروت/ارتش اسرائیل: هدف، مرکز فرماندهی اصلی حزب الله بود»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  18. «حسن نصر الله.. قائد جعل من حزب الله قوة إقليمية»، شبکه الجزیرة.

سرچينې